د کتاب لړۍ: د حديث مطالعه

خطر په کوم ځاى کې دى

فصل: 36

خطر په کوم ځاى کې دى

په يوه عربي ورځپاڼه کې يو مضمون له نظره تير شو. د دې مضمون عنوان و، الاقليات المسلمة تواجه خطر الذوبان. يعنې مسلمان اقليتونه د دې خطر په وړاندې دي چې هغه په اکثريتي ډلو کې حل شي. په حديث کې راغلي دي. الاسلام يعلو ولا يعلٰى. يعنې اسلام به هميشه برلاسى وي او هيڅکله به مغلوب نشي. (فتح الباري ٣-٢٦١). دلته دا سوال پيدا کيږي چې کله الله تعالٰى اسلام ته د غلبې حيثيت ورکړى دى نو دې ته د مغلوب او جذب کيدو خطر څنگه محسوس کيږي.

د دې لامل بالکل ساده دى. او هغه د اسلام او مسلمانانو تر منځ توپير نه کول دي.يوې مسلمانې ډلې ته د خپل زوال په اساس په ياده خطره کې واقع کيدل کيداى شي مگر اسلام د يوې رباني نظر يې په حيثيت له دې څخه اوچت تر او بالاتر دى چې هغه دې پر هيڅ حال کې د غير مسلمو طاقتونو څخه د مغلوب کيدو او يا په غير مسلمو کې د ذوب کيدو له خطر سره مخ شي.

حقيقت دا دى چې کله هم مسلمانانو لپاره دغه ډول خطر پيدا شي چې هغه دې د کوم نامسلمان طاقت لخوا مغلوب او يا دې په هغوى کې ذوب شي. نو دغه پدې پوهيدل پکار دي چې د دې لامل پخپله د مسلمانانو په اسلام کې کمزوري کيدل دي، نه د غير مسلمو طاقتونو د دوى په مقابله کې طاقتور کيدل دي.

له همدې امله چې کله هم دغه ډول خطر پيدا شي نو د اصلاح کوونکو لره پکار دي چې دوى دې بيرته د مسلمانو نسلونو اسلام ته د راوستلو کوشش وکړي. هغوى دې د دوى کيس د قومي کيس په ځاى د اسلام کيس وگرځوي. د دې په ځاى د نامسلمانو په خلاف قولي يا عملي غوغا جوړول يو نااړونده کړنه ده. د کومې چې خداى جل جلاله په دې دنيا کې هيڅ گټه راويستونکى نه دى. د مسلمانانو هره ستونزه د دوى کورنۍ ستونزه ده د مسلمانانو هره مسئله او ستونزه يوازې د داخلي مضبوطتيا په ذريعه حل کيداى شي.

په اصلاح کې له تدريج څخه کار اخستل

   د يو روايت له مخې حضرت عايشه رضى الله عنها فرمايى. په قرآن کې تر ټولو لومړى هغه آيتونه او سورتونه نازل شوي په کومو کې چې د جنت او جهنم يادونه شوې ده. تردې پورې چې کله خلك اسلام ته مايله شول نو له دې وروسته د حلالو او حرامو احکام نازل شول. که چيرې په لومړي سرکې دا حکم نازل شوى واى چې خلك دې شراب نه څښي. نو خامخا به خلکو ويلى واى چې مونږ به هيڅکله شراب پرينږدو. دغسې که چيرې په شروع کې دا حکم نازل شوى واى چې زنا مه کوئ. نو خلکو به ويلى واى چې مونږ به هيڅکله له زنا لاس وانخلو. (صحيح البخاري کتاب فضايل القرآن ـ باب تاليف القرآن بحواله فتح البارى جلد ٥ صفحه ٧٥٥).

له دې روايت څخه يو ستر نبوى حکمت معلوميږي. دا هغه عملى حکمت دى کوم ته چې تدريج (Graduation) ويل کيږي. د انسان اصلاح يو ستونزمن او پيچلى کار دى. انسان په عامه توگه له څه خيالاتو او عادتونو څخه اغيزمن کيږي. هغه د دې د سمولو په فکر کې لگيا وي. په همدې اساس باندې د هيڅ نوى شي سمدلاسه قبلولو ته تيار نه وي. په دغسې حالت کې د انسانانو د اصلاح يوازينۍ طريقه دا ده. چې دا په حکمت او تدريج سره وکړي.

