د کتاب لړۍ: د حديث مطالعه

نصيحت قبلول

فصل: 46

نصيحت قبلول

هر انسان ته چې د حق معرفت حاصل شي. او د ده فکر ايماني فکر جوړ شي نو په فطري توگه داسې کيږي چې هغه يو جدي او سنجيده انسان جوړ شي. د دا ډول ايماني سنجيدگۍ يو اړخ هغه دى. کوم ته چې نصيحت منل او قبلول ويل کيداى شي. په قرآنکريم کې د دې لپاره مختلف الفاظ راغلي دي. د مثال په توگه تذکر (الزمر٩). اعتبار (عبرت اخيستنه) (المؤمنون ٢١). التوسم زيرکتيا (الحجر ٧٥)  او نور.   دغسې په حديث کې هم دغه ډول الفاظ وارد شوي دي. مثلاً وصمتي فکرا ونظرى عبرةً (مشکاة المصابيح ٣/١٤٧٢).  يعنې  زما چوپتيا د سوچ او فکر چوپتيا او خاموشي ده. او زما ليدل د عبرت ليدل دي.

ايمان يا د حق پيژندنه هم په خپل ذات کې د دغه ډول يو شى دى. ايماني معرفت څه شى د ى؟ هغه دا دى چې انسان په مخلوقاتو کې په غور کولو سره خالق وپيژني، هغه په ليدل کيدونکې دنيا کې د غيبو دنيا ومومي. د قرآن کريم په الفاظو کې هغو د ايات او نښو (بهرنيو نښو) په ذريعه داخلي حقيقتونه زده کوي. هغوى د سترگو سره بصيرت استعداد حاصلوي.

تدبر او تفکر د مومن عام مزاج وي. د ده دا مزاج هميشه او په هر ځاى کې قائم اوسيږي. دا مزاج له ده څخه هميشه د خداى جل جلاله يادونکى جوړوي. هغه هره ورځ داسې خبرې پيدا کوي چې په ايمان او يقين کې پوخوالى او کلکوالى پيدا کوي نو خلك په ظاهري شيانو کې يوازې د هغو ظاهري بڼه گوري مگر مومن د خپل دې مزاج په اساس په ظواهرو کې حقايق پيدا کوي. د تدبر او تفکر د دې عمل لپاره د کوم ځانته کيدو يا ځانگړي ځاى اړتيا نشته. دا عمل د مومن په دماغو کې هره شيبه روان وي. تردې چې د دنيا په سختو توپانونو کې هم هغه له دې څخه نه پرى کيږي.

نصيحت قبلول او منل د مومن لپاره روحي خوراك دى. د مومن لپاره که چيرې مادي غذا د ده د جسم د طاقت ذريعه ده نو عبرت او نصيحت د ده لپاره د روحاني غذا حيثيت لري. لکه د مادي غذا څخه پرته بدن صحتمند پاتى کيداى نشي دغسې له فکري غذا پرته د روحانيت ترقي ممکنه نه ده. لکه څنگه چې پرهيزگاري د مومن يو صفت دى دغسې نصيحت پذيري هم د مومن لپاره يو صفت دى. په قرآن پاك کې ديته اکثر اعتبار (پند او عبرت) ويل شوى دى. (الحشر ٢ ). يعنې بنيادم چې څه گوري، يا اوري يا يي لولي له هغې څخه دا سبق او عبرت اخلي، هغه په ظاهري شيانو کې د پټ شوى داخلي اړخونو په پيژندلو او ورباندې پوهيدلو پسې لگيدلى وي.

دا نصيحت پذيرى د مومن غذا ده. د دې په ذريعه د مومن ايمان زيات نه زيات شعوري ايمان جوړيږي. د مومن په ايماني احساساتو کې ژورتيا پيدا کيږي. له دې څخه مومن ته هغه ځانگړى شى لاس ته ورځى کوم ته چې په قرآن کې د ايمان زياتوالى ويل شوى دى.

د نصيحت پذيرۍ په ذريعه مومن خپل ايمان مضبوطوي تردې پورې چې د ده شخصيت د ايمان اوچت ترينى درجې او مرتبې ته ورسيږي. هغه په نفسياتي اعتبار سره له ملايکو سره په يوه کچه او سطحه کې شي.

توندروى نشته

په حديث کې راغلي دي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. (لاتشددوا على انفسکم فيشدد عليکم، فان قوما شددوا على انفسهم فشدد الله عليهم، فتلك بقاياهم فى الصوامع والديار). (سنن ابى داؤد، کتاب الادب، باب فى الحسد). يعنې تاسې په خپلو ځانونو باندې سختي مه کوئ، که نه! په تاسې به سختي وکړاى شي. ولې چې يوه قوم په خپل ځان باندې سختي کوله، نو الله تعالٰى هم په هغوى سختي وکړه. د هغوى پاتې شونې په دې گرجو او خانقاگانو کې گورۍ.

