د کتاب لړۍ: د حديث مطالعه

د کار صحيح طريقه

فصل: 41

د کار صحيح طريقه

د رسول الله صلى الله عليه وسلم د کار طريقه څه وه، د دې پوښتنې ځواب د حضرت عايشه رضى الله عنها په روايت کې موندل کيږي.(ماخير بين اٴمرين الا اختار اٴيسرهما). (صحيح البخارى، کتاب الحدود، باب اقامة الحدود). يعنې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته چې کله هم د دوو کارونو تر منځ اختيار ورکړاى شوى نو ده يې آسانتره کار اختيار او غوره کړى دى. په حديث کې د ايسر لفظ دى چې د دې په تشريح کې د حديثو شارحينو اسهل (آسانتر) ترجمه ليکلې ده. (فتح البارى ٦-٦٦٥). يعنې زيات آسان مگر د سهل تر په لفظ د دې اصل حقيقت نه واضح کيږي. د اسلام پيغمبر او نور ټول پيغمبران د قرآن د بيان له مخې اولوا العزمه پيغمبران دي. (الاحقات ٣٥). د يو پيغمبر هم هيڅکله سهل خوښ نه وو، سهل خوښونه د پيغمبرانو د مزاج خلاف وه. اصل خبره دا ده چې په دې حديث کې د ايسر لفظ زيات د عمل وړ په معنٰى دى، نه په ساده توگه محض د سهل په معنٰى.

حضرت عايشه رضى الله عنها د دې روايت مفهوم که چيرې د پيغمبر صلى الله عليه وسلم د عملي سيرت په رڼا کې وکتل شي. نو له دې څخه به پوره حقيقت واضحه شي. که لفظ بدل کړاى شي نو په دې روايت کې له ايسر څخه مقصود د حاصليدو وړ د کار نقشه (Available frame work) ده. په هر صورت حال کې دوه عملي طريقې ممکنې دي. يوه هغه طريقه چې په وخت موجوده نقشه کې د عملې کيدو وړ وي. او دويمه طريقه هغه ده. د کومې چې غوښتنه دا ده چې لومړى موجوده نقشه بدله کړاى شي او له هغې وروسته په خپل مطلوب عمل پيل وکړاى شي.

د اسلام پيغمبر صلى الله عليه وسلم هميشه په هغه نقشه کې خپل عمل جاري کړي چې په وخت د هغه لپاره ممکنه او د حصول وړ وه. د دې پيغمبرانه طريقه کار يو مثال خو هغه دى چې په پخوانۍ مکه کې هغه د توحيد د تبليغ کار کول وو، د دې دوه صورتونه وو. يو دا چې په مکه کې موجود ټولنيز مرکز استعمال کړاى شي. چيرته چې د بتانو پرستش له مخکې څخه خلکو کاوه. دويم دا چې ده له دې ټولنې څخه جلا خپل کوم نوى ټولنيز مرکز جوړ کړاى واى، د بلې او نوې ټولنيز مرکز جوړول دغه وخت ډير سخت کار و، د دې برعکس د کعبې انگړ د يو ټولنيز مرکز په صورت کې موجود و، د اسلام پيغمبر د بتانو موجوديت ناخوښه اړخ په وختي توگه له پامه غورځولى و، او د موجود نقشه کار د استعمالولو پريکړه يې وکړه. او هلته يې د خپل دعوتي خطاب مستقله لړۍ پيل کړه. د کار همدا عملي طريقه ده. له کومې څخه چې په ياد حديث کې د آسان تر اختيارولو په لفظ سره تعبير کړاى شوى دى. له دې څخه په نورو الفاظو کې د حصول وړ نقشه کار(Available frame work) سره تعبير شوى دى. په موجوده زمانه کې مسلمان رهبران پدې پيغمبرانه حکمت باندې ونه پوهيدل. د دې نقصان دا وشو چې هغوى د ايسر او اعسر تر منځ فرق ونه کړاى شو. د فطرت د قانون مطابق د دې نتيجه يوازې يو طرفه تباهي کيداى شي. او همدا د دوى په برخه شوه.

د هند په کوچنۍ وچه کې د دې يو مثال د انگريزانو په خلاف د هند د علماء وو له تشدد ډك تحريك دى. واقعات وايي د علماء وو دا د تشدد څخه ډك تحريك له اته کلنو قربانيو سره، سره په خپل هدف کې ناکام شو. د دې برعکس مهاتما گاندي د انگريزانو په خلاف له امن څخه ډك تحريك يوازې په پنځويشتو کلونو کې په خپل مقصد کې په پوره توگه بريالى شو. د دې يوازينى سبب دا و، چې مهاتما گاندي امنناکه تحريك سعى او کوشش د قابل حصول نقشه کار په دايره کې و، په داسې حال کې چې د هند د علماءوو له تشدد ډك تحريك سعى او کوشش د نه حاصليدونکې نقشه کار په دايره کې و.

