د مرگ ياد ولي
د مرگ ياد ولي
په حديث کې دي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: اکثروا ذکر هادم اللذات الموت. (مشکاة المصابيح ۱/۵۰۴) يعنې مرگ ډير زيات يادوئ کوم چې د خوندونو او لذتونو ختمونکى دى. له دې څخه معلوميږي چې د مرگ يادول هم يو ډول (ذکر) دى. دا يو عبادتي عمل دى. د مرگ يادول يو ثواب دى کوم چې د انسان په عملنامه کې ثبتيږي. د فارسي ژبې يو شاعر بوډا شوى و، د هغه دواړو سترگو کار پريښود. دغه مهال هغه دا شعر ووايه. چې دمرگ په لاس د روانيدو اعلان نغاره ووهل شوه. اى زما دواړو سترگو تاسو سرته د رخصتيدو مخه ښه ووائي.
کوسِ رحلت بکوفت دست اجل : اى دوچشم وداع سربکنيد
مرگ به خامخا راځي. دا خبره يې هغو کسانو ته وکړه چې تر اوسه د ځوانۍ په عمر کې وي. مگر کوم خلك چې زاړه شوي دي د هغو لپاره تر ټولو سمه او صحيح خبره دا ده چې هغوي ته دا وويل شي. د مرگ راتلل شروع شول. ځوان انسان ته مرگ په ظاهره د مستقبل يو خبر دى. مگر د بوډا لپاره مرگ په حال کې مخې ته راغلې يوه پيښه ده.
حقيقت دا دى چې که چيرې ځوان انسان مرگ ياد نکړي نو دا د هغه لپاره د غفلت خبره ده. مگر کوم خلك چې د بوډاتوب مرحلې ته رسيدلى او بيا هم مرگ يي هير کړى وي دا د هغه لپاره ډيره سخته خبره ده. دا گويا يوه سرغړونه ده. او د الله تعالٰى په نزد له سرکشۍ پرته بل زيات سنگين جرم نشته د مرگ د يادولو لپاره دا خبره بس ده چې هغه د يو واقعيت په شکل هره ورځ دده مخې ته راځي. هره ورځ دا منظر گوري چې څوك په ماشومتوب کې مري او څوك په ځوانۍ کې او څوك تر بوډاتوبه ورسيږي او مړ شي. دغسې هر څوك خپل همزولي گوري چې د ښځو او نارينه وو څخه هره ورځ مړه کيږي. حقيقت دا دى چې د هر يو لپاره د دى مثال په دنيا کې موجود دى. پدغسې حالت کې د هر عقلمند او هوښيار انسان ته پکار دي چې خپل ځان د مرگ په غاړه محسوس کړي. په هيڅ حالت د عمر کې دې انسان خپل ځان له مرگ څخه محفوظ او بچ نه گڼي.
مرگ نه خوښول
په سنن ابې داؤد (کتاب الملاحم، باب تداعى الامم على الاسلام) کې د ثوبان رضى الله عنه څخه يو روايت نقل کړاى شوى دى. د هغې ترجمه په لاندې ډول ده. رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: هغه وخت راروان دى. چې (غير) قومونه به د ستاسو خلاف يو بل ته دعوت ورکړي. لکه څنگه چې تيارې کړاى شوې د خوراك کاسې ته خوراك کوونکي رابلل کيږي. يو چا پوښتنه وکړه چې آيا دغه مهال به مونږ لږ يو؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: نه! بلکې دغه وخت به تاسې ډير زيات ياست. مگر تاسې به د سيلاب د ځگ په شان ياست. الله تعالٰى به د ستاسې د دښمنانو له زړونو څخه ستاسې ويره (رعب) وباسي. او الله تعالٰى به ستاسې په زړونو کې کمزوري واچوي. يو چا وويل: چى اى د الله تعالٰى رسوله! دغه وهن (کمزوري) به څه وي. ده ورته وفرمايل: د دنيا محبت او د مرگ بد گڼل.
په دې حديث کې د امت اسلامي د زوال د ورځو او شپو په اړه د وړاندوينې (پيشگويي) په توگه خبر ورکړل شوى دى. په دغه دور او زمانه کې به د مسلمانانو شمير ډير زيات وي. مگر د يوې کمزورۍ د ښکار کيدو په اساس به بې وزنه شوي وي. هغه کمزوري دا ده چې د دنيا گټه وټه به د دوى په نظر کې بې حده گرانه وي. تردې پورې چې د گټو په خلاف تگ به ورباندې داسې تماميږي. لکه چې د مرگ په طرف بوتلل کيږي.
