د کتاب لړۍ: د حديث مطالعه

د عجز او بې وسۍ اعتراف

فصل: 29

د عجز او بې وسۍ اعتراف

د رسول الله صلى الله عليه وسلم له بعثت څخه مخکې په عربو کې يو کس وزيږيد. د هغه نوم عبدالله بن جدعان و.دا ډير زيات شريف او سخي انسان و، په ډيره زياته اندازه به يي په خلکو خوراکونه کول او له خلکو سره به يي مرسته کوله.

د عبدالله بن جدعان په باره کې په صحيح مسلم کې يو روايت رانقل شوى دى. چې په لاندې ډول دى.

عن عائشة قالت يا رسول الله ان ابن جدعان کان يطعم الطعام ويقرى الضيف، فهل ينفعه ذالك يو القيامة. فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم لا، انه لم يقل يوماً رب اغفرلى خطيئتى يوم الدين.

حضرت عايشه رضى الله عنها وايي چى رسول الله صلى الله عليه وسلم ته مې وويل: چې د جدعان ځوى عبدالله خلکو ته خوراکونه ورکول او د ميلمنو عزت يي کاوه. آيا د ده دغه عمل به ده ته د قيامت په ورځ څه گټه ورسوي. پيغمبر صلى الله عليه وسلم وفرمايل: نه! ځکه چې ده يوه ورځ هم ويلي نه وو چې اى زما ربه ماته د جزا په ورځ زما گناه وبښه.

په دې حديث کې ويل شوي چې الله تعالٰى ته د خپلو بندگانو څخه چې کوم شى مطلوب دى هغه څه دي؟ هغه اعتراف د بندگۍ دى. چې کله د خپلې بندگۍ او د خداى جل جلاله د خدايتوب معرفت حاصليږي نو د خداى جل جلاله د عظمت او کمال په وړاندې ورته د خپل وجود سر ترپايه مقصر او گناهگار په نظر ورځي. دغه احساس دا مجبوري چې هغه د خداى جل جلاله په وړاندې پريوځي. او د خداى جل جلاله څخه د رحمت او بخشش سوال وکړي.

"خدايه ما وبښه" دا د عاجزۍ کلمه ده. او د عجز کلمه د جنت وروستى قيمت دى. د کوم بنده سره چې نه عمل وى او نه د بې عملۍ اعتراف نو هغه ته په کوم اساس جنت ورکړل شي.

جنګ مطلوب (هدف) نه دى

د ټايمز آف انډيا د ورځپاڼې يوه مستقله سرخي (عنوان) وې. د نن له پاره يو خيال او فکر  (A thought today) د دې عنوان لاندې دغه ورځپاڼه هره ورځ يوه ځانگړې مقوله رانقل کوي.
د
١٩٨٧م  کال د مۍ په 19 مه د خپور شوى اخبار د دې عنوان لاندې د پيغمبر صلى الله عليه وسلم يو قول رانقل کړى چې په انگريزۍ کې په دې ډول دى.

Paradise lies in the shadow of swords

جنت د تورې د سيورې لاندې دى. دغه اقتباس مې چې ولوست يو تن ليکلي وو. زه اوس پوه شوم چې ولې مسلمان هر وخت توره په لاس اوسيږي. کله چې د دوى پيغمبر پخپله دا ويلي چې جنت د تورو په سيورو کې دى. نو له دې څخه وروسته هغه همدا کوي چې هر وخت د جنت او وژنې لپاره تيار وي. ځکه چې جنگيدل او مړه کيدل د دوى د عقيدې له مخې د دوى لپاره د جنت دروازې پرانيستې وې.

مګر دا غلطي پوهيدنې پرته نور هيڅ نه دي. ياده ټوټه حديث پرته له شکه چې په حديث کې راغلې ده. مگر په ورځپاڼه کې له خپل سياق څخه ليرې کړاى شوى او رانقل شوې ده. له همدې امله هغه د عجيب او غريب مفهوم لرونکى گرځيدلې ده. که چيرې دغه برخه د ټولې پوره مجموعې سره يو ځاى وکتل شي نو بالکل به بله نقشه نظر ته راشي.

