د کتاب لړۍ: د حديث مطالعه

د شريعت حکم

فصل: 40

د شريعت حکم

د اسلامي شريعت يوه اتفاقي مسئله ده. المشقة تجلب التيسير. زحمت او مشقت د آسانۍ باعث کيږي. يعنې کله چې په کوم شرعي حکم باندې عمل کول د مشقت باعث شي نو په دغسې حالاتو کې پخپله شرعي حکم نرم کولاى شي. نه دا چې حالات له پامه وغورځول شي. په هر قيمت چې وي بايد په شريعت باندې په عمل کولو باندې ټينگار وکړاى شي.

د مثال په توگه په يو مسلمان باندې د حج عبادت فرض شوى دى. مگر د ده لپاره د حج د سفر يوه لاره ده. او هغه په څه وجه خطرناکه وي. نو په دې حالت کې دا حکم نه ورکول کيږي چې ځان او مال په خطر کې وغورځوه او د حج لپاره ووځه. بلکې پخپله د حج فريضه له ده څخه ساقطيږي. دغسې که يو کس په ناروغۍ اخته وي. د لمونځ وخت راغى او په ده باندې د لمونځ اداء کول فرض شول. مگر انديښنه وي چې که چيرې اوبو باندې اودس وکړي نو ناروغي به يي زياته شي. نو په دې وخت کې ورته نه شي ويل کيداى چې په ځان باندې لوبه وکړه. او اودس وکړه. بلکې ده ته دى وويل شي چې په خاورو باندې تيمم کولو سره او خپل لمونځ اداء کړه. دغسې  يو کس له سختې لوږې سره مخ دى او هغه په داسې حالت کې دى چې د خنزير له غوښې پرته نور هيڅ شي ته د ده لاس رسى نه کيږي. دغه وخت له ده څخه د شريعت غوښتنه نه ده چې که مړ کيږي هم نو د خنزير غوښه به نه خوري. د دې برعکس د دغسې اړ انسان لپاره شريعت د خنزير د غوښې خوړل جايز گرځولي دي.

د شريعت هر حکم له استطاعت سره مشروط گرځول شوى دى. (التغابن 16).  د دې لپاره په دې حديث کې دا الفاظ راوړل شوي. (اذا امرتکم بامر فاٴتوا منه مااستطعتم). (بخارى او مسلم). يعنې کله چې زه تاسې کوم حکم درکړم نو څومره چې ستاسې وس او طاقت وي هغه حکم ته هماغومره راتگ وکړئ. دا د شريعت يو ډير زيات اهم اصل دى. او د دى اصل تړاو د ژوند له ټولو معاملاتو سره دى. مگر د دې زمانې علماء دا اصل يوازې په جزئي مشقتونو باندې تطبيقوي. په موجوده زمانه کې ښايي هيڅ يو داسې عالم نه وي چې دا شرعي اصل يي په لويو، لوي مشقتونو باندې تطبيق کړى وي. په موجوده زمانه کې د دې نيمگړتيا له حده زيات نقصان د مسلمانانو په برخه کړى دى.

د مثال په توگه په موجوده زمانه کې نږدې د مسلمانانو په هره سيمه کې د سياسي انقلاب په نوم تحريکونه چليږي. د دې تحريکونو مخامخ ټکر، د وخت له حکومتونو سره وي. د وخت حکومتونه دا د ځانونو لپاره سياسي خطر گڼي او بنديزونه ورباندې لگوي. له دې څخه وروسته د تحريکونو بيرغ اوچتونکي زور، زياتي ته لاس اچوي د دې نتيجه دا شي چې حکومت له خپل ځواك څخه کار واخلي او دغه تحريکونه وټکوي. دغه واقعه د نن دنيا په نږدې هره برخه کې په مختلفو صورتونو کې مخې ته راځي مګر مسلمان ليکوالان او ويناوال يوازې يو کار کوي. او هغه شکايت او مظاهرې دى. هغو تحريك چلونکو خلکو ته هيڅ نه وايي. البته واکمنان د اسلام دښمنان گرځوي.  او شپه او ورځ د هغوى په بدۍ بيانولو کې مصروف او مشغول وي.

دا طريقه په واضحه توگه د اسلامي شريعت خلاف ده. هر کله چې شريعت دا وايي چې په کوم حکم باندې عمل کول د مشقت سبب گرځي. هغه عمل له مسلمانانو څخه ساقط دى. په دغسې حالت کې د ياد نوعيت تباه کوونکي سياست مطلوب خپل ځان په يو داسې عمل باندې مکلف کول دي. چې شريعت ورباندې نه دى مکلف کړى.

