په توپير پوه شى
په توپير پوه شى
په حديث کې راغلې دي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. مومن د خير د خبرو له اوريدو څخه هيڅکله نه مړيږي. تردې پورې چې جنت ته ورسيږي. (صفحه ٩).
په بل روايت کې دي رسول الله صلى الله عليه وسلم د حکمت خبره د مومن ورکه سرمايه ده. هر چيرته يې چې ومومي نو دا يې زيات حقدار دى. (والکلمة الحکمة ضالة المؤمن، فحيث وجدها فهو احق بها). (جامع الاصول فى احاديث الرسول ٨/٩).
دلته د حکمت له خبرې څخه مقصد يوازې هغه خبرې نه دي چې په قرآن او حديثو کې دي بلکې هغه صحيح خبره ده چې په کوم ځاى کې وموندل شي. له دې څخه هدف په اصل کې د دانشمندي او معقوليت (Wisdom) خبره ده. او د هوښيارتوب خبره د هر يو کس په ذريعه تر لاسه کيداى شي. تردې پورې چې د يو عام او جاهل انسان په ذريعه هم ترلاسه کيداى شي. د عقلمندۍ او دانشمندۍ خبره په اصل کې د فطرت خبره ده. څرنگه چې اسلام د فطرت دين دى له همدې امله د عقلمندۍ هره خبره د اسلام خپله خبره ده. او د مومن لپاره پکار دي چې دا د دانشمندۍ خبره خپله وگڼي او ترلاسه يي کړي.
د دې د وضاحت لپاره دلته يو مثال رانقل کولاى شي. يوه عيسايي عالم له الله تعالٰى څخه دعا وغوښته نو ده په خپله دعا کې دا الفاظ وويل: اى خدايه! ماته هغه طاقت راکړى چې زه کوم شى بدلولى شم چې هغه بدل کړم او هغه برداشت راکړې چې زه له هغه شي سره ملگرتيا وکړم کوم چې زه بدلولى نه شم او هغه عقلمندي چې زه په فرق کولو باندې پوه شم.
Oh God give me the strength to change the things which I can, and the serenity to live with things I cannot change, and the wisdom to see the difference
دا خبره د خپل حقيقت په اعتبار سره د کوم عيسايى يا غير عيسايى خبره نه ده. بلکې دا د فطرت خبره ده. او څرنگه چې اسلام د فطرت دين دى له همدې امله هره د هوښيارتوب خبره د اسلام خبره ده. مومن ته پکار دي چې د هوښيارتوب هره خبره خپله خبره وگڼي او قبوله يې کړي.
خاموش پلان
ابوموسٰى اشعري رضى الله عنه وايي چې مونږ رسول الله صلى الله عليه وسلم سره په يو مهم کار پسې روان وو په لاره کې څه کسانو په اوچت آواز تکبيرونه ويل. رسول الله صلى الله عليه وسلم چې واوريدل نو ويې فرمايل: اى خلکو د چوپتيا (خاموشۍ) طريقه اختيار کړئ. تاسې چې کوم خداى جل جلاله ته چغې وهۍ هغه نه کوڼ دى او نه غايب. هغه تاسې ته نږدې دى او هر څه اوري او په هر څه پوهيږي. (بخاري او مسلم).
دغسې د هجرت په نهم کال کله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم له خپلو لسو زرو ملگرو سره له مدينې منورې څخه مکې معظمې ته روان و، نو په مکمله توگه يې د چوپتيا او راز دارۍ طريقه اختيار کړه. د کومو تفصيلات چې د سيرت په کتابونو کې موجود دي. په دغه جهادي سفر کې چې ده کومه طريقه اختيار فرمايلې وه. هغه د پيغمبر صلى الله عليه وسلم د دعا په دې الفاظو کې په واضحه توگه له ورايه ښکاري. ده مبارك دعا کوله او ويل يې: اى الله! زما له هيڅ خبرې څخه قريش تر هغه وخته خبر مه کړې څو پورې چې زه د هغوى کليو ته ننوتى نه يم.
دغه ډول واقعات په گوته کوي چې د پيغمبر صلى الله عليه وسلم طريقه دا وه، هر کله چې د کوم هدف ترلاسه کول وي نو د دې ټول پلان جوړول له راز دارۍ سره پټ ساتل غواړي. د مخالف جانب په خلاف بريد کول داسې پکار دي چې هغوى يوازې هغه وخت خبر شي کله چې عملي ميدان ته ورداخل شي.
