د کتاب لړۍ: د حديث مطالعه

تر ټولو ستره قرباني

فصل: 45

تر ټولو ستره قرباني

عبدالله بن وابصه العبسى له خپل پلار څخه او هغه له خپل پلار څخه روايت کوي. چې رسول الله صلى الله عليه وسلم د حج په موسم کې زمونږ د اوسيدو ځاى منىٰ ته راغى. مونږ د لومړۍ جمرې مسجد خيف ته نږدې ولاړ وو. ا و هغه صلى الله عليه وسلم په خپله اوښه باندې و، او په خپل ځان پسې يې شاته زيد بن حارثه رضى الله عنه کينولى و، پيغمبر صلى الله عليه وسلم مونږ د توحيد په طرف وروبللو، په خداى جل جلاله قسم چې مونږ هغه ته هيڅ ځواب ورنکړ او مونږ ښه ونکړل. مونږ د ده په باره کې اوريدل او دا مو هم اوريدل چې دا د حج په موسم کې خلك خپل دين ته دعوت کوي. دا اوس زما په وړاندې ولاړ دى او مونږ ته دعوت راکوي. او مونږ په چوپه چوپتيا سره اوريده. دغه وخت مونږ سره ميسره بن مسروق العبسى هم و، ده مونږ ته وويل: زه په قسم خوړلو سره وايم چې که مونږ د دې انسان تصديق وکړو او دا له ځان سره واخلو او د خپلې قافلې مخې ته يې ودروو. نو دا به ډيره اهمه پريکړه وي. په خداى جل جلاله قسم چې د ده دين به غالبيږي. تردې چې هر ځاى ته به دا ورسيږي. د قبيلې خلکو وويل: چې دا پريږدئ. ته ولې داسې خبرې کوې په مونږ کې خو هيڅوك د ده منونکى نشته.

رسول الله صلى الله عليه وسلم د دې خبرو په اوريدو د ميسره په باره کې ورته هيله پيدا شوه. ده صلى الله عليه وسلم له هغه سره لا زياتې خبرې اترې وکړې. ميسره ورته ځواب ورکړ. چې ستا خبرې څومره ښې او څومره روښانه دي ليکن که چيرې زه دا ومنم نو زما قوم به زما مخالف شي. او انسان هميشه له خپل قوم سره وي ولې که چيرې قوم کومك ونکړي نو له دښمنانو څخه د مرستې څه هيله کيداى شي. (١/٩٣).

تر ټولو لويه قرباني دا ده چې يو کس د خپل قوم د چلند خلاف يو چلند او روش اختيار کړي. هغه د خپل قوم د عام مزاج خلاف کار وکړي هغه داسې خبره وکړي چې د قوم له وقار سره په ټکر کې وي. هغه داسې پاليسۍ تبليغ وکړي چې قومي پاليسۍ سره مطابقت نه لري. دغسې انسان له خپل قوم څخه پرې کيږي. هغه د خپلو په منځ کې پردى شي. 

حق به غالب وي

اسلام د خداى تعالٰى وروستى دين دى او د آخري دين کيدو مطلب دا دى چې د اسلام لپاره خداى تعالٰى دا مقرره کړې ده چې دا به د قيامت پورې د يو محفوظ او ژوندي دين په حيثيت سره باقې پاتې وي. هره مقابله به د دې لپاره د ژوند يو نوى فرصت ثابتيږي. هر چلنج به ورته د پرمختگ سبب وگرځي. همدا خبره په حديث کې په دې الفاظو ويل شوې. (الاسلام يعلو ولا يعلىٰ). (صحيح البخارى، کتاب الجنائز). بيا هم د اسلام دغه غلبه د فکري او تاريخي غلبې مترادفه ده. دا د سياست او اقتدار په معنا کې نه ده. سياسي اقتدار د خداى جل جلاله د قانون مطابق بدليږي رابدليږي. (آل عمران ١٤٠). مگر اسلام ته چې کومه فکري او نظرياتي سرلوړي ورپه برخه ده. په دې کې هيڅکله  هيڅ فرق راتلونکى نه دى.دا د اسلام تلپاتې صفت دى، نه کوم وختى صفت.

