د کتاب لړۍ: د حديث مطالعه

اسلامي اساسات

فصل: 35

اسلامي اساسات

عن حذيفة، عن النبى صلى الله عليه وسلم: قال: لاينبغى لمسلم ان يذل نفسه ـ قيل وکيف يذل نفسه ـ قال يتعرض من البلاء لمالا يطيق.

د حذيفه رضى الله عنه په روايت رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. د هيڅ يو مسلمان لپاره مناسب نه دي چې خپل ځان خوار او سپك کړي. پوښتنه وشوه چې يو څوك څنگه خپل ځان ذليل او سپکوي. ويې فرمايل: دا چې ځان داسې بلاء او مصيبت ته ور وړاندې کړي له کوم سره چې دا د مقابلې طاقت نلري.

د رسول الله صلى الله عليه وسلم له دې حديث څخه د اسلامي ژوند يو مهم اصل معلوميږي. هغه دا چې په ټولنيز ژوند کې کله له کومې خوا نه يوه داسې بلا يا ناخوښ صورتحال مخې ته راشي نو دغه وخت دا سمه نه ده چې سړى پورته شي او له بلا سره ټکر وکړي بلکې د ده لپاره فکر او غور کول پکار دي. چې له دوو ممکنو لارو څخه کومه يوه د ده لپاره مناسبه ده.

لومړى صورت دا دى چې انسان دا محسوسه کړي چې آيا له ده سره دومره کافي ځواك شته چې دا په بريالۍ توگه مقابله وکړي او زياتى کوونکى مجبورولى شي چې هغه له خپل زور زياتي څخه راوگرځوي. که چيرې داسې وي نو انسان ته پکار دي چې په وړاندې يې ودريږي او مقابله يې وکړي تر څو فساد ختم شي او د حالت اصلاح حالت قائم شي.

دويم صورت دا دى چې په سړه سينه له غور او فکر څخه وروسته انسان دې نتيجې ته ورسيږي. چې د دواړو ډولو تر منځ د ځواك او قوت تناسب د ناانډولۍ تر کچې غير متناسب دى. حالات داسې وي چې که چيرې د مقابلې لار اختيار کړاى شي نو سرچپه او معکوسه نتيجه ورکوي او له کوچني زيان څخه ډير لوى نقصان جوړيږي. که چيرې دغسې وي نو لازم دي چې انسان د صبر او مخ اړولو طريقه اختيار کړي. او د بلا له خاوند سره ونه نښلي.

اضافه دا چې د اعراض او مخ اړولو مطلب بې زړه توب نه دى. بلکې دا د تياري کولو لپاره دمه کول دي. د دې مطلب دا دى چې انسان خپل وخت او خپل طاقت د ټکر او نښتلو څخه بچ کړي او دا په لا زياتو تياريو کې ولگوي. هغه د خپل ځان د لا زيات مضبوطو تدبير وکړي تر څو په راتلونکې کې هيڅ دښمن د ده په خلاف د زور زياتي جرئت ونکړي. او که چيرې څوك له زور زياتې څخه کار واخلي. نو له انسان سره د هغه د ماتولو لپاره په کافي اندازه طاقت موجود وي. دا هم د اسلام له اصولو څخه يو اهم اصل دى.

د فکر جوړوالى

په روايتونو کې چې د اسلام له پيغمبر صلى الله عليه وسلم څخه کومې دعاگانې رانقل شوي دي. له هغو دعاگانو له جملې څخه يوه هم دا ده. اللهم ارنا الحق حقاً وارزقنا اتباعه وارنا الباطل باطلا وارزقنا اجتنابه وارنا الاشياء کما هى.( اى الله! مونږ ته حق وښيه د چق په بڼه کې. او مونږ ته يې د پيروۍ توفيق راکړې او مونږ ته باطل د باطل په شکل کې وښيه او مونږ ته ورڅخه د بچ کيدو توفيق راپه برخه کړه او اى الله! ته مونږ ته شيان هاغسې وښيه لکه څنگه چې وي.

په موجوده دنيا کې رنگارنگ شيان دي او د هر شي بې شميره اړخونه دي. دغسې پخپله انسان هم شيانو ته له يوې زاويې څخه نه گوري. هر څوك د خپل ذهنى او قلبي حالت لاندې شيانو ته له بيلا بيلو زاويو څخه او مختلفو اړخونو څخه گوري. له همدې امله د هر انسان لپاره او هر وخت دا انديښنه وي چې هغه به کومه له واقعيت څخه خلاف رايه قايمه کړي. هغه به يوه داسې رايه قايمه کړي. چې له حقيقت سره به هيڅ تړاو نه لري.

په دغسې حالت کې انسان که چيرې غواړې چې سمه رايه قايمه کړي نو د ده لپاره دغسې ډيره زياته توجه او پاملرنه کوي. هغه دې ټول اړخونه د ځان په وړاندې ودروي او خپل رايه او نظر جوړکړي. له دې سره، سره هغه په پرله پسې توگه له خدايه دعا غواړي ـ ځکه چې هيڅوك هم د خداى جل جلاله له ملاتړ او کومك پرته په دې دنيا کې تر صحيح نظر او رايې رسيدلى نشي.

