بې گټې علم
بې گټې علم
قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: انامن غير الدجال اخوف عليکم من الدجال. فقيل وما هو يا رسول الله ـ فقال علماء السوء. (رواه احمد من حديث ابى ذر).
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي زه ستاسې په باره کې له دجال څخه هم زيات له نورو څخه ويره لرم، وويل شول: اى د الله تعالٰى رسوله! دا نور څوك دي؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايلي: دا ناکاره او بدعالمان دي.
قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: من ازداد علمًا ولم يزدد هدىً لم يزدد من الله الا بُعدًا. (رواه ابومنصور الديلمى).
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: د چا چې په علم کې زياتوالى راشي او په هدايت کې يې زياتوالى رانشى نو زيات به نه کړي ده لره دغه علم مگر له الله تعالٰى څخه ليرې والى.
قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: اشد الناس عذاباً يوم القيامة عالم لم ينفعه الله بعلمه. (رواه ابوداؤد الطياسى وسعيد من منصور وابن عدى فى الکامل).
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: د قيامت په ورځ به تر ټولو زيات سخت عذاب د هغه عالم وي، چې الله تعالٰى ورته په خپل علم گټه نه وي ورسولي (د عمل توفيق يې نه وي ورکړى).
قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: مررت ليلة اُسرى بى باقوام تقرض شفاههم بمقارض من نار ـ فقلت من انتم ـ قالوا کنا نامربالخير ولاناتيه وننهى عن الشر وناتيه. (رواه بن حبان).
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: د معراج په شپه زما په داسې خلکو تيريدل شولو چې شونډې يې د اور په قيچى باندې پرې کول کيدې ما ترې پوښتنه وکړه چى تاسې څوك ياست؟ هغوى وويل: مونږ به خلکو ته د خير ښيگړې سپارښتنه کوله او پخپله به مو نه کوله. او له بديو څخه به مو خلك منع کول مگر پخپله له گناهونو او بديو څخه نه منع کيدلو.
وکان رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: اللهم انى اعوذ بك من علم لاينفع وقلب لايخشع وعمل لايرفع ودعاء لايسمع. (رواه الحاکم من حديث ابن مسعود).
رسول الله صلى الله عليه وسلم به دا دعا لوستله اى الله! زه په تا پناه غواړم له هغه علم څخه چې گټور نه وي. او له داسې زړه څخه چې د الله تعالٰى ويره په کې نه وي. او له داسې عمل څخه چې د ستا په طرف نه درپورته کيږي. او له داسې دعا څخه چې نه قبليږي.
حق بدگڼل
په قرآن پاك کې له يو څخه په زياتو ځايونو کې ويل شوي چې مونږ خلکو ته حق وروليږه مګر اکثر خلك حق بد گڼي. (المومنون ٧٠، الزخرف ٧٨). قتاده رضى الله عنه وايي چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم ملاقات له يو کس سره وشو، ده ورته وويل: چې اسلام قبول کړه دغه کس ورته وويل: چې ته ما د يو داسې شي په طرف دعوت کوې چې زما خوښ نه دى. ده صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل: اگر که ته يې بدگڼونکى هم يې. (قال قتاده رضى الله عنه ذکر لنا اٴن النبى صلى الله عليه وسلم لقي رجلا فقال: اسلم. فقال الرجل انك لتدعوني الى امر انا له کاره، فقال نبى صلى الله عليه وسلم: وان کنت کارهاً.
د دې تفصيل دا دى. چې د انسان لپاره د عمل دوه لارې دي. يوه د حق پيروي او بله د خواهشاتو پيروي. (المؤمنون ٧١).
په حق باندې د چليدو لپاره انسان ته په فکر کولو پريکړه کول دي. د خواهشاتو معامله دا ده چې هغه په انسان کې پخپله راپورته کيږي. همدا لامل دى چې په هره معامله کې انسان په ابتدايي توگه د خواهشاتو په لار روانيږي. او په حق باندې د چليدو لپاره په خواهشاتو باندې فشار راوستل او د نفس له غوښتنو څخه صبر کول اړين دي.
