د کتاب لړۍ: د حديث مطالعه

دعوت مسؤليت

فصل: 43

دعوت مسؤليت

د اسلام د پيغمبر صلى الله عليه وسلم حيثيت د يو داعى او بلونکي دى. د ده په متابعت کې د ده د امت حيثيت هم د داعى او بلونکي دى، په قرآن پاك کې مبارك ارشاد شوى. اى رسوله! ووايه دا زما لاره ده، زه الله تعالٰى طرفته بلل کوم، په بصيرت (ژوره پوهه) سره، زه هم، او هغه خلك هم چې زما پيروي يې کړيده. (د الله تعالٰى دين طرفته بلنه کوي). (قل هذه سبيلي ادعوا الى الله على بصيرة انا ومن اتبعني). (سورت يوسف ١٠٨).

حضرت محمد صلى الله عليه وسلم له پيغمبر کيدو، سره تر ټولو وروستى پيغمبر او رسول هم وو، دا تر ټولو وروستى پيغمبر دى. په دې اعتبار سره د ده دعوتي مسؤليت د قيامته پورې پراخ دى. ده ته قيامت پورې پيدا کيدونکو ټولو انسانانو د توحيد له حقيقت څخه خبرول وو، مگر يو ټاکلي عمر ته له رسيدو وروسته وفات شو. ځکه سوال دا دى چې اوس دا مسؤليت به د چا وي. اوس دا ذمه واري په محمدى امت باندې ده. محمدي امت به د ده په نيابت کې ترقيامته پورې دا فريضه اداء کوي.

په حديث شريف کې دي: (مالى امسك بحجزکم عن النار آلا وان ربي داعى وانه سائلي هل بلغت عبادي فاٴقول رب قد بلغت الا فليبلغ شاهدکم غائبکم). (حياة الصحابه ١-٧٧).رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي: ماته څه اړتيا ده چې زه تاسې له ملا څخه نيسم او د اور څخه مو بچ کوم. واورئ اى خلکو! خداى جل جلاله به ما راوبلي او له ما څخه به پوښتنه وکړي چې آيا تا زما بندگانو ته زما پيغام رسولى دى. زه به ورته ووايم چې هو! واورئ! د ستاسې حاضر خلك دې غائبو خلکو ته (د حق دا پيغام) ورسوي.

د دې حديث له مخې رسول الله صلى الله عليه وسلم گويا د امت يو، يو کس ته دا لارښونه کړې چې له ما څخه وروسته تاسې تر قيامته پورې زما دعوتي پروگرام ورسوئ او دومدار يې وساتئ. په بله وينا ماته دا فرصت راکړئ چې زه د الله تعالٰى په حضور کې ووايم چې ما تر قيامته پورې په ټولو خلکو باندې خپله دعوتي ذمه واري پوره کړې او. په خپل ژوند کې په براه راسته توگه او له خپل ژوند څخه وروسته په بالواسطه توگه.

علمى جهاد

د رسول الله صلى الله عليه وسلم د لارښوونې الفاظ په معمولي توپير سره د حديثو په کتابونو کې رانقل شوي دي د دې له مخې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. زما په امت کې به برابره يوه ډله موجوده وي. چې حق لپاره به جگړه کوي. په دې حديث کې په ظاهره د قتال لفظ دى مگر امام بخاري رح (١٩٤هـ ـ ٢٥٦هـ) دا د جنگ په معنا نه دى اخستى، بلکې د علمې جهاد په معنا کې يې اخستى دى. دا چې حديث امام بخاري رح په کوم باب کې رانقل کړى د هغه عنوان (ترجمة الباب) په دې الفاظو قائم کړى دى.

باب قول النبى صلى الله عليه وسلم لاتزال طائفة من امتي ظاهرين على الحق يقاتلون وهم اهل العلم.

د رسول الله صلى الله عليه وسلم د دې وينا په بيان کې چې زما د امت يوه ډله به هميشه په حق باندې قايمه وي او قتال به کوي او له دې څخه مراد اهل علم دي. (کتاب الاعتصام).

د امام بخاري د دې ترجمة الباب څخه معلوميږي چې هغه په دې حديث کې قتال هم خپله لفظي معنا کې نه دى اخستى. بلکې په حقيقي معنا کې يې اخستى دى. لکه چې واضحه کړې يې ده چې له دې څخه مراد علمې مجاهدين دي. يعنې هغه خلك چې د علم په لاره کې د الله تعالٰى د دين خدمت کوي.

د دې لامل دا دى چې مستقل او په پرله پسې جريان لرونکى شى هغه علمي جهاد دى. جنگ هميشه دوام لرونکى شى نه دى. لکه ابوبکر الجصاص رازى حنفي (٣٧٠ هـ ق) چې ليکلي دي چې علمي جهاد اصل دى او جسماني يا وسله وال جهاد يې يوازې يوه څانگه ده. ( فجهاد العلم اصل و جهاد النفس فرع). (احکام القرآن جلد ٣ صفحه١١٩).

