د کتاب لړۍ: د حديث مطالعه

په ربوبيت نيول

فصل: 33

په ربوبيت نيول

د زوال د زمانې د يهودو او عيسايانو په ذکر کولو سره قرآن پاك کې مبارك ارشاد دى. هغوى له الله تعالٰى څخه پرته خپل عالمان او پيران خپل خدايان جوړ کړل ا و مسيح بن مريم عليه السلام هم (عيسايانو) په خدايتوب نيولى و، حال دا چې هغوى ته يوازې دا حکم و، چې هغوى دې يوازې د يو الله تعالٰى عبادت وکړي. له ده څخه پرته بل هيڅ معبود نشته. هغه پاك دى له هغو ټولو څخه چې دوى يې ورسره شريکوي. (التوبه ٣١).

احمد او ترمذى دا روايت کړى چې عدى بن حاتم الطائى کوم چې د جاهليت په زمانه کې نصراني شوى و، مدينې ته راغى او اسلام يي قبول کړ. بيا ده د پوره ذکر شوي آيت په نسبت رسول الله صلى الله عليه وسلم ته وويل: چى دوى خو دخپلو عالمانو او پيرانو مشايخو عبادت نه دى کړى. رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل: آيا د دوى عالمانو به چې کوم شى حلال حرام وگرځول او حرام به يې حلال وگرځول نو دوى به د هغوى په دې خبره کې پيروي نه کوله. همدا د دوى د خپلو عالمانو او مشايخو عبادت و. (تفسير ابن کثير رح الجزءالثاني صفحه ٣٤٨).

په دې آيتونو کې د رب د نيولو مطلب د خپلو لويانو او مشرانو پرستش دى. د دې له دې سياسي نظريي سره هيڅ تړاو نه شته چې کوم خلك په ځمکه حاکمان جوړ شي او خپل قانون چلوى له هغوى سره وجنگيږي ختم يي کړئ او د خداى جل جلاله په ځمکه د خداى جل جلاله قانون نافذ کړئ. د دې آيت په دننه حال کې موجود يو صورت يادونه شوې نه د مستقبل د نسبت سره د سياسي تگلارې ټاکل.

په دې ايت کې په اصل کې دا ويل شوي دي. چې د يو امت حال د زوال په دور کې څنگه وى، په دغه زمانه کې د امت ژوندى تړاو له خداى جل جلاله او رسول الله صلى الله عليه وسلم سره باقي پاتې نه وى، د هغوى د پاملرنې او توجه مرکز د هغوى اکابر (مشران) او مشايخ جوړ شوي وى. د لويانو او مشايخو اقوال او ملفوظات د دوى لپاره د دين ماٴخذ جوړ گرځيدلى وى، دوى خپلې مفروضي د مشرانو له اسرارو څخه په ډکو کيسو کې لټولو، د دوى په نزد حق يوازې هغه وى، چې دوى ته وروسته له خپلو مشرانو څخه ورپاتې و، د خداى جل جلاله کتاب د دوى لپاره د برکت ذريعه گرځي. هغه د دوى لپاره د حق او باطل تر منځ فرق کوونکى محك نه و.

ستاينه او نيوکه

په احاديثو کې په کثرت سره د دې خبرې ټينگار شوى چې تاسې د چا مدح (صفت) مه کوى د مثال په توگه: رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. اذا راٴيتم المداحين فاحثوا في وجوههم التراب (صحيح مسلم کتاب الزهد). کله چې تاسې مدا خان (د خلکو صفت کوونکى) وليدل نو د هغوى په خولو خاورې وروشيندئ. دغسې په روايت کې راځي چې: سمع النبى صلى الله عليه وسلم يثني على رجل ويطريه فى مدحه، فقال: اهلکتم او قطعتم ظهر الرجل. (صحيح بخاري کتاب الشهادات). يعنې رسول الله صلى الله عليه وسلم واوريدل چې يو کس د بل کس صفت او مدحه کوله او د هغه په صفت کې يي مبالغه کوله. پيغمبر صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل: تاسې دغه کس هلاك کړ. يايي دا وفرمايل: چې تاسې د دې سړي ملا ماته کړه.

