محبت يوازې د الله تعالٰى لپاره
محبت يوازې د الله تعالٰى لپاره
د محبت احساس په انسان کې تر ټولو اوچته جذبه او احساس دى. يو انسان چې بل انسان ته تر ټولو زياته قيمتي ډالۍ ورکولاى شي هغه همدا د مينې او محبت تحفه ده. په موجوده دنيا کې د يو انسان تر ټولو لوى امتحان دا دى چې هغه د خپل محبت احساس د نورو په طرف کم نه کړي او خپل د محبت د جذباتو مرکز يوازې الله تعالٰى وگرځوي. بل يو شى د خپل سخت محبت مرکز جوړول د قرآن پاك په ژبه کې له الله تعالٰى سره د بل شى برابرول دي. د الله تعالٰى په دې دنيا کې چې کوم انسان بل يو شې له الله تعالٰى سره برابر کړي هغه د الله تعالٰى په نزد سراسر بې قيمته کيږي. په قرآن پاك کې ارشاد دى:
او ځينې له خلکو څخه هغه دي چې له الله تعالٰى پرته نور لر ده سره شريکان نيسي. له هغوى سره داسې محبت کوي لکه څنگه محبت ساتل چې له الله سره لري. او که چيرې دا ظالم کسان دغه وخت وگوري کله چې دوى عذاب وويني، چې زور او طاقت ټول په ټوله الله تعالٰى لره دى. او تعالٰى ډير سخت عذاب ورکوونکى دى. ( البقره ۱۶۵).
په دنيا کې ډير شيان دي د کومو په ليدلو چې په انسان کې له هغه سره د محبت احساسات پيدا کيږي. مگر دا شيان د دې لپاره نه دي چې انسان له هغه سره د حقيقي محبت اړيکي وساتي. دا شيان يوازې د امتحان لپاره دي. الله تعالٰى دا ليدل غواړي چې له انسانانو څخه څوك دي چې دا شيان خپل محبوب جوړوي. او هغه څوك دى چې له دې څخه پورته ځي له همدې امله هيڅ يو شى له الله تعالٰى سره په سخت محبت کې خنډ نه جوړوي. دا حقيقت په قرآن کې په دې توگه بيان شوى دى:
ښايسته ښکاره کړاى شوي دي خلکو ته محبت د خواهشاتو ـ له ميرمنو، ځامنو، سرواو سپينو زرو زيرمې، نښانه کړاى شوي آسونه، څاروي او کښتونه. دا دنيوي ژوند سامان دى ـ او د الله تعالٰى په نزد ډير ښه ځاى د ورگرځيدو (جنت) دى. ووايه! آيا زه تاسو ته خبر درکړم له دې څخه د بهترو شيانو. لپاره د هغو کسانو چې پرهيزگاران دي د دوى د پروردگار په نزد باغونه دي د کومو (د ماڼيو او باغونو) د لاندې به چې او شاتو، شيدو، شرابو او سوچه اوبو) ويالى بهيږي. دوى به په دې کې تل ترتله اوسيږي. او پاکې ميرمنې به وي او د الله تعالٰى رضا مندي به وي. او الله تعالٰى د بندگانو د اعمالو ليدونکى دى.
په موجوده دنيا کې يوه انديښنه دا ده چې له انسان څخه د دې کوم محبوب شى ورك شي او بيان ځان د دې په ياد کې دومره زيات ستړى کړي چې د ده په زړه کې د الله تعالٰى لپاره هيڅ ځان پاتې نه وي. د دې لپاره اسلام دا تعليم ورکړى دى چې هر شي د الله تعالٰى ملکيت وگڼو. او د دې په ورك کيدو باندې دا فکر فکر وکړو او صبر وکړو تر څو پورې چې د الله تعالٰى خوښه وه دا شى له ما سره و، او کله چې الله تعالٰى وغواړي نو هغه شى له ما څخه جدا کوي. دغه حقيقت په قرآن پاك کې داسې بيان شوى دى.
او خامخا به امتحان وکړو ستا په يو شي سره له ويرې، لوږې او د مالونو او ځانونو اوميوو په کمولو باندې. او زيرې ورکړه صبر کوونکو ته د چا چې دا حال دى کله چې مصيبت ورته ورسيږي نو دوى وايي يقينا مونږ خاص د الله تعالٰى يو او خاص همده ته زمونږ د ټولو ورگرځيدل دي. (البقره ۱۵۵/۱۵۶).