د علمي جهاد تر ټولو لوى شکل دا دى چې د دلايلو په ذريعه د اسلام حجت په خلکو باندې قائم کړاى شي. د دې په خلاف علمي اعتراضات او نيوکې په اوچته علمي سطحه باندې ردکړاى شي. او اسلام د يو فکري او نظرياتي ځواك په حيثيت سره د دنيا والو په مخ کې وړاندې شي.

بيگانه دين

امام مسلم بن الحجاج رح په خپل "صحيح" د کتاب الايمان لاندې يو باب په دې الفاظو کې قائم کړى دى. باب بيان ان الاسلام بداٴ غريبا وسيعود غريبا وانه لياٴزر بين المسجدين. د دې باب په لمن کې ده درې روايتونه نقل کړي دي. يو روايت دا دى.

(عن ابي هريرة رضى الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم بداٴ الاسلام غريبا وسيعود غريباً کما بداٴ غريباً فطوبىٰ للغرباء). ابوهريره رضى الله عنه وايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي اسلام د اجنبي (پردي) په حيثيت سره شروع شوى و، او بيا به بيرته هماغه د ناآشنا او نابلديت حالت ته وروگرځي لکه څنگه چې په پيل کې و، نو خير، سعادت او نيکمرغي ده دغو غريبو، نابلدو ته.

د اسلام پيغمبر د اوومې پيړۍ په عربو کې په بنو اسماعيلو کې راغى، بنو اسماعيلو اصلاً له ملت ابراهيمي سره تړاو درلود، مگر د دوى او حضرت ابراهيم عليه السلام تر منځ دوه نيم زره کاله واټن و، د اوږدې مودې په نتيجه کې د دوى په منځ کې ديني گډوډۍ راغلې وه. دوى ابراهيمي دين يوازې د پلرونو د دين په نوم پيژندلو. په دې اساس ابتداءً د دوى لپاره د پيغمبر اسلام صلى الله عليه وسلم په پيغام باندې پوهيدل مشکل او ستونزمن وو.

د حديث له مخې پخپله د مسلمان امت دغه حالت به هغه وخت وي کله چې د زوال (او شاتگ) ښکار شي. کله چې په دوى کې د اسلام روح ورك شي. او يو له ځانه جوړ اسلام د دوى په منځ کې باقي پاتې وې.

په امت باندې چې کله دغه وخت راځي نو هغوى به د دين له نوم څخه يوازې د دين لويان پيژني. او د خداى جل جلاله دين به د دوى لپاره يو پردې اوناآشنا شى وي. د قومي خواهشاتو مطابقت کوونکى دين به دوى ته دين ښکاري. او په اصولو ولاړ دين به د دوى لپاره نه فهميدونکى شى وگرځي. د دين ظاهري شوشا به دغه خلك اصل کار گڼي. او د دين حقيقي خبرې به دوى ته ناآشنا ښکاري.

په دغسې چاپيريال کې چې کوم خلك د لومړنۍ پيړۍ والا دين اختياروي. هغه به يوځل بيا خلکو ته اجنبي او پردى ښِکاري. 

د دين ملاتړ کوونکى 

عن ابي الوليد عبادة بن الصامت رضى الله عنه قال: بايعنا رسول الله صلى الله عليه وسلم على السمع والطاعة فى العسر واليسر والمنشط والمکره وعلى اثرة علينا وعلى ان لا تنازع الامر اهله الا ان تروا کفرا بواحا عندکم من الله فيه  برهان وعلى ان نقول بالحق اينما کنا لانخاف فى الله لومة لا ئم. (متفق عليه).

حضرت عباده بن صامت رضى الله عنه وايي چې مونږ رسول الله صلى الله عليه وسلم سره په دې خبره باندې بيعت وکړ چې مونږ به اورو، او منو به، په تنگسه کې هم، او په آسانۍ کې هم، په خوښۍ کې هم، او په ناخوښۍ کې هم. او په دې باندې چې نورو ته به په مونږ باندې ترجيح ورکوي. او په دې باندې چې مونږ به له چارواکو سره په چارو کې جگړه نه کوو. مگر په هغه صورت کې چې تاسې له هغوى څخه بربنډ او ښکاره کفر ووينئ چې په هغې کې د ستاسې لپاره د خداى جل جلاله برهان او دليل وي. او دا چې مونږ به حق وايو هر چيرته چې مونږ يو. مونږ به د الله تعالٰى په معامله کې د ملامت کوونکى له ملامتولو څخه نه ويريږو.

