د اسلام روح
د اۤذان روح
روى عن انس بن مالك رضى الله عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ـ اذا اُذِن فى قريةٍ امنها الله عزوجل من عذابه ذلك اليوم. (الترغيب والترتيب، بحواله طبرانى). انس رضى الله عنه وايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. کله چې په يوه کلي کې آذان وويل شي. نو الله تعالٰى دغه کلې د دې ورځې له عذاب څخه په امن کوي.
په حديث کې د آذان کولو څخه هدف يوزاې لفظى اواز نه دى بلکه هغه غږ دى چې پکې اذان د الفاظو په توگه نه ويل کيږي. بلکې دا د يو رباني حقيقت د اعلان په توگه اعلانيږي.
د آذان الفاظ يوازې الفاظ نه دي. د دې هره جمله يوه روحيه ښايي. ديته په يوه لنډه جمله کې د "آذان روح" ويل کيږي په کوم کلي کې چې آذان وشي نو دا د حقيقت په اعتبار د دې خبرې اعلان دى مونږ هغه خلك يو شي، چې د آذان منونکي يو. مونږ د آذان له روح سره په دې دنيا کې اوسيدل غواړو. او کوم کلې چې د آذان روح لرونکى کلى جوړ شي هغه به په يقيني توگه د دنيا او آخرت له عذابه محفوظ پاتې شي.
د مثال په توگه په آذان کې چې کومه کلمه ډيره تکراريږي. هغه د الله اکبر (د الله تعالٰى د لويي) کلمه ده. د دې کلمې روح څه دى؟ د دې کلمې ر وح تواضع (عاجزي) کول دي. د دې کلمې روح دا دى چې الله تعالٰى تر ټولو ستر دى ا و انسان وړوکى دى. کوم خلك چې د آذان روح راخپل کړي تردې چې هغه اعلان کوي نورو ته وايي چې مونږ د آذان د روح لرونکى خلك يو. هغه خلك به له دې عذاب څخه هم محفوظ وي کوم چې د انسانانو له طرفه راځى او له هغه عذاب څخه به هم محفوظ وي کوم چې د ملايکو په ذريعه په انسانانو باندې راپريوځي.
کوم خلك چې الله تعالٰى لوى وگڼي هغه کوچنى کيږي. دا داسې خلك دي چې له ظلم، سرغړونو، عنادونو، بدخواهيو او حق تلفۍ څخه خالي وي.
په کومو خلکو کې چې دا ځانگړتياوې پيدا شي. هغه د خلکو په منځ کې گران او محبوب جوړ شي. له دې وروسته به څوك وي چې ده ته تکليف ورسوي.
گناه څه ده؟
گناه (Sin) څه ده؟ په دې باره کې په خلکو کې مختلف تصورات موندل کيږي. د مثال په توگه يوه نظريه دا ده کومه چې په فطرت (Nature) باندې ولاړه ده. دا خلك وايي چې د انسان په فطرت کې د گناه اسباب موجود دي. له همدې امله هغه مجبور دى چې گناه وکړي. دا د هغو خلکو نظر او رايه ده چاته چې جبريه ويل کيږي. دويمه نظريه دا ده چې په ترتيب (Nurture) باندې ولاړ دى د دې نظر يي منونکي وايي. چې انسان په پيدايشي توگه د ساده تش کاغذ په شان دى. د خواوشا په دنيا يا د ټولنې حالات سړى يا ښځه د گناه په طرف بيايي. گويا د گناه فعل مسؤليت بهرنۍ ټولنه او اجتماع ده، نه پخپله انسان.
د گناه دريم تصور هغه دى. کوم چې په ځانگړې توگه د مسيحي چرچ سره تړاو لري. د دې له مخې لومړني انسان ادم عليه السلام په جنت کې يوه گناه کړې وه کوم ته چې په مسيحيت کې اصلي معصيت (Original Sin) ويل کيږي. د لومړني انسان د دې گناه په سبب ټول انساني نسل گناهگار شو، اوس د دې لپاره د پاکيدو هيڅ صورت نه و، خداى تعالٰى خپل ځوى (نعوذ بالله منه) دنيا ته وليږه. تر څو هغه په سولۍ کړاى شي او د خلکو د گناهونو کفاره جوړ شي.[1]
د گناه په اړه د اسلام تصور د دې ټولو څخه جلا او مختلف دى.
د اسلام مطابق انسان په دې دنيا کې د امتحان (ازميښت) لپاره پيدا کړاى شوى. ( سورت الملك ٢ آيت)، د امتحان د دې مصلحت په اساس انسان ته د وينا او عمل اختيار ورکړل شوى دى. انسان ته په پوره توگه آزادي ده چې هر رنگه ژوند تيرول غواړي تيرولى شي او يايي نه غواړي نه يي تيروي. دغه اختيار ته په قرآن کې الامانة (امانت) ويل شوى. (الاحزاب ٧٢).
