د کتاب لړۍ: د حديث مطالعه

د خبرو حکمت

فصل: 47

د خبرو حکمت

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي څوك چې په الله تعالٰى او د آخرت په ورځ باور لري نو هغه لره پکار دي چې يادې د خير خبره کوي او که نه! نو چپ دې پاتې شي. (من کان يؤمن بالله واليوم الاخر فليقل خيراً او ليصمت).

لابريُبر Jean de la Bruyere يو فرانسوى ليکوال دى. دا په ١٦٤٥م کې پيدا او په ١٦٩٦م کې مړ شوى دى. ده همدا خبره په دې الفاظو کې کړې چې دا ډيره د بدمرغۍ خبره ده چې نه په انسان کې دومره فکر وي چې ښه خبره وکړي او نه پکې دومره د فيصلى طاقت وي چې چپ پاتې شي.

It is a great misery not to have enough wit to speak well, nor enough judgement to keep quiet

د خبرو صلاحيت دومره ستر صلاحيت دى چې د بيانولو اندازه يې څه حد نه لري. او دا صلاحيت انسان ته الله تعالٰى ورکړى دى. د وينا صلاحيت که چيرې په سمه توگه استعمال کړاى شي نو دا نعمت دى او که د وينا صلاحيت بې ځايه استعمال کړاى شي نو له دې څخه لوى او ستر مصيبتونه جوړيږي.

خبرو کولو د صلاحيت صحيح استعمال دا دى چې انسان له خبرې وړاندې سوچ او فکر وکړي. له خپلې وينا څخه وړاندې بايد هغه د بل واوري. کومه خبره چې له خولې راوباسي لومړى بايد فکر وکړې چې د دې هرې يوې خبرې به د خداى جل جلاله په وړاندې ځواب ورکوم. چا سره چې د خبرو لپاره يو څه وي هغه بايد له دې سره، سره بيا هم چپ پاتې کيدل غوره کړي. او د مسؤليت د احساس لاندې خبرې وکړي، نه د شوق پوره کولو د احساس لاندې.

د دې په عکس د خبرو د صلاحيت غلط استعمال دادى چې انسان بې سوچه او بې فکره خبري کوي. ده سره يوازې نورو ته د اورولو شوق وي، له نورو څه د اوريدلو شوق ورسره هيڅ نه وي. د معاملاتو په ژورتيا باندې له پوهيدو پرته په معاملاتو باندې وينا کولو ته ودريږي. د ده وينا د ځان ښودنې لپاره وي. نه د حقيقت د څرگندولو لپاره لکه خبرې کول چې تر ټولو ستر ثواب وي. دغسې خبرې کول ترټولو ستره گناه هم وي. کوم انسان چې دا حقيقت درك کړي، د هغه خبرې به هم معنا لرونکى وي او چوپتيايي هم له معنا ډك وي.

د خبرو اسلوب او طريقه

عن ابن مسعود رضى الله عنه ان النبى صلى الله عليه وسلم قال لقوم يتخلفون عن الجمعةِ: لقد همتُ ان امُرَ رجلاً يصلى بالناسِ ثُم اُحرقَ علٰى رجالٍ يتخلفون عن الجمعة بُيوتهمْ.(مسلم بحواله مشکاة ١/٤٣٥).

عبدالله بن مسعود رضى الله عنه وايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم د هغو خلکو په هکله وفرمايل: چې د جَمْعې لمونځ ته نه راتلل: چې ما اراده کړې چې يو کس ته ووايم چې هغه خلکو ته د لمونځ امامت وکړي او زه ولاړ شم اود هغو خلکو کورونه وسيزم چې له جمعې څخه وروسته پاتې کيږي.

د دې حديث د ظاهري الفاظو څخه معلوميږي. کوم خلك چې جومات ته په جماعت باندې لمونځ اداء کولو ته نه ځي چې د هغوى کورونو ته اور اچول او د هغوى په کې سيزل پکار دي. مگر له دغه ډول خلکو سره نه رسول الله صلى الله عليه وسلم پخپله دغه کار کړى او نه له ده څخه راوروسته د اسلام په دې اوږود تاريخ کې چا دا کارکړى او نه عالمانو دا کار کړى چې په جماعت سره د لمونځ ترك کوونکى کور ته دې اور واچول شي او هغه دې وسوځول شي.

د دې لامل څه دى؟ د دې لامل دا دى چې دغه ډول الفاظ هيڅکله هم د ظاهري مفهوم په اعتبار سره نه دي ويل شوي. بلکې هغه د احساس د سختوالي لپاره ويل شوي دي. دغه الفاظ د هغې د حقيقي مفهوم په اعتبار اخستل پکار دي، نه د محض ظاهري الفاظو په اعتبار سره.

هره خبره اصلاً د يو مفهوم د اداء کولو لپاره ويل کيږي. مگر له دې سره د هر کلام يو اسلوب او طريقه وي او دا اسلوب د ويناوال د احساس څرگندويي کوي. که چيرې انسان له کومې خبرې څخه ډير زيات اغيزمن شي. نو د ده د احساس تيزوالى د ده په ويل شوو الفاظو کې هم څرگنديږي. د دې ټکې په نظر کې ساتلو څخه پرته د هيچا د کلام په اصل نوعيت باندې انسان پوهيداى نشي.

اوريدونکى که چيرې جدي وي نو د ويناوال په خبرو باندې په پوهيدو کې ده ته هيڅ ستونزه نه وي. مګر کوم خلك چې سنجيده او احتياط کوونکي نه وي هغه د هرې خبرې سرچپه مطلب راويستلاى شي. اگر که هغه د خداى جل جلاله او د رسول الله صلى الله عليه وسلم وينا هم وي.

