که چيرې انسان سنجيده وي
که چيرې انسان سنجيده وي
په حديث کې راغلي دي. چې خپل مخ د دوزخ له اور څخه بچ کړئ. اگر که د خرما په يوه ټوټه سره هم وي. او که له چا سره دا هم نه وي نو د يوې ښې خبرې په ذريعه دې ځان د دوزخ له اور څخه بچ کړي. ځکه چې د ښې خبرې بدله او ثواب هم له لسو څخه تر اووه سوه چندو پورې ورکول کيږي. من استطاع ان يقى وجهه من النار ولو بشق من تمرة فليفعل ومن لم يجده فبکلمة طيبة فان بها تجزى الحسنة عشر امثالها الٰى سبعماة ضعف.
بلخوا په حديث کې دا هم دي، څوك چې چپ شو، هغه نجات حاصل کړ. (من سکت نجا) له دې څخه معلوميږي چې کله نيکي دا وي چې انسان خبرې وکړي او کله تر ټولو زياته نيکي دا وي چې انسان چپ پاتې شي. کله گرځيدل مطلوب وي او کله کيناستل، کله د خداى جل جلاله دا خوښه وي چې انسان خپلې سترگې پرانيزي او ليدل وکړي او کله د خداى جل جلاله په وړاندې تر ټولو د خوښې کار دا وي چې بنده خپلې سترگې پټې کړي.
کله يو عمل مطلوب وي او کله بل عمل مطلوب وي د دې هيڅ يو ټاکلى فهرست نشى جوړيداى. ليکن که چيرې انسان له خداى جل جلاله وريريدونکى وي. که چيرې ده ته دا انديښنه وي چې په آخرت کې به نيول کيږم. نو هغه پخپله پوهيږي چې کله څه کول پکار دي.
که چيرې د انسان د خپل ځان معامله وي. که چيرې دا پخپله وهل وخوري. نو دا په دې پوهيږي. چې په کوم ځاى کې څه کول پکار دي. مگر کله چې معامله د بل چا وي. نو هغه په دې خبرې نه پوهيږي. که چيرې يو انسان يوازې دومره وکړي چې کوم شى د خپل ځان لپاره خوښوي. همدا شى بل ته هم ورکړې. او له کوم شي څخه چې خپل ځان بچ کول غواړي له هغه څخه نور هم بچ کړي. نو همدا د ده د اصلاح لپاره کافي او بس دي.
د خپل ځان په باره کې د انسان عمل ښايي چې ده ته په ښه توگه معلومه ده چې څه ښه دي او څه بد دي. مگر دغه علم انسان يوازې د خپل ځان لپاره استعمالوي. او کله چې معامله د بل چا وي نو هغه له دې څخه بې خبره کيږي.
الهي مشاهده
قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: اهل الجنة فى نعيمهم اذسطع عليهم نور فرفعوا رؤسهم فاذا الرب تبارک وتعالى قد اشرف عليهم من فوقهم فقال السلام عليکم يا اهل الجنة وذالك قوله تعالى (سلام قولا من رب رحيم) قال فينظر اليهم وينظرون اليه فلا يلتفتون الى شئ من النعيم ما داموا ينظرون اليه حتى يحجب عنهم. (ابن ماجه) .
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي جنتيان به په خپلو نعمتونو کې وي چې په دوى باندې به يوه رڼا راڅرگنده شي. نو سرونه به ورته راپورته کړاي ـ ناڅاپه به دوى وگوري چې الله تعالٰى په دوى باندې تجلي کړيده. جنتيانو ته به ووايي: اى جنتيانو! په تاسو دې سلامتيا (سلام) وي. دا هغه الهى وينا ده د کومې يادونه چې د قرآن کريم (يٰسين سورت په ۵۸ آيت) کې شوې ده. بيا به الله تعالٰى دوى ته وگوري او دوى به الله تعالٰى ته وگوري. څو پورې چې هغه ته گوري بل هيڅ يو نعمت ته به نه متوجه کيږي. تر څو چې الله تعالٰى ورڅخه په پرده کې شي.
