راتلونکى ته پام لرل
راتلونکى ته پام لرل
په يوه غزا کې داسې وشول چې مسلمانانو نه يوازې دا چې د دښمن د فوځ نارينه يي ووژل بلکې د هغوى څه بچې يې هم ووژل. رسول الله صلى الله عليه وسلم ته د دې خبر ورورسيد. نو سخت خفه او ناراضه شو. او ويي فرمايل چى په خلکو څه شوى چي هغوى نن له پولې تير او ماشومان يي هم ووژل د دې په اوريدو سره يو تن وويل: چى آيا دا وژل شوي بچيان د مشرکانو بچيان نه وو. رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: د ستاسو لپاره خو بهترين خلك هغه د مشرکانو بچي وي. (انما خيارکم ابناء المشرکين). (احمد، نسائى).
دا يو مثال دى له کوم څخه چې اندازه کيږي چې د مومن نظر او پام هميشه راتلونکې ته وي. هغه له حال څخه په تيريدو مخکې راروان طرف ته گوري. تردې چې د حال په نابرابرو خبرو باندې په دې هيله صبر کوي چې په راتلونکې کې به نوي امکانات پيدا شي. او د نن ناموافق به د سبا په موافقو سره تبديل شي. دنيا الله تعالٰى داسې پيدا کړې. چې دلته د امکانانو هيڅ اندازه نشته. نن چې کوم کس انکار کوي سبا ته هغه اقرار کوونکى جوړ شي. نن چې په ظاهره يو کس دشمن جوړ شوى. په ده کې داسې بدلولونه رامنځته کيداى شي، چې هغه په خپل چلند باندې له سره کتنه وکړي. او د ستا دوست او ملگرى جوړ شي، تردې پورې که د پلار رويه مايوسونکي وي نو د ده د زوى په اړه هيله لرل پکار دي. ښايي دا لوى شي او د حق منونکي جوړ شي.
دا نړۍ له موافقو امکاناتو څخه ډکه ده. مگر موافق امکانات د خپل ځان په حق کې د واقعيت جوړولو لپاره اوچته حوصله او اوچت ظرفيت پکار دى. د دې لپاره اړتيا چې انسان د دشمن او دوست له اصطلاحاتو څخه اوچت فکر وکړي. هغه بايد د کرکې او محبت له احساساتو څخه اوچت او خپله رايه قايمه کړي. د دې بلندهمتۍ پرته دغه امکانات استعمالول هيڅکله ممکن نه دي.
د هر يو شي ظاهر وي او بل د دې باطن وي اکثره داسې کيږي چې يو شى د خپل ظاهر په اعتبار سره يو څه او د باطن په اعتبار بل څه وي.
عام انسان د شيانو يوازې د هغه د ظاهر تر پولې ليدلى شي مومن هغه دى چې شيانو ته د دننه امکاناتو په اعتبار سره گوري.
غلط فهمي
ځينې ورځپاڼې هره ورځ څه ځانگړې ويناوې رانقلوي. له دغو ورځپاڼو څخه يوه هم هندوستان ټايمز ده د کوم چې هره ورځ په خپله اداريه باندې يوه نه يوه وينا ليکلې وي. د ١٩٨٨م د جولايي د شپاړسمې ورځپاڼه مې چې پرانيسته نو دا لاندې جمله ورباندې چاپ شوې وه.
Beware of novel affairs, for surely
All innovation is error (Muhammad)
د يو حديث انگريزي ژباړه ده. مگر په خپله موجوده بڼه کې هغه نيمگړې ده. او ډيره سخته غلط فهمي پيدا کوونکې ده، د دې انگريزې جملې ترجمه په اردو (پښتو) کې وشي نو دا کيږي. له نوو خبرو څخه ځان بچ کړئ. ځکه چې هر نوى شى په باوري توگه چې غلطي ده. يو څوك يوازې همدا ترجمه ولولي نو هغه به فکر کوي چې د اسلام پيغمبر د نوي شي يا نوي ايجاد مخالف دى. حال دا چې د ياد حديث مطلب هيڅکله دا نه دى. دا د يو اوږد حديث يوه برخه ده. کوم چې احمد، ابوداؤد، ترمذي او ابن ماجه روايت کړى دى. په دې حديث کې رسول الله صلى الله عليه وسلم خپل امت ته دا نصيحت کوي چې د دين په چارو کې تاسې خلك زما په سنتو او د خلفاء راشدينو په سنتو کلکو ولاړ اوسئ. له دې څخه په هيڅ حال کې مه ليرې کيږئ. د دې نصيحت په کولو سره فرمايي.