هر کله چې دا يو منل شوى حقيقت دى چې د مشقت په وخت شريعت حکم آسانوي. نو همدا اصول دى چې په سياسي معامله کې هم خپل کړاى شي. لکه څنگه چې هغه په عباداتو، خوراك او څښاك کې استعمالولى شي. د دې حکم لکه څنگه چې د عبادت سره دې دغسې له جهاد سره هم دى.

نن اگر چې دا صورتحال په هر هيواد کې دى چې حکمرانانو سره په سياسي ټکر کې مشقت مخې ته راروان دى. مگر په عين وخت کې په غير سياسي ميدان کې د کار کولو لپاره فرصتونه موجود او دروازې ورته پرانستې دي.

د مثال په توگه په ښوونه او روزنه  په اقتصادي رغونه د ټولنې په اصلاح په دعوت او تبليغ کې. دغسې ډير زيات قيمتي کار دى کوم چې په غير سياسي ميدان کې کيداى شي. او په دغو مجالونو کې په کار کولو کې د هيڅ مشقت انديښنه نه شته. په دغسې حالت کې کوم خلك چې مسلمانان د تباه کوونکي ټکر په لاره بيايي. او هغوى د آبادولو او د تعمير په ميدان کې پرانستو مواقعو په طرف نه راغب کوي. هغوى په باورې توگه له شريعت څخه انحراف کړى، نه د شريعت تعميل.

په پايله او انجام غور کول

جاء رجل الٰى رسول الله صلى الله عليه وسلم فقال: يا رسول الله اوصنى، فقال: امستوصِ انت ـ فقال نعم ـ قال عليه الصلٰوة والسلام: اذا هموت بامرفتدبر عاقبته ـ فان کان رشداً فامضه وان کان غيا فانته عنه.

يو کس رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راغى او ويي ويل: اى د الله تعالٰى رسوله! ما ته نصيحت وکړه رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وويل: آيا په رښتيا نصيحت اخلى. هغه وويل: هو! رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل: کله چې ته د يو کار کولو اراده کوې. نو د هغه کار په انجام غور او فکر وکړه، که چيرې خير و، نو ويې کړه او که په دې کې بدي وه نو له هغه څخه منع شه!

له دې څخه معلومه شوه چې هر کار ته د انجام په اعتبار سره کتل پکار دي. کوم شى چې د انجام په اعتبار سره ښه وي هغه بايد وکړل شي او کوم شى چې د انجام په اعتبار بد وي هغه پريښودل پکار دي. دا د اسلام طريقه ده. او همدا د اسلام پيغمبر صلى الله عليه وسلم مسلمانانو ته ورزده کړي.

په عامه توگه د خلکو مزاج دا دى چې هغوى شيانو ته يوازې د هغې د ظاهرې صورت Face value په اعتبار سره گوري. او هغه په سمدستي توگه مني مگر دا سراسر غير اسلامي طريقه ده.

اسلامي طريقه دا ده چې شيانو ته د حقيقت په اعتبار سره وکتل شي. نه يوازې د ظاهر په اعتبار سره.

هر کله هم چې کومه معامله مخې ته راځي نو له ور وړاندې کيدو څخه مخکې ضروري ده چې د هغه شي هر اړخيزه مطالعه وشي. په ځانگړې توگه دا غور باندې وشي. چې که چيرې اقدام وکړاى شي نو د نورو غبرگون به څه وي. له کومو طاقتونو سره مخامخ کيدل دي. له کومو ستونزو څخه په تيريدو خپل سفر جاري ساتل دي. د دې اقدام په نفسياتي، ټولنيز او سياسي اثرات او اغيزې څه وي. له هر اړخيز مطالعې څخه وروسته يوازې هغه وخت اقدام وکړاى شي کله چې دا پوخ باور وي چې دا اقدام د گټورې او صحيح نتيجې په طرف رسيدونکى دى.

اقدام يوازې هغه دى کوم چې نتيجه ورکوونکى وي. کوم اقدام چې نتيجه ورکوونکى نه وي هغه اقدام نه دى، ځان وژنه ده. له دغسې اقدام څخه پرهيز کول دومره ضروري دي څومره چې له ځان وژنې څخه پرهيز کول ضروري دى.