د خبرو دوه ډولونه

(عن عبدالله بن عمر رضى الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم لاتکثرو الکلام بغير ذکر الله فان کثرة الکلام بغير ذکر الله قسوة للقلب وان ابعد الناس من الله القلب العاسي). (رواه الترمذى).

حضرت عبدالله بن عمر رضى الله عنهما وايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. د الله تعالٰى له ذکر څخه علاوه ډيرې خبرې مه کوئ ځکه چې د الله تعالٰى له ذکر پرته زياتې خبرې کول د زړه د قساوت (سختوالى) له امله کيږي. او په کوم زړه کې چې قساوت وي نو هغه په ټولو خلکو کې تر ټولو زيات له الله تعالٰى څخه ليرې وي.

 په دې حديث کې له ذکر څخه هغه معروف او معلوم ذکر نه دى، يعنې د دې مطلب دا نه دى چې خبرې کوې او بيا، بيا د ذکر کلمات په ژبه تکراروه. د دې مطلب دا دى چې د ستا خبرې له الهې ياد څخه خالي نه دي پکار. بلکې دا بايد د الهى ياد د روح څخه مالا مال وي.

د قساوت معنٰى سختوالي سره شوي ارض قاسيه هغې ځمکې ته ويل کيږي چې شاړه وي او هيڅ شى پکې نه راشين کيږي. کله چې دا لفظ د زړه لپاره استعماليږي. نو د دې مطلب وي د زړه سختوالى، داسې زړه چې په هغه کې احساس نه وي. د کومو خلکو په زړونو کې چې سختوالى وي. په کومو زړونو کې چې حساسيت پاتې نه وي. د هغه خبرې يو ډول د ژبې ورزش وي. په دغسې خبرو کې د تواضع او خشيت روح نه وي. د بې حسه ماشين په شان خبرې به کوي. نه د هغه انسان په شان چې د خداى جل جلاله د عظمت او جلال په فکر کې ډوب وي او خبرې کوي.

د دې په عکس کوم انسان چې له الله تعالٰى څخه ويريږي. چا سره چې د آخرت د حساب وکتاب احساس وي. هغه چې کله خبرې کوي نو د هغه په هر لفظ او خبره کې د ده د زړه د کيفيت رنگ ځليږي. د ده خبرې د يو سنجيده انسان خبرې وي. د ده لهجه له درده ډکه وي. په خبرو کې يې ژورتياوي. او په هره خبره کې يي د خداى جل جلاله او آخرت فکر شامل وي. د بې حسه انسان الفاظ له انساني لغت پانگې څخه وي او احساس انسان الفاظ له الهي معرفت څخه وي. د دواړو په خبرو کې هومره توپير وي څومره فرق چې د زمکې او آسمان ترمنځ دى.

د ژبې استعمال

په عربي ژبه کې مقوله ده: عى صامت خير من عى ناطق (له خبرو عاجز خاموش غوره دى له خبرو کوونکي عاجز څخه).

يعنې يو کس په خبرو نه پوهيږي او چپ وي. نو دغسې کس له هغه انسان څخه غوره دى په چا کې چې د خبرو سليقه نه وي او له دې سره، سره هغه خبره وکړه او خبره يي ورانه کړه.

دا حقيقت په حديث کې په زياته  بهتره طريقه داسې ويل شوى. څوك چې په الله او د آخرت په ورځ ايمان لري نو هغه لره پکار دي چې خبرې کوي بايد ښې خبرې وکړي او که نه نو چپ دې پاتې شي. (من کان يؤمن بالله واليوم الاخر فليقل خيراً او ليصمت). (صحيح البخارى کتاب الادپ).

خبرې کول د خپل مسؤليت څرگندونه ده. رښتينى ويناوال هغه دى چې د مسؤليت احساس يي په خبرو کولو مجبور کړى وي. د چا په خبرو کې چې دغه ډول احساس شامل نه وي. هغه حقيقي خبرې کول نه دي. بلکې خداى جل جلاله چې د خبرو کوم صفت ورکړى هغه بيځايه استعمالوي. په اسلام کې چې له کومو شيانو څخه منع کړاى شوى دى. له هغو څخه يو هم اسراف دى. يعنې د خداى جل جلاله له ورکړاى شوو شيانو څخه کوم يو يې بې ضرورته لگول دي. خبرې هم د الله تعالٰى يو نعمت دى. د خبرو په اسراف سره استعمال يو داسې فعل  دى، کوم چې د خداى جل جلاله په وړاندې د نيول کيدو اندښنه شته.

دغه ډول استعمال سره يې د خداى جل جلاله له لورې د نيول کيدو انديښنه شته. نه د انعام ورباندې ترلاسه کول. له انسان سره که په واقعيت کې احساس وي چې د خبرو ستر صلاحيت چې کوم ده ته ورکول شوى دى. هغه د يو ځانگړي هدف لاندې ورکړل شوى دى. او دا ځانگړې مقصد دا دى چې انسان خپل دغه صلاحيت د حق کار په څرگندولو کې ولگوي. او هيڅکله هغه د بې مسؤليته خبرو اترو  غلطى ونکړي. کله چې خبرې کوي نو هغه خبرې کوي چې کومې د ويلو وړ او لائقې وي. او که د ويلو وړ خبرې ورسره نه وي نو چپ او خاموش کښيني. نه دا چې په غير ضروري توگه بې ګټې خبرو پسې ولگيږي. که چيرې خبرې کول کاروي نو چوپتيا هم کار دى. په خبرو کولو که د خداى جل جلاله په وړاندې اجر شته. نو خداى جل جلاله هغه انسان ته هم اجر ورکوي چې څوك د مسؤليت د احساس په وجه له خبرو ځان منع کړي.

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

دا مقاله شریکه کړئ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