د جنت انعام
د جنت انعام
صحيح البخاري په کتاب مناقب الانصار کې د باب (تزويج النبى صلى الله عليه وسلم وسلم خديجة رضى الله عنها وفضلها) نه لاندې حضرت ابوهريره رضى الله عنه څخه يو روايت په دې الفاظو رانقل کړى دى.
اتىٰ جبريل النبى صلى الله عليه وسلم فقال: يا رسول الله، هذه خديجة قد اتت معها اناء فيه ادام او طعام او شراب ـ فاذا هى اتتك فاقرا عليها السلام من ربها ومنى وبشرها ببيت فى الجنة من قصب لا صخب فيه ولا نصب.
جبريل عليه السلام پيغمبر صلى الله عليه وسلم ته راغى او ويي ويل: اى د الله تعالٰى رسوله! خديجه رضى الله عنها راروانه ده له هغې سره يو لوښى دى. په هغه لوښې کې ترکاري، خواړه او اوبه دي. کله چې هغه تا ته راشي. نو هغې ته دخپل رب له طرفه سلام ووايه. او زما له طرفه هم ورته سلام وکړه. او هغې ته زيرى ورکړه. چې په جنت کې د هغې لپاره يو کور دى چې په هغه کې به شورماشور نه وي او نه ستړيا او ستوماني.
دا واقعه کله رامنځته شوې. د دې په سلسله کې ابن حجر عسقلاني د طبراني په حواله يو روايت ليکلى چې دا واقعه هغه وخت وشوه، کله چې پيغمبر صلى الله عليه وسلم مکې ته نږدې په غار حراء کې و (فى رواية سعيد بن کثير رحمه الله عند الطبراني ان ذلك کان وهو فى غار حراء). (فتح الباري ۷-۱۷۲).
دا غالباً د مکى دور د هغې زمانې خبره ده چې د مکې خلکو پيغمبر صلى الله عليه وسلم او د ده صحابه په بيت الله کې د لمونځ کولو څخه منع کړي وو. پيغمبر صلى الله عليه وسلم او د ده صحابه کرام به اکثر وختونه د لمونځ او عبادت لپاره له مکى څخه بهر غرونو ته وتل. غالبا په دغه زمانه کې پيغمبر صلى الله عليه وسلم د عبادت لپاره د حراء په نوم غار ته ورغلى و، چې له مکې څخه په څو ميله کې دى. دغه وخت حضرت خديجې رضى الله عنها د ده لپاره خواړه تيار کړى او د حراء غار ته يي وروړل.
ياده واقعه د نبوى بعثت ابتدايي زمانې سره تړاو لري. دغه مهال پيغمبر صلى الله عليه وسلم په مکه کې د يو بې ياره او مددگار کس حيثيت درلود.
دغه وخت د اسلام د پيغمبر صلى الله عليه وسلم شخصيت دغسې ټولو نه ومنلى څنگه چې نن په نظرراځي. دغه وخت ټوله معامله بالکل جلا وه. دغه وخت د ده شخصيت چا منلو او چا نه منلو. خلکو ورته د شك په سترگو کتل، هغوى د ده د نبوت دعوى منلو ته تيار نه وو.
د دغه اختلافي صورت حال کې نتيجه دا وه خلکو به ورپورې ټوقې او ملنډې وهلې، چغې به يې ورپسې وهلې. او خلکو به د طنز نښه گرځاوه. له دې سره د خلکو له طرفه ورته په پرله پسې توگه تکليفونه ور رسول کيدل. دغه دواړه ډوله تکليفونه به هم ده ته رسول کيدل. او هم د ده محترمې ميرمنې ته هم.
دا هغه حالات وو چې د جبريل عليه السلام له طرفه ياد زيرى نازل شوى و. او د هغې توجه يې له حال څخه مستقبل ته اړولې وه. د مکې دور په ابتدايى زمانه کې د پيغمبر صلى الله عليه وسلم ډير بى کسۍ او عدم قبوليت کوم چاپيريال و، له دغسې حالت څخه حضرت خديجه رضى الله عنها اغيزمنه نه شوه او په دغسې ناموافقو حالاتو کې راپورته شوه او د پيغمبر په حيث يي نوموړى وپيژاند. او په ځان او زړه سره يي د پيغمبر صلى الله عليه وسلم ملگرتيا وکړه. نه يوازې دا چې د ژوند ملگري يې شوه بلکې د ده په پروگرام کې هم ورسره ملگرې شوه.
د حضرت خديجه رضى الله عنها همدا هغه صفت و، د کوم په اساس چې د دې لپاره د جنت هغه ماڼۍ وليکل شوه. چې له هر ډول شورشغب څخه به خالي وي. او له هر ډول ستونزو او تکليفونو څخه به هم خالي وي. دغه زيرى مخامخ د حضرت خديجې رضى الله عنها لپاره و، او بالواسطه د هر هغه کس لپاره دى چې د دغه نوعيت ايمان ثبوت وړاندې کړې. د کوم ايمان ثبوت چې حضرت خديجې رضى الله عنها په خپله زمانه کې ورکړى و.