په دې دنيا کې شيان دغسې جوړ دي چې هر وخت دا انديښنه وي چې انسان ته حق د باطل په بڼه کې ښکاره کيږي او باطل ده ته د حق په شکل کې ښودل کيږي. په دغسې حالت کې د فوق العاده کوشش نه وروسته دا ممکن کيداى شي چې انسان حق د حق په شکل کې ووينې او باطل د باطل په صورت کې ده ته په نظر ورشي.

دا د يو انسان لپاره ډير لوى نعمت وى چې ده ته هغه سترگې حاصلې وي چې شيان هغسې گوري لکه څنگه چې هغه د حقيقت په اعتبار سره وي. د انسان لپاره پکار دي چې هغه تر هر څه زيات د دې کوشش وکړي. او تر ټولو زيات دا له خدايه وغواړي.

د مومن زيرکتيا

په قرآن کريم کې د ځينو تاريخي واقعاتو له ذکر کولو څخه وروسته ارشاد شوى دى. إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِّلْمُتَوَسِّمِينَ. (الحجر ٧٥). په دې آيت کې د متوسيم تفسير په متفرس (زيرك) سره شوى. يعنې په دې تاريخي واقعاتو کې نښې دي د فراست (زيرکتيا) لرونکو لپاره. (الجامع لاحکام القرآن القرطبى ١٠/٤٢).

په دې سلسله کې يو حديث هم راغلى دى کوم چې د دې لازيات وضاحت کوي. د يو روايت له مخې د رسول الله صلى الله عليه وسلم د حديث الفاظ دا دي.

احذروا فراسة المومن فانه ينظر بنور الله وينطق بتوفيق الله.(جامع البيان عن تاويل آى القرآن للطبرى ١٤/٤٧).د مومن له فراست (زيرکتيا) څخه ځان بچ کړئ. ځکه چې دا د الله تعالٰى په رڼا سره گوري. او هغه د الله تعالٰى په توفيق سره خبرې کوي.

له دې څخه معلومه شوه چې په الله تعالٰى باندې باور او عقيده په انسان کې دا صلاحيت پيدا کوي چې هغه شيانو ته په رباني نظر وگوري او په معاملاتو باندې هغه په اوچت ترين اسلوب سره خبرې وکړې کومې چې يو چا ته د الله تعالٰى په توفيق سره حاصليږي. د مومن او نامومن توپير دا دى چې غير مومن د شيانو ظاهر ته ګوري. او خپل نظر ورکوي. په داسې حال کې چې مومن د شيانو له ظاهر څخه په تيريدلو د هغو باطن ته رسيږي. هغه د شيانو د داخلي حقيقتونو په اعتبار سره خپل نظر ورکوي. دا هغه خاص صفت دى د کوم له امله چې په دواړو نظرونو کې دا توپير پيدا کيږي د يوه رايه بې اندازې ځواکمنه او طاقتوره وي. او د بل رايه بې وزنه او بې اغيزې وي.

د مثال په توگه يو کس له الله تعالٰى سره تړاو نشته. هغه يوازې له ځان سره ژوند کوي. او له خپل عقل څخه لارښوونه تر لاسه کوي. دغسې کس ته يو انسان بدرد وايي. هغه ورسره زور، زياتى کوي. اوس به څه کيږي ـ اوس به دا کيږي چې د دې کس انانيت راپورته شي. د ده عقل ده ته وايي چې دې سړي ته بايد سبق ورکړل شي. که چيرې زه ده ته سبق ورنکړم نو دا به بياما بې زړه وگڼي. او په راتلونکي کې به زما په خلاف د لا نور زور، زياتي جرئت وکړي. دا سوچ او فکر وکړي او له دې کس سره جنگ جگړې پيل کړې. اگر چې د دې په پايله کې له تباهۍ او بربادۍ پرته نور هيڅ ورته په لاس نه ورځي.

د دې برعکس  کوم انسان چې له الله تعالٰى څخه ويرې هغه يي ويرى متواضع او خاکسار جوړ کړى وي. چاته چې د الله تعالٰى د سترتوب معرفت حاصل شوي وي. په ده کې خپله لويي ختمه شوې او وتلې وي. د دغسې انسان حال دا وي چې که چيرې يو څوك د ده په خلاف پارونکې خبرې وکړي نو د ده نفسياتي تواضع دا د دې پايلې او انجام څخه بچ کوي چې ده ته په غصه شي.له خداى جل جلاله څخه ويره د دې خبرې ضامن جوړيږي چې د غصه راوستونکى خبرې سره، سره دا معتدل او ميانه رو جوړوي. په پارونکو خبرو باندې غصه کيدونکى انسان که چيرې د خپل عقل په هوا ولاړ دى نو په غصه راوستونکو خبرو باندې نه د غصه کيدونکى کس ته دا خصوصيت حاصل وي. چې د ده ټول احساسات د ده په کنټرول کې وي. او د ده عقل معاملې ته سم او صحيح فکر کوي او په صحيحه توگه د خپل کار او کړنې لپاره پلان جوړوي.