په قرآن کې دا حقيقت د اسلام د پيغمبر په نسبت سره په دې الفاظو کې بيان شوى دى. ا و هغه الله جل جلاله هغه ذات دى چې خپل رسول يې د هدايت او حق دين سره  ليږلى دى. تر څو هغه په ټولو دينونو باندې غالب او برلاسى کړي، او الله تعالٰى په دې باندې د نگران کوونکي او شاهد په حيث کافي دى. (الفتح ٢٨).  د الله تعالٰى پريکړه تردې حده حتمي ده چې د قرآن پاك مطابق د اسلام مخالفين که چيرې د دې په خلاف کوم شر راپورته کړي نو هغه شر به هم د اسلام لپاره خير وگرځي. (النور ١١).

د اسلام د دې راتلونکې د باوري جوړولو لپاره خداى جل جلاله انساني تاريخ په يو داسې طرف گرځولى چې هغه هميشه هغه کورس اختيار کړي کوم چې له اسلام سره موافقت لري. (و کفىٰ بالله شهيدا). (الفتح ٢٨). مطلب همدا دى تردې چې د دې معاملې د يقيني جوړولو لپاره خداى جل جلاله دا د معمول خلاف پريکړه کړيده، چې نه يوازې مسلمان بلکې نامسلمان د دې موافق د اسلام په تاريخ عمل (Historical process) کې خپله مثبته برخه لگيادي اداء‌ کوي. دا حقيقت د صحيح بخاري په يو روايت کې داسې راغلى دى. (ان الله ليؤيد هذا الدين بالرجل الفاجر). (فتح الباري جلد ٦ صفحه ٢٠٨).

د اسلام دا صفت څه له اسرارو ډك شى نه دى. دا د معلومو اسبابو لاندې فهميدلى شي. دا د اسلام يو محفوظ دين کيدل دي. اسلام يو محفوظ مذهب دى. د دې مطلب دا دى چې په عيني توگه د فطرت د حقايقو مطابق دى. اسلام د فطرت له حقايقو سره مطابق کيدل په دې کې دا ځانگړنه پيدا کوي چې هغه په هره زمانه کې خپل اوچت ترين صداقت باقي او محفوظ وساتي.

له اسلام څخه علاوه په نورو اديانو کې په وروسته زمانه کې گډوډي راغلې. د دې لاس وهنو او گډوډيو نتيجه دا شوه چې دغو مذاهبو د فطرت له حقايقو سره خپل مطابقت له لاسه ورکړ. چې د نتيجې په اعتبار سره هغه يوازې وختي صداقت جوړ شو او له منځه ولاړ، نه تلپاتې د دې په عکس اسلام په خپل اصل ابتدايي حالت باقي پاتې شو. له همدې امله د فطرت له حقايقو سره د دې مطابق هم باقي پاتې دى. د اسلام همدا امتيازي صفت دى کوم چې په دې کې د تلپاتې کيدو قدر (Enternal value) پيدا کړى. د خپل دې صفت په اساس اسلام يو داسې تلپاتې صداقت جوړ شوى لکه څنگه چې د فطرت قوانين تلپاتې صداقت جوړ شوى.

د اسلام په حق کې خداى جل جلاله دا پريکړه په تيرو څوارلس سوه کلونو کې بيا، بيا واقعيت جوړ شوى دى. دلته د مثال په توگه د دې څو تاريخي حوالي وړاندې کولاى شي.

1: د اسلام په ٦١٠ م کې په مکه کې آغاز وشو. کله پيغمبر صلى الله عليه وسلم باندې لومړي ځل وحې نازله شوه. دغه مهال اسلام د عدد په اعتبار سره په ټوله دنيا کې د يو حيثيت درلود. نن په ټوله نړۍ کې د اسلام (د مسلمانانو) شمير له يو ميليارد او څلور سوه ميليونو څخه هم زيات دى. په لومړۍ زمانه کې چې اسلام ته کوم چلنج يا مقابله مخې ته راغلې وه هغه دومره لويه وه چې ديته نړيوال چلنج ويل کيداى شي. له يوې خوا د عربو ټول قبايل د دې لپاره راټول شوي وو، چې اسلام په هماغه لومړى سرکې له منځه يوسي. بلخوا له عربي نړۍ بهر د دغه وخت د نړۍ دوه ستر طاقتونه رومي او ساساني زبر ځواکونه د اسلام دښمنان جوړ شوي وو.