د يو روايت مطابق رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي چې په راز پټولو سره مرسته حاصله کړئ. دا له حده زيات مهم هدايت او لارښوونه ده. راز پټ ساتل يوه مرستندويه وسله ده. کوم خلك چې دا امنناکه وسله استعمالوي هغه به هميشه د خپل پلان په تکميل کې بريالى وي.
دا د رسول الله صلى الله عليه وسلم سنت دي. په يوه بله وينا کې ديته خاموش پلان وايي. يعنې د شورماشور له طريقې څخه په بشپړه توگه په پرهيز کولو جانب مقابل ته داسې رسيدل چې له وړاندې څخه هغه ته معلومات او خبرونه رسيږي. او د دې لپاره ځوابي تيارى کول ورته ممکن نشي. همدا د برياليتوب يوازينى راز دى.
ترتيب او تدريج
د صحيح البخاري په (کتاب فضايل القرآن، باب تاٴليف القرآن) کې د حضرت عايشه رضى الله عنها يو روايت دى. هغه وايي. په اسلام کې لومړى د جنت او جهنم والا آيتونه نازليدل. کله چې په خلکو کې د منلو متره پيدا شوه. نو له دې څخه وروسته د حرامو او حلالو احکام نازل شول. که چيرې په پيل کې دا حکم نازل شوى وى چې تاسې شراب پريږدئ. او زنا پريږدئ. نو په باورې توگه چې خلکو به ويلى چې هيڅکله به شراب پرينږدو او مونږ به هيڅکله زنا پرينږدو. (لقالوا لاندع الخمر ابدًا ولا ندع الزنا ابدًا). (فتح الباري ٨/٦٥٥).
دا حکامو په نافذولو او جارې کولو کې دا ترتيب يوازې د دور اول لپاره نه و، يعنې د دې مطلب دا نه دى چې دا ترتيب او تدريج يوازې د ابتدايي دور لپاره و، کله چې قرآن نازليده. اوس هرکله چې قرآن په مکمله توګه نازل شوى نو اوس دې هغه په يو وخت پوره نافذ هم کړاى شي. حقيقت دا دى چې د احکامو اجراء او نفاذ تړاو د ټولنې له ايماني او اخلاقي حالت سره دى. هر کله چې په خلکو کې ايماني او اخلاقي کمزورۍ وموندل شى نو دوباره هماغه ترتيب مطلوب گرځي کوم چې په دور اول کې مطلوب و.
د اسلام تاريخ ليکونکو د عادل خليفه حضرت عمر بن عبدالعزيز رح په باره کې ليکلي چې د خليفه کيدو سره، سره هغه ټول شرعي احکام په يو وخت نافذ نه کړل. د ده ځوان ځوى عبدالملك يوه ورځ وويل: چې د دې څه لامل دى چې تاسې ټول شرعي احکام په يو وار نه نافذوئ. اوس تاسې د دې قوم خليفه ياست. ټول شرعي احکام نافذ کړئ او تاسې موجوده ټول ظلمونه او فسادونه ختم کړئ. خليفه عمر بن عبدالعزيز رح ځواب ورکړ.
لاتعجل يابنى، فاِن الله ذم الخمر فى القرآن مرتين وحرمها فى الثالثة ـ وانى اخاف ان احمل الحق على الناس جملة فيدفعونه جملة ويکون من ذا فتنة. (المجلة 18-24 فرورى 1996، صفحه 35).
اى زما ځويه! جلتي مه کوه. ځکه چې الله تعالٰى دوه ځله د شرابو بدي بيان کړه او په دريم ځل يي بيا حرام کړل. زه ويريږم چې که چيرې زه حق په يو وخت په خلکو باندې واچوم. نو هغوى به دا په يو ځل وغورځوي او بيا به يوه نوې فتنه راپيدا شي.
د عمر بن عبدالعزيز رح د دې په دې ځواب باندې دده ځوى عبدالملك دا و نه ويل: چې دا اوس د هغه وخت خبره ده کله چې قرآن نازليده. اوس چې ټول قرآن نازل شوى نو اوس د وروسته زمانې لپاره دا ترتيب نه دى. اوس له مونږ سره بشپړ شريعت موجود دى. اوس په مونږ باندې لازم دى چې مونږ خپل سياسي ځواك وکاروو. شريعت پوره او مکمل نافذ کړو.