دا تر ټولو زياته عجيبه او خوندوره تجربه ده. چې جنتيان به يي کوي. دا په دومره زړه راښکوونکې وي. چې دغه وخت به ټول جنتيان نور ټول اوچت ترين نعمتونه هير کړي. هغه خداى جل جلاله چې پخپله په خپل ذات قائم دى. هغه ذات چې ټولو شيانو ته يي له عدم څخه وجود ورکړى. هغه ذات چې ټول کائنات يي په خپله ولقه او کنټرول کې نيولي دي. د چا چې علم په ټولو شيانو باندې راچاپيره دى. د چا چې قدرت او توان تر ټولو اوچت او بر تردى. هغه ذات چې د هر ډول حسن، کمال او معنويت تلپاتې سرچينه دى. هغه ذات چې د انسان له هر سوچ څخه اوچت او د ده له تصور څخه ماوراء دى. د داسې جلال او کمال لرونکي خداى جل جلاله مشاهده او ليدل پرته له شك او شبهې څخه يوه داسې بې مثاله تجربه ده. د کومې له بيانولو څخه چې د انساني ژبې الفاظ عاجز او بې وسه دې.
حقيقت دا دى چې د انسان روح د دغسې رب العالمين ليدلو ته ناکراره وي. په دې موجوده مادي سترگو سره انسان دغه ستره هستي ليدلى نشي. مگر په آخرت کې به انسان ته هغه سترگى ورکړل شي په کومو سره به چې هغه دغه برتره هستي وگوري او خپل روح ته به تلپاتې آرام ورکړ.
د امت ناخوالې (گډوډي)
له حضرت على رضى الله عنه او حضرت ابوهريره رضى الله عنه څخه يو روايت په بيلا بيلو الفاظو کې نقل شوى دى. د دې له مخې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. په وروستۍ زمانه کې کله چې په مسلمان امت کې فتنې (گډوډي) پيدا شي نو د دې امت په خلکو کې به لس ډوله خصلتونه پيدا شي. له دې خصلتونو څخه يو يې دا دى چې انسان به د خپلې ښځې خبرې مني. او د خپلې مور به نافرماني کوي. خپل دوست او انډيوال سره به نږدې شي او له پلار څخه به ليرې شي. (اطاع الرجل امراته وعق امه وادنىٰ صديقه واقصٰى اباه. (الترمذي).
ښځه د يو چا لپاره د زړه راښکون مرکز وي په داسې حال کې چې د مور وجود د مسؤليت نښه او علامه وي. دغسې له پلار سره د فرمانبردارۍ تصور تړلى وي. او له دوست سره د تفريح او آسانتيا. د انسان خپل مور او پلار پريښودل او خپلې ښځې او دوست سره نږدې کيدل او په اصل کې د مخ په زياتيدونکې دنيا پرستۍ نتيجه او پايله ده. له خپلې ښځې او بچو سره دلچسپى ا و مينه او خپلو دوستانو سره رغبت او مينه په خپل ځاى دا يو فطري شى دى. مگر کله چې د انسان مزاج آخرت خوښونکى وي نو دغه شيان هغه د ضرورت په دايره کې محدود ساتي. د خپل نفس په ميلان باندې پابندي لگوي . د مور او پلار په اړه خپل شرعي مسؤليتونه اداء کوي. مګر کله چې د آخرت په عقيده باندې د دنيا پرستۍ رجحان غالب او برلاسى شي. نو صورتحال ورسره بدل شي. اوس انسان خپل ټول ځان د خپلو دوستانو او خپلې ښځې او بچيانو په طرف وروگرځوي. او له مور او پلار څخه په عملي توگه بې اړيکې شي. او که چيرې اړيکې وي هم، هغه يوازې په ژبه او په الفاظو سره وي. د ده تر ټولو ښه مصروفيت دا وي. چې د خپلو دوستانو په منځ کې د خوشگذارنۍ شيبې تيرې کړې. د ده د خوند او مزو شيبې هغه وختونه وي. چې د خپلې ښځې او بچيانو په منځ کې وي. او په هغوى باندې خپلې سترگې يخوي. د ده وخت، د ده پيسې د ده احساسات او د ده ټول وجود د خپلې ښځې او بچو لپاره وقف وي. د مور اوپلار لپاره له ده سره له رسمي خبرو پرته نور هيڅ نه وي.
