د دين پوهه
د دين پوهه
١٩٩٧م د دسمبر په ٢٦ مه لس تنه فلسطينيان زما دفتر ته راغلل (په نوى ډيلى کې) د دوى لارښود شيخ کمال الخطيب و، کوم چې د فلسطين د اسلامي غورځنگ مشر و، پاتې نور ځوانان هغه کسان وو چې د ډيلي په بيلا بيلو پوهنتونونو کې محصلين وو. په ټول هندوستان کې فلسطيني محصلين هر کال يو کلنى مخيم (کمپ) جوړوي چې دا ځل يې دغه کنفرانس (سيمينار) په بنگلور کې په دسمبر کې جوړ کړى و، دغه خلك په ياد سيمينار کې د گډون لپاره ور روان وو، په دوى که يو تن استاد جهاد محمد ؤ. هغه د څيړنې لاندې په ډيلي کې اوسيده. د هغه د تيلفون نمبر 6846964 ؤ.
دا هغه نوجوانان وو چې غواړي د وسله وال مقاومت له لارې فلسطين آزاد او له دې لارې د فلسطين مسئله حل کړي دوى د دې کار لپاره هلې ځلى او تبليغات کوي. د خبرو پرمهال هغوى وويل: چې مونږ ته يو څه نصيحت وکړې. ما وويل چې نه يوازې فلسطين بلکې کشمير، الجزاير او دغه ډول نورو ټولو ځايونو لپاره زما يو نصيحت دى او هغه دا چې ټول خلك دې تشدد او تندروى په بشپړه پريږدى او يوازې د امن په دايره کې دې فعاليتونه او کوشش کوي دوى دې په هيځ حال او په هيڅ عذر وړاندې کولو سره د سخت دريځۍ لاره نه اختياروي.
ما وويل چې د ستاسې لپاره زما دا مشوره د رسول الله صلى الله عليه وسلم د سنتو په رڼا کې ده. په صحيح بخاري کې د عايشه رضى الله عنها دا روايت راغلى چې: (ما خُيرّ رسول الله صلى الله عليه وسلم بين اٴمرين الا اخذ ايسرهما). (فتح البارى ٦/٦٥٤). يعنې رسول الله صلى الله عليه وسلم چې کله هم په دوو معاملو کې د يوې طريقې اختيارول اوخپلول وو نو ده هميشه د آسانۍ طريقې انتخاب فرمايلو.
ما وويل تاسې او ستاسې په شان نور خلك چې د وطن د آزادۍ يا د اسلامي جهاد په نوم کوم تحريك چلوئ. په دې کې د اسلوب په اعتبار په دوو کې د يو انتخابول دي. يوه طريقه د سخت دريځې او تشدد (وسله وال مقاومت) او بله پُراَمنه طريقه ده. دا مهال تاسې د وسله وال مقاومت او تحريك لار خپله کړې ده. د ياد روايت له مخې دا د سنت رسول صلى الله عليه وسلم خلاف ده. صحيح طريقه دا ده چې په دې معامله کې تاسې ترټولو آسانه طريقه (د اسهل اختيار) راخپله کړئ. يعنې د زور، زياتي طريقه (وسله وال مقاومت) پريږدئ او په پرامنه طريقه هلې ځلې وکړئ او په دې اصولو خپلو غورځنگ وچلوئ.
يو فلسطيني ځلمي وويل: چې د صحيح بخاري د دې روايت په آخر کې دا الفاظ هم دى. (ما لم يکن اثما) (څور پورې چې هغه گناه نه وي). دا مهال د فلسطين او نورو دغه ډول مقاماتو واکمنه طبقه خلك وژني او د هغوى اقتصاد تباه کوي نو له دې نه لويه گناه به بله کومه کيداى شي. د دې لويې گناه په موجوديت کې څنگه آسانه طريقه انتخاب کړاى شي. پخپله د حديثو د الفاظو له مخې د دې گناه په موجوديت کې مونږ ته د امن آسانه طريقه پريښودل او د ستونزمنې طريقې اختيارول پکار دي.
