د کتاب لړۍ: د حديث مطالعه

ربانیت

فصل: 34

ژوندى زړه

عن عبدالله بن مسعود رضى الله عنه انه قال: اطلب قلبك في ثلاثة مواطن عند سماع القرآن وفي مجالس الذکر وفي اوقات الخلوت فان لم تجده في هذه المواطن فسل الله ان يمن عليك بقلبك. فان لاقلب لك.

عبدالله بن مسعود رضى الله عنه وايي خپل زړه په دريو ځايونو کې ولټوه. د قرآن پاك اوريدو په وخت کې، د خداى جل جلاله د يادولو په مجلسونو کې او د ځانته والي په وختونو کې که چيرې په دغو ځايونو  کې دې خپل زړه پيدا نکړ نو له الله تعالٰى څخه سوال وکړه چې يو زړه درکړي ځکه چې تاسره زړه نشته.

زړه د انسان په بدن کې د کيفيت سرچينه ده. عبدالله بن مسعود رضى الله عنه وايي چې له يو مومن څخه په بيلا بيلو حالاتو کې کوم د زړه کيفيتونه مطلوب دي. هغه کوم دي. د مثال په توگه د قرآن پاك اوريدلو په وخت، د الله تعالٰى د يادولو په مجلسونو کې. او دغسې په گوشه نشينۍ او ځانته والي په شيبو کې دا درى ځايونه هغه دي چې ديني او رباني کيفيتونه په ځانگړي توگه په انسان کې راپورته کيږي. په دې وختونو کې غافل انسان ته هم يوه څپه ورکول کيږي. ويده انسان هم په دې وختونو کې راپورته کيږي. هغه د فطرت ژورو ته کوزوي او په فکر کولو يې مجبوروي. د انسان زړه که چيرې ژوندى وي. نو د هغه حال دا کيږي. کله چې د قرآن پاك تلاوت کيږي د ده زړه ته رباني غذا ورکول کيږي، کله چې دا د خداى جل جلاله ياد په زړه کې راولي نو د خپل خالق او مالك باره کې د ده په دننه کې د احساساتو غورځنگ راپورته کوي. کله چې ځانته گوشه نشين وي نو خپل ځان په اړه د حساب کتاب کيفيت ورباندې غالب وي. او خپل ځان د خپل خداى جل جلاله په وړاندې ولاړ ويني.

که چيرې د يو انسان حال داسې وي. چې دا خصوصي مواقع او وختونه هم د ده په روح کې زلزله پيدا نکړي. نو دا د دې خبرې نښه ده. چې د ده فصل او کښت تباه شوى دى. د ده په دننه کې د فطرت لمده ځمکه وچه شوې ده کوم کس چې په دغه حال کې خپل ځان مومي نو د هغه لپاره پکار دي. چې له الله تعالٰى څخه د خپل ځان لپاره ژوندى زړه او له کيفيت څخه د مالا مال شوي روح طلب کوونکى جوړ شي. ځکه چې له دې پرته د انسان هيڅ قيمت نه وي. له دې پرته په انسان باندې د نيکمرغيو دروازې پرانستل کيدونکي نه دي.

الهي قربت

په يو قدسي حديث کې د الله تعالٰى دا مبارك ارشاد نقل شوى دى. مرضت فلم يعدني ابن آدم. (مسند احمد ٢-٤٠٤). يعنې زه ناروغه شوى وم. مگر بنيادم زما عيادت (پوښتنه) نه وکړې. د دې وضاحت پخپله په حديث کې داسې شوى. چې که چيرې بنيادم د فلاني ناروغ عيادت کړى وى نو زه به يې هلته موندلى واى.

د دې مطلب دا نه دى خداى جل جلاله د دغه ناروغ په وړاندې داسې موجود وي لکه څنگه چې يو انسان له ناروغ سره موجود وي. د دې مطلب دا دى چې که چيرې انسان له رښتيني احساس سره د ناروغ عيادت وکړي نو د دې عمل د سرته رسولو په وخت هغه د خپل رب د ملاقاته تجربه کوي. دا الفاظ د ملاقات د تجربې په معنا دي، نه د رب د مشاهدې په معنا.