رسول الله صلى الله عليه وسلم په عربو کې د لومړنيو خلکو فکر ته بدلون ورکړ. په خلکو کې يې د قبوليت مزاج او طبيعت پيدا کړ. تردې پورې کله چې په دوى کې د اصلاح قبلولو وړتيا پيدا شوه نو له هغه وروسته يي د شرعي احکام نفاذ او جاري کول وفرمايل: که چيرې ده د فکر پاکولو او مزاج جوړولو څخه پرته د شريعت قوانين نافذ کړى واى. نو دا به د انساني فطرت په خلاف واى او هغه انقلابي نتيجه به ترې راوتلى نه واى کومه چې د عربو په ټولنه کې رامنځته شوه.

چوپتيا اړينه ده

د يو روايت له مخې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. کوم کس چې په الله تعالٰى او د آخرت په ورځ باور لري نو يا دې د خير خبره وکړي او يادې چپ شي. من کان يومن بالله واليوم الاۤخر فليقل خيراً اوليصمت.

حقيقت دا دى چې چوپ پاتې کيدل هم دومره اهم دى څومره چې خبرې کول اهم دي. ځينې وختونه داسې وي چې هلته خبره کول له حده زيات اړين وي. له همدې امله هغه کس ته گونگ شيطان (شيطان اخرص) ويل شوى چې د خبرې کولو په وخت خبرې نه کوي. مگر له دې سره، سره دا هم يو حقيقت دى چې ځينې وختونه داسې وي چيرته چې چپ پاتې کيدل زيات صحيح او ضروري وي.

د چپ پاتې کيدلو د اړتيا يو مثال د احد د غزا واقعه ده. رسول الله صلى الله عليه وسلم ټپي شوى و، او په يوه غار کې د خلکو له سترگو پنا شوى و، تردې پورې چې د اسلام دښمنانو اعلان وکړ چې محمد صلى الله عليه وسلم ووژل شو. صحابه حيران پاتې شول. په دغه وخت کې د يو صحابي سترگې په ده صلى الله عليه وسلم ولگيدلې. هغه چغې کړې چې رسول الله صلى الله عليه وسلم دلته دى. دغه وخت رسول الله صلى الله عليه وسلم له خبرو کولو پرته هغه په اشاره سره منع کړ چې چپ شه! (اشار اليه الرسول ان اصمت).د دې يو مثال هغه حديث دى په کوم کې چې ويل شوي که چيرې ته خپل ملگري ته ووايي چې چپ شه! کله چې امام خطبه لولي نو تا عبث کار وکړ. (اذا قلت لصاحبك اسکت والإمام يخطب فقد لغوت).

په انفرادي مجلسونو کې هم د چوپتيا دغه اصول اړين او ضروري دي. مگر کله چې معامله د قوم وي. نو د دې اهميت په لکونو چنده زياتيږي. په يوه نازکه موقع د يو مشر او رهبر چوپتيا د يو لوى فساد د مخنيوى سبب جوړيږي. دغسې د يو مشر او لارښود بې ځايه او بې موقع وينا يو داسې فساد راولاړولاى شي په کوم کې چې په سلگونو انسانان ووژل شي او د کروړونو روپو ملکيتونه پکې وسوځيږي. او له خاورو سره خاورې شي. په دې مفهوم کې سسټر کنسولټا (Sister consolata ) ويلي دي. د يو قوم د زيات شمير ناکاميو تر ټولو ستر سبب د چوپتيا او خاموشۍ د اصولو ماتول دي.

The greatest number of failings in a community

Come from breaking the rule of silence

د چوپتيا طاقت او ځواك

د رسول الله صلى الله عليه وسلم په اړه په يو حديث کې راغلي دي چې هغه به زياتره وختونه چپ او خاموش اوسيده. فکان طويل الصمت.(مسند احمد).  ده صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي تاسې خلك د چوپتيا طريقه اختيار کړئ. فعليکم بالصمت (الدارې) ترمذى، دارمى، مسند احمد کې دي چې ده صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. څوك چې چپ پاتې شو هغه نجات او خلاصون وموند. (من صمت نجا).