د اولس په نظر کې به تر ټولو زيات اهميت د هغوى مادي گټې لري. ځکه چې د حق په غوښتنو باندې په چليدو کې به هغوى خپله اقتصادي بربادي محسوسوي. رهبران او لارښودان به د خپل قوم او اولس د غلطيو په خلاف خبره کول پريږدي. ځکه چې دوى به ويني چې په دغسې کولو سره خپل قيادت او مشري د هلاکت په خطر اخته کيدل وي. خلك به د قربانۍ په ځاى د رخصت په لارو روان شي. ځکه چې د قربانۍ په طريقه کې دوى ته خپل دنيوي مرگ په نظر ورځي. خلك به د اصولو د پابندۍ په ځاى مصلحت پرستى خپل عادت او خوى جوړ کړي ځکه دوى به دا احساس وی چې په مصلحت پرستۍ کې د دوى ترقي او پرمختگ دى. او په اصول خوښونه کې د دوى مرگ دى.
دغه صفتونه انسان ځان غوښتونکى جوړوي. دغسې خلك يوازې د خپلو ذاتي گټو څخه خبروي. دوى ته د ټول ولس د گټو هيڅ معلومات نه وي. په دوى کې به دا وړتيا ختمه شوې وي چې هغوى له نورو سره يو ځاى شي او يو متحد طاقت جوړ کړي. په مجموعي توگه باندې د ډير شمير درلودلو سره به د دوى هر فرد، ځان ځانله روان وي.
د جنت مستحق کيدل
په يو حديث کې ارشاد شوى چې د دوشنبې او پنچشنبې په ورځ د جنت دروازې پرانستل کيږي. بيا د هر هغه بنده گناه بښل کيږي چې الله تعالٰى سره (يي هيڅ شى او هيڅوك) حصه دار جوړ کړى نه وي، پرته له هغه کس څخه چې د ده او د ده د مسلمان ورور تر منځ کينه او حسد وي. نو وبه ويل شي چې د دې دواړو معامله وروسته کړئ. تر هغه وخته پورې چې دا دواړه خپلمنځى معامله جوړه او سمه کړي. اترکوا هذين حتى يصطلحا. (کتاب البر والصلة والاۤداب، صحيح مسلم بشرح النووى ۱۶/۱۲۲).
په دې حديث کې چې کومه خبره په نښه شوي له دې څخه هدف وخت نه، بلکې نفسيات دي. د دې مقصد يوازې دا نه دى چې د فلاني وخت پورې د انسان په باره کې د جنت پريکړه نه کيږي. او له دې څخه وروسته چې فلانى وخت راشي نو د ده په باره کې به فيصله وکړاى شي. بلکې له دې څخه مراد او هدف پخپله د ده داخلي نفسيات دي کوم چې په اصل کې د ده لپاره جنت استحقاق پيدا کوي. که چيرې د انسان حال دا وي چې کله هغه د خپل ورور له لاسه د يو ناخوښه کار سره مخ شي او له دې وروسته له هغه څخه کرکه وکړي. له دې وروسته يي په زړه کې د هغه په خلاف د کرکې او کينې احساسات راپورته شي. نو دا کومه ساده خبره نه ده. د دغه ډول نفسياتو لازمي پايله دا راوځي. چې د ده روحانيات له منځه ولاړ شي. د ده دماغ د منفي تصوراتو کارخانه جوړه شي. هغه د خپل دې منفې تصور په اساس د دې وړ او لايق نه پاتې کيږي چې د خداى جل جلاله فيض او برکت په ده باندې راووريږي. او د ده له ژبې څخه هغه دعاگانې راووځي چې يو څوك د هغه په وجه د جنت مستحق جوړيږي.
د دې په عکس کله چې داسې وشي چې يو انسان په عارضي توگه د چا خلاف شي مگر ژر هغه له دې څخه توبه وباسي. هغه ذکر کړي احساسات له خپل ځان څخه وباسي. او د دې په ځاى د محبت له احساساتو سره يو ځل بيا له ياد کس سره خپلې اړيکى سمې کړي. نو د دې نتيجه او پايله دا شي چې ده ته د ملايکو هم نشيني (ملگرتيا) حاصله شي د الله تعالٰى د ياد رڼا ورکوونکى چپه د ده په سينه کې جاري او روانه شي. کوم چې بنده نيغ په نيغه الله تعالٰى ته رسوي. او انسان د جنت وړ او لايق جوړوي.