په قرآن کې ويل شوي دي چې الله تعالٰى انسان ته د آزادۍ ورکولو سره دا هم ويلي چې د فکر، قول او عمل کومه طريقه د ده لپاره صحيح ده او د قول او عمل کومه طريقه د ده لپاره صحيح نه ده. (سورت الشمس ٨).
د قرآن پاك له مخې انسان ته په دې دنيا کې خو دا اختيار حاصل دى چې خپله آزادى څنگه غواړي هاغسې استعمال کړي، مگر ده ته دا اختيار حاصل نه دى چې هغه د آزادۍ د استعمال نتايج په خپل ځان باندې له پامه وغورځوي. د مثال په توگه انسان د دې اختيار لري چې د اور سکروټه په خپل لاس کې واخلي او يا يي وانخلي. مگر د اور د سکروټي په لاس کې له نيولو څخه وروسته انسان ته د دې اختيار نشته چې د دې فعل له انجام او نتيجې څخه خپل ځان بچ کړاى شي. له دې څخه معلوميږي چې د اسلام تصور د گناه په اړه څه دى ـ د اسلام په نزد گناه دا ده چې انسان خپله آزادي غلطه استعمال کړي. د حديث په الفاظو کې گناه د خداى جل جلاله په ممنوعه سيمه کې داخليدل دي.
د گناه پيژندنه څه دي ـ يو د دې بهرنى پيژندنه ده. او يو د دې کورنۍ ا و داخلي پيژندنه ده. له خارجي پيژندنې څخه مقصد د الله تعالٰى کتاب دى. د خداى جل جلاله په کتاب کې په واضحه توگه ويل شوي هغه کوم شيان دي چې د خداى جل جلاله په نزد گناه ده. له کومو څخه چې د انسان لپاره بچ کيدل پکار دي. د گناه پيژندنې داخلي شى د انسان ضمير (Conscience) دى. د قرآن له مخې په انسان کې په پيدايشي توگه د نيکۍ او بدۍ تميز ايښودل شوى دى. (سورت الشمس ٨).
دغسې د اسلام پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. الاثم ما حاك فى صدركرهت ان يطلع عليه الناس (صحيح مسلم کتاب البر). يعنې گناه هغه ده چې ستا په زړه ناخوښه حالت پيدا کړي او ته بده وگڼې چې خلك له هغې خبر شي.
په قرآن پاك کې ويل شوي چې انسان په صحيح فطرت پيدا کړاى شوى. (الروم ٣٠). همدا خبره په حديث کې هم ويل شوې ده. کل مولد يولد على الفطرة. له دې څخه معلومه شوه چې د اسلام په نزد گناه کول د انسان مقدر نه دي. بلکې دا د هغه لپاره د (Choice) يوه معامله ده. انسان شيطانى طاقتونو سره په جگړه کې دى. دغسې ټولنيز اسباب انسان غلط طرفته بوځي. اوس که چيرې کوم کس له دغو اسبابو څخه اغيزمن کيږي او گناه کوي. نو دا په امتحان کې ناکاميږي. په دې سلسله کې د اسلام يو بل تعليم او لارښوونه دا ده. چې د گناه تلافي ممکنه ده. که چيرې انسان له گناه کولو څخه وروسته توبه وباسي او په آينده کې ورڅخه لاس واخلي نو هغه به د الله تعالٰى په نزد د بښنې وړوگرځي.
د الله تعالٰى بنده
په صحيح مسلم کتاب البر والصلة والاٴدب کې د باب فضل الضعفاء والخاملين (د کمزور او بې نومه خلکو د باب) لاندې روايت رانقل کړاى شوى دى.
عن ابى هريرة رضى الله عنه اٴن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: رُب اشعت (اغبر) مدفوع بالاٴبواب لواقسم على الله لاٴبره. ابوهريره رضى الله عنه وايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. ډير د بد او خراب حالت لرونکي په دوړوککړ، له دروازو شړل شوي خلك دي، که چيرې دوې په الله تعالٰى قسم وخوري نو الله تعالٰى به د هغوى قسم پوره کړي.
دلته سوال دا دى چې يو کس چې د الله تعالٰى مقبول بنده وي د انسانانو په نزد ولې نامقبول گرځي. د دې لامل دا دى چې دغسې کس خلکو سره سازش نکوي. هغه د خلکو په خوښه خبرې نکوي. هغه د عامو انسانانو د خوښۍ او ناخوښۍ د جوړ کړي معيار په دنيا کې نه اوسيږي. هغه الله تعالٰى ته گوري، نه د خلکو په طرف.
