د کتاب لړۍ: د حديث مطالعه

د مومن صفايي او پاکولى

فصل: 32

د مومن صفايي او پاکولى

په مسند احمد رح کې په يو روايت کې دي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. مومن ته چې کله هم څه ډول ناروغي يا تکليف رسيږي هغه د ده د گناه کفاره (رژونکي) جوړيږئ. (ما من مرض او وجع يصيب المسلم الاکان کفارة لذنبه).

دغه ډول روايتونه په مختلفو الفاظو کې د حديثو په کتابونو کې راغلي دي. له دغو حديثو څخه معلوميږي چې  بدني او ذهني تکليف د عامو انسانانو لپاره يوازې تکليف دى مگر د ايمان د خاوند لپاره د گناهونو د ليرې کولو سبب جوړيږي.

د دې مطلب دا نه دى چې کوم انسان د ايمان او اسلام په دايره کې داخل شو نو د هغه لپاره پخپله دغسې کيږي. چې کله کوم يوه ته تکليف ورسيږي نو د ده به نيمگړتياوې او د ده گناهونه به ووينځل شي. د دې تړاو له تکليف څخه وروسته له راښکاره کيدونکي نفسياتي کيفيت سره دى. نه له پراسراره ډول خود کار نظام سره.

دا په اصل کې د مومن او نامومن د نفسياتو فرق دى. غير مومن ته چې کوم تکليف پيښيږي. نو دا هغه د چا ظلم وگڼي، په شکايت او احتجاج لاس پورې کړي. په ماتم او فرياد کې مشغوليږي. دغسې تکليف غير مومن ته له منفي عکس العمل څخه علاوه نور هيڅ نه ورکوي.

د دې برعکس د تکليف معامله چې کله يو داسې انسان سره مخې ته راځي. چا ته چې د ايمان معرفت حاصل وي. اسلام چې د چا د ذهن سانچه بدله کړې وي نو داسې کس تکليف د خدايي امتحان په توگه استقبالوي. د دې نتيجه دا کيږي چې تکليف په ده کې خپل ځان سره د حساب کتاب احساس پيدا کوي. دا په اعتراف او عاجزۍ کې ډوبيږي. دغه نفسياتي حالت هغه د خداى جل جلاله طرفته متوجه کوى. په ډيرو، ډيرو دعاگانو کولو باندې لگيا کيږي. د خپلو گناهونو او د خپلو کمزوريو په اړه بخښنه غوښتلو باندې لگيا کيږي.

دغسې تکليف د مومن لپاره د پاکوالي سبب جوړيږي. يا په بل عبارت: په تکليف او زحمت کې د غير مومن لپاره منفي نتيجه وي او د مومن لپاره مثبته نتيجه وي.

د ځان پوهولو ليوالتيا

په يو حديث کې پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. انما شفاء العي السؤال. يعنې د ناپوه انسان علاج پوښتنه کول دي. ناپوه انسان که چيرې پوښتنه ونه کړي نو د ده ناپوهي همدغسې په ځاى پاتې وي. ليکن که چيرې په ده کې د پوښتنې کولو طبيعت وي او دا له نورو څخه پوښتنه وکړي، نو يو نه يو پوه انسان به ده ته ځواب ورکړي، او په دې طريقه به د ده ناپوهي ختمه شي.

په دې مفهوم کې د عربي ژبې متل ده. لا ادرى نصف العلم. په دې ويلو کې چې نه پوهيږم دا هم نيمايي پوهه ده. يو ناخبره انسان که چيرې له خپلې بې خبرې څخه خبر نه وي. نو دا کس به هميشه په خپله ناپوهۍ کې اوسيږي ليکن کله چې هغه د خپل ځان ترپوهولو پورې ورسيږي چې زه په فلانۍ خبره نه پوهيږم. نو هغه به د دې په لټه کې بوخت شي او د ځان په پوهولو پسې ولگيږي. هغه به خپله ناپوهي پوهه جوړول غواړي. د ده دا جذبه به دا تر علم او پوهې پورې ورسوي. د ده د ناخبرۍ احساس به د ده د خبريدو پورې د رسيدو زينه وگرځي.