د آۤخرت معامله
په اتفاقي توگه په ١٩٨٦م کال کې زه په ډيلي کې په يو کنفرانس کې شريك شوم. د دې کنفرانس پرانيسته د يوه انتهايي اعلٰى شخصيت په ذريعه کيدله چې له امله يي په فوق العاده توگه امنيت نيول شوى و، غونډې ته د هر ورننوتونکى تالاشي د الکترونيکي وسايلو په ذريعه اخستل کيده. زه چې کله د غونډې دروازې ته ورسيدم نو په سمدستي توګه د امنيتي پوليسو څو تنو زما په طرف منډه راواخيسته تر څو زما په باقاعده توگه تحقيق وکړي. مگر دغه وخت ما سره د غونډې د سنبالونکو د کميسون يو اوچت چارواکې (مسټر بجاج) و، هغوى په فوري توگه مداخله وکړه او ويي ويل: ده ته لار پريږدئ چې راننوزي تالاشي يي مه کوئ.
کله چې ما دا واقعه وليده نو په فوري توگه ماته د قيامت منظر په ياد شو ما فکر وکړ چې په آخرت کې دغسې يو انسان وړاندې تلل غواړي. په سمدستي توگه ملايکه هغه د تحقيق لپاره ودروي دغه مهال به يوازې هغه څوك بچ کيږي چې خداى جل جلاله د ده په اړه ووايى چې له ده سره مناقشه او تحقيق مه کوئ. دا پريږدئ چې دننه راشي. د دې په برعکس کوم کس چې تحقيق کوونکو ملايکو ته وسپارل شي. نو د هغه نجات او خلاصي به په هيڅ صورت کې نه وي.
په قرآن کريم کې ويل شوي دي. چې په قيامت (آخرت) کې به هغه خلك خلاصى او نجات مومي. له چا سره چې آسان حساب کتاب (د آسانۍ معامله) وشي. په حديث شريف کې دي له چا سره چې مناقشه او څيړل وشول هغه هلاك دى. (من نوفش فقد هلك) په يو بل حديث کې دي. چې د قيامت په ورځ به هيڅوك په خپل عمل سره بچ نشي. هلته به يوازې هغه څوك بچ کيږي چې الله تعالٰى ورته د خپل رحمت او فضل په سيوري کې ځاى ورکړي.
انسان ته که چيرې د آخرت د دې سخت صورت حال احساس وشي. نو په دنيا کې به د هغه رويه او چلند بالکل بدل شي. خپل ورور چې په کوم تکليف کې ووينې نو د هغه لپاره به ممکنه نه وي چې هغه د ده په معامله کې بې تفاوته پاتې شي. ځکه چې هغه به ويريږي چې له مرگ څخه وروسته کله چې د تحقيق ملايکې د ده په طرف راشي دغه وخت که چيرې خداى جل جلاله زما په معامله کې بې تفاوته پاتې شي. نو زما به څه انجام او پايله وي. له دې څخه وروسته به بله کومه دنيا وي چې ما ته به پناه پکې راکړل شي.
په وينا باندې جنت او جهنم
په صحيح بخارى کې يو روايت شوى. حضرت ابوهريره رضى الله عنه وايى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: و ان العبد ليتکلم من رضوان الله تعالٰى ما يلقى لها بالاً يرفعه الله بها درجاتٍ وان العبد ليتکلم بالکلمة من سخط الله تعالٰى لا يلقى لها بالا يهوى بها فى جهنم. (يو بنده د الله تعالٰى د رضا مندۍ يوه خبره کوي، هغه دې خبرې ته هيڅ اهميت نه ورکوي حال دا چې الله تعالٰى ورته په دغه خبره باندې د ده په جنت کې مرتبه اوچته کړې. او يو بنده د الله تعالٰى د ناراضه کولو يوه خبره کوي او دا دى خبرې ته هيڅ اهميت نه ورکوي حال دا چې دا د دې خبرې له امله په دوزخ کې غورځول کيږي.
د يوې او بلې خبرې په منځ کې دا لوى توپير صرف د الفاظو په توپير باندې نه دى. بلکې فرق د نيت په اعتبار سره وې. خبره په اصل کې د انسان د داخلي شخصيت يو راښکاره کول دي. کله چې يو کس خبره کوي نو هغه دا وايى چې دا د کوم ډول احساساتو کى ژوند کوونکى انسان دى.
په دوه ډوله ذکر شوو خبرو کې د توپير سبب دا دى چې يوه خبره د خير خواهۍ د احساساتو لاندې راوځي. او بله خبره د بد خواهۍ د احساس لاندې راوځي. يوه خبره د محتاطانه رايي څرگندولو هم معنا ده. او دويمه خبره د بې احتياطه رايي څرګندولو هم معنا ده. په يوه خبره کې د رښتينولۍ اعتراف کول دي. او په بله خبره کې له رښتياوو څخه انکار کول دې يوه خبره په دې فکر کولو سره له ژبې راوځي. چې د خداى جل جلاله په وړاندې به زه د دې ځواب ورکوم. او دويمه خبره د غافل زړه نه لاندې له خولى راوځي. د کومې چې د آخرت د ځواب ورکولو يي هيڅ پروا نه ساتي.
خبره په ظاهره د څو الفاظو مجموعه ده. مګر وينا او خبره يوه هينداره ده په کومه کې چې د يو انسان پوره شخصيت ښکاري. په وينا کې د آخرت د فکر جلوه هم ښکاري او له آخرت څخه نه ويريدل هم ترې څرگنديږي. يوه خبره په سنجيده گۍ کې ډوبه وي. او بله خبره د بې سنجيده گۍ مثال کيداى شي. يوه خبره پرهيزگرانه وينا کيداى شي او بله وينا او خبره د نافرمانۍ څرگندتيا کيداى شي. په يوه خبره کې د جنت خوشبو يي شامله وي او بله خبره هغه ده چې د جهنم بدبو يي له ځان سره لري.