په امت باندې د دغسې وخت د راتللو مطلب دا دى چې د دې افراد به د پابندۍ په ځاى بې فکري خوښوي. دوى ته به د مسؤليت لرونکي ژوند په مقابله کې بې قيده او بې پابندۍ ژوند زيات محبوب وي. د افرادو همدا مزاج او طبيعت د امت او قوم د زوال تر ټولو لوى سبب دى.
درې ډوله فيصله کوونکي
عن بُريدة قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم القضاة ثلاثة. واحد فى الجنة واثنان فى النار ـ فاماالذى فى الجنة فرجل عرف الحق فقضىٰ به ورجل عرف الحق فجار فى الحکم فهو فى النار ورجل قضى للناس على جهل فهو فى النار.(رواه ابوداؤد وابن ماجه).
حضرت بريده رضى الله عنه څخه روايت دى. چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. فيصله کوونکي په درې ډوله دي. په هغوې کې به يو جنت ته ځي او دوه به اور د دوزخ ته ځي. جنتي فيصله کوونکى هغه دى چې حق وپيژني او د هغه مطابق فيصله وکړي. دويم هغه دى چې حق وپيژني او بيا د هغه خلاف فيصله وکړي نو دا به جهنم ته ځي. دريم هغه کس دى چې د ناپوهۍ په اساس د خلکو فيصلې کوي. نو دا به هم دوزخ ته ځي.
د حق پيژندلو لپاره د باطل د پردو شلول دي. بيا د حق له پيژندلو وروسته د دې منل او د دې په اساس فيصله کول هم له قربانۍ او سرښندنې پرته ممکن نه دي. کوم خلك چې حق پيژندل او د دې قربانۍ ثبوت ورکړي. هغوى خپل ځانونه دې اهل ثابتوي چې دوى په جنت کې داخل کړاى شي. او پرته له شکه همدا هغه خلك دى چې د جنت په تلپاتې باغونو کې به داخل کړاى شي.
پاتې شو هغه دوه نور کسان دوى په جنت کې د ځاى موندلو لايق نه دي. څوك چې د حق له پيژندلو څخه وروسته له هغې څخه انحراف وکړي هغوى د خداى جل جلاله په مقابل کې سرکشي کوي. هغه ته له جهنم څخه پرته بل کوم ځاى دى چې وربه کړل شي. دغسې دريم کس هم د خداى جل جلاله د سزا وړ او مستحق دى. ځکه چې دا د خداى جل جلاله په معامله کې سنجيده ثابت نشو. له کوشش سره، سره اجتهادي خطا کول د بښنې وړ دي، مگر له آمادگۍ او تحقيق پرته په شرعي امور کې فيصله ورکول د بښنې وړ نه دي.
دلته چې د کومې پريکړې يادونه شوې د دې تړاو يوازې له محکمې سره نه دى. بلکې له ټولو امورو سره دى. هر انسان هر وخت فيصله کوي، هر انسان په هر وخت کې ځان يا د جنت مستحق جوړوي او يا د دوزخ.
عقلمند او هوښيار څوك دى؟
عن شداد بن اوس رضى الله عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم الکيس من دان نفسه وعمل لما بعد الموت والعاجز من اتبع نفسه هواها وتمنى على الله (المشکاة المصابيح الجزءالثالث صفحه ۱۴۵۴).
حضرت شداد بن اوس رضى الله عنه وايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. هوښيار او عقلمند هغه دى چې په خپل نفس کنټرول لري. او له مرگ څخه وروسته راروان ژوند لپاره عمل کوي. او ناپوه هغه دى چې د خواهشاتو پيروي کوي او په الله تعالٰى باندې درواغجن اميدونه تړي.