دغسې د دويم خليفه حضرت عمر فاروق رضى الله عنه په باره کې په يو روايت کې راغلي دي چې هغه ويلي دي. المدح الذبح (الادب المفرد، باب ماجاء في التمارح). يعنې د يو چا صفت کول د هغه حلالول دي. دغسې په يو روايت کې راغلي دي چې حضرت عمر رضى الله عنه له يو چا څخه واوريدل چې د بل چا صفت يي کاوه ده ورته وويل: عقرت الرجل عقرك الله. (الادب المفرد، باب ماجاء في التمارح). يعنې تا دغه کس ذبح کړ الله تعالٰى دې تا حلال کړي.

د حديثو او آثارو په کتابونو کې ډير دغسې روايتونه راغلي دي. له دې څخه معلوميږي چې صفت او چاپلوسي د دين له مزاج او طبيعت سره په ټکر کې ده. ځينې وختونه د اعتراف په توگه او يا د کوم مصلحت له مخې تعريف او صفت کيداى شي مگر په عمومي توگه په اسلام کې دا شى ډير ناخوښه گرځول شوى دى کوم ته چې مدحه خواني او قصيده گوئي ويل کيږي. دغه ډول مدح د مدحه ويونکى لپاره مصلحت پرستي ده. او د چا چې مدح او تعريف کيږي. د هغه لپاره د غرور غذا ده. له همدې امله تعريف او مدح ويونکى او ممدوح لپاره هلاکت پيدا کوونکى دى.

بيا هم دا خبره د غور وړ ده چې په حديثو کې د مدح بدي بيان کړاى شوى مگر د تنقيد (د نيوکې او اعتراض)  مذمت او بدي نه ده راغلي. غالباً په هيڅ يو صحيح حديث کې داسې نشته. په کوم چې د تنقيد کولو دغسې په مطلقه توگه بدگرځول شوي وي. څنگه چې مدح بده گڼل شوې ده. بلکې د دې برعکس د تنقيد حوصله افزايي شويده. د مثال په توگه په ډيرو احاديثو کې په  ژبه باندې د نهى عن المنکر حکم راغلى دى. او دا د ايمان يوه ضروري نښه ويل شويده. دغسې په حديث کې ويل شوي چې بادشاه په وړاندې د حق خبره کول يو بهترين جهاد دى او نور.

ښکاره ده چې دغه ډول کار د تنقيد په ژبه کې کيږي  نه د تعريف او مدح په ژبه کې. هر کله چې يو کس کومه بدي وگوري. که بدى کوونکى کوم عام انسان وي او يا خاص ، او بيا دا د هغه په خلاف د ژبې جهاد وکړي نو دا لساني جهاد عين هغه فعل دى کوم ته چې تنقيدکول وايي. نقد يا تنقيد په اصل کې د لساني جهاد دويم نوم دى.

 اوس پوښتنه دا ده چې په شريعت کې د مدح او تنقيد په منځ کې به فرق څنگه کيږي. د دې توپير سبب دا دى چې مدح او تعريف يوه اخلاقي بدي ده. په داسې حال کې چې تنقيد يو د اوچتې درجې علمي او اخلاقي خوبويي ده. په يوه ټولنه کې د مدح رواج ټوله ټولنه منافقه ټولنه جوړوي. د دې په مقابله کې په کومه ټولنه کې چې د تنقيد او اختلاف اويدو مزاج وي هغه معاشره او ټولنه د ترقۍ ا و پرمختگ په طرف روانيږي.