د يو مومن په علم کې چې دا خبره راشي چې د خداى جل جلاله فلانى بنده ناروغ دى، د مومن په زړه کې له دې ناروغ سره د همدردۍ احساسات پيدا شي. د هغه د رغيدو دعا وکړي. بيا د همدردۍ له دغه ډوله احساساتو سره روانيږي چې له ناروغ سره وگوري او د ناروغۍ پوښتنه يې وکړي. او د ده عيادت وکړي. تردې پورې چې تر ناروغ ورو رسيږي. د رښتينې خير خواهۍ له جذبې لاندې يې وگوري. د رښتينې جذبې لاندې د ده لپاره دعا وکړي. د ده خفگان، خپل خفگان وگڼي. او د زړه له کومې يې دا جذبه او احساس راپورته شي او ووايى چې الله تعالٰى دا ژر صحت مند کړي. دا ټول عمل کوم چې په تمامه معنا د الهي جذبې لاندې وي. دغه وخت په برابره توگه د الله تعالٰى د مهربانى تصور د ده په ذهن باندې نقش وي ناروغ سره د اړيکې نيولو په هره شيبه کې د الهي قربت تجربه کوي تردې پورې چې له شدت احساس څخه يې له سترگو اوښکې روانې شي. همدا مطلب د پورته الفاظو دى. چې که چيرې يو انسان د خپل ورور په اخلاص پوښتنه وکړي. نو د هغه په وړاندې به (رضا) د خداى جل جلاله ومومي. د ده د احساساتو په دنيا کې د الله تعالٰى (بلاکيف) راښکته کيدل وشي. د ناروغ پوښتنه د ده لپاره د پروردگار د ملاقات تجربه جوړه شي.

قدسي حديث

په صحيح بخاري (کتاب المرضىٰ) کې يو قدسي حديث داسې راغلي دي.اذا ابتليت عبدى بحبيبتيه فصبر عوضته منهما الجنة، يريد عينيه. (فتح الباري ١٠/١٢١). يعنې الله تعالٰى فرمايي. کله چې زه خپل کوم بنده د ده په دوو محبوبو سترگو وازمويم او دا ورباندې صبر وکړي نو زه به د دې دواړو سترگو په بدل کې ورته جنت ورکړم.

د دې مطلب دا نه دى چې له سترگې بې برخې کيدلو او د جنت په حصول کې کوم لازمي تړاو دى. له سترگو بې برخې کيدل په خپل ذات کې په جنت کې د داخليدو سبب نه جوړيږي. ا صل خبره دا ده چې پدې محروميت باندې په سمه توگه صبر کوونکي کې هغه صفتونه پيدا کيږي کوم چې دا د جنت مستحق جوړوي.

 د يو عالم واقعه ده. هغه به په ديني مطالعه کې مشغول و، کتابونه به يې ليکل او د دين خدمت به يې کاوه. مگر د بوډاتوب عمر ته په رسيدو يي د سترگو نظر ختم شو. دا د ده لپاره ډيره سخته حادثه وه. مگر ده ورباندې مکمل صبر وکړ. د دې صبر نتيجه دا شوه چې د ده ذهن له مايوسۍ او گډوډ کيدو په طرف له تللو په ځاى په مثبته خوا په فکر کولو کې مشغول شو.

په پاې کې د ده په ذهن کې يو تدبير ورغى د کوم په ذريعه چې هغه خپل ځان دوباره د کار کولو جوگه جوړ کړ. هغه د ليکلو په ځاى د تقرير او وينا په طرف مخه کړه. د ده په ذهن کې د معلوماتو پراخه ذخيره موجوده وه. دا معلومات اوس په نوى انداز کې د تقرير او وينا په صورت کې راښکاره کيدل. ډير ژر هغه د يو بريالي وينا وال په حيث په عوامو او خواصو کې خپل مقبوليت ترلاسه کړ.

د ده د سترگو لرلو په حال کې په ليکلو کې که چيرې د دين د معلوماتو خصوصيت و، نو د ده په بې سترگو تقريرونو کې له معلوماتو سره يو ځاى له سوزه ډك آواز اضافه هم وشوه. دغسې د سترگو حادثې د ده جنتي کردار زيات کړ او د جنت په مستحق کيدو کې يي اضافه وکړه. د خداى تعالٰى په نظر کې هغه له مخکې څخه د لا زيات الهي رحمت مستحق وگرځول شو.

داخلي کيفيت

قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ان الله لاينظر الى صورکم واموالکم لکن ينظر الى قلوبکم واعمالکم. (مشکوة٣ – ١٤٦٢).رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. الله تعالٰى ستاسې صورتونو او ستاسې مالونو ته نه گورې بلکې هغه ستاسې زړونو او ستاسې عملونو ته گوري.

د عمل دوه اړخونه دي يو داخلي او بل خارجي. د الله تعالٰى په نزد د يو عمل اهميت د دې د خارجي صورت په اعتبار سره نه معلوميږي. بلکې د ده داخلي کيفيت اعتبار سره معلوميږي. د داخلي احساس او اندروني محرك په اعتبار سره که چيرې انسان د الله تعالٰى د رضا لپاره په حرکت کې راغلى وي. نو دغه ده د انعام وړ راخيژي. او که چيرې د انسان په داخلي وجود او د ده په اندروني شخصيت کې د الله تعالٰى له رضا لټولو پرته کومه بله جذبه او احساس ځاى نيولى وي، د دغه ډول انسان عمل رديږي. هغه د الله تعالٰى په نزد د هيڅ انعام مستحق نه گرځول کيږي.

