د الله تعالٰى او رسول الله وينا
د الله تعالٰى او رسول الله وينا
په قرآن کې د حق د منکرينو يادونه کيږي او ارشاد فرمايى. او دوى پيل وکړ له تاسې څخه مخکې په لومړي ځل سره. (وهم بدؤکم اول مرة). (التوبه ١٣). مفسرينو د دې آيت په تشريح کې دا وينا رانقل کړيده. البادئ اظلم (پيل کوونکى زيات ظالم دى).
په حديث کې راغلي دي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. عن ابي هريرة رضى الله عنه قال قال: رسول الله صلى الله عليه وسلم اذا قلت لصاحبك يوم الجمعة انصت والامام يخطبُ فقد لغوتَ. (متفق عليه).
حضرت ابوهريرة رضى الله عنه وايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي د جمعې په ورځ چې ته خپل ملگري ته ووايي چې چپ شه او امام خطبه لوستله. نو تا عبث خبره وکړه.
د قرآن د ياد شوى آيت څخه معلوميږي چې کله دوه انسانان په خپلو کې جنگيږي. نو په دوى کې هر يو په جنگ کولو کې اول والى وکړي هغه به زيات او لوى ظالم وي. په اجتماعي ژوند کې د اختلاف او يا د شکايت ستونزې پيدا کيږي. مگر په دغسې مواقعو کې انسان ته پرامنه تدبيرلرل وي. د ده لپاره په هيڅ حال کې دا جايز نه دى چې هغه له حد څخه تير او د ټکر او تصادم په ميدان کې داخل شي.
پورته چې کوم حديث نقل کړاى شو له دې څخه يو بل اسلامي اصل معلوميږي. او هغه دا چې که چيرې يو انسان غلطي وکړي او کښينې. نو دويم انسان ته پکار دي هغه له دې څخه مخ واړوي. او هغه دې هيڅکله ځوابي غلطي نه کوي. ځوابي غلطي، له يوې غلطۍ څخه دوه جوړوي. هغه په دې تيروتنه کې لازياتوالى راولي. کوم چې برداشت کولو سره پرضد يي اقدام کړى شوى وو.
دا د خداى جل جلاله او رسول الله صلى الله عليه وسلم حکم دى. د دې له مخې انسان ته لومړۍ غلطۍ څخه هم ځان ساتل پکار دي او د دويمې غلطۍ څخه هم. ځکه چې اول غلطۍ کوونکى که چيرې ظالم وي. نو د دويمې غلطۍ کوونکى عبث کوونکى دى.
په دې دنيا کې تر ټولو لوى ظلم کوونکى هغه دى. چې د تجاوز او تيري آغاز او پيل کوي. او تر ټولو زيات عبث کار کوونکى هغه دى. چې له يوې غلطۍ څخه وروسته بله غلطي کوي. له الله تعالٰى څخه ويريدونکو خلکو ته د ظلم هم بچ کيدل پکار دي. او د عبث کار کولو څخه هم.
اسلام تر ټولو لومړى د فساد پيل کوونکو مخه نيسي. او که چيرې کوم کس لومړى ناپوهي وکړى نو د اسلام له ټينگار سره حکم دا دى چې جانب مقابل دې هيڅکله بله ناداني او ناپوهي نه کوي.
په هندوستان کې د ساعت تيرۍ په ورځ يو هندو په يو شمير مسلمانانو رنگ واچوي. مسلمان په غصه شي او په جنگ پيل وکړي چې بيا په ټوله علاقه او سيمه کې ډله ييز فسادونه راوپاريږي. د پاکستان په ميلمستون کې په څه مسئله باندې خبره تکرار شي، يو پښتون په هندوستاني مهاجر باندې د گرمو چايو د پيالې گذار وکړي په دې مهاجر په غصه شي او سره ونښلي. او له دې څخه وروسته په ټول ښار کې د مسلمان مهاجر او مسلمان پښتون تر منځ جنگ شروع شي.
