اطاعت
اطاعت
د موتىٰ غزا د هجرت په اتم کال واقع شوې ده. محمد بن جرير الطبرى (٢٢٤- ٣١٠ هـ ق) د خپل کتاب په تاريخ الرسل والملوك کې د موتىٰ د غزا له يادولو لاندې ليکي.
حدثنا ا بوقتادة فارس رسول الله صلى الله عليه وسلم قال بعث رسول الله جيش الاٴمراء فقال: عليکم زيد بن حارثة فان اصيب فجعفر بن ابى طالب، فان اصيب جعفر فعبدالله بن رواحة ـ فوثب جعفر فقال يا رسول الله ماکنت اذهب ان تستعمِل زيداً على ـ قال امضِ، فانك لاتدرى اى ذلك خير ـ فانطلقوا.
حضرت ابوقتاده رضى الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم موته لپاره لښکر وليږه پيغمبر صلى الله عليه وسلم وفرمايل: زيد بن حارثه رضى الله عنه به ستاسې مشر وي. که هغه شهيد شو نو جعفر بن ابې طالب رضى الله عنه به ستاسې امير وي که دا هم شهيد شو نو عبدالله بن رواحه رضى الله عنه به ستاسې امير وي. جعفر راپورته شو او ويي ويل: زه په هغه لښکر کې نه ځم چې زيد بن حارثه رضى الله عنه په مونږ مشر او امير وي. پيغمبر صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل: ځى ولاړ شئ. ځکه چې تاسې نه پوهيږئ چې له دوى څخه کوم يو غوره دى. بيا خلك روان شول.
مومن ملايکه نه وي. مومن هم د نورو انسانانو په شان يو انسان وي. له دې سره، سره په دواړو کې ډير زيات فرق وي. هغه فرق دا دى چې د غير مومن په زړه کې چې کوم غلط فکر يا کږه خبره راشي نو له دې څخه وروسته هغه بيا په ايساريدلو نه پوهيږي. هغه بيا په خپل دغه فکر روان وي. اگر که هر څومره هغه ته د ده غلطي واضحه کړاى شي. هغه د دليل نه بلکې د خپلو خواهشاتو پيروي کوي.
د دې برعکس د سوچه مومن حال دا وي کله چې هغه غلطي منع کړاى شي او د ده په کږيدو خبردار کړاى شي نو په سمدستي توگه ايساريږي. هغه خپل فکر خپل عمل نه جوړوي په خپله رايه او نظر ټينگار نه کوي. هغه هر وخت خپلې اصلاح ته تياروي. اگر که د اصلاح په خاطر د ده د خپل خواهش خلاف تلل هم وي
مومن د حق پابند وي او غير مومن يوازې د خپل نفس او خواهش پابند وي.
د دين پردي کيدل
عن ابي هريرة رضى الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: بداٴ الإسلام غريبا وسيعود کما بداٴ فطُوبٰى للغرباء. (رواه مسلم).
د ابوهريرة رضى الله عنه په روايت رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. اسلام په نابلده حالت کې پيل شوى و، او دا به بيا هماغه نابلده او اجنبي حالت ته وروگرځي. لکه څرنگه چې په ابتداء کې و، نو دغه ډول نابلده او پردي گڼل شوو مسلمانانو ته دې مبارکي وي.
عن عمرو بن عوف قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ـ ان الدين بداُ غريبًا وسيعود کمابداٴ فطُوبٰى للغرباء ـ وهم الذين يصلحون ماافسد الناسُ من بعدى من سُنتى. (رواه الترمذى).
د عمرو بن عوف رضى الله عنه په روايت رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. دين چې په لومړيو ورځو کې آغاز شو، ناآشنا او نابلده و، دا به بيا هماغسې ناآشنا او نابلده حالت ته وروگرځي لکه څنگه چې په اول کې چا نه پيژاند. نو د دې ناآشنا خلکو ته (چې په دين کلك پاتې وي) دې مبارکي وي. دا هغه خلك دي چې د خلکو د فساد اصلاح به کوي کوم چې له ما څخه وروسته زماپه سنتو کې خلک يي کوي.
انسان چې کله يو شى خوړلى وي نو ده ته د هغه شي د مزې احساس کيږي. مالگين، خوږ، تريو، تريخ او نور... د دې وجه دا ده چې د انسان په ژبه کې د مختلف قسمه ذايقو (خوند معلومولو) خانې (Taste buds) دي. د خوراك په وخت چې مختلف شيانو هغه وڅکي نو د پاريکو تارونو په ذريعه دماغو ته دغه مزه رسيږي. دغسې انسان پوهيږي چې دا کوم شى خوري د هغه شي مزه څنگه ده. د ژبې دغه د ذايقو خانې که جوړې وي او په خپل فطري حالت پاتې وي. نو دغه ته د شيان صحيح خوند او مزه (True taste) حاصليږي. مگر د چا چې د خوند معلومولو دغه خانې که په خپل فطري حالت صحيح پاتې شوى نه وى. نو ده ته غلطه مزه (False taste) ورمعلوميږي.