د محبت جذبه له ژورتيا سره الله تعالٰى سره د تړاو لپاره يو بله ځانگړه تابيا شويده. لکه څنگه چې د وړاندينې په توگه انسان ته دا ويل شوي چې د پايلې او نتيجې په اعتبار سره دا شيان سراسر بې حقيقته دي. د نن په ژوند کې چې انسان ته کوم شى ډير ښايسته ښکاري او دا له هغه شى سره په محبت کولو لگيا شي. له مرگ څخه په وروسته ژوند کې د هغې هيڅ اهميت او اعتبار نشته. له حقيقت رابرسيره کيدو څخه وروسته انسان به له هغو شيانو څخه داسې تښتي. لکه څنگه چې هغه د ده لپاره ډير لوى مصيبت ؤ. دا حقيقت قرآن داسې بيان کړى دى. نو هر کله چې د قيامت چغه راشي. په هغه ورځ چې سړى به له خپل ورور نه او خپلې مور نه، او له خپل پلار نه او له خپلې ښځې نه او له خپلو ځامنو څخه تښتي. د هر يو کس لپاره به په دغه ورځ يو داسې حال وي چې له بل څخه به يي غافله کړى وي. ځيني مخونه به په دغه ورځ تك سپين وي خنديدونکي به وي. خوشحاله به وي. او ځينو مخونه به په دغه ورځ خړپړ وي، خپور به وي ورباندې توروالى. همدغه خلك بدعمله کافران دي. (عبس ۳۳/۴۲).
په دنيا کې چې کوم شي د خپلې ظاهرې ښايسته بڼې په اساس باندې انسان په دوکه کې اچولى د هغوى په باره کې په قرآن او حديثو کې په کثرت سره داسې حوالې دي کومې چې د هغې اصل حقيقت رابربنډوي. د مثال په توگه دمال په باره کې په قرآن پاك کې ويل شوي، چې ستاسې ټول په دې کوښښ پسې لگيدلى چې له تاسو سره دې د مالونو انبارونه او گودامونه وي. حال دا چې ډير ژر به تاسې داسې مړه شي چې د مال هيڅ يوه برخه له ت اسې سره ولاړه نشي. لکه څنگه چې فرمايي: له زيات نه د زيات څه حاصلولو حرص تاسې په غفلت کې ساتلي ياست. تردې پورې چې مړه شۍ او قبر ته ولاړ شئ. (التکاثر ۱/۲).
دغسې ښځه په هره زمانه کې د دې سبب جوړه شوې چې هغې د انسان توجه له حق څخه اړولې ده. انسان د ښځې په محبت کې دومره ورك شوى چې هغه الله تعالٰى هم هير کړى دى. دا حقيقت په يو حديث کې داسې بيان کړاى شوى دى. مارايت من ناقصات عقل و دين اغلب للب الرجل الحازم من احداکن. (مسلم، کتاب الايمان). يعنې ما هيڅوك داسې نه دى ليدلى کوم چې د عقل او دين په اعتبار سره د نيمگړتيا سره، سره د يو عقلمن انسان په عقل باندې زيات غالب وي له تاسې نه.
انسان سره چې د خپل رب په وړاندې د پيش کولو لپاره تر ټولو کومه قيمتي پانگه ده. هغه همدا د محبت اثاثه (پانگه) ده. په آخرت کې به هغه کس کامياب وي. د چا په اړه چې زمکه او آسمان دا گواهي ورکوي چې ده خپله دا تر ټولو زياته قيمتي اثاثه (پانگه) پرته له شراکته د خپل رب لپاره وړاندې کړې وه.