په دې واقعاتو کې پرته له شکه فساد خپرونکى په هندوستان کې هندو او په پاکستان کې پښتون وي. مگر د قرآن له مخې چې وگورې په دواړو ځايونو کې فساد راپورته کولو مسؤليت په دويم فريق باندې پريوځي، په هندوستان کې په مسلمان باندې او په پاکستان کې په مهاجر باندې، ځکه چې په دواړو ځايونو کې دويم جانب دا کړى چې د فريق اول په واقعه باندې قرآن د عفوى او درگزر حکم ورکړى و، ده له هغې څخه ځوابي کړنه او د انتقام عنوان جوړ کړ.
موجوده دنيا د امتحان کور دى. دلته هر چاته آزادي حاصله ده. له همدې امله د ياد نوعيت کوچنۍ، کوچنۍ پيښې په هر حال هر ځاى کې رامنځته کيږي. که هغه اسلامي هيواد وي او که غيرې اسلامي هيواد. دا ددې تخليقي منصوبې فطري نتيجه ده. د کوم لاندې چې الله تعالٰى دا دنيا جوړه کړى ده. له همدې امله دا حکم ورکړل شوى چې دغسې واقعات دې درگزر په خانه کې واچوي او کوم کس چې دا کار نه کوي نو دا په غلطۍ باندې دى. ځکه چې هغه د خداى جل جلاله د تخليق په نظام راضي او خوښ نه شو.
په هندوستان او پاکستان کې چې کوم خلك د عفوى ا و درگزر اصولو منلو ته تيار نه دي همدا خلك (ډالرى) هيوادونو ته چې ولاړ شي د مبالغې تر حده د عفوى او درگزر د اصولو پابندي کوي. د دې مطلب او مقصد دا دى چې د دې خلکو په نظر د قرآن حکم دومره اهميت نلري څومره اهميت چې د ډالري هيوادو په حکم کى دى. له دې څخه زياته عجيبه او ناآشنا خبره دا ده چې له دې سره، سره دا خلك خپل ځانونه په قرآن کامل مومن گڼي.
د علم حصول
صحيح مسلم کې د کتاب المساجدو مواضع الصلاة (باب اوقات الصلوٰة الخمس) لاندې يو روايت په دې الفاظو کې نقل کړى دى.
عن عبدالله بن يحيىٰ بن ابي کثير: قال: سمعت ابي يقول: لايُستطاعُ العلم براحةِ الجسم.
د عبدالله بن يحيى بن ابي کثير رح څخه روايت دى وايي چې ما د خپل پلار څخه اوريدلي چې ويل يي: پوهه او علم له بدني راحت او آرام سره نه نصيب کيږي.
د دې حديث اگر چې د لمانځه له وختونو سره هيڅ تړاو نشته. په ظاهر په دې پوهيدل مشکل دي، چې امام مسلم دا د لمانځه د وختونو د باب لاندې ولې نقل کړى، بيا هم قطع نظر له دې څخه. له دې څخه معلوميږي چې د علم د حصول لپاره د ځان سوځولو څومره زيات اهميت دى. حقيقت دا دى چې په علم کې ژور بصيرت له دې پرته حاصليداى نشي چې انسان له راحت او آرام څخه بې پروا شي او خپل ځان د علم د حصول لپاره وقف کړي.
د علم لپاره د تحقيق او مطالعې له حده زياته اړتيا ده. کله چې انسان په صحيحو معنو کې په څيړنه او مطالعه کې لگياوي نو د مصروفيتونو پوره يوه نړۍ يې په وړاندې پرانستل کيږي. ده ته محسوسيږي. چې له خوراك، خوب، آرام او نورو جسماني غوښتنو له پامه غورځولو پرته هغه خپله څيړنه او مطالعه جاري نشي ساتلى. دغه وخت چې د علم رښتينى طلب کوونکى وي. نو هغه نورې ټولې غوښتنې په دويمه درجه کې گرځوي خپل ټول ځان د علم په سمندر کې ډوبوي.
مگر دا هم يوازې يوه ظاهره خبره ده. حقيقت دا دى چې په علم کې مشغوليدل پخپله يو راحت دى. انسان چې کله د علم په نړۍ کې داخليږي. نو دا تجربه د ده لپاره دومره خوندوره وي. چې هغه پخپله د هر ډول آرام بديل جوړيږي. اوس د بدني راحت پريښودل د راحت پريښودل نه دي. بلکې له کوچني راحت څخه راوتل د لا زيات لوى راحت د موندلو په څير کيږي.