تنقيد يو پرله پسې احتسابي عمل دى. تنقيد د يوې ژوندۍ ټولنې نښه ده. کيداى شي کله چې ټولنه د زوال ښکار شوي وي. په هغه ټولنه کې د ژوند تودوخه ورکه شوې وي. په خلاص ذهن باندې د فکر کولو پکې څه پاتې شوي نه وي. د تنقيد حيثيت يوه علمي او فکري مقابله ده. له چلنج او مقابلې پرته ټولنه هر ډول ترقۍ کولاى نشي. دغسې کومه ټولنه چې له تنقيد څخه بې برخې وي هغه له علمي او فکري پرمختگ څخه هم محرومه وي. د دې معامله پوره وضاحت ما په کتاب د انسانيت دين د فکر په آزادۍ کې کړى دى. او د اسلام له لومړنۍ دورې په مثالونو راوړلو سره مې دا واضح کړى دى بيا هم د تنقيد او تنقيص تر منځ ډير توپير دى. تردې پورې چې دا ويل صحيح دي چې تنقيد په مکمله توگه جايز او تنقيص په مکمله توگه ناجايز دى. تنقيد پرته له شبهې يو مقصودي شى دى. او تنقيص پرته له شکه يو نامطلوبه او بې هدفه شى دى.

تنقيد په اصل کې د علمي اختلاف دويم نوم دى. د حقايقو او واقعاتو په رڼا کې په خالص موضوعي انداز کې د يوې معاملې تجزيه کول او څيړل هغه شى دى کوم ته چې تنقيد ويل کيږي. تنقيد که په ظاهره د هر چا د افکارو او نظرياتو په حواله سره وي مگر د خپل حقيقت په اعتبار سره هغه د معاملې اصولي وضاحت کيداى شي. په دې کې د غلط او صحيح ترمنځ تقابل يا مخامخ کيدل وي، نه د يو کس او بل کس تر منځ مخامخ کيدل.

د دې برعکس تنقيص د يو کس عيبونه راسپړل دي. د تنقيص کوونکي په وړاندې اصلاً د هيڅ حق کار وضاحت نه وي. بلکې يو شخص سپکاوى او کمزوري کول وي. کوم چې ده په کومه وجه سره هغه خپل مخالف گڼلى وي. تنقيص يوازې يوه غير اخلاقي کړنه ده. هغه په هيڅ درجه کې هم يوه علمي واقعه نه وي. تنقيد که چيرې د علمي اصولو په بنياد سره وي. نو د تنقيص عمل د کوم کس په خلاف د ذاتى کنځلو او بدو ردو په بنياد باندې وي.

زوال څه دى؟

په قرآن کريم کې ويل شوي دي. يهودو او نصاراوو ته چې کوم آسماني تعليم ورکړل شوى و، د هغه تعليم لويه برخه هغوى هيره کړه. (ونسوا حظاً مما ذکروا به. فنسوا خطا مما ذکروا به). (المائده ١٣-١٤). د دې هيرولو مطلب دا نه دى چې يهودو او نصاراوو کوم کنفرانس وکړ او په دې کنفرانس کې يي دا طى کړه چې سر له نن څخه به مونږ څو خبرې يادوو او پاتې نورې ټولې خبرې به هيروو. دغسې هيڅکله هم نه دي شوي. دغسې هيرول هميشه د تاريخي او نفسياتي اسبابو لاندې کيږي.

په تاريخي توگه په کراره، کراره دا صورتحال پيدا کيږي. چې خلك ژوندي وي څه شيان په حافظه کې وساتي او څه نور هغه ژوندي له حافظى څخه وباسي. د څه شيانو اهميت ياد ساتي او د څه شيانو له اهميت څخه بې خبره پاتې کيږي.