يو انسان د دين سرگرم فعالت له ځانه ښيي. دغه ديني کوشش که چيرې خالص د الله تعالٰى لپاره وي. نو هغه د آخرت په تله کې د قدر وړ گرځي. او که چيرې د ده د کوشش محرك د خلکو په منځ کې د عزت حاصلول وي. نو د دغه ډول ديني کوشش د الله تعالٰى په نزد هيڅ قيمت او اهميت نلري. يو کس د الله تعالٰى په نوم مال لگوي. که چيرې ده دا کار د الهي رضا د لټون لپاره کړى وي. نو دا به په آخرت کې د دې انعام ترلاسه کړي. ليکن که چيرې د ده هدف دا وي چې دا د خلکو په منځ کې څرگند شي نو د ده مالي لگښت به په آخرت کې د ده هيڅ پکار رانشي. هر کار کوچنى وي او که لوى، د دې قدروقيمت معلوميدل د الله تعالٰى په نزد د کار کوونکى پټ او داخلي احساس وي. نه په يوازې ظاهري اعتبار سره. چې هغه په ظاهري توگه خلکو ته څنگه ښکاري. څوك چې د دنيا لپاره کار کوي هغه به د خپل عمل بدله په دنيا کې وگوري. او څوك چې د آخرت لپاره کار کوي نو د هغه کار به د آخرت په کتابچه کې محفوظ وي. هغه به د خپل آخرت په ژوند کې د دې بهترين اجر ترلاسه کړي او پرته له شکه چې تر ټولو ښه اجر د آخرت اجر او ثواب دى.

د اسلام پيژندنه

د اسلام پيژندنه ملي نه بلکې دا يو الهي پيژندنه ده. د مسلمان پيژندنه دا نه ده چې د ده دې کلتور جلا او ځانته وي. د مسلمان حقيقي پيژندگلوي دا ده چې د ده شخصيت له عامو انسانانو څخه جلا او بيل وي. په لومړنۍ دور عربو کې د رسول الله صلى الله عليه وسلم پيژندگلوي دا نه وه چې د ده ژبه، د ده لباس او رنگ او څيره د نورو څخه جلا وه. د ده پيژندنه دا وه چې دا امين و، د ډيرو خدايان په وطن کې د يو خداى جل جلاله عبادت کوونکى ؤ.

په حديث شريف کې دي. خيارکم الذين اذا زاٴوا ذکراللهُ. يعنې په تاسې کې بهترين خلك هغه دي کله چې ته هغوى وگورى نو الله تعالٰى درته درياد شي. د اسلامي پيژندنې صحيح تصور همدا دى. رښتينى مومن هغه دى چې د هغه په ليدلو او هغه سره په مخامخ کيدلو د انسان لپاره يو رباني تجربه جوړه شي. د چا خبرې چې د خداى جل جلاله د عظمت اعلان جوړ وي. د چا په چلند کې چې د جنتي انسان خوشبويي محسوسيږي. د چا وينا چې د خلکو خولې چپ او خاموشه کړى. او د چا په خاموشۍ کې چې خلکو ته د تقرير کيفيت محسوسيږي.

مومن هغه انسان دى. کوم ته چې د خداى جل جلاله معرفت حاصل شوى وي. د چا سينه چې د خداى جل جلاله په ياد سره خولى پورې ډکه وي. د چا چې له ليدلو څخه وړاندې الله تعالٰى ليدلى وي. دغسې انسان له خپل ټول وجود د خداى جل جلاله (د قدرت) يوه نشانه جوړه شوې وي. د ده ټول شخصيت په يوه آسماني نور کې ډوب شوى وى. دغسې انسان له خپل لباس څخه نه پيژندل کيږي. هغه د خپل دننه شخصيت څخه پيژندل کيږي. کوم چې دومره څرگند او ښکاره وي چې هغه د ده لباس هم پټوي.

همدغه رباني شخصيت د مومن اصل پيژندگلوي ده. د ده ليدل د کومې ډلې د امتياز ليدل نه دي. د ده ليدل د يوې داسې هستۍ ليدل دي چې انسان ته الله تعالٰى وريادوي. کوم چې ليدونکى باندې د خداى جل جلاله اوچت ترين حقيقت منکشف کړى.

اسلامي شناخت پيژندگلوي دا ده چې د انسان طرز او فکر له نورو څخه جلا شي. د ده په وينا کې يو نوى آواز پيدا شي. د ده اخلاق له نورو څخه جلا وليدل شي.

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

دا مقاله شریکه کړئ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