په موجوده زمانه کې دې ته د پلټنې روح (Spirit of inquiry) ويل کيږي. او ديته له حده زيات اهميت ورکول کيږي. ويل کيږي موجوده د ساينس د زمانې د رابرسيره کيدلو والا شى همدا اسپرټ آف انکوائرى (د تلاش او پلټنې روح) دى. د تلاش غورزې پرځې انسان موندنې ته رسوي.

په پخوا زمانه کې انسان د فطرت مظاهر خدايي مظاهر گڼل. او هغوى ته يي د خدايى توب درجه ورکوله. له همدې امله د دغو شيانو په ليدلو په دوى کې چې کوم شى رابيداريده هغه د پرستش اسپرټ (Spirit of worship) ؤ. کله چې هغه مظاهر د خدايي توب له مقام څخه ليرې کړاى شي له دې څخه وروسته په انسان کې د هغو په باره کې د تحقيق او لټون روح راپورته کيږي.

نو د دې په نتيجه کې د فطرت ټول حقائق کشف شول د پوښتنې مزاج او د تحقيق مزاج د ټولو فکري او علمي پرمختگونو زينه ده. هغه خلك د علم او فکر په لاره کې لوي پرمختگونه حاصلولى شي په چا کې چې دغه روح موجود وي کوم خلك چې له دغه روح څخه خالي وي هغوى جامد او بې حرکته وي. هغوى د ترقۍ اوچت مراتب طى کولى نشي همدغه مزاج د ټولو ترقيو او پرمختگونو اساس دى.

ناسمه پوهيدنه (غلط فهمي)

په قرآن پاك کې په موقع باندې د پيغمبر صلى الله عليه وسلم په باره کې فرمايل شوي دي ته په زړه کې هغه خبره پټوې د کومې چې الله تعالٰى راښکاره کوونکى دى. (الاحزاب ٣٧).

د نزول سبب يا د وختي انطباق په اعتبار سره د دې آيت تړاو د زينب او زيد رضى الله عنهما له معاملې سره دى. مگر د پراخه تطبيق په اعتبار سره د قرآن دې آيت د ژوند يو اصل بيان کړى دى. او هغه دا چې ځينې وختونه داسې کيږي چې يوه خبره د انسان په زړه کې وي مګر هغه دا خبره په خوله باندې ظاهرول نه خوښوي.

د اسلام د پيغمبر په ژوند کې د دې اصول يو مثال دا دى چې د خلافت لپاره ده د خپل ځان څخه وروسته حضرت ابوبکر صديق رضى الله عنه تر ټولو زيات اهليت لرونکى گڼلى و، مگر ده هيڅکله په خپله ژبه سره د دى ښکاره څرگندونه کړې نه وه. د دې لامل دا و، چې د ده باور و، چې له ده څخه وروسته د ده ملگري پخپله دې هدف ته ورسيږي. د حضرت ابوبکر صديق رضى الله عنه په موجوديت کې به هغوى هيڅوك خپل امير يا خليفه جوړ نه کړي لکه چې همدا وشول صحابه وو نږدې د رايو په اتفاق سره حضرت ابوبکر صديق رضى الله عنه خپل خليفه وټاکه.

مگر تاريخ وايي چې د دې مثال د موجوديت سره، سره لومړى خليفه په دې معامله کې له اجتهاد څخه کار واخيست. له ځان څخه وروسته يي د دويم خليفه معامله عمومي انتخاباتو ته پرينښوده بلکې په څرگنده توگه يي حضرت عمر رضى الله عنه د دې منصب لپاره ونوماوه.

د دې سبب دا و چې خلکو د حضرت عمر رضى الله عنه په باره کې يوه سخته غلط فهمى لرله. حضرت عمر رضى الله عنه په طبيعت کې سخت و. خلکو د حضرت عمر رضى الله عنه په اخلاص او قربانۍ اعتراف درلود. مگر دوى دا انديښنه لرله چې يو داسې انسان د خلافت د نازك منصپ لپاره موزون او مناسب نه دى په چا کې چې سختي او د انتقاد مزاج موندل کيږي. د حضرت عمر رضى الله عنه په باره کې د خلکو د دې غلط فهمۍ په اساس باندې لومړي خليفه ته دا انديښنه وه چې که چيرې دا له خپله ځانه حضرت عمر رضى الله عنه ونه نوموي. نو له ده څخه وروسته ښايي مسلمانان د ده د امير په مقررولو باندې متفق نشي. او دغسې همدا کس د مسلمانانو ا مير جوړ کړي کوم چې د ځانگړي اهليت په اساس د مسلمانانو په ټول جماعت کې د امير يا خليفه جوړيدو تر ټولو زيات اهل او وړ وي. مگر دا غلط فهمي سراسر بې اساسه وه.