دا حديث له جامع ترينو کلماتو څخه دى. د دې ډير اړخونه دي يو اهم اړخ يې هغه دى چې د کار له طريقې سره تړاو لري. په دې اعتبار سره د دې مطلب دا دى چې شورماشور د جوړولو طريقه اختيارونکي په دې دنيا کې ناکام او نامراده اوسيږي. او څوك چې د خاموشۍ طريقه اختيار کړي، ده ته دا خوش قسمتي حاصليږي. چې د فطرت قوانين د ده ملگري شي او هغه د برياليتوب ترمطلوب منزل پورې ورسوي.

لاويټر (Johann kaspal lavater) په ١٧٤١م کې په زيورك کې پيدا شوى او په ١٨٠١م کې وفات شوى. د فطرت دغه قانون ده په دې الفاظو کې بيان کړى دى. هغه کس په خبرونه پوهيږي. چې چپ پاتې کيداى نشي. هغه له دې څخه نور هم لږ پوهيږي چې په زياته موثره توگه يو کار څنگه وکړاى شي.

He knows not how to speak who cannot be silent

Still less how to act with vigor and decision

چپ پاتې کيدونکى فکر او سوچ کوي. او څوك چې سوچ او فکر کوي هغه د دې وړ دي چې په ښه انداز کې کار وکړاى شي. دغسې څوك چې چپ پاتې کيږي هغه په خپل ذهن کې د خپل کار نقشه جوړوي. هغه په پلاني انداز کې د خپل عمل نقشه تياروي او کوم انسان چې د پلان گذارۍ په صورت کې خپل عملي اقدام سرته رسوي. د ده دا فطري حق دي چې د خداى جل جلاله په دې دنيا کې هغه لازمًا بريالى وي.

چوپتيا زياته بهتره خبره ده. چوپتيا په زيات ژور انداز کې عمل کول دي. چوپ پاتې کيدونکى د دى لايق او وړ دى چې هغه په زياته نتيجه ورکوونکي توگه خپل قوتونه استعمال کړي.

د سنتو خلاف

د١٩٨٧م کال پيښه ده. په ښار کې يو بس د مسلمانانو د يو لوى تعليمي مرکز مخې ته تيريده. په اتفاقي توگه يو مسلمان طالب العلم د بس په ترافيکي پيښه کې ومړ. له حادثې څخه په خبريدو د تعليمي مرکز مسلمان طالب علمان هلته ورغلل. موټر چلونکى تښتيدلى و، البته بس موټر د پيښې په ځاى کې ولاړ و، طالب علمانو موټر ته اور واچاوه او له دې برسيره يې دا وکړه چې د بس موټر تر څنگ چې نور موټر تيريدل هغه به يې ودرول او اور به يې وراچولو. په بس باندې د لگيدلي اور وژنې لپاره اور وژونکې عمله راورسيده. په دوى پاندې کاڼې ورول شروع شول دوى وتښتيدل، پوليس راغلل نو دوى په پوليسو هم تيږى ويشتل شروع کړل.

پوليس په زياته اندازه راغلل د پوليسو غصه له کنټرول څخه بهر شوه او په طالب علمانو يي بريد پيل کړ. له پوليسو سره وسله وه. دوى نه يوازې دا چې په سړك ولاړ طالب علمان وويشتل، بلکې ليليې ته ورغلل او په ليليو کې موجود زده کوونکى يي په ډزو ټپيان کړل.

دغسې پيښې له تيرو څلويښتو کلونو راپديخوا راروانې دي. د دې پيښو بيلا بيلې بڼې وي. مگر کيسه د ټولو يوه ده. دغسې هره واقعه هميشه د مسلمانانو له کومې پارونکي کړنې څخه پيل کيږي. او دا هميشه د مسلمانانو په سخت مالى او ځاني تاوان پاى ته رسيږي. وړې او غټې دغسې پيښې چې وشميرل شي نو په څلويښتو کلونو کې يې شمير څلويښتو زرو ته رسيږي. هر کله چې دغسې واقعه رامنځته کيږي نو د مسلمانانو غټان او کوچنيان پرته له استثناء څخه دا کوي چې دوى يو طرفه پوليسو او چارواکو ته بدردې وايي، هيڅ د يادولو وړ داسې کس نشته چې په دغه ډول معاملاتو کې مسلمانان وپوهوي او دوى خبردار کړي.