کله چې په انسان کې ايمان ژوندى وي. نو د هغه حال دا وي چې د زيات عمل کولو څخه وروسته هم هغه خپل ځان کم او نيمگړى گڼي. د ده دغه احساس سرتر پايه له ده څخه عمل کوونکى جوړوي. د نيکۍ په هر فرصت کې د نيکې کړنې ثبوت ورکوي. د ده لپاره دا ناممکنه وي چې هغه دې په وينا او عمل کې د خدايي احکامو تابع ونه کړي. د ده ژوندى ايمان د ده لپاره د ښې وينا او نيك عمل ضمانت جوړيږي.
مگر کوم خلك چې د ايماني کمزورۍ ښکار وي. په هغه کې دغه ډول طاقتوره جذبه باقي نه پاتې کيږي. د خداى جل جلاله احکام د هغه لارښودنه وي بلکې د هغه خواهشات د هغه رهنما او لارښود جوړ شوي وي. اوس د هغه دا فکر نه وي چې کله خبرې کوي نو رښتيا دې وايي او هغه دې خپل عمل د نيك عمل مصداق جوړ کړې.
دغه دويم ډول خلك هغه دي کوم چې د انسانيت له سطحې څخه د حيوانيت سطحې ته ورپريوتى وي. له هغه سره د خپلو خواهشاتو څخه پرته بل هيڅ فکر نه وي. هغه خپل ټول وختونه او صلاحيتونه د خپلو خواهشاتو د پوره کولو لپاره لگوي. د دغسې خلکو لپاره د خداى جل جلاله په وړاندې هغه انعام نشته کوم چې د يو اعلٰى او اوچت انسان لپاره تيار کړاى شوې.
بيا هم د مسلمانو قومونو يو صفت دا دى. اگر چې د زوال په نتيجه کې له هغوى سره ښه خبره او نيك عمل پاتې نه وي خو بيا هم اسلامي عقايد له هغوى سره پاتې وي. مګر دا ټول په رسمي کچه وي. نه د ژوندي يقين په سطحه.
د دې نتيجه دا وي چې د دوي ټول ژوند د دوه گوني عمل په روش باندې ولاړ وي. په خپل حقيقي او عملي ژوند کې هغه په مکمله توگه د خواهشاتو او مادي گټو پيرو جوړوي. له دې سره يو ځاى هغه په خپلې خيالي دنيا کې د درواغجنو هيلو يو له ځانه جوړه کړې ماڼۍ جوړوي. چيرته چې هغه د خپلو ديني عقايدو سره يو ځاى ژوندى اوسيږي. په دنيوى اعتبار سره هغه په پوره توگه يو فعال ژوند تيروي. مگر په اُخروي اعتبار سره هغه يوازې په خوش فهميو کې ژوند تيرونکى جوړ شوى وي. د داسې خلکو پايله دا وي چې هغه له هر ډول حقيقي عمل څخه پرته د لويو لويو نتيجو اميدونه قائم کړي وي. د هغوی دا ذهن جوړ شوى وي. چې زمونږ معاملات مخکې له مخکې سم شوي دي. په دنيا او آخرت زمونږ هيڅ يوه معامله خرابيدونکې نه ده.
انسان په يو وخت کې دوه شيانو ته په يوه درجه کې پاملرنه کولى نشي. کوم کس چې آخرت ته اهميت ورکړي هغه آخرت سره تړاو لرونکو خبرو ته له حده زيات اهميت ورکوي. د دې په مقابله کې دنيوي شيان د ده په نظر کې بې اهميته وي. او څوك چې دنيا ته اهميت ورکړي هغه د دنيا په معاملاتو کې له اندازې زيات او سخت فکر کوي. د دې په مقابله کې آخرت سره تړاو لرونکې خبرې ده ته زياتې د اهميت وړ نه ښکاري. همدا توپير په گوته کوي چې څوك آخرت خوښونکى دى او څوك دنيا پرست دى.