اصل حقيقت په برعکسه توگه دا دى چې حضرت عمر رضى الله عنه د هغو انتهايي نادرو انسانانو له جملې څخه و، چاته چې تاريخ جوړونکى انسان ويل کيږي. مگر د دې غير فوق العاده صفت سره سره په ظاهره دا ممکنه نه وه چې دويم خليفه په توگه د ده په نوم متفق شوى واى. همدا انديښنه وه د کومې په اساس چې لومړى خليفه په دې معامله کې د مخکني مثال سره، سره اجتهاد وکړ. لکه چې هغه پخپله تصرف وکړ او حضرت عمر رضى الله عنه يي له ځان څخه وروسته د خليفه په توگه ونوماوه.

د حضرت عمر رضى الله عنه په اړه د خلکو رايه په تمامه معنا په غلط پوهيدنه ولاړه وه. حضرت عمر رضى الله عنه بې اندازې زيات اصولي انسان و، هغه د حق په معامله کې مصلحت (سازش) نه خوښاوه. همدې شي د هغه په مزاج کې تيزي پيدا کړې وه. ده به چې کله يو څوك په غلطه خبره يا کار وليد نو ده به ورباندې ډيره سخته نيوکه کوله. يو شى به چې ده حق وپيژندلو د دې په اعلانولو کې به هغه هيڅکله د هيچا رعايت نه کاوه. همدا لامل و، چې خلك ترې ليرې اوسيدل. تردې پورې چې رسول الله صلى الله عليه وسلم به فرمايل: اى خدايه! په عمر ورحميږې. د ده هيڅ دوست نشته.

مگر د حضرت عمر رضى الله عنه په باره کې د خلکو دا احساس په تمامه معنا په غلط فهمۍ ولاړ و، د حضرت عمر رضى الله عنه سختي يوازې د ناحق توب په خلاف وه. نه د کوم انسان په خلاف. هغه بعينه په هغه وخت کې هم د انسان په خلاف له کرکې پاك و، کله به يي چې څوك متوجه کاوه. د انسان لپاره يي په عين هغه وخت کې هم په زړه کې خيرخواهي وه. کله به چې ده د چا په خلاف په غصه ليدل کيده. د هغه په هره سختۍ کې يوه نرمي پټه وه. د هغه د هرې نيوکې تر شا به د محبت جذبه کارفرماوه.

عام خلك پدغه نازك توپير باندې نه پوهيږي. همد لامل و، چې هغوى ته د حضرت عمر رضى الله عنه په باره کې غلط فهمي پيدا شوې وه. بيا هم کوم خلك چې زيات شعور لرونکي وو. هغوى په دغه راز باندې پوهيدل. لکه څنگه چې کله خلکو حضرت عثمان رضى الله عنه ته د حضرت عمر رضى الله عنه څخه شکايت وکړ نو خلکو ته يي وويل: د ده دننه حالت د ده له بهر څخه بهتر او ښه دى. دغسې به حضرت ابوبکر صديق رضى الله عنه د حضرت عمر رضى الله عنه په باره د خلکو د شکايت په وخت ويل: کله چې د خلافت مسؤليت يي په اوږو پريوځي نو نرم به شي.(الکامل فى التاريخ لابن الاٴثير جلد٢ صفحه ٤٢٥).

له دې واقعې څخه معلوميږي چې غلط فهمي څومره خطرناك شى دى. د غلط فهمۍ په اساس باندې انسان د يو کس په اړه بالکل چپه او ناسم نظر ورکوي. حال دا چې هغه کس له دې غلطې رايې او نظر څخه بالکل پاك وي. د دغه ډول منفي نظر لرونکى په غلط فهمۍ اخته او په خپلو دماغو کې اوسيږي. په بهرنۍ نړۍ کې د هغه هيڅ وجود نه وي. دا غلط فهمي پرته له شکه يو سخت اخلاقي جرم دى. په هر انسان باندې لازم دي چې خپل ځان له دې جرم څخه پاك کړي.