دا هغه شى دى چې د علم د طلب کوونکى لپاره هر ډول نارامي د قبلولو وړگرځوي. هغه د لوى شي د پيدا کولو په خوشحالۍ کې د کوچنى شى له لاسه ورکول برداشت کوي.
پنځم مه جوړيږه که نه! هلاك به شې
يو حديث دى نبى صلى الله عليه وسلم فرمايي. کن عالما او متعلما او مستمعًا او محبا ولاتکن الخامس فتهلك.
يا عالم شه. يا متعلم شه! يا د علم اوريدونکى شه! يا له علم سره محبت کوونکى شه! او پنځم مه جوړيږه که نه! هلاك به شې.
په دې حديث کې له علم څخه مقصد هغه علم دى چې انسان د الله تعالٰى او د رسول الله صلى الله عليه وسلم له خبرو څخه خبروي. په خلکو کې څوك ليکونکى او لوستونکي دي، څوك بې سواده ناپوه دي. څوك زيرك دي څوك غبيان دي. له همدې امله د انسانانو د مختلفو حالاتو په اعتبار سره هغه څلور درجې وټاکلې او ويې فرمايل: چې په هر حال تاسې ته له دې څلور درجو څخه په کومه يوه درجه کې شامليدل پکار دي.
يا له هغو کسانو څخه شه چې د خداى جل جلاله کتاب او د رسول الله صلى الله عليه وسلم سنت په غور سره مطالعه کوي او د خداى جل جلاله په دين په ښه توگه ځان پوهوي او د دې لپاره هغه اړين محنت او رياضت کول پکار دي چې انسان تر صحيح معرفت پورې رسوي. که چيرې دغه مرتبه درته حاصله نه وي نو دويمه درجه دا ده چې ته له دغې نيمگړتيا څخه خبر يې. او د دې د پوره کولو لپاره حقيقي علم زده کول شروع کړې. د قرآن او سنت طلب کوونکى جوړ شې. که چيرې د خپلو حالاتو په اعتبار سره دا هم نه شې کولى دريمه درجه دا ده چې په تا کې د دې واقعيت اعتراف پيدا شي چې ته نه عالم يې او نه د علم زده کوونکى يې په دغسې حالاتو کې د ستا لپاره صحيح چلند او رويه داده چې ته د علم اوريدونکى جوړ شې. چيرته چې د خداى جل جلاله خبره کيږي هلته ته چپ کښينې او په غور سره يې واورې. بيا که چيرې يو څوك پدې درجه کې هم نه وي او د محروميت د احساس لږ تر لږه تقاضا دا ده. چې هغه په زړه کې له هغو خلکو سره محبت پيدا کړي. چا چې له علم څخه يو څه تر لاسه کړي او ده ورڅخه خپله برخه نه وي تر لاسه کړې. دا څلورمه درجه ده چيرته چې يو مومن په دې دنيا کې کيدى شي.
له دې څخه وروسته پنځمه درجه ده. دا هدايت نه بلکې دا د گمراهي درجه ده. هغه دا چې انسان د حقيقت له علم څخه خبر نه وي. له دې سره، سره بحث او جگړې کوي، هغه د ديني علم په ځاى د کوم بل علم متعلم جوړ شوى هغه د اوريدلو او زده کولو لپاره هغه مجلسونه انتخابوي چيرته چې د دين خبرې نه وي.تردې پورې چې د ده په زړه کې مينه، محبت هم د هغو خلکو لپاره وې کوم چې د دين د علم لرونکى نه وي. البته په نورو مهارتونو کې کمال لري. دا د انسان پنځم حالت دى. او څوك چې خپل ځان په دغه حالت کې ومومي نو د ده لپاره پوهيدل پکار دي چې دا هلاك او تباه دى. مگر دا چې هغه بيرته راوگرځي او له يادو څلورو څخه د کومې يوې درجې د حاصلولو کوشش وکړي.