په دغسې حالت کې يو داسې تحريك راپورته شي چې د خلکو د غوښتنو مطابق وي. نو له دې سره د يو ځاى کيدو لپاره د خلکو لپاره د هيڅ ډول محنت او يا قربانۍ ورکولو ته اړتيا نه وي. ځکه چې دا هماغه لار ده په کومه باندې چې خلك په عملي توگه له مخکې څخه قائم وي له دغه ډول تحريك سره د روانيدو لپاره خلکو ته د خپلې لارې د بدلولو ضرورت نه رامنځته کيږي. همدا وجه ده چې خواو شا ډير خلك ودريږي.
د دې برعکس کله چې د حق بې لالچه دعوت راپورته شوى دى نو دا گويا د لارې د بدلولو دعوت دى. د دې منل د دې غوښتنه کوي چې انسان بايد خپل فکر بدل کړي، خپل احساسات قابو کړي او له يو جهت څخه يې بلې خواته واړوي. اضافه لا دا چې د حق دعوت منل د خلکو لپاره د عزت او غيرت سوال هم جوړيږي. ځکه په موجوده حالاتو کې د حق منل، په بله وينا د دې ويلو مترادف دي چې زه په غلطه وم.
همدا لامل دى کله هم چې بې لالچه حق دعوت راپورته شوې. نو اکثره خلکو د دې په منلو کې د کراهيت (بدگڼلو) احساس محسوسوي. له دې څخه د بيزارۍ څرگندونه کوي او د دې قبلولو ته تيار نه وي.
د ديني زده کړو هدف او موخه
په حديث شريف کې راغلى چې د علم حاصلول فرض دي. (ان طلب العلم فريضة) د علم د دې اهميت په اساس باندې مسلمانانو په هره زمانه کې د ديني زده کړو ادارې جوړې کړي دي. د دې تعليمې ادارو نوعيت څه دى ـ د دې د ويلو لپاره په قرآن پاك کې لاندې آيت پرته له شکه يو لارښود آيت دى. وَمَا كَانَ الْمُؤْمِنُونَ لِيَنفِرُواْ كَآفَّةً فَلَوْلاَ نَفَرَ مِن كُلِّ فِرْقَةٍ مِّنْهُمْ طَآئِفَةٌ لِّيَتَفَقَّهُواْ فِي الدِّينِ وَلِيُنذِرُواْ قَوْمَهُمْ إِذَا رَجَعُواْ إِلَيْهِمْ لَعَلَّهُمْ يَحْذَرُونَ (التوبه ١٢٢). او دا چې ممکنه نه ده چې مؤمنان ټول په ټوله ووځي. نو داسې ولې نه کوي چې د دوى له هرې ډلې څخه يوه برخه ووځي تر څو هغوى په دين کې ژوره پوهه پيدا کړي او بيرته ستانه شي چې د خپل قوم خلك خبر کړي تر څو هغوى وويريږي او پرهيزگاران جوړ شي.
مفسر قرطبي رح ليکلي دي چې دا آيت د علم د طلب د وجوب لپاره د اصل او اساس حيثيت لري. (وهٰذه الاۤية اصل في وجوب طلب العلم). له دې څخه معلومه شوه چې د دينې زده کړو څخه هدف په حقيقت کې تفقه فى الدين (په دين کې ژور مهارت او پوهه) دى. د ديني زده کړو د معلومولو قرآني معيار يوازې يو دى او هغه پخپله د قرآن په لفظ کې تفقه دى.
مفسر قرطبي رح د ليتفقهوا تشريح په يتبصروا سره کړيده. يعنې د تفقه مطلب دى بصيرت حاصلول. الراغب الاٴصفهاني رح ليکلي دي. د فقه مطلب د علم شاهد څخه علم غايب ته رسيدل دي. دغسې فقه زياته خاصه ده له علم څخه (الفقه هو التوصل الى علم غائب بعلم شاهد فهواحض من العلم). فقه يې حاصله کړې وه د دې معنا ده فهم او پوهه يې حاصله کړې وه. (فقِهَهُ اى فهمه) په لسان العرب کې ليکل شوي چې فقه په اصل کې فهم او پوهې ته وايي. (الفقه هو فى الاٴصل الفهم).
له دې څخه معلومه شوه چې د دينې مدرسو اصلي نښه څه شى کيدل پکار دي. هغه دا کيدل پکار دي چې کوم خلك دلته ښوونه او روزنه ترلاسه کړي او ووځي هغوى بايد د تفقه في الدين د صلاحيت لرونکي وي. له تفقه څخه مقصد د دين جزئياتو کې د مهارت لرل نه دي. بلکې له تفقه څخه هدف د دين په اساساتو کې فهم او بصيرت دى، په ځانگړې توگه دا صلاحيت چې انسان د ظاهري معلوماتو په ذريعه باطني حقيقتونو ته د رسيدو وړ او جوگه شي.