په حديث کې وړاندوينه شوې چې يهودو او نصاراوو له فساد پيدا کيدو څخه وروسته چې څه کړي هغه ټول بۀ مسلمانان هم په وروستۍ او آخره زمانه کې وکړي. (لتتبعن سنن من کان قبلکم). له دې حديث څخه معلوميږي. چې په محمدي امت هم دغسې وخت راتلاى شي. داسې کيداى شي چې خلك د دين له يوې برخې څخه خبروي او له بلې برخې څخه ناخبره وي. د دين د ځينو برخو په اړه به ورسره د معلوماتو ډيرۍ لگيدلې وي. او بله زياته حصه به دوي داسې پريښودې وي لکه چې بالکل په دې نه پوهيږي چې دا هم چيرته د هغه دين برخه ده کوم چې الله تعالٰى د پيغمبر عربي صلى الله عليه وسلم په ذريعه دويته ليږلى دى.

په يو قوم چې کله هم دغسې حالت راځي نو د هغوى په مزاج کې د خرابۍ په وجه به راځي. تر ټولو اول د قومونو مزاج گډوډيږي. بيا د هغې په نتيجه کې د هغوى اخلاق او کردار هم بدليږي.

د مثال په توگه د بيلا بيلو اسبابو لاندې ظواهر د روح بدل گڼل. اوس داسې کيداى شي چې د دين په اصل روح پوهيدلو او د دې د خپلولو فکر نه وي بلکې د دې خارجي مظاهر ټول څه وگڼل شي دا د زوال نښه ده. او دا زوال له هر امت سره په هر حال مخې ته راځي.

 حقيقي اهميت

د اسلام د پيغمبر د طريقو يو اړخ دا و، چې د ده نظر به هميشه په حقايقو باندې و، نه په ظواهرو باندې. په ظواهرو کې که چيرې د بې خبرۍ له امله کوم فرق پريوتلو، نو ده به دا د اعتبار وړنه گڼلو. البته د حقيقي اهميت لرونکو خبرو په باره کې د ده چلند او رويه ډيره سخته وه.

د اسلام پيغمبر صلى الله عليه وسلم د وروستي حج واقعه بخاري، مسلم اوابوداؤد په لږ معمولي لفظي توپير سره راوړې ده. دا د ده د ژوند وروستى کال و، د فريضې له اداء کولو وروسته په منىٰ کې ناست و، خلك به راتلل او د حج د مسايلو پوښتنې به يې ورڅخه کولې. چا به ويل ماته مسئله معلومه نه وه، ما له ذبحې کولو څخه مخکې وښتان کم کړي دي. چا به ويل ما له جمرو ويشتلو څخه وړاندې قرباني کړيده او داسې نور... ده به هر يوه ته ويل: کوئ هيڅ پروا نکوي. دغسې به بيا، بيا خلك راتلل او د تقديم او تاخير په اړه به يې پوښتنې کولې. ده به هر يو ته دا ويل: کوم باك نه لري. هيڅ باك نکوي. (افعل ولاحرج). (سنن ابي داؤد ٢-٢١٧-٢١٨).

د ابو داؤد په روايت کې اضافي دا الفاظ دي. کوئ هيڅ باك نه لري. حرج او باك يوازې د هغه کس لپاره لري چې يو مسلمان بې عزته کړي. دغسې کس ظالم دى. همدا هغه کس دى چې گناه يي کړى او هلاك شو.

په دين کې اصل اهميت معنا لره وي، نه ظاهر لره. يو کس د ظاهري شيانو ډير سخت اهتمام کوي. مگر د معنوى اړخ په معامله کې هغه غافل وي. نو دغسې کس د اسلام په نظر بې قيمته وي. الله تعالٰى هميشه د انسان نيت ته گوري. نيت که چيرې سم او ښه وي نو په ظاهري شيانو کې کمې او فرق له پامه غورځول کيږي ليکن که چيرې د انسان نيت ښه نه وي. نو د الله تعالٰى په نظر کې د دې هيڅ قيمت نه وي. اگر چې د ظواهرو په معامله کې يي هر څومره اهتمام او توجه کړي وي. په ظاهري ښه ښکاريدنه کې انسان په دوکه کې پريوتلى شي. مگر د ظاهري ښه ښکاره کيدو د خداى جل جلاله په نزد هيڅ اهميت نه وي.

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

دا مقاله شریکه کړئ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