ما ورته وويل: مالم يکن اثما مطلب دا نه دى پوره حديث داسې دى. مالم يکن اثما فان کان اثما کان ابعد الناس. (څو پورې چې گناه نه وي او که چيرې هغه به گناه وه نو پيغمبر صلى الله عليه وسلم به ورڅخه ډير زيات ليرې اوسيده. دلته له "هغه" څخه هدف د جانب مقابل چلند او روش نه دى. بلکې د رسول الله صلى الله عليه وسلم خپله طريقه ده. د دې تړاو د غير له فعل سره نه دى بلکې د رسول الله صلى الله عليه وسلم له فعل سره دى. د دې مطلب دا دى. د يو صورتحال د مقابلې لپاره به چې کله ده له دوو طريقو څخه د يوې طريقې انتخابوله نو ده به هميشه د آسانې طريقې په ذريعه د جانب مقابل د مقابلې کولو کوشش فرمايلو په دې شرط چې اختيارونکې دا طريقه گناه نه وي.
په دې معامله باندې د پوهيدو لپاره يو مثال راوړو. يو کس تږى شوى دى د تندى د ماتولو لپاره ده سره دوه صورتونه دي. يو طرفته هغه گوري چې د ده په وړاندې د شرابو بوتل ايښې دى. بلخوا ده ته معلومه ده چې په دې سيمه کې د اوبو چينه ده. مگر هغه د غره په هغه بله غاړه کې ده. په دې مثال کې د شرابو څښل او د تندې ماتول په ظاهره آسان دي او د اوبو چينې پسې د غره هغې غاړې ته تلل په ظاهره مشکل دي. مگر دلته د شريعت حکم دى چې هغه انسان دى له آسانۍ سره، سره په شرابو خپله تنده نه ماتوي. بلکې سفر دې وکړي او چينې پورې دې ځان ورورسوي او د هغې په اوبو دې خپله تنده ماته کړي.
ابن حجر عسقلاني رح د حديث د يادې برخې شريح کوي. اى مالکم يکن الاٴسهل مفضيا للاثم فانه حيئذٍ يختار الاٴشد. (فتح البارى جلد ٦-٦٦٥). څو پورې چې آسانه طريقه د گناه منځته راوړونکي نه وي او کله چې هغه طريقه د گناه منځته راوړونکي وي نو ده به بيا سخته طريقه اختياروله.
د سيرت له مطالعې څخه معلوميږي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم د خپل نبوت په ټول عمرکې دغه اصول اختيارول، کله به چې د آسانې او سختې طريقې تر منځ د يوې طريقي اختيارولو فرصت و، نو ده به هميشه د آسانې طريقې انتخابول وو. د مثال په توگه په مکه کې په بيت الله کې دننه درې سوه شپيته بتان ودرول شوي وو، اوس ده صلى الله عليه وسلم ته د يوې طريقې انتخابول وو. يو انتخاب دا و، چې بيت الله ته ننوزي او بتان مات کړي. د دې په مقابل کې دويم انتخاب دا و، چې په پرامنه طريقه تبليغ وکړي. چې اى خلکو د بتانو عبادت پريږدئ. او د يو خداى جل جلاله عبادت وکړئ. په دې دواړو کې د بتانو ماتولو طريقه په واضحه توگه باندې مشکل وه، او په امنناکه توگه د تبليغ طريقه د دې په مقابل کې په واضحه توگه آسانه وه لکه څنگه چې پيغمبر صلى الله عليه وسلم مشکله طريقه پريښوده او آسانه طريقه يې خپله کړه.
دغسې د هجرت په وخت پيغمبر صلى الله عليه وسلم ته يوه لار له دوو څخه غوره کول وو، يوه دا چې د مکې د خلکو په خلاف وسله واله جگړه پيل کړي او دويمه طريقه دا چې له خپلو صحابه وو سره په خاموشۍ له مکې څخه مدينې منورې ته هجرت وکړي. دلته هم هغه صلى الله عليه وسلم ستونزمنه لار پريښوده او آسانه طريقه يې انتخاب وفرمايل.