زمونږ ټول رهبران پرته له شکه د سنتو خلاف عمل کوي. او د حديث له مخې هره خبره او کار چې د سنتو خلاف وي هغه بدعت دى. او هر بدعت پايله تباهي او بربادي ده. له تيرې نيمايي پيړۍ څخه راپديخوا چې مسلمانان په کوم بدحالت دي دا له سنتو څخه د انحراف نتيجه ده. د مسلمانانو ياد عمل له سنتو څخه انحراف ولې دى. په دې باندې پوهيدلو لپاره يو حديث مطالعه کړئ.

قال الامام احمد حدثنا عمرو بن عاصم عن حماد بن سلمة عن على بن زيد عن الحسن عن جندب عن جذيفة عن النبى صلى الله عليه وسلم  قال: لاينبغى لمسلم ان يذل نفسه ـ قيل وکيف يذل نفسه ـ قال: يتعرض من البلاء لمالا يطيق ـ وکذا. (رواه الترمذى وابن ماجه).

حضرت حذيفه رضى الله عنه وايي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. د هيڅ يو مسلمان لپاره مناسب نه دي، چې هغه خپل ځان ذليل او سپك کړي. پوښتنه وشوه چې يو کس څنگه خپل ځان ذليلوي. ويې فرمايل: چې هغه له يوې داسې بلاء او مصيبت سره ځان مخامخ کړي. چې دا يي په وړاندې د مقاومت وس او طاقت نلري.

د دې حديث په رڼا کې چې وکتل شي نو په ياد ډول واقعاتو کې له پوليسو او يا اکثريتي قومونو څخه شکايت کول سراسر غير مسنون کار دى. دغسې هره واقعه پخپله د غير اسلاميت داستان دى، نه د اغيارو د ظلم داستان. ځکه هر کله چې په دې هيواد کې مسلمانان اقليت دي او هرکله چې دا معلومه ده چې د مسلمانانو د زور زياتي کړنې څخه وروسته پوليس راځي او په موجوده حالت کې دا هم معلومه ده چې پوليس کله راشي نو هغوى په يو اړخيزه توگه په مسلمانانو ډزې کوي او مسلمانان هيڅکله د دې مخه نيولاى نشي. په دغسې مذکوره صورت کې د پيغمبر صلى الله عليه وسلم د وينا مطابق مسنونه طريقه دا ده چې مسلمان دې د پارونکي عمل ابتداء نه کوي. هغوى دې له دغسې آغاز او پيل څخه خپل ځان بچ کړي د کوم په اړه چې معلومه وي چې د دې پايله په لازمي توگه د دوي په خلاف راوځي 

په حديث شريف کې ويل شوي چې مومن دوه ځله له يوې سوړې څخه نه چيچل کيږي. (المومن لايلدع من جحر مرتين). مگر د مسلمانو حال دا دى چې له يوې سوړې څخه هره ورځ بيا، بيا چيچل کيږي  ناپوه کس د لړم په سوړه کې يو ځل لاس ننباسي. مگر د مسلمانانو دا حال دى چې هره ورځ د مار لړم په ځاله کې لاس ننباسي. او هره ورځ يې انجام خرابيږي. آيا له دې سره، سره د دوى دا دعوىٰ صحيح کيداى شي چې دوى اسلام خپل دين گڼي او محمد صلى الله عليه وسلم خپل پيغمبر مني. د دين او رسول مفهوم که چيرې هغه وي چې د لغت په کتابونو کې ليکل شوى نو د دوى دعوا سمه نه ده. او که چيرې د مسلمانانو خپل کوم جدا تعريف وي په کوم کې چې پخپله د دې الفاظو کوم بل مفهوم يي ليکلى وي نو بيا يي دعوا صحيح کيداى شي. مگر د مسلمانانو لپاره پوهيدل پکار دي چې  دغه ډول لغت قيمت د دوى په خپل نزد که هر څومره زيات وي خو د خداى جل جلاله او خلکو په نزد د دې هيڅ قيمت نشته.

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

دا مقاله شریکه کړئ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