مگر تاريخ گواه دى چې د يوې پيړۍ په څلورمه برخه کې دننه ټوله عربي نړۍ په اسلام کې داخله شوه. او په دويمه ربع کې اسلام د روميانو او ساسانيانو دوه سترې امپراتوى ړنگې او د هميشه لپاره يې له منځه يوړې. او اسلام په آسيا او د افريقا په لويه برخه کې خپور شو. دا په واقعيت کې دومره زياته ځانگړنه وه چې يو نامسلمان تاريخ ليکونکى د دې اعتراف په خپلو فوق العاده الفاظو کړى دى.

The expansion of Islam was the most miraculous of all miracles

د اسلام تيز رفتاره پراخي تر ټولو معجزو څخه لويه معجزه وه.

2: دويم مثال يې هغه لوى سياسي چلنج دى. چې د منگولې قبايلو له طرفه مخې ته راغلى و، په ديارلسمه ميلادي پيړۍ کې هغوى د توپان په شان راپورته شول. د بغداد خلافت يې ړنگ کړ، دوى له سمرقند څخه نيولې تر حلب پورې ټول جوماتونه ويران کړل. د دوى دغه غلبه دومره زوروره وه. چې څه خلکو به ويل که چيرې تا ته چا وويل: چې تاتاريانو ماتې خوړلى نو په دې باور مه کوه. (اذا قيل لك ان التتر انهزموا فلاتصدق).

دغه وخت اسلام د يو نظرياتي او فکر طاقت په حيث راڅرگند شو. مسلمان نارينه او مسلمانى ميرمنې راپورته شوې او د تاتاريانوپه منځ کې يي خاموش دعوتي کار شروع کړ. دوى د تورې د چلنج مقابله د اسلام په فکري ځواك سره وکړه. د دې معجزاتي پايله دا راووتله چې له پنځوسو کلونو څخه په کمه موده کې پوره شکل بدل شو. د منگو ليانو اکثريت په اسلام کې داخل شو د قرآن دا الفاظ تاريخ جوړ شو. (فاذا الذى بينك وبينه عداوة کاٴنه ولى حميم).(سجده ٣٤ آيت).

يو نامسلمان مؤرخ دې واقعې ته دA dazzling victory for the faith of Mohammad ته نوم ورکړې. هغه زيات وضاحت ورکوي چې:

The religion of Muslims had conquered where there arms had failed

د مسلمانانو مذهب په هغه ځاى فتح حاصله کړه. چيرته چې د هغوى وسله ناکامه شوې وه. يو بل نامسلمان تاريخ ليکونکي د دې واقعې په دې الفاظو کې اعتراف کړى چې فاتح د مفتوح مذهب قبول کړ.

The conquerors have accepted the religion of the conquered

3: د اسلام په خلاف دريم لوى چلنج هغه و، کوم ته چې فکري چلنج (د ايډيالوژۍ چلنج( ويل کيږي. دا هغه چلنج و، چې د کمونيزم له طرفه مخې ته راغلى و، کمونيزم (اشتراکيت) د نوولسمې پيړۍ په آخرى نيمايي کې له اروپا څخه راپورته شو او نږدې تر سلو کلونو پورې د دنيا د خلکو په ذهنونو کې يې ځاى نيولى و، په ١٩١٧م کال روسيې په اقتدار منگولې خخې کړې او له هغې وروسته يي شوروي اتحاد جوړ کړ. او بيا يې په نړۍ کې د زبرځواك حيثيت خپل کړى. هغه په ظاهره نه ماتيدونکې نظريه جوړه شوې وه.