له حساب کيدو نه وړاندې ځان سره حساب کتاب
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. په دنيا کې خپل ځان سره حساب کتاب وکړه پخوا له دې نه چې آخرت کې له تاسره حساب کتاب وکړاى شي (حاسبوا انفسکم قبل ان تحاسبو) له وفات کيدو څخه وروسته ټول خلك په آخرت کې د خداى جل جلاله په محکمه (عدالت) کې ودريدونکي دي. د خداى جل جلاله محکمه د غيبو د نړۍ محکمه ده. هلته به هيڅوك په دې ونه توانيږي چې خپله څه خبره پټه کړاى له همدې امله په حديث کې راغلي دي. د خداى جل جلاله په وړاندې چې له چا سره مناقشه وشي نو هغه به له هلاکت څخه بچ نشي. من نوقش فقد هلك. عقلمند انسان هغه دى چې د خداى جل جلاله په دربار کې د ودريدو څخه وړاندې په دنيا کې خپل ځان د خپل ضمير په محکمه کې ودروي او له حساب کتاب کيدو نه وړاندې خپل ځان سم کړي. هر څوك چې خپل ځان سره له حساب کولو څخه پرته مړ شي. د هغه حساب او کتاب به خداى جل جلاله کوي. او له چا سره چې خداى جل جلاله حساب کتاب وکړي څوك به وي چې هغه بچ کړاى شي.
انسان ته په پيدايشي توگه ضمير ورکړاى شوى دى. کوم چې په هره بده او ناکاره خبره باندې تنبه خوري. انسان ته چې د خداى جل جلاله او د هغه د رسول الله صلى الله عليه وسلم خبرې رسيږي. په کومو سره چې هغه د صحيح او غلط توپير کولاى شي. د دغه ډول ضمير او دغه ډول پوهې په رڼا کې له خپل ځان سره د محاسبې کولو نوم خپل حساب پخپله کول دي.
له تاسره چې کوم کس غلط چلند وکړي له چا څخه چې تا ته کوم تکليف ورسيږي نو په سمدستي توگه زړه ته رسيږي. تاسې هغه ذليل او خوار گڼۍ ستا په نظر کې له ده څخه زيات بد او ناکاره بل هيڅوك نه وي.
مومن هغه دى چې په چا کې همدغه سخت احساس د خپلو غلطيو په باره کې پيدا شي. له ده څخه چې کومه غلطي وشي. نو په فوري توگه هغه پوه شي چې له ما څخه غلطي وشوه. د خپلو غلطيو په باره کې هغه دومره حساس شي څومره چې يو څوك د نورو د غلطيو لپاره حساس وي. د غلطۍ په ارتکاب هغه ولړزيږي چې له ما څخه داسې فعل وشو دومره سخت شي چې خپل وجود ورته په خپل نظر کې سپك معلوميږي. د خپل حساب کتاب لپاره هغه له دې څخه زيات بې رحمه شي څومره چې يو کس د خپل دښمن د حساب کتاب لپاره سخت وي.
دغه ډول خلك الله والا دي. همدا هغه خلك دي کوم چې خپل ځانونه د الله تعالٰى په وړاندې پيش کوي تر څو د هغوى لپاره د الله تعالٰى په وړاندې جنت نصيب شي. کوم خلك چې په دنيا کې دغه ډول د پرهيزگارۍ د ژوند ثبوت ورکوي. دا هماغه خلك دې چې په آخرت کې به د جهنم له اور څخه ليرې وساتل شي. دوى ته به د دوى رب د ملاقات په لويه ورځ ووايي چې په تاسې باندې به نن ورځ هيڅ تور نه لګول کيږي. دوى ته به د جنت ټولې دروازې پرانستل شوې وې. د خداى جل جلاله لخوا به ورته آواز کوونکى آواز وکړي چې په تلپاتې باغونو کې جوړ کړاى شوي دغه جنتي کورونه او ماڼۍ نن ورځ تاسې ته په ميراث کې درکول کيږي. له هرې دروازې څخه چې ورننوتل غواړۍ له هغې څخه ورننوزئ. له نن څخه وروسته به د ستاسې لپاره هيڅ غم او خفگان نه وي.