ژبه هم جنت دى او هم دوزخ
ژبه هم جنت دى او هم دوزخ
عن ابى هريرة رضى الله عنه عن النبى صلى الله عليه وسلم قال: ان العبدَ ليتکلم بالکلمةِ من رضوانِ الله تعالٰى ما يُلقِى لها بالاً يَرفَعُه الله بها درجاتٍ، وانِ العبد ليتکلمُ بالکلمةِ من سَخَطِ الله تعالٰى لايُلقِى لَها بالاً يَهوِى بها فى جهنم. (بخارى، کتاب الرقاق).
د ابوهريره رضى الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. بنده د الله تعالٰى د رضا يوه خبره کوي او هغې ته هيڅ اهميت هم نه ورکوي مگر د دې خبرې په وجه الله تعالٰى د هغه مرتبه او درجه اوچته کړي دغسې بنده د الله تعالٰى د ناراضه کولو يوه خبره کوي او دا يې هيڅ پروا هم نلري مگر د دې خبرې په وجه هغه جهنم ته ولاړ شي.
په يوه معامله کې د دوه ډوله خبرو يو مثال هغه دى کوم چې د بنو المصطلق (٦ هـ) د غزا پر مهال مخې ته راغلى و، حضرت عايشه رضى الله عنها په دې سفر کې له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره ملگرې وه. په يوه اتفاقي سبب سره هغه له کاروان څخه پاتې شوه. چې بيا وروسته صفوان بن معطل رضى الله عنه سره مدينې ته راغله دغه ډول پيښې په پخواني صحرايي ژوند کې فوق العاده نه وې. مگر عبدالله بن ابى په دې هڅه کې و، چې د دغه ډول يوې ساده پيښې له لارې پيغمبر صلى الله عليه وسلم بدنام کړى. غلط رنگ ورکړي او حضرت عايشه رضى الله عنه له صفوان سره په تور ککړه کړي او د هغې په حيا او عزت باندې حملى وکړې. په قرآن پاك کې دي چې د دې له امله عبدالله بن ابي د ستر عذاب وړ وګرځيد. (النور ١١).
د دې پيښې بې ضرره توجيه هم کيداى شوه مگر ده لدې پيښې څه د افك (دروعجن تور) واقعه جوړه کړه. ده وويل: له قافلې څخه د حضرت عايشې رضى الله عنها پاتې کيدل او بيا له يو پردې سړي سره په اوښ کيناستل او بيرته واپس راتلل محض اتفاقي خبره او مسئله کيداى نشي. دغه ډول يوه خبره په پاك لمنه بي بي او د هغې کردار اشتباهي کول د الله تعالٰى په نزد د يو لوى جرم حيثيت لري. دغسې يوه جمله هم انسان لپاره په جهنم کې د غورځيدو لپاره بس ده.
په دغسې مواقعو کې صحيح اسلامي طريقه دا ده چې انسان له دې څخه د نيك گومان غذا واخلي په خپله آبرو او عزت باندې د نورو آبرو قياس کړي، په دې اړه يو مثال د ابو ايوب انصاري (خالد بن زيد رضى الله عنه) واقعه ده. کله چې د افك واقعې په اړه آوازه خپره شوه نو د ده ميرمنې وويل: اى ابو ايوبه! آيا تا نه دي اوريدلى چې د حضرت عايشه رضى الله عنها په باره کې خلك څه وايي. هغه وويل: هو اوريدلي مي دي مگر هغه دورغ دي. اى د ايوب مورې! آيا ته به دغسې کار وکړې. هغې وويل: په خداى جل جلاله قسم دې که دغسې وکړم. زه هيڅکله دغسې کولى نشم. ابو ايوب انصاري رضى الله عنه وويل: بيا خو عايشه رضى الله عنها په خداى جل جلاله قسم دى چې له تا غوره ده. (ان ابا ايوب قالت له امراٴته ام ايوب! يا ابا ايوب الا تسمع ما يقول الناس في عايشه رضى الله عنها قال: بلى وذلك الکذب اکنت يا ام ايوب فاعلة: قالت لا والله ماکنت لاٴفعله: قال: فعائشة والله خير منكِ). (سيرت ابن هشام جلد ٣ صفحه ٣٤٧).
په قرآن کې دا واقعه ذکر کيږي او وايي. (لَوْلاَ إِذْ سَمِعْتُمُوهُ ظَنَّ الْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بِأَنفُسِهِمْ خَيْرًا وَقَالُوا هَذَا إِفْكٌ مُّبِينٌ). (النور ١٢).
ولې داسې ونه شول چې کله تاسې داسې خبرې اوريدلې نو مسلمانو نارينه وو او مسلمانو ميرمنو دې د خپلو خلکو په باره کې ښه گومان کړى واى او ويلې دې واى چې دا دروغ دى ښکاره او څرگند.
کله چې د يو چا په اړه کومه خبره مخې ته راځي نو د تل لپاره په ښه مفهوم کې د هغې د اخستلو کوشش پکار دى. د انساني ژوند معامله له حده زياته پيچلې معامله ده. کومه انساني پيښه په سمه توگه پرې د ځان پوهولو لپاره د ډيرو شيانو په باره کې يقيني معلومات ضروري دي کوم چې په عامه توگه باندې يو انسان ته حاصليداى نشي. هره انساني پيښه ډيرې برخې لري يوه پيښه چې د نيمگړو معلوماتو په رڼا کې وکتل شي نو يو څه په نظر راځي، او د کافي معلوماتو په رڼا کې چې وکتل شي نو نور څه په نظر راځي. په زياترو وختونو کې يو چا سره د پيښې ټول اجزاء نه وي. همدا وجه ده چې په تلوار سره رايه قايمونکى اکثر غلطه رايه قايموي. بيا يو انسان ولي په غير ضروري امتحان کې ځان اچوي. هغه ولې داسې خبره کوي کومه چې دا د رښتيا په عدالت او محکمه کې صحيح ثابتولاى نشي.
اسلامي ټولنه له الله تعالٰى ويريدونکو ټولنه وي. په دغسې ټولنه کې د هر انسان په ژبه باندې د الله تعالٰى د ويرې واگې لگيدلې وي. او کوم خلك چې له الله تعالٰى څخه ويريږي هغوى د نورو په باره کې هيڅ کله د بدخواهۍ خبره نه شي کولاى. يو انسان چې په دې باور لري چې ټول معاملات بالاخره د خداى جل جلاله په وړاندې پيش کيدونکي دي. هغه چې د نورو په باره کې کومه خبره له ژبې راوباسي نو په