دغسې د خندق د غزا پرمهال د ده په علم کې دا خبره راغله چې د مشرکو قبايلو دولس زره وسله وال د مدينې منورې په طرف را روان دي. ده صلى الله عليه وسلم خپلو صحابه وو سره مشوره وکړه. د ځوانو مسلمانانو رايه او نظر دا ؤ، چې د هغوى په خلاف جنگي تيارى وکړي. د دې په مقابل کې حضرت سلمان فارسي رضى الله عنه وويل: مونږ به چې له دغه ډوله حالت سره کله مخ کيدو، نو د دښمن د مخنيوي په خاطر به مو د ځان او دښمن تر منځ ژورې کندې ويستلى، دغه مهال رسول الله صلى الله عليه وسلم د سلمان فارسى رضى الله عنه مشوره غوره کړه کومه چې له دوو ممکنو طريقو څخه د آسان صورت په هم معنا وه.
دغسې د حديبيه پرمهال د پيغمبر صلى الله عليه وسلم په وړاندې دوه صورتونه وو. يوه لاره دا وه چې خپل نږدى پنځه سوه صحابه له ځان سره واخلي او له قريشو سره وسله وال ټکر وکړي. د دې په مقابل کې دويم انتخاب دا و، چې له قريشو سره سوله وکړي او جنگ وروسته کړي. او خپل ټول زور پرامنه تبليغ طرفته واړوي. دلته هم پيغمبر صلى الله عليه وسلم هغه طريقه اختيار کړه کومه چې د مشکل په مقابل کې د آسانه طريقې د انتخابولو هم معنا ده. له دې واقعې څخه اندازه کيداى شي. چې په قرآن او حديث باندې د پوهيدو لپاره يوازې په عربي ژبه پوهيدل بس نه دي. ياد کسان ټول د عربانو له نسل څخه وو. عربي يې مورنۍ ژبه وه. له دې سره، سره هغوى د اوچتى درجې تعليم يافته هم وو. مگر په ياد حديث باندې هغوى نه پوهيدل.
حقيقت دا دى چې په عربي ژبه باندې پوهيدلو سره په انسان کې سنجيده گي ضروري ده. کومې ته چې په قرآن کې تقوىٰ او پرهيزگاري وايي. (البقره ٢٨٢). که چيرې سنجيدگي نه وي نو يوازې په عربي ژبه باندې پوهيدل په قرآن او حديث باندې د پوهيدو لپاره کافي نه دي. د قرآن له مخې پرهيزگاري د صحيح علم ذريعه ده. (واتقوالله ويعلمکم الله).
په انسان که چيرې د تقوا صفت نه وي. بهرني معلوماتو هر ډول زيرمه د دې بدل جوړيداى نشي. تقوىٰ د عالم لپاره د خدايي واگې په شان دى دغه واگې هغه هغې او دې خوا ته د منحرف کيدو څخه ساتي.
اصل دا دى چې د قرآن او حديث د مفهوم معلومولو دوه صورتونه نه دي يو دا چې د دې مفهوم د خپلو خواهشاتو او خپلو تعصباتو لاندې مقرر کړاى شي. کوم خلك چې په دغه ډول نفسياتو کې اخته وي. هغه په ظاهر د يو آيت او يا يو حديث حواله ورکوي. نو هغه په دې کې پخپله خپل ځان لولى. نه د خداى جل جلاله او رسول صلى الله عليه وسلم خبرې. دغسې خلك په خپلو احساساتو او خيالاتو کې دومره ډوب وي چې د هغه لپاره دا ناشوني وي چې هغه په آيت يا حديث په صحيح انداز کې پوه شي.
دويم صورت دا دى چې انسان په پوره توگه خالي الذهن وي او قرآن او حديث ولولي هغه د خلاص ذهن لاندې په دې باندې د پوهيدو کوشش کوي. پخپله له آيت او يا حديثو له الفاظو څخه مفهوم راوباسي. دغسې خلك صحيح مفهوم ته په رسيدو کې بريالي کيږي.
په دې معامله کې د پرهيزگارۍ رول دا دى چې هه په انسان کې د احتياط مزاج جوړوي. د خداى جل جلاله له لورې د نيول کيدو انديښنه دا مجبوروي چې هغه د آيت او حديث صحيح هغه مفهوم واخلي کوم چې په واقعې توگه له دې څخه راوځي. نه له ځانه کومه له جوړه کړې معنا کومه چې انسان يي په خپلو دماغو کې ضرور لري. مگر د آيت په الفاظو کې د دې هيڅ وجود نه وي.