زړه لاس ته راوړل

د قرآن پاك په سورت توبه کې ويل شوي چې زکات (صدقات) به چاته ورکول کيږي د دې د مصرف ځايونه، کوم، کوم دي له دغو مستحقينو څخه يو ډول هغه دى کومو ته چې په قرآن کې مؤلفة القلوب ويل شوي. (التوبه ٦٠). يعنې هغه خلك چې د هغوى زړونه اسلام ته رامايله کړاى شي. او يا د اسلام له قبلولو سره، سره هغوى په اقتصادي لحاظ سره کمزوري دي او په اسلام باندې د کلکولو لپاره د هغوى مالي ملاتړ او زړه مايلول ضرورى وي. رسول الله صلى الله عليه وسلم په خپل ژوند کې دې دواړو ډولو خلکو ته زکات او صدقې ورکولي.

د مثال په توگه په نوو مسلمانانو کې اقرع بن حابس ته او په غير مسلمو کې صفوان بن امية. وروسته چې د عباسيانو په دوره کې اسلامي فقه تدوين شوه. نو زياتره عالمان د دې قايل شول چې د اسلام په غالب کيدو او کلك کيدو د مؤلفة القلوب برخه ساقطه شوه. مفسر القرطبي ليکلي دي: انقطع هذا الصنف بعز الاسلام وظهوره. (الجامع لاحکام القرآن ٨-١٨١).

د تاليف قلب دا مسئله د فقهې په هر يو کتاب کې په اړونده بابونو کې کتل کيداى شي. د مثال په توگه قاضى محمد ثناء الله العثمانى ويلي دي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم په خپله زمانه کې مؤلفة القلوب ته به له خمس او يا زکات څخه ورکړه کوله. نوموړى ليکى: (واما اليوم فقد اعزالله تعالٰى الاسلام وله الحمد واٴغناه عن اٴن يتاٴلف عليه رجال فلايعطى مشرك تاٴلفا بحال وقد قال بهذا کثير من اهل العلم اٴن المؤلفة منقطعة وسمهه ساقط). (التفسير المظهري جلد ٤/٢٣٤). يعنې تر کومه ځايه چې د نن خبره ده نو اوس الله تعالٰى اسلام ته عزت او طاقت ورکړ او اسلام يى له دې څخه بې پروا کړى چې د چا زړه دې اسلام ته مايله کړاى شي. نو هيڅ شرك ته دې په هيڅ حال کې د تاليف قلب لپاره هيڅ نه ورکول کيږي. د اکثر اهل علمو قول دا دى چې د مؤلفة القلوبو برخه ساقطه ده.دغه راز فتح القدير للشوکاني کتلاى شئ. (جلد٢/٣٧٤).

په وروستۍ زمانه کې د اکثرو علماء وو همدا رايه او نظر دى. چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم له وفات څخه وروسته د مؤلفة القلوب د زړونو مايله کولو لپاره دغه مرستې باقې پاتې نه دې. گويا نن سبا زکات به په اووه ډوله خلکو ويشل کيږي نه په اته ډوله خلکو لکه چې په قرآن کې دي. د دې خلکو په نزد د تاليف قلب حکمت ضعف او کمزوري وه. يعنې اسلام چې تر څو پورې کمزورى و، نو د خپل ضعف د تلافى لپاره يي په زکات کې دغه کومك وټاکلو. مگر کله چې اسلام مضبوط او ځواکمن شو. نو د دغه ډول مالي مرستې اړتيا پاتې نه شوه، په همدې اساس باندې وروسته دغه کومك يا له منځه ولاړ او يا وځنډول شو. په فقهاء وو کې امام مالك رح او امام ابوحنيفه رح دا تگلاره په کلى توگه خپله کړې او نورو علماء وو پکې يو څه اندازه گنجايش پريښى دى.

د مثال په توگه نوي مسلمان ته ورکول کيداى شي اما نامسلمان ته نه شي ورکول کيداى. د دوى په نزد نوي مسلمان شوي خلك د بې وسه مسلمانانو په حکم کې داخل دي. مگر حقيقت دا دى چې د تاليف قلب حکم نه ساقط دى او نه دا حکم د اسلام د کمزورتيا په اساس دى. دا حکم د دعوت د مصلحت په بناء دى، نه د اسلام د کمزروتيا په اساس.

په اسلامي بلنه او دعوت کې اصل انحصار په دليل باندې وي. د دعوتگر کوشش دا وي چې هغه د دليل په قوت سره مدعو مطمئن کړي. او په هغه کې ذهنى بدلون راولي. مگر په دې دعوتي کار کې د څه شيانو اړتيا د مرستيال په توگه وي. د مثال په توگه نرمې خبرې، اوچت اخلاق، مدعو سره د رانږدې کولو معامله کول. د دعوت د تقريب د دې مصلحت په اساس رسول الله صلى الله عليه وسلم چې مدينې منورې ته هجرت وکړ له دې وروسته نږدې شپاړس مياشتې يې د يهودو قبله، خپله قبله جوړه کړې وه. (التفسير القرطبي جلد ٢/١٥٠).