و اياکم ومحدثات الامور فان کل محدثة بدعة، وکل بدعةٍ ضلالة. او تاسې په دين کې له ځانه د نوو خبرو له راپيدا کولو څخه ځانونه بچ کړئ، ځکه چې هر نوى شى بدعت دى. او هر بدعت (سيئه) گمراهي ده.
د هندوستان ټايمز دغه جمله د دې حديث انگريزي ژباړه ده. مگر په دې حديث کې چې له کوم بدعت څخه منع راغلې ده. هغه په دين کې د نوو خبرو راويستل دي. نه د عام ضرورت په شيانو کې د نوى خبرې راپيدا کول او راويستل. د مثال په توگه يو څوك که آذان بدل کړي او نغاره وغږوي. نو دا بدعت دى. ليکن د آذان د آواز اوچتولو او تيزولو لپاره که لوډسپيکر استعمال کړاى شي نو دا بدعت نه دى. حج که چيرې د سپوږميزو مياشتو په ځاى په لمريزو مياشتو اداء کړاى شي نو يقيناً چې دا بدعت دى. ليکن که چيرې د حج سفر لاره د اوښ په ځاى هوايي الوتکه استعمال کړاى شي نو دا بدعت نه دى.
ملامت څوك دى؟
يو کس سنډا (ياغوايي) تنگولو، څه ساعت وروسته يې هغه په ښکر وواهه، په دې حالت کې يوازې دا نه ويل کيږي. چې سنډا کس وواهه، بلکې دا به ويل کيږي چې سنډا يو سړى وواهه، او دې کس خپل ځان په سنډا پورې مږلو چې ويې واهه. همدا هغه حقيقت دى کوم چې په حديث کې په داسې توگه ويل شوى دى.
ترمذي، ابن ماجه او بيهقي له حضرت حذيفه رضى الله عنه څخه روايت کړى دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. (لاينبغى للمؤمن ان يذل نفسه، قالوا وکيف يذل نفسه، قال: يتعرض من البلاء لمالا يطيق). (مشکٰوة المصابيح جلد٢ صفحه ٧٧١). يعنې د هيڅ يو مومن لپاره داسې کول پکار نه دي چې خپل ځان دې ذليل او سپك کړي. خلکو وويل: يو څوك خپل ځان څنگه ذليلوي؟ هغه صلى الله عليه وسلم وفرمايل: هغه يو داسې مصيبت کې ځان اخته کړي چې د هغه د برداشت طاقت نلري.
دا حديث د افرادو لپاره هم دى او د قومونو او ولسونو لپاره هم دى. له دې څخه معلوميږي که چيرې کوم کس او يا ولس کوم لوى طاقت وچيړي (تنگ يې کړي) يا هغه په غصه کړي او له دې څخه وروسته دا طاقت او ځواك دغه کس يا ولس وچقوي نو د دې فرد او يا ولس لپاره به دا د مظلوميت معامله نه وي، بلکې دا به د حماقت (سرزورۍ) معامله وي.
اکثره داسې کيږي چې انسان خپل ځان په يو مصيبت کې واچوي او بيا هغه نور د دې مسؤل او ذمه وار گڼي. مگر دغسې کول صحيح نه دي. کوم مصيبت چې د خپلې ناپوهۍ په اساس مخې درځي. د هغې بل څوك مسؤل گرځولى نشې. د کومې تباهۍ سبب چې د ستا خپل غلط اقدام وي. د هغې مجرم بل څوك گرځول يو داسې کوشش کول دي چې د شريعت په نزد هم د رد کولو وړ وي او د عقل په نزد هم د رد کولو وړ او لايق وي. دا د فطرت همغه اصول دي کوم چې د عوامو په متل کې داسې بيان شوي دي. غواييه راشه ما ووهه. د موجوده دنيا جوړونکى داسې جوړه کړى چې دلته غوايي هم شته او انسان هم شته. مونږ د پيدايښت (تخليق) دا نقشه بدلولى نشو، زمونږ لپاره ممکن صورت يوازې دا دى. چې مونږ د گل په شان له اغزو سره د ژوند تيرولو هنر زده کړو.