په دې معامله کې بل مثال د اخوان المسلمين تحريك دى. دوى په مصر کې شاه فاروق (١٩٦٥م) او ولسمشر جمال عبدالناصر (١٩٧٠م) لويديز پلوه مشر به او د اسلام دښمنان وگڼل. او د دوى په خلاف يې له تشدده ډك تحريك وچلاوه. مگر د فوق العاده قربانيو په ورکولو سره، سره اخوانيانو ته هيڅ په لاس ورنغلل. البته مصر يې په تباه شوي هيواد تبديل کړ. اضافه لا دا وشول چې د اخواني فکر لرونکي خلك له خپل هيواد څخه د سياسي نيونکو له ويرې وتښتيدل او امريکا ته ولاړل. اوس هغوى هلته مختلف ډوله اسلامي اداري په لويه پيمانه باندې چلوي. او له وياړه ډکې کارنامې له هاغه ځايه بيانوي.

اخوان المسلمين په مصر کې ولې ناکام شول او په امريکا کې د خپلې دعوا مطابق ولې کامياب شول. د دې يوازيني سبب دا دى چې دوى په مصر کې له تشدده ډك نقشه کار مطابق کار کول غوښتل. کوم چې د هغوى لپاره په مصر کې د حاصليدو وړ نه و، د دې برعکس په امريکا کې هغوى د امنناك طريقه کار مطابق کار کوي چې د هاغه ځاى په حالاتو کې د هغوى لپاره په پوره توگه د حاصليدو وړ دي.

بيا هم اخوان المسلمين ته نه په مصر کې په هغوى کارونو کوم کريډټ ورکړاى شو او نه په امريکا کې د هغوى په کار باندې. په مصر کې د هغوى کار به يوازې د سياسي ناپوهۍ په خانه کې وليکل شي. او په امريکا کې هغوى په خپل کار باندې د دوه مخي معيار (ډبل اسټنډرډ) اختيارونکي وگرځيدل. مگر دا چې دوى په ښکاره الفاظو کې دا اعلان وکړي چې په مصر کې د دوى پاليسى سراسر د غلطۍ او ناپوهۍ پاليسي وه. له اعتراف څخه وروسته غلطي يوه نيکي جوړيږي او له اعتراف پرته غلطي هماغه غلطي پاتې وي.

د جماعت اسلامي معامله هم د دې يو مثال دى. جماعت اسلامي او د دې بنسټگر په پاکستان کې زبردست سياسي شورماشور جوړ کړ. د دوى وينا دا وه چې په پاکستان کې د دې هيواد چارواکو سيکولر (په مذهب نه ولاړ) نظام قايم کړى دى. څو پورې چې دغه سيکولر نظام نسکور نشي نو تر هغه هيڅ يو اسلامي کار کول ممکن نه دي. د جماعت اسلامي او د دې دبانى د ټکر دې سياست هيڅ مثبته نتيجه پاکستان ته په لاس ورنغله. بلکې برعکس پاکستان يې په يوه تباه شوي هيواد بدل کړ. اوس د دې جماعت اسلامي فکر منونکي خلك په پوره ډاډ سره د هند د سيکولر نظام لاندې کار کوي. هغوى په وياړ سره دلته د خپلو اسلامي کارنامو بيان کوي. مگر د جماعت اسلامي معامله هم هغه ده کومه چې اخوان المسلمين ده. د جماعت اسلامي خلك چې په پاکستان کې څه کړي هغوى ته پرې يوازې د سياسي ناپوهۍ کريډټ ورکول کيږي. دغسې په هندوستان کې د جماعت اسلامي خلك چې د خپل اعلان مطابق  کومې کارنامې سرته رسوي په هغې باندې هغوى کوم کريډټ نه ترلاسه کوي. مگر دا چې په ډاگيزه توگه دا اعلان وکړي چې د دې جماعت د بنسټ ايښودونکي نظريه د سيکولرزم يا سيکولر نظام په باره کې سراسر غلطه وه. او له زمانې څخه په بې خبرۍ باندې ولاړه وه. د دې څرگند اعلان څخه پرته په يقيني توگه هغه د کوم مثبت انعام مستحق جوړيدى نشي. د غلطۍ له اعلان پرته په هندوستان کې د دوى پاليسي دوه معياره لرونکى (ډبل اسټنډرډ) پاليسي گرځول کيږي. او د غلطۍ له اعتراف وروسته به د دوى دا پاليسي د هغه توبې حيثيت ولري چې د ثواب موجب وي.[1]

د حصول وړ نقشه کار (Available frame work) چې کومه خبره دلته وليکل شوه. هغه د فرد او جماعت دواړو لپاره يو شان ډيره اهمه ده. د حديث په ژبه کې هغه د آسان تر اختيارولو پاليسي ده. او د فطرت په ژبه کې دا د حقيقت خوښونې پاليسي ده، همدا په موجوده دنيا کې د برياليتوب يوازينۍ لار ده، د دې طريقي له اختيارولو پرته په دې دنيا کې نه فرد کومه د يادولو وړ کاميابي ترلاسه کولاى شي او نه کوم جماعت. دا يو داسې مکمل قانون دى چې په دې کې د هيچا لپاره هيڅ استثناء نشته.



[1] :مترجم له ليکوال سره د ده په سياسي برداشتونو کې همنظري او همغږي نلري.

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

دا مقاله شریکه کړئ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