په دې حديث کې له تشدد څخه مطلب په محدوده توگه يوازې مذهبي تشدد يا له حده زيات (افراطى) رهبانيت نه دى، بلکې د دې تړاو د انساني ژوند له ټولو معاملاتو سره دى. په کومه معامله کې چې ميانه رو او د اعتدال طريقه پريښودل شي او د سختۍ طريقه اختيار کړاى شي هغه ټول د دې حديث حکم کې شامل دي.

اعتقادي شدت خوښونه دا ده چې د جزئي اختلافاتو په اساس د يو بل په تکفيرولو او فاسق گڼلو پسې ولگيږي. دغسې عبادتي شدت پسندي دا ده چې د فروعي مسلکونو په بنياد جلا، جلا جوماتونه جوړ کړاى شي. او دا په امت کې د بې اتفاقۍ تر پولو ورسول شي. دغسې د معاملاتو شدت پسندي دا ده چې رخصت کم وگڼل شي او هره معامله کې د عزيمت سوال جوړ کړي.

 شدت خوښونکى انسان په خپل ځان کې ژوند کوى. هغه يوازې خپلې هيلې او ارزوگانې پيژني. په دې اساس د ده حيثيت د هغه په شان وي چې سړك تش وگڼي او خپل گاډې پرې تيز خوشى کړي. دغسې انسان هيڅکله د برياليتوب تر منزله رسيداى نشي په دې دنيا کې د برياليتوب راز په اعتدال پسندۍ کې دى. نه په شدت خوښونه کې.

شدت پسندي گويا د خداى جل جلاله د جوړې کړې نقشې خلاف د ژوند کولو کوشش کول دي او اعتدال پسندي د خداى جل جلاله د تخليقى نقشې مطابق خپل ژوند تعميرول او آبادول دي. او شدت پسندي د خپل ذات په اعتبار سره د تواضع خلاف ده. او د نورو په اعتبار سره د انساني رعايت خلاف ده. او دا دوه شيان پرته له شکه په اسلام کې مطلوب نه ده، توند لاري د الله تعالٰى خوښه نه ده. کوم خلك چې  د شدت پسندۍ طريقه اختياروي د هغه انجام دا وي چې د توند لارۍ طريقه هغه په رواياتو کې شامله او د هغه د دين برخه جوړوي. دغسې د دوى وروستي نسلونه مجبوريږي چې د دوى پيروي وکړي ځکه چې د داسې نه کولو په صورت کې هغو ته محسوسيږي چې هغوى له اعلٰى معيار څخه کم تره درجه دينداري اختيار کړيده.

د دې توند لارۍ تړاو په محدوده توگه يوازې له رهبانيت سره نه وي. بلکې د دې تړاو هرې دينې څانگې سره وي. د مثال په توگه د قومي او سياسي حقوقو د هلو ځلو لپاره دوه طريقې ممکنې وي. يو سوله ييزې هلې ځلې. او بل له تشدد او زور زياتي څخه ډکې هلې ځلې. په دې معامله کې صحيح طريقه دا ده چې په سوله ييزه او غير متشددانه طريقه کار په ذريعه د خپل مقصود د حصول هلې ځلې وشي. د دې برعکس که چيرې له توندروى طريقه کار انداز اختيار کړاى شي. نو د دې په يو وخت دوه تاوانه وي. يو دا چې قوم به غير ضروري سختۍ برداشت کړي. دويم دا چې کله يو ځل له توندروى طريقه کار رواج جوړ شي نو ديته د هلو ځلو د اوچت معيار هلو ځلو حيثيت حاصل شي. له تشدد څخه ډك طريقه کار بې نتيجې گڼونکي خلك هم په دې باندې قائم پاتې کيږي. ځکه چې د دوى د راپورته کيدو څخه وروسته خلکو ته محسوسيږي چې دوى پخپله د دين مطلوب معيار پريښودى دى. دوى د عزيمت په ځاى د رخصت لار غوره کړې ده. دوى د تجاوز په ځاى له ځان نه دفاع خپله طريقه جوړه کړيده.

د توند لارې يو صورت هغه دى کوم ته چې انتها پسندى (Extremism) ويل کيږي. انتها پسندي دا ده چې انسان حقايق او امکانات له پامه وغورځوى او خپله د کار نقشه جوړه کړي. هغوى د عقل په ځاى د خپلو احساساتو د لارښوونو لاندې چليږي د ليرې فکر کولو په ځاى د جلتۍ خوښولو روش او طريقه اختياروي او د تدريج په ځاى د گام په ذريعه خپل سفر سرته رسول غواړي.

دغسې انسان دا کوي چې هغه شوق خپلې مخې ته ايږدې. او دور انديشي شاته کوي. هغه دا هيره کړي وي چې هر يو شى يو حد لري. که هغه فرد وي او که ډله. د پولو له پامه غورځول داسې دي لکه چې يو څوك د سکروټې گرمائش معلومولو لپاره هغه په خپل لاس کې د اور سکروټه ونيسي. او يا لکه تيږه ماتولو لپاره خپل سر نه څټك جوړ کړي. د دغه ډول هر کار له حد څخه تجاوز او تيرى کول دي. او له حده تيريدونکي خلك به هيڅکله په دې دنيا کې بريالي نشي.

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

دا مقاله شریکه کړئ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