الله تعالٰى چې تر څو په غيب او پټ وی هستي وه نو انسان هغه هير کړي او نور بې حقيقته شيان يې د خپل محبت مرکز جوړ وی. مگر په قيامت کې چې کله الله تعالٰى له خپل سترتوب او لويي سره راڅرگند شي. نو نور ټول شيان به بالکل بې رونقه وښودل شي. هر شى به خپل جالبيت له لاسه ورکړي. دغه وخت به انسان له افسوس سره فکر وکړي. چې د پاملرنې وړ ذات يوازې او يوازې يو الله تعالٰى وو. مگر ما د خپل ناهل توب په اساس نور بې حقيقته شيان د خپلې توجه مرکز گرځولي وو، انسان به په خپله تباه کوونکې غلطۍ باندې پښيمانه شي. مگر په دغه ورځ پښيمانه کيدل د چا هيڅ په کار نه راځي. ځکه چې هغه روح د خپل عمل دنتيجې موندلو ورځ ده، نه د عمل کولو ورځ.
له ناروغۍ څخه پاکيدل
په حديث کې راغلي دي. چې په مدينه منوره کې يو کس ناروغ شو. رسول الله صلى الله عليه وسلم د هغه پوښتنې ته د هغه کور ته ورغى، هلته چې ورورسيد نو پيغمبر صلى الله عليه وسلم وويل: طهور ان شاء الله (صحيح البخاري، کتاب المرضىٰ. باب مايقال للمريض).يعنې هيڅ باك نه کوي انشاء الله دا د پاکيدو يوه ذريعه ده.
د دې مقصد دا نه دى چې کله يو کس ناروغه شي نو په پر اسراره توگه دې د ده گناه ووينځل شي. او هغه دې پخپله يو پاك شوى انسان وگرځي. دا په اصل کې يوه معلومه شعوري واقعه ده. چې د يوه رښتينى مومن سره مخې ته راځي.
يو انسان که چيرې ناروغه نه شي. د ده بدن په مکمله توگه يو صحتمند بدن دى. نو د دې نتيجه دا کيږي. چې په ده کې په شعوري او ناشعوري توگه د فخر او ناز احساسات پيدا کيږي د ده په سينه کې درد مندانه احساسات وده نه مومي. تردې پورې چې هغه يو بې حسه انسان جوړ شي. مگر کله چې يو مومن په ناروغۍ اخته کيږي. نو هغه خپله بې وسي درك کوي. په هغه کې دردمندانه کيفيت پيدا کيږي. هغه د خپل بنده توب د حقيقت تجربه کوي.
دغسې ناروغي دا له نورو شيانو څخه ليرې کوي او الله تعالٰى ته يي ورنږدې کوي. هغه الله تعالٰى طرفته متوجه کيږي د الله تعالٰى په يادولو لگيا کيږي. د ده له زړه څخه دعاگانې او الله تعالٰى طرفته د نزديکت سبب ګرځئ.
ناروغي له همدې امله الله تعالٰى ته د قربت ذريعه جوړيږي ناروغي په ظاهره يو نامطلوبه شى دى. ليکن که چيرې ذهن صحيح او اسلامي وي نو جسماني ناروغي د انسان لپاره د روحاني صحت او روغتيا ذريعه جوړيږي. په دې دنيا کې اصلي اهميت د ذهني بيدارۍ دى. بيدار او ويښ ذهن دا د دې وړ جوړوي چې هغه له واقعاتو څخه عبرت حاصل کړي. او د ذهن بيدارونکى تر ټولو لوى شى په دې دنيا کې يوازې يو دى او هغه مشکل او ستونزمن حالات دي.
د دې معاملې تړاو يوازې ناروغۍ سره نه دى. بلکې د دې تړاو د هرې هغې تجربې سره دى چې انسان يي د ناروغۍ په شان تجربه وکړي. د انسان په ژوند کې لکه څنگه چې کاميابي اهميت لري. دغسې ناکامي هم اهميت لري. لکه څنگه چې د انسان لپاره خوشحالي يو ښه شى دى. دغسې د ده لپاره غم او خفگان يو ښه شى دى.
شرط دا دى چې د انسان ذهن ويښ او بيدار وي. او له تجربو څخه د پند او عبرت اخستلو صلاحيت په ده کې پيدا شوى وي. د غم تجربه د انسان ذهن پرانيزي. هغه په ده کې پټ شوې ژور احساسات راپورته کوي. دا د ده حساسيت زياتوي او د دې وړ يي گرځوي چې دا له شيانو څخه پند او عبرت حاصل کړي. غم د يو چا د ترقۍ ذريعه ده. غم انسان له اوچتو حقيقتونو سره د جوړجاړي سبب گرځي.