د دې لامل دا دى چې د قرآن د نزول ترتيب په تلپاتې توگه د دې د نفاذ ترتيب هم دى. په راتلونکو نسلونو کې مونږ بايد يو ځل بيا د خلکو ايماني ځواك وگورو چې د خلکو د منلو حالت څه دى؟ ټولنيز او سياسي حالات څنگه دى او بيا د حقيقى صورتحال جاج واخستل شي او د هغې مطابق په تدريجي توگه شرعى احکام نافذ کړو. د دې نوم اسلامي حکم دى. د اسلام ښوونه دا ده چې په عملي او نظري اړخونو کې فرق او توپير څه دى؟ د اسلام عملي احکام په ترتيب سره دومره نافذ کړاى شي څومره چې په خلکو کې د قبوليت ماده موندل کيږي. او په پاتې اجزاءو د شريعت په سلسله کې د ترغيب او تبليغ کار جارى وساتل شي.
حقيقت دا دى چې د قوانينو د نفاذ معامله پنځوس په سلو کې له حکومت سره تړاو لري. او پاتې پنځوس فيصده د نفاذ لاندې انسانانو سره.
قانون په يوه ټولنه کې هغه وخت نافذيداى شي کله چې خپله په ټولنه کې په دې حق کې يوه درجه اماده گي پيدا شوي وى. په ټولنه کې د موافقې فضا پيدا کولو څخه پرته د قانون نفاذ دومره ناشونى دى. څومره چې د ځمکې له تيارولو پرته له دې څخه ترو تازه کښت حاصلول ناشون دي.
د حکمت خبرې
قال ابن عباس: ماانتفعت بشئ بعد النبىّ صلى الله عليه وسلم انتفاعى بکلمات کتبهنّ الىّ امير المومنين على ابن ابى طالب رضى الله عنه قال: کتب الىّ: بسم الله الرحمن الرحيم. امابعد: فان المرء يفرح بادراك مالم يکن ليفوته ـ ويغتم بفوت ما لم يکن ليدرکه ـ فاذا آتاك الله من الدنيا شيئًا فلاتکثرن به فرحاً. واذا منعك منها فلاتکثرن عليه حزنا. وليکن همك لما بعد الموت. والسلام.
عبدالله بن عباس رضى الله عنهما وايي چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه وروسته چې ماته کومو خبرو تر ټولو زياته گټه رسولى هغه د امير المؤمنين حضرت على کرم الله وجهه ليك و، چې ماته يې ليکلى و، هغه ماته ليکلي وو. بسم الله الرحمن الرحيم. شروع کوم په نامه د الله ډير زيات بښونکى نهايت مهربان. انسان د يو داسې شي په ترلاسه کولو خوشحاليږي کوم چې له ده څخه فوت کيدونکى نه دى. نو الله تعالٰى چې تا ته د دنيا له شيانو څخه يو څه درکړي نو ته په هغه باندې له حده زيات مه خوشحاليږه او الله تعالٰى چې له تا څخه د دنيا له شيانو څخه څه در نه کړي نو په هغه پسې ډير مه غمجن کيږه. او ته بايد د هغه شي ډير فکر وکړى کوم چې له مرگ څخه وروسته دي. والسلام.
ولې داسې کيږي چې خلك کوم شى ترلاسه کړي نو په هغه باندې نازيږي. او چې کوم شى ورك کړي په هغه پسې ډير خفه کيږي او ورپسې غمگين وي. د دې لامل دا دى چې خلك موندنه کاميابي گڼي او نه ترلاسه کول محروميت گڼي. حال دا چې په دې دنيا کې نه ترلاسه کول او کاميابي ده او نه ورك کول او ترلاسه تلل محروميت دى.
حقيقت دا دى چې په دې موجوده دنيا کې لرل او نه لرل دواړه ازميښت دى. الله تعالٰى په هر چا ازميښت کول غواړي. د دې مصلحت لاندې هغه کله يو چا ته يو شى ورکوي او کله ترې اخلي. د دواړو هدف امتحان وي. الله تعالٰى دا ليدل غواړي چې د ده بنده په موندلو او ترلاسه کولو څنگه جوړيږي او چې يو څه له لاسه ورکړي څه ورڅخه جوړيږي. انسان که چيرې په دې حقيقت پوه شي نو موندل او ترلاسه کول به ده ته دومره بې معنا شي څومره چې په نه موندلو او نه ترلاسه کولو شور او فغان کوي.