د فساد په زمانه کې داسې کيږي. چې د خداى او رسول والا دين ورك کيږي او د دين نور شکلونه او بڼې رائج کيږي. د مثال په توگه قومي دين، برکت والا دين، د رسم و رواج والا دين، د پلار نيکه وياړ لرونکى دين. نو ځکه خلك به د دين له دغو ځانه جوړ کړاى شوو شکلونو سره بلد وي. خلك به د خداى او رسول والا دين پردى او نابلده گڼي او له دې څخه به انکار کوي.
يو حديث
عن ابى هريرة رضى الله عنه ان رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: ان الله يرضى لکم ثلاثاً ـ يرضى لکم ان تعبدوه ولاتشرکوا به شيئا وان تعتصموا بحبل الله جميعا ولا تفرقو وان تناصحوامن ولاه الله امرکم ـ ويسخط لکم ثلاثا قيل وقال وکثرة السؤال واضاعة المَال. (رواه مسلم).
د حضرت ابوهريره رضى الله عنه په روايت رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. بيشکه الله تعالٰى له تاسې څخه په دريو خبرو راضي کيږي. هغه په دې راضي کيږي چې تاسې د هغه عبادت وکړئ او هيڅوك او هيڅ شى له هغه سره شريك جوړ نه کړئ. ټول سره يو ځاى شئ او د الله تعالٰى په رسۍ منگولې ولگوئ. او بې اتفاقه نشئ. او دا چې الله تعالٰى څوك ستاسې مشر جوړ کړي تاسې د هغه خير خواهي وکړئ. او الله تعالٰى له تاسې څخه په درې خبرو ناراضه کيږي. په تا ويلي، ما ويلي (قيل وقال) او په ډيرو پوښتنو او د مال په ضايع کولو.
د الله تعالٰى له عبادت څخه هدف دا دى چې الله تعالٰى د ستاسې د ټولو پاملرنو او توجهاتو مرکز جوړ شي له الله تعالٰى پرته انسان خپل ژوند د بل شى په پرستش کې تير نه کړي. د دې په مقابل کې شرك دا دى چې له الله تعالٰى پرته کوم بل شى انسان د خپل زړه د دلچسپى (زړه راښکون) او توجه مرکز جوړ کړي. د شرك پريښودل او د الله تعالٰى عبادت اداء کول انسان بې نفسه او بې انانيته جوړوي. په کومو خلکو کې چې دغه خصوصيتونه پيدا شي. هغوى يقيناً خپلوکې سره يو ځاى کيږي. هغوى له يو بل څخه جلا کيدلى نشي. دغسې کوم کس چې د مسلمانانو د ټولنيزو معاملاتو مسؤل جوړ شي د هغه په باره کې د مسلمانانو رويه او چلند د خير خواهۍ په شان کيدل پکار دي. نه د دښمن او حريف په شان.
د مسلم د يو بل روايت له مخې د هر يو لپاره د نصيحت (د خير خواهۍ) نوم دى. او دغسې چارواکو لپاره هم. (ولاٴئمة المسلمين)، د اولس خلك چې په چارواکو کې بدي ويني. نو د هغه په خلاف شورماشور جوړوي او هغه له واکه ليرې کوي. مگر د مومن طريقه دا ده چې هغه له محبت سره د چارواکو د اصلاح کولو کوشش وکړي.
د الله تعالٰى داسې بنده خوښيږي چې له وينا څخه زيات له عمل سره مينه او دلچسپي لري. له همدې امله د قيل وقال (تاويلي ما ويلي) له بحثونو څخه سخت ناراضه کيږي. هغه په هغسې خلکو سخت په غصه کيږي کوم چى په غفلت او بې حسۍ کې ژوند تيروي. او غير ضروري پوښتنې او سوالونه کوي. دغسې الله تعالٰى چې کومو خلکو ته مال ورکړى وي او هغه په صحيحو ځايونو او وختونو کې د لگولو په ځاى داسې او هغسې په ضايع کولو لگياوي. هغوى د خداى تعالٰى په نزد بدترين ځناور دى. خداى تعالٰى هيڅکله په دغسې خلکو باندې دخپل رحمت سيورى نکوي.