مگر والله غالب على اٴمره (يوسف ٢١) له مخې د الله تعالٰى پريکړه ظاهره شوه. په ١٩٩١م کې د شوروى اتحاد دغه زبر ځواك د تاش د پتو پشان تس نس شو.[1]  د کمونيزم وروستى انجام يوازې دا شو چې په نړيواله کچه چې کومه فکرى تشه (Ideological vacuum) پريښوده. دغه تشه يوازې اسلام ډکولاى شي.

4: د اسلام خلاف چې څلورم چلنج چې د نوى ساينس له ظهور څخه وروسته مخې ته راغلى د نوولسمى پيړۍ په دويمه نيمايي کې کله چې ساينسى ايجادات زيات او د فطرت پټ شوي قوانين رابرسيره شول نو نوو ملحدانو د الله تعالٰى له وجود څخه انکار وکړ. چې د کائناتو د توجيه په نوم د خداى جل جلاله منل وو. اوس مونږ د فطرت قانون وموند له همدې امله اوس د خداى جل جلاله منلو ته (نعوذ بالله منها) ضرورت نشته!!! جولين هکسلى (١٨٨٧م ١٩٧٥م) د نوى الحاد نماينده گي کوله او ويل به يي: چې واقعات که چيرې د فطرى اسبابو لاندې راڅرگنديږى نو هغه د فوق الفطرى اسبابو نتيجه نشي کيداى.

If events are due to natural causes, they are not due to supernatural causes

د اسلام مذهبي سيستم ټول بنياد د يو خداى جل جلاله په تصور قائم دى. له همدې امله د الحاد دا نوى چاپ د اسلام په خلاف په ظاهره زبردست چلنج و، ليکن دوباره د خداى جل جلاله فيصله په تاريخ کې پخپله په لويديزه وينا کې د ټاپ ساينسدان د دې ملحدې نظريې د ماتولو لپاره راودريد. د مثال په توگه سرجيمس جينس (١٩٤٦م _ ١٩٧٧م) اوسرآتهراډنگټن (١٩٤٤-١٩٨٢) او نور.

دغو ساينسدانانو د ساينسې دلايلو په ذريعه دا حقيقت څرگند کړ چې د نوو ملحدانو دا خبره محض يوه مغالطه ده، ولې چې د خداى په نسبت سره اصل مسئله توجيه ده. په داسې حال کې چې نيچر محض يوه واقعه ده نه کومه توجيه.

Nature is a fact not an explanation

دوى په دلايلو سره ثابته کړه چې نيچر مخلوق دى. هغه خالق نه دى. نيچر توجيه نه کوي. هغه پخپله د توجيه محتاج دى.

Nature does not explan she herself is in need of an explanation

5: حقيقت دا دى چې د اسلام لپاره فکري او نظرياتي غلبه او برتري په تلپاتې توگه مقدره او مقرره ده. د اسلام په خلاف هر چلنج (Opportunity in disguise) دى. په قرآن کې دا حقيقت په دې الفاظو کې بيان شوى چې له هرې سختۍ وروسته آساني شته. (الا نـشراح). گويا اسلام ته خداى جل جلاله يو داسې نه ماتيدونکى طاقت ورکړى چې هر منفي په مثبت باندې تبديلوي. (خپل مخالف  په موافق بدلوي) دا حقيقت يوه برتانوي تاريخ ليکونکى پروفيسر کلټ د اسلام د پيغمبر په اړه معلوماتو کې داسې بيان کړى.

He faced adversity with the determination to wring success out of failure

      دوى د ستونزو مقابله په دې ارادې سره وکړه چې هغوى د ناکامۍ له زبيښلو څخه برياليتوب راوباسي.



[1]: د  کمونيزم دغې پوچې او له وحشته ډکې نظر يې په ١٩٩١م کال په افغانستان کې د دوى د سرولښکر د ماتيدو سره سم په نړۍ کې شکست وخوړ، چې سبب يې افغان جهاد او د مجاهد ولس د ميليونو افغانانو شهادتونه وو. د افغانانو د قربانۍ په نتيجه کې شوروي ړنگ او کمونيزم او شوروي د نړۍ له نقشې  ورك شو.(مترجم).

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

دا مقاله شریکه کړئ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