د زمانې اسلوب
په قرآن پاك کې ويل شوي. الله تعالٰى چې هره څومره رسولان ليږلي نو هغوى يې د خپلو قومونو په ژبو کې ليږلي دي. تر څو هغه هغوى ته بيان وکړي. (ابراهيم ٤).
پيغمبر او له پيغمبر څخه وروسته د ده په تابعدارۍ کې دعوتگر د خپل قوم په ژبه خبرې کوي. د وينا د انداز دا اهميت د دعوت په اعتبار سره هم دى او د تربيت په اعتبار سره هم. کوم خلك چې د دين له چوکاټ څخه بهر دي د هغوى لپاره د وخت په ژبه د خبرو کولو ضرورت له دې امله دى تر څو دا هغوى په پوره توگه وپوهوي. او په هغوى باندې د خداى جل جلاله د دين حجت قائم کړاى شي. که چيرې له قوم څخه په پردۍ ژبه او يا د وخت له ژبې اسلوب پرته په بله ژبه کې خبرې وشي نو د دعوت رسولو حق به په سمه توگه اداء نه کړاى شي، په دې اساس دا به هم نه شي ويل کيداى چې په دوى باندې حجت تمام کړاى شو.
کوم خلك چې د اسلام په دائره کې دننه دي، د هغوى لپاره د قوم ژبه يا په زمانه کې د رواج شوې اسلوب اهميت د تربيت په اعتبار سره دى. هره خبره تر څو پورې چې د مخاطب په خپله ژبه يا د ده په فهم وړ اسلوب کې ورته ونه شي هغه د ده د ذهن برخه نه جوړيږي، هغه په ده کې شعوري انقلاب په حيث سره نه داخليږي.
د مثال په توگه په يو حديث کې دي. (اليد العليا خير من اليد السفلىٰ) اوچت لاس له ښکته لاس څخه غوره دى. که چيرې ته د دې حديث يوازې ترجمه وکړې او په روايتي توگه باندې يوازې دا ووايي چې صدقه (خيرات) ورکوونکى لاس له صدقه اخستونکي لاس څخه غوره دى. نو دا په دومره شدت سره د اوريدونکي په ذهن کې ځاى نه شي جوړولاى لکه څنگه چې په واقعيت کې له دې څخه مطلوب دى.
ليکن که چيرې تاسې په نوى ژبه کې داسې ووايي چې په دې حديث کې د ورکوونکې ډلې (Giver group) او اخستونکي ډلې (Taker group) فرق او توپير بيان شوى دى. نو د نن انسان په سملاسي توگه د دې معنوي اهميت پوهيږي. ځکه چې دا د نن ژبه ده. او هره خبره چې د نن په ژبه کې وويل شي نو هغه د نن په ذهن کې په پوره توگه ورښکته کيږي. هغه د ده د شعوري فکر برخه جوړيږي. او د ده اندرون ته ورداخليږي.
د هدايت قانون
د صحيح بخاري په کتاب التفسير کې د سورت قصص لاندې دا روايت نقل کړاى شوى دى. کله چې د ابوطالب وفات وخت راغى، نو رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته راغى، پيغمبر صلى الله عليه وسلم وکتل چې ابوجهل، او عبدالله بن المغيره ورسره ناست دي. ده ابوطالب ته وويل: اى کاکا! لا الٰه الا الله ووايه، تر څو د دې کلمې په اساس باندې زه د الله تعالٰى په دربار د ستا لپاره دليل ونيسم.
ابوجهل او عبدالله بن ابي اميه بن المغيره ابوطالب ته وويل آيا ته د عبدالمطلب دين پريږدې. رسول الله صلى الله عليه وسلم د ابوطالب په وړاندې بيا، بيا خپله خبره تکراروله. او هغوى دواړو به خپله خبره راغبرگوله. تردې پورې چې په پاى کې ابوطالب وويل: چى زه د عبدالمطلب په دين پاتې يم. او د لا اله الا الله د کلمې له ويلو څخه يې انکار وکړ. (حتى قال ابوطالب: آخر ما کلمهم على ملة عبدالمطلب وابى ان يقول لا اله الا الله).