د تاليف قلب له دغو صورتونو څخه يو صورت دا دى چې د مال يا ډالۍ په ذريعه د هغه د لجويي وکړاى شي. د دې مقصد لپاره له نورو مالونو څخه علاوه د زکات پيسې هم ورباندې لگول کيداى شي. د زکات مال د مصرفولو دا حصه هميشنۍ ده. دا به تر هغه وخته پورې باقي پاتې وي څو پورې چې د دعوت کار د خلکو په منځ کې روان وي. برابره ده چې مسلمان سياسي اعتبار سره ځواکمن حالت وي او که کمزورى.

د تاليف قلب (دلجوئى) تړاو يوازې د زکات له مال سره نه دى. د زکات له اتو مصرف ځايونو څخه د يو مصرف ځاى له گرځولو څخه يي مطلب دا دى چې د مدعو ډلې به تر آخري حده پورې رعايت کول کيږي. تردې پورې چې د دوى د زړونو لاس ته راوړلو لپاره که چيرې د زکات له مال څخه د ورکړې خبره وي نو دا دى هم ورکړل شي.

تاليف قلب د دعوت له آدابو څخه يو عام اصل دى. د دې تړاو له هر اړخ سره دى چې د مدعو په زړه کې د اسلام لپاره د نرمې گوشى (Softcorner) پيدا کوونکى وي. په قرآن او سنتو کې د دې مثال په کثرت سره موجود دي. د مثال په توگه فرعون سره د موسٰى عليه السلام په نرمه خبرې کول. (طٰهٰ ٤٤). خپل مخاطب قوم ته د پيغمبرانو دا وينا چې مونږ به خامخا ستاسو په ضرر رسونې صبر کوو. (ابراهيم ١٢). مخالفو خلکو سره د ښه وعظ او نصيحت څخه کار اخستل. (النحل ١٢٥) او نور...

رسول الله صلى الله عليه وسلم چې په پيغمبرۍ سرلوړى کړاى شو نو ده د بنوهاشم قبيلې خلك خپل کور ته راوبلل، تر څو هغوى ته د توحيد پيغام ورسوي. پيغمبر صلى الله عليه وسلم دغه مهال له هغوى سره له عاجزانه تعامل څخه کار واخيست او شيدې يې ورباندې وڅښلې. کله چې هغوى له دې کار څخه فارغ شول نو ده له دې څخه وروسته هغوى د خپلې پيغمبرۍ پيغام ورکړ. دا هم د مدعو په هکله د تاليف قلب يو صورت و. (مسند احمد جلد ١، صفحه ١٥٩)

تاليف قلب په اصل کې يو جامع حکم دى د کوم چې مختلف صورتونه دي. د مثال په توگه يو بانډچې سړې نبوى مسجد ته راغى، په جومات کې يې دننه متيازې وکړې. خلك ترې راتاو شول چې ويې وهي. خو رسول الله صلى الله عليه وسلم خلك منع کړل. او له بدو، ردو او رټلو پرته يې هغه واپس کړ. دا هم د تاليف قلب يو صورت دى.

دغسې د دوس قبيلى طفيل بن عمر الدوسي رضى الله عنه رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راغى او اسلام يې قبول کړ. له دې څخه وروسته هغه خپل قوم ته ستون شو. او خپل قوم يې اسلام ته دعوت کړ. مگر قوم يې اسلام قبول نکړ، بلکې له هغه سره د ظلم او سرغړونې معامله وکړه. بيرته رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راغى او د خپلې قبيلې له سرکشۍ يې شکايت وکړ. رسول الله صلى الله عليه وسلم د دوس قبيلې په هکله دعا وکړه. او طفيل بن عمرو الدوسى رضى الله عنه ته يې وويل: چې ته خپل قوم ته بيرته وروگرځه. اسلام طرفته يې دعوت کړه. او د نرمۍ معامله ورسره وکړه. (ارجع الى قومك فادعهم وارفق بهم). د رسول الله صلى الله عليه وسلم دا لارښوونه هم د مدعو په حق کې د تاليف قلب يو مثال دى. (سيرت ابن هشام الجزء الاٴول صفحه ٤٠٩).