1: له غلط فهمۍ څخه د بچ کيدو لپاره تر ټولو زيات اړين تدبير دا دى چې انسان بايد يوازې په اوريدلو د چا په خبره باور ونکړي. اوريدل شوې خبرې اکثره غلطې وي. د يوې معاملې په اړه صحيح راپور ورکول له اندازې زيات ستونزمن کار دى. دغسې خلك هميشه ډير کم وي چې واقعه هغسې بيان کړي څنگه چې هغه وي که چيرې د يو انسان په زړه کې د بل انسان په خلاف غلط فهمي پيدا شي نو د فرضو په درجه کې ورته لازم دي چې په غلط فهمۍ کې اخته کس سره وگوري او پخپله د معاملې له خاوند څخه معلومات او تحقيق وکړي. مخامخ له تحقيق پرته د يو چا په باره کې نظر او رايه قايمول سخته گناه ده.

2: کوم کس چې په غلط فهمۍ کې اخته وي په ده باندې فرض دي، چې څنگه بده رايه د چا په باره کې يي قائمه کړې ده. له وضاحت څخه وروسته بايد خپلو دماغو څخه دغه بده رايه وباسي او د خپلې غلطۍ ښکاره اعتراف وکړي او خپل ذهن اصلاح کړي  په کوم انسان کې چې د غلطۍ د اعتراف ماده نه وي د هغه لپاره دا هم جايز نه دي چې هغه د چا په باره کې غلطې رايې ته په خپل ذهن کې ځاى ورکړي.

تجربه وايي چې غلط فهمي په اکثرو حالاتو کې بې بنسټه وي. انسان  د يو طرفه راپور يا نيمگړو معلوماتو په بنياد يوه بده او خرابه رايه ورکوي. حال دا که چيرې له خلاص ذهن سره تحقيق وکړاى شى نو معلومه به شي چې هلته له سره داسې کوم شي موجود نه و، انسان ته پکار دي چې يا خو دومره باشعوره جوړ شي چې په خبره له ژورتيا سره وپوهيږي. د ده ذهن پخپله غلط فهمۍ ته له ځاى ورکولو څخه انکار وکړي. او که چيرې کوم انسان دومره باشعوره نه وي نو د انسانيت دويمه درجه دا ده. چې په غلط فهمۍ کې له پريوتلو څخه وړاندې په براه راست گوته د دې بشپړه پلټنه وکړي. تر هغه وخته دې هيڅکله کومه خبره نه مني څو پوري يې چې د تحقيق د ټولو شرطونو سره د دې پوره پلټنه کړې نه وي.

دريم ډول خلك هغه دى چې هغوى هره خبره چې واورى باور ورباندې کوې. دغسې خلك پرته له شکه له اسلام څخه ليرې دي. اگر که خپل ځان د اسلام په اوچت ترين معيار باندې برابر گڼي.

3: غلط فهمي په اصل کې د نيمگړو معلوماتو په اساس د مکمل نظر قايمولو دويم نوم دى. اکثره وختونه داسې کيږي. چې يو انسان د يو چا په باره کې يوه جزئي خبره واوري او هغه له دى څخه د دغه انسان يو کُلى تصوير جوړ کړي، کله کله داسې  کيږي چې د يو چا خبره له سياق څخه جلا شي او مخې ته راشي. او د پوره سياق په رڼا کې له ليدلو پرته يوه داسې رايه قائمه کړې د کومې چې له حقيقت سره هيڅ تړاو نه وي. کله کله د يو انسان ظاهري اړخ په کتلو د هغه د باطن په اړه يوه رايه قائميږي. کله کله يوه خبره اوريدل کيږي او هماغسې منل کيږي. حال دا چې له بيلا بيلو رايو څخه په تيريدو هغه خبره په پايله کې يو داسې شکل اختيار کړي د کومې چې اصل واقعې سره هيڅ تړاو نه وي. کله، کله داسې کيږي چې د انسان په پوهه کې يوه خبره راځي. هغه له ځانه د جوړ کړي تعبير په ذريعه د دې يو مفهوم ټاکي حال دا چې دا تعبير له اصل حقيقت څخه بالکل برعکس وي.