د دغسې انسان پايله هميشه همداسې وي چې د عوامو له مجالسو څخه ليرې اوسيږي له همدې امله هغه په خلکو کې پردې او نابلده جوړ شوى. هغه بې له سازشه د حق خبره کوي. له همدې امله هغه د هغو خلکو په وړاندې مرتبه نه لري. کوم چې جعلي حق اختيار کړى وي. هغه د ډلو له خواهشاتو سره نه يو ځاى کيږي. له همدې امله ډلې هم په سټيچ باندې د ده په راښکاره کيدلو نه راضي کيږي. دغسې کس له خپل رب سره ملگرى شوى وي. مگر په عين وخت کې د عوامو له ټولنې څخه پرې شوى وي.
تر ټولو ستره قرباني او سرښندنه په خپل عدم مقبوليت باندې راضي کيدل دي. او انسان همدغه قرباني ورکوي. همدا لامل دى چې د الله تعالٰى په وړاندې د ده مرتبه دومره اوچتيږي چې په الله تعالٰى باندې په اعتماد لرلو که چيرې هغه قسم وخوري. او دا ووايي چې الله تعالٰى به ضرور داسې کوي. نو د الله تعالٰى غيرت راځي چې هغه د خپل دغه بنده دغه قسم پوره نه کړي.
کوم انسان چې د الله تعالٰى په خاطر د دغه ډول خلکو په منځ کې نامقبوله شي. هغه د الله تعالٰى مقبول بنده جوړ شي. الله تعالٰى ته حيا او غيرت ورځي چې د خپل دغه بنده دعا قبوله نه کړي.
نفسياتي کلا
قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: امُرُکُم بذکرالله کثيراً ومَثَلُ ذٰلك کَمَثَلِ رَجُلٍ طَلَبَهُ العَدُو سِرَاعًا حتى اَتى حِصْنًا فَاَحْرَزَ نَفْسَهُ فِيْه. وَکَذٰلكَ الْعَبدُ لاينجُو مِنَ الشيْطان اِلاَ بِذِکْرِالله. (الترمذى).
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: زه تاسې ته د الله تعالٰى د ډير، ډير يادولو سپارښتنه کوم. د دې مثال داسې دى لکه په يو چا پسې چې دشمن په تيزۍ سره ور روان وي. تردې پورې چې ورڅخه وتښتي او په يوه مضبوطه کلا کې ورڅخه پناه واخلي. دغسې کلا ته په ننوتلو ورڅخه ځان بچ کړي. همدا معامله د بنده ده هغه يوازې د الله تعالٰى د ذکر (يادولو) په ذريعه له شيطان څخه بچ کيداى شي.
په دې حديث کې ويل شوي چې د انسان تر ټولو زيات گمراه کوونکى او د ده دشمن شيطان دى. د دې تر ټولو ستر دشمن څخه د بچ کيدو تدبير يوازې دا دى چې انسان هميشه د الله تعالٰى ذکر کوونکى اوسي.
له ذکر څخه هدف د څو ځانگړو کلمو ورد نه دى. د دې ډول ژبني ورزش له ياد ذکر سره هيڅ ډول تړاو نه شته. په معروف ډول ورد يا د الفاظو تکرار په هيڅ يوه درجه کې انسان د شيطان له دښمنۍ څخه بچ کوونکي نه دي ا و نه د هغه چا لپاره د شيطاني حملو په مقابله کې د حفاظت کلا جوړيدى شي.
له ذکر څخه هدف په اصل کې يادول دي. په دې معنا چې د الله تعالٰى ياد د انسان په ذهن دومره غالبيدل هغه د ده مستقل فکر او سوچ جوړ شي. انسان ته هر وخت د خداى تعالٰى د کمالاتو او د ده د عظمتونو احساس وي. د دنيا په هر منظر کې ورته د ده د قدرت او وجود نښې او جلوې په سترگو شي. د دنيا په هر آواز کې ورته د خداى تعالٰى د قدرت د نغمو آواز اوريدل کيږي. د هرې واقعې او هرې تجربې څخه د خپل ځان لپاره سبق او عبرت اخلي.
انسان چې کله دغه طريقه د خداى تعالٰى په يادولو لگيا وي نو د ده ذهن د الٰهى حقيقتونو په باره کې مخ په وړاندې ځي په ده کې د صحيح او غلط شعور پيدا کيږي. په ده کې يو ډول ذهن ايسارونکى يا نفسياتى قلعه جوړيږي. په کومه کې چې هغه له شيطان څخه محفوظ پاتې شي. کوم انسان چې دغسې د الله تعالٰى په ياد کې ژوند کول شروع کړي نو په ده باندې د شيطان لپاره کنټرول ممکن نه دى.