په اسلامي انقلاب کې د عمومي ملاتړ
د اسلام د پيغمبر صلى الله عليه وسلم د زمان يوه واقعه د حديثو په مختلفو کتابونو کې راغلې ده. په يوه غزا (جگړه) کې يو کس برخه واخيسته، اوس د زړورتوب يوه زبردسته کارنامه يې سرته ورسوله. او جگړې په گټلو کې يې مرسته وکړه. ليکن د جنگ په آخر کې د اسلام پيغمبر صلى الله عليه وسلم اعلان وفرمايلو چې دا کس له جنتيانو څخه نه دى. بلکې دوزخي دي.
کومو خلکو چې په دې جنگ کې د ده د زړورتيا کارنامه ليدلې وه نو د ده په ارشاد يې تعجب وکړ. مگر کله چې تحقيق وشو نو معلومه شوه چې دې کس خو د اتلولۍ کارنامه خامخا سرته رسولې وه. مگر په پاې کې هغه خپل ځان په خپله توره باندې وواژه گويا د ده معامله د ځان وژنې وه، نه د شهادت معامله.
له دې واقعې څخه وروسته د اسلام پيغمبر صلى الله عليه وسلم حضرت بلال رضى الله عنه ته وفرمايل: اى بلاله! پاڅيږه او دا اعلان وکړه چې جنت ته به يوازې هغه کس ځي. چې مومن وي. او پرته له شکه الله تعالٰى د دې دين مرسته په بدکاره انسان سره هم کوي. (لايخل الجنة الا مومن وان الله ليؤيد هذالدين بالرجل الفاجر). (فتح البارى جلد ١١ صفحه ٥٠٧). د اسلام پيغمبر د دې ارشاد څخه يو اهم اصل معلوميږي او هغه دا چې اسلام په انساني ژوند کې ټوليز انقلاب په خپلو پښو ودرول غواړي. د دې آغاز اگر چې مخلص ايماندار وکړي، مگر د دې وروستۍ بشپړتيا نسل په نسل کې د تاريخي عمل په ذريعه کيږي. په دې تاريخي عمل کې نه يوازې مسلمان بلکې غير مسلم هم په اغيزناکه توگه خپل کردار اداء کوي. د اسلام پيغمبر صلى الله عليه وسلم دا ارشاد له ده څخه وروسته په تاريخ کې مسلسله واقعه جوړه شوې ده. د مثال په توگه په قرآن کې دا اعلان کړى شوى و، چې په راتلونکې کې په په اسمان او نفسونو کې داسې حقيقتونه راڅرگند شي چې د اسلام صداقت به په خالصه علمې کچه باندې ثابت کړي. (حمٰ السجده ٥٣).
په موجوده زمانه کې چې څومره ساينسې تحقيق څخه لاس ته راوړنې شوي دي. دغو دا وړاندوينې ټکي په ټکي يو ثابت شوى او منل شوى حقيقت گرځولى دى. دا نوې لاس ته راوړنې (ساينسې ايجادات) د غير مسلم قومونو په ذريعه راڅرگندې شوي دي. د مسلمانو افرادو برخه په کې د نشت برابر ده. ياده واقعه په يو اعتبار سره يوه انساني واقعه ده. او په بل اعتبار سره هغه يو اصل ويل شوى. او هغه دا چې تر څو پورې چې د آخرت د انعام يا په جنت کې د داخليدو تړاو دى. هغه يوازې مخلصو ايماندارو لپاره ځانگړى شويدى. له ژور اخلاص او خالص ايمان څخه پرته هيچا ته د آخرت تلپاتې جنت ورکول کيدونکى نه دى.
ليکن تر کومه ځايه چې په دنيوى اعتبار سره د اسلام د تاريخ تړاو دى. په دې معامله کې د داسې افرادو برخه هم شته چې د اخلاص او ايمان په شرط پوره نه وي ختلي. په دنيوى اعتبار سره چې د اسلام کومه کلا جوړيدونکې ده. د دې په آبادولو کې بې شمير خلك مخامخ يا په بالواسطه توگه برخه اخلي. دغسې خلکو ته خداى جل جلاله د دنيا يو څه شيان د معاوضې او بدلې په توگه ور کوي. مگر د آخرت ځانگړى انعام د داسې خلکو لپاره مقدر او مقرر نه دى.