دغه ډول بيلا بيل صورتونه دي چې د غلط فهمۍ سبب جوړيږي. د غلط فهمۍ دا معامله دومره زياته پراخه ده. چې ډير نيك خلك هم له دې څخه مستثنٰى نه دي. اکثره داسې کيږي چې خلك د يو چا په خلاف ډير زياته خطرناکه رايه ورکوي. حال دا چې د هغې تر شا له بې اساسه غلط فهمۍ پرته هيڅ نه دي.

په دغسې حالت کې د غلط فهمۍ له گناه څخه د بچ کيدو يو صورت دا دى چې انسان بايد د يو چا په خلاف د رايې په قائمولو کې ډير محتاط واوسيږي. له مکمل تحقيق څخه پرته دې هيڅکله دغسې يوه رايه نه قائموي.  انسان ته پکار دي چې يا خو دې د چا په باره کې هيڅ رايه او نظر نه ورکوي. او که رايه قايمول ضروري شي نو د دې د تحقيق حق دې اداء کړي. که رايه او نظر قائم نه کړاى شي په دې هيڅ نيول نشته. مگر د رايي او نظر په قائمولو سره انسان د الله تعالٰى له مؤاخذى او نيول کيدو سره مخ کيږي. رايه او نظر نه قائمونکى معذور گڼل کيداى شي. مگر په مخالفه رايه ورکولو سره د ده عذر ختميږي. اوس د ده معامله داسې کيږي چې يا خودې هغه د نورو په اړه دمخالف نظر په دليل سره ثابت کړي. يا دې خپل ځان د دې شي مجرم جوړ کړي کوم تور چې هغه په بې بنياده توگه په بل باندې لگول غوښتل.

4: غلط فهمي يا بدگمانى څه ساده خبره نه ده. دا ډيره له مسؤليته ډکه خبره ده. که چيرې ته د چا په خلاف بد او ناکاره گومان کوې. نو ته خپل ځان په دې خطر کې ورغورځوې چې که چيرې دغه کس بد او ناکاره نه وي نو د خداى جل جلاله په نظر کې خپل ځان ناکاره او بد گرځوي. د کوم مسؤل چې تا بل کس گڼلى و.

د يو روايت مطابق رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. لايرمي رجل رجلا بالفسق ولايرميه بالکفر الا ارتدت له ان لم يکن صاحبه کذٰلك. (مسند احمد ٥-١٨١). يعنې کله چې کوم کس په چا باندې د فسق تور ولگوي يا ورباندې د کفر تور ولگوي. نو دغه تور بيرته د ده په طرف راگرځي. که چيرې په دې تورن کس کې دغه کار نه وي.

بې اساسه غلط فهمي هم پرته له شکه د يو تور حيثيت لري. دا د يو چا په باره کې په يوه داسې غلط فهمۍ کې اخته کيدل دي کوم چې د واقعيت  په اعتبار سره صحيح نه دي. په دغسې حالت کې له غط فهمۍ يا بدگمانۍ څخه بچ کيدل د خپل ځان د گټې لپاره ډير ضروري گرځي. دا انسان پخپله د ځان  لپاره مسئله جوړه کړې ده. ځکه په جانب مقابل کې که چيرې هغه بدى نه وي. نو پخپله  بدگوماني کوونکى ځان د دې مجرم گرځوي.

دا د رسول الله صلى الله عليه وسلم حديث ډير زيات سخت دى. د دې غوښتنه وه. چې انسان د غلط فهمۍ يا بدگومانۍ په معامله باندې تر آخري حده جدي وي. غلط فهمي که چيرې د ساده نوعيت وي. د مثال په توگه: ته د يو چا په باره کې دا نظر ورکوي چې هغه ژر په غصه کيږي. نو په دې کې د ده لپاره کومه خطره نشته. ليکن  که چيرې د يو چا په باره کې د غلط فهمۍ په اساس باندې داسې خطرناکه رايه ورکړې چې د اخلاقي او يا شرعي جرم حيثيت لري. نو په دې صورت کې به معامله بې اندازې خطرناکه شي. دغسې خطرناکه غلط فهمي گويا دوه سرې تيره توره ده، هغه که جانب مقابل غوڅ نه کړي نو پخپله د ستا د هلاکت سبب به جوړ شي.

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

دا مقاله شریکه کړئ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