کوم خلك چې د مؤلفة القلوب حصه د رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه وروسته ساقطه او يا منسوخه مني. له دوى سره د دې نظريو ځانگړى اساس د حضرت عمر رضى الله عنه يوه واقعه ده، د ابن همام څخه روايت دى. چې عيينه او اقرع خليفه حضرت ابوبکر صديق رضى الله عنه ته راغلل او يوه ځمکه يې ورڅخه وغوښته. رسول الله صلى الله عليه وسلم به دوى ته د تاليف قلب په خاطر له دې وړاندې يو څه مال ورکاوه. د دوى غوښتنې په اساس ابوبکر صديق رضى الله عنه د دوى لپاره يو ليك وليکه. حال دا چې دا دواړه په مدينه کې د دولت او ثروت خاوندان وو. دوى چې راووتل له حضرت عمر رضى الله عنه سره مخامخ شول. حضرت عمر رضى الله عنه ترې  خط واخيست. څيرې، او ټوټه ټوټه يې کړ. دا واقعه د خليفه ابوبکر صديق رضى الله عنه حضور ته ورغله حضرت عمر رضى الله عنه وويل: چې رسول الله صلى الله عليه وسلم دا شيان تاسې د تاليف قلب لپاره درکول. اوس الله تعالٰى اسلام ځواکمن کړى. او دا يې له تاسې څخه بې نيازه کړى دى. حضرت ابوبکر صديق رضى الله عنه د حضرت عمر رضى الله عنه له دې رايې سره اتفاق وښود.(التفسير المظهرى ٤/٢٣٦).

له دې واقعې څخه دا نه ثابتيږي چې د تاليف قلب حکم منسوخ شوى دى. اصل خبره دا ده چې د تاليف قلب لپاره چې کوم مال ورکول کيده. هغه د مؤلفة القلوب په غوښتنه نه ورکول کيده. بلکې د حاکم د خپل صوابديد په اساس ورکول کيده. نه د دوى په غوښتنه باندې. له دې وروسته کله چې د ابوبکر صديق رضى الله عنه د خلافت دوره راغله نو دې دواړو صحبانو د رسول الله صلى الله عليه وسلم واقعه په غلطه استعمال کړه او د خپل ځان له طرفه يې مطالبه وکړه. چې مونږ ته فلانۍ ځمکه راکړه. دا يو ډول استحصال Exploitation و، حضرت عمر رضى الله عنه معاله له دې ډول څخه په گڼلو سره منع کړه او د دواړو يې له دې څخه راوگرځول چې مسلمانانو مالونه په غلطه طريقه ترلاسه کړي.

حقيقت دا دى چې تاليف قلب د اسلام يو مستقل اصل دى. هغه په خپلو مختلفو صورتونو کې په هر حال کې جاري و، که د امن حالت به و، او که د جنگ حالت به و، د مسلمانانو د اقتدار حال وه او که د بې اقتدارۍ. په هيڅ حال کې هم د تاليف قلب حکم نه ساقط و، او نه موقوف.

دعوت الى الله د خپل حقيقت په اعتبار سره د خير خواهۍ يو عمل دى. (الاعراف ٧٩).

دا په اصل کې انسانيت سره د خيرخواهۍ جذبه او احساس دى کوم چې يو مومن مجبوروي چې هغه نور انسانان د الله تعالٰى د رحمت سيورې لاندې د راوستلو کوشش وکړي. د دې خيرې خواهۍ په بنياد باندې مومن کوشش کوي چې هغه خپله خبره په دومره اغيزناکه انداز کې وکړي چې د اوريدونکي زړه ته ورکوزه شي. (النساء ٦٣). همدا احساس دعوتگر مجبوروي چې هغه د خپل مخاطب په ضررونو باندې په يو اړخيزه توگه صبر وکړي. تر څو د پيغام رسولو چاپيريال خراب نه شي. (سورت ابراهيم ١٢).

دغه ډول مختلف شيان گويا د دعوت له آدابو سره تړاو لري. د دعوت له دغو آدابو څخه يو ټاکلى شى هغه دى کوم ته چې تاليف قلب وايي. يعنې د مدعو زړه لاس ته راوړل او د هغه لحاظ او رعايت کول، لکه څنگه چې يو سوداگر د خپل اخستونکي (گاك) تر وروستي حده رعايت کوي تر څو له ده سره کلکى تجارتي اړيکې ولري. دغسې داعى په هره ممکنه طريقه چې وي د خپل مدعو رعايت او لحاظ کوي او زړه يې راجلبوي تر څو د ده دعوتي پيغام ته په پوره توگه راغب او مينه ناك جوړ شي. حقيقت دا دى چې تاليف قلب د دعوت او تبليغ يو مستقل اصل دى. په هيځ حال او په هيڅ صورت کې دا نه شي ساقطيداى.

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

دا مقاله شریکه کړئ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