د روايت له مخې الله تعالٰى د ابوطالب په باره کې آيت نازل کړ او رسول الله صلى الله عليه وسلم ته يي وفرمايل: بيشکه ته هدايت نشې کولى هغه چاته چې ته يې غواړې بلکې الله تعالٰى چې چاته وغواړي هدايت ورکوي او هغه ښه پوهيږي په هدايت قبلونکو باندې. (القصص ٥٦).
له دې څخه هغه قانون معلوميږي کوم چې الله تعالٰى په دې دنيا د خپلو بندگانو د هدايت لپاره مقرر کړى دى. هغه قانون دا دى چې دعوت له هر څومره طاقتورو دليلونو سره بيان کړاى شي. په هر حال د شبهې يو عنصر (Element of doubt) بيا هم په دې کې موجود وي. د دليل هره اندازه د شبهې دغه عنصر ختمولى نشي. تردې چې د پيغمبر شخصيت او د ده اوچت دلايل هم داسې نه شي کولاى چې هغه د خپل دعوت څخه د شبهې دغه عنصر ختم کړي.
د شبهې دغه پرده څيرې کول د مدعو کار دى، هغه د دعوتگر کار نه دى. دا د الله تعالٰى سنت دي او د الله تعالٰى سنت هيڅکله بدليدونکي ندي. دا په هر حال کې د انسان خپل مسؤليت دى چې هغه د شبهې دغه پرده څيرې کړى تر څو چې هغه حقيقت بربنډ وليدلى شي او د شبهې دغه پرده څيري کولو په دې امتحان کې چې کوم کس پوره وخيژي. هغه د الله تعالٰى د قانون له مخې هدايت مومي. او کوم کس چې د شبهې د دې پردې په څيرولوکې ناکام شي هغه د هدايت په موندلو کې هم ناکام پاتې کيږي.
د رسول الله صلى الله عليه وسلم د خبرو په ذريعه ابوطالب ته دعوت په پوره توگه راغلى و، مگر د شبهى يو عنصر بيا هم د هغه لپاره پاتې و، هغه دا چې ولې دا زما واوره او د عبدالله ځوى په حق باندې دى او د عبدالمطلب په شمول د قوم ټول لويان په غلطه باندې دي. ابوطالب د شبهې دغه پرده څيرې نه کړاى شوه. له همدې امله هغه د هدايت له قبلولو څخه محروم پاتې شو.
په حديث کې دي چې جنت يوه خدايي سودا ده او هغه ډيره گرانه سودا ده. (الا ان سلعة الله غالية الا ان سلعة الله الجنة).
څوك چې د جنت د دې گرانې سودا اخستونکى جوړيدل غواړي، نو هغه به د دې مطلوب قيمت ورکوي. د دې قيمت له اداء کولو پرته هغه د جنت مالك کيداى نشي. هغه قيمت همدا د شبهې د عنصر څخه ورتيريدل دي. هغه د شبهې د دې پردې څيرې کول دي. د دې نازك عمل په اداء کولو باندې انسان ته په دنيا کې هدايت په نصيب او په آخرت کې تلپاتې جنت په برخه کيږي.
جنت د هغو لطيفو او نفيسو او روحونو استوگن ځاى دى. چې د ټولو ظاهري لويو څخه تير او د خداى جل جلاله پټه لويي ومومي د جوهر په بنياد شيانو ته د رسيدو ثبوت ورکړې، د دنيا له توپانونو څخه ووځي او د خاموشۍ مجلس ته ورسيږي. له ظواهرو ورتير شي او حقيقتونه وليدلى شي. دا چې د لويانو له گنبدونو څخه پورته او رښتينولې هلته مونده کړي چيرته چې هغه بې گنبد حالت کې ښکاريږي.
جنت د بينا انسانانو لپاره دى. د ړندو لپاره نه دى. هغه د معرفت د خاوندانو لپاره دى. هغه د ظاهر پرستو لپاره نه دى. هغه د لټون کوونکو لپاره دى، هغه د جامدو مقلدينو لپاره نه دى. جنت د رباني بندگانو لپاره دى او په يقيني توگه چې رباني خلکو ته به په جنت کې داخله ورکول کيږي.