دا فقره په اصل کې د يو اوږد حديث يوه ټوټه ده. دحديث په بيلا بيلو کتابونو کې د الفاظو په معمولي توپير سره راغلى دى. لاندې مونږ د دې اصل الفاظ رانقلو.

عن ابى النصر: سالم مولى عمبر بن عبيدالله قال: کتب اليه عبدالله بن ابى اوفىٰ فقراته حين سار الى الحرورية، يخبره: ان رسول الله صلى الله عليه وسلم فى بعض ايامه التى لقئ فيها العدو انتظر حتى اذامالت الشمس، قام فيهم فقال: ياايها الناس لاتتمنوا لقاء العدو. واسئلوا الله العافية، فاذالقيتموهم فاصبرا، واعلموا ان الجنة تحت ظلال السيوف، ثم قال النبى صلى الله عليه وسلم: اللهم منزل الکتاب ومجرى السحاب وهازم الاحزاب، اهزمهم وانصرنا عليهم. (اخرجه البخاري ومسلم وابوداؤد).

حضرت سالم رح وايى عمير بن عبيدالله رضى الله عنه ته عبدالله بن ابي اوفىٰ رضى الله عنه وليکل: ما هغه ولوستل کله چې هغه د خوارجو د ډلې د مقابلې لپاره تللى و، خبر يې ورکاوه. چې رسول الله صلى الله عليه وسلم په خپلو ځينو ورځو کې کله چې د هغه دښمن سره مقابله وه. هغه انتظار وکړ تردې چې لمر راپورته شو د خلکو په منځ کې ودريد او ويې فرمايل: اى خلکو دښمن سره د مخامخ کيدو هيله مه کوئ. او له الله تعالٰى څخه د عافيت سوال کوئ. خو کله چې دښمن سره مخ شوئ نو ثابت قدم اوسئ. او پوه شئ چې جنت د تورو د سيورو لاندې دى. بيا رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: اى د کتاب نازلونکيه، او اى د وريځو روانونکيه او فوځونو ته ماتې ورکوونکيه. دوى ته شکست ورکړه او د دوى په مقابله کې زمونږ مرسته وکړه.

دا حديث امام بخاري، امام مسلم او امام ابوداؤد په خپلو کتابونو کې نقل کړى دى. دوى ټول دا حديث په کتاب الجهاد کې راوړى دى. مگر هغوى چې دا د کوم باب لاندې راوړى هغه ډير زيات معنا لرونکى دى. دريواړو دا د دې باب لاندې نقل کړى دښمن سره د ملاقات تمنا او ارزو مه کوئ. د دريواړو په نزد د ترجمة الباب دا دى.

په بخاري کې باب لاتتمنوالقاء العدو.

 په مسلم کې باب کراهية تمنى لقاء العدو.

په ابوداؤد کې باب کراهية تمنى لقاء العدو.

گويا د دريواړو محدثينو په نزد د دې حديث اصل مدعا تور زني نه ده. بلکې د دې برعکس د دې اصل مدعا دا ده چى مسلمانان تر خپله حده پورې هميشه بايد امن خوښ کړي او په هيڅ حال کې دې له خپله اړخه د جنگ پيل او آغاز ونه کړي.

په حديث کې چې کوم شى د جنت دداخليدو ذريعه بلل شوى دى. هغه اسلامي دفاع ده. نه اسلامي تجاوز، د دې هدف دا نه دى چې د اسلام په نوم له خلکو سره جنگيږئ. د دې هدف يوازې دا دى چې کله په اسلام حمله او بريد وشي. نو د اسلام له طرفه پوره مقابله وکړئ. مومن دې د خپل طرف څخه جنگ نه شروع کوي. مگر کله چې د اسلام په خلاف تجاوز او تيرى وشي. نو دغه وخت په ده باندې فرض دي چې هغه د اسلام په دفاع کې په پوره بهادرۍ د حمله کوونکي په خلاف وجنگيږي.

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

دا مقاله شریکه کړئ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