د بيعت لفظي معنا خرڅول دي. له دې څخه مقصد هغه ژمنه ده چې يو کس يې د ټولنيز مسؤليت سره په اجتماعيت باندې د قايم پاتې کيدو لپاره کوي. د ټولنيزې ژمنې څخه په بيعت سره تعبير کول د دې د سختوالي بيان کوي. گويا له ژمنې سره د تړل کيدو څخه وروسته فرد خپل ځان د اجتماعيت په لاس ورکوي. له دې څخه وروسته د ده ځان د ده خپل واك کې نه وي بلکې د ټولنيزې ادارې په واك کې وي.

يا د بيعت د مدينې له مسلمانانو څخه اخستل شوى و، کومو ته چې انصار ويل کيدل. يعنې د خداى جل جلاله د دين ملاتړ کوونکي. دغه مهال د اسلام کاروان بالکل د بې سروسامانۍ په حالت کې و، په دغسې نازکو وختونو کې د مدينې ايماندارو د دوى په غير مشروطه توگه کومك او مرستې ژمنه وکړه. او بيا په ټول ژوند کې ورباندې کلك پاتې شول. دوى د دين کومك او مرسته د وروستيو غوښتنو پورې سرته ورسوله. له همدې امله هغوى ته په خصوصي توگه انصار وويل شول. د مدينې له مسلمانانو څخه چې په کومو الفاظو کې د دين د ملاتړ بيعت اخستل شوى و، په هغو چې غور وشي. په دغه بيعت کې هغه ټولې خبرې شته د کومو په وجه سره چې خلك بيعت (ژمنه) ماتوي. کوم چې د ځان لپاره عذر جوړوي او له اجتماعيت څخه جلا کيږي. په دغسې شيانو باندې د اوريدلو ا و منلو د اقرار کولو مطلب دا شو، چې دغسې د ملگرتيا نه کولو په حالاتو کې هم ملگرتيا وکړئ. په هغو مواقعو کې چې عام انسانان راپريوځي. د دغسې حالاتو د راتگ څخه وروسته هم له دينې کاروان سره تړلى پاتې کيږئ. د کومو شکايتونو په عذر جوړولو سره چې خلك جلا کيږي د دغو شکايتونو له موجوديت سره، سره يووالى او مرسته کول مه پريږدئ.

هغه خلك د چا چې دا حال وي چې په آسانتيا کې ملگرتيا کوي او د مشکلاتو په وخت کې ملگرتيا نه کوي. هغوى تر هغه وخته سم وي څو پورې چې معامله د دوى د خوښې مطابق وي. او کله چې معامله د دوى د خوښې خلاف وي نو وتښتى او جلا شي. هميشه خپل ځان په مخکې ځاى کې ليدل غواړي. شاته کيناستل ورباندې ښه نه لگيږي. کوم چې دغه ډول تقسيم قبول نه کړي. په کوم کې چې هغه خپل ځان ته اوچته مرتبه ورنکړي. دغسې خلك به هيڅکله د دين د نصرت (ملاتړ) توفيق ونه مومي. دغسې خلك يوازې خپل تاريخ جوړوي د دين تاريخ جوړول د هغوى لپاره مقدر نه دي.

داسې ممکنه ده چې يو څوك د خپل فکر مطابق بې عدالتي محسوسه کړي. هغه يو شى وگوري او په ذاتي توگه دا فکر وکړي چې دا د حق په خلاف دى. په دغسې ځايونو باندې هغه د خپل نظر څرگندونه کولاى شي. هغه په سنجول شوي انداز کې د بې عدالتۍ په اړه خبره کولاى شي. مگر د بې عدالتۍ په نوم له اجتماعيت څخه ځان پرى کول د هيچا لپاره جايز نه دي. د فرد لپاره د حق خبرې کولو حق شته، له دې وړاندې ورته هيڅ حق حاصل نه دي.

په بيعت کې لا زيات دا ويل شوي چې د اسلام د کاروان د امير له اطاعت څخه يوازې هغه وخت وتلې شي کله چې په ده کې ښکاره کفر ووينې. اوس که چيرې د دې حقيقت په وړاندې ودريږي. چې دغسې پيښه شاذه او نادره وي چې کله، کله مخې راځي. او شاذه واقعه په نشت حسابيږي لکه چې د اصول فقه قاعده ده نو د دې مقصد په عملي توگه دا دى چې تاسې هيڅکله هم د امير له اطاعت څخه مه وځئ او تاسې په هيڅ حال کې د هغه نافرماني مه کوئ.

اجتماعي ژوند د فرد په مرگ ولاړ دى. ډير کسان چې دغه ژمنه کوي چې د اجتماعت په خاطر به هغه خپله رايه قربانوي، خپل ځان به ختموي او اجتماعيت سره به ملگرتيا کوي دغسې وخت کې دا شونې ده چې يو حقيقي اجتماعيت رامنځته شي.

دغه ډول خلك اسلام ژوندى کوي. په چا کې چې دغه صفتونه نه وي، هغه يوازې اسلام بربادولى شي. هغوي يي ژوندى کوونکى جوړيداى نه شي.

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

دا مقاله شریکه کړئ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