د مومن همدا صفت دا دى چې دا د فراست خاوند جوړوي. د دې په پايله کې هغه په بې اندازې توگه د نه تسخير کيدو وړ گرځي. مومنانه کړنه په بل عبارت کې يو صابرانه عمل دى. او غير مومنانه کړنه د دې په مقابل کې يو عاجلانه عمل دى. صبرناکه کړنه د پلان گذارۍ يو بل نوم دى. او عاجلانه عمل د بې پلان عمل بل نوم دى. او دا يو حقيقت دى چې عاجلانه عمل هميشه ناکام وي. او صبرناکه عمل هميشه کامياب وي. د تاريخ ټولې تجربې د دې خبرې تصديق کوي. دا يوه داسې منل شوې خبره ده. په کومه کې چې هيڅکله هم استثناء نه وي.

بريالى ژوند

د اسلام پيغمبر صلى الله عليه وسلم ته يو کس راغى. ويې ويل: اى د الله تعالٰى رسوله! ماته يوه داسې خبره وکړه چې زه له هغې سره ژوند وکړم او هغه دومره اوږده نه وي چې زه يې ژر هيره کړم. پيغمبر صلى الله عليه وسلم وفرمايل: لاتغضب. (موطا امام مالك ٦٥٢). يعنې ته غصه مه کوه. دا په موجوده نړۍ کې د بريالي ژوند د حصول تر ټولو زيات باوري اصل دى. هم د يو فرد لپاره او هم د ټول قوم لپاره.

غصه څه شى دى. غصه په اصل کې د ناخوښه صورتحال منفى جواب Negative response دى. په موجوده دنيا کې له بيلا بيلو اسبابو څخه هره شيبه ناخوښ صورتحال مخې ته راځى کله کومه داسې خبره مخې ته راځي چې دهغې په وجه ستا غصه راځي. د کوم چلند له امله چې په تا کې د انتقام جذبه راپيدا کيږي. کله د گټو ټکر په تا کې مخالفانه احساسات راپاروي. کله داسې کيږي چې يو څوك ستا آرزو پوره نه کړي او په تا کې د هغه په خلاف د کرکې احساسات راوپاريږي. دا ټول هغه شيان دي کوم ته چې په انساني ژبه کې غصه وايي.

دا غصه د انسان لپاره له حده زياته هلاکوونکې ده. هغه له انسان څخه د فکر او غور کولو صلاحيت سلب کوي. هغه انسان د دې وړنه پريږدي چې په حقيقت خوښونکي انداز کې د خپل عمل نقشه جوړه کړي هغه انسان د تعمير په ځاى د تخريب په لاره روانوي. غصه انسان د نورو خلاف کوي.

مگر د حقيقت په اعتبار سره هغه هميشه د انسان د خپل نقصان باعث گرځي. موجوده دنيا د ازميښت دنيا ده. دلته هر څوك له داسې واقعاتو سره مخ کيږي. چې دا راوپاروي. کوم چې په ا نسان کې منفي احساسات راپورته کوي. دغه صورتحال بدلول د هيچا لپاره ممکن نه دي په دغسې حالت کې د بريالي ژوند د آبادولو طريقه يوازې دا ده. چې انسان د صبر او زغم چلند اختيار کړي. د پاريدلو سره، سره د نه پاريدلو هنر زده کړي. هغه له هغو حالاتو سره ځان جوړ کړ د کومو د بدلولو قدرت چې ده ته حاصل نه دى.

په ژوند کې هغه صورتحال څنگه مخې ته راځي. کله چې يو انسان د بل انسان په خلاف غصه کيږي. د دې سبب دا دى چې په موجوده دنيا کې خداى جل جلاله هر چاته آزادي ورکړې ځکه چې دا موجوده دنيا د ازميښت دنيا ده. او امتحان له آزادۍ پرته ممکن دى.

 د دې مطلب دا دى. چې کله د غصې صورتحال پيدا شي نو د انسان لپاره پکار دي چې فکر وکړي چې که چيرې دا خپله غصه په انتقام واړوى او له خپل مخالف سره د جگړې کوشش وکړي نو د ده دا جگړه به له کوم انسان سره جگړه نه وي. بلکې د خداى جل جلاله مقرر کړاى شوې فطري نقشې سره جگړه کول دې. په دغسې حالت کې د غصه کوونکى ناکامي يقيني ده. ځکه چې دا يو واقعيت دى. چې هيڅوك دومره ځواکمن نشته چې هغه د خداى جل جلاله فطري جوړى کړې نقشې سره وجنگيږي. او کامياب شي. کله چې يو انسان غصه برداشت کړي. نو هغه خپل ځان د خداى جل جلاله د ډير لوى انعام مستحق جوړوي. ځکه چې په دغسې وخت کې غصه زغمل او برداشت کول د خداى جل جلاله په فطري نظام باندې د اعتراف کولو په معنا دي.

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

دا مقاله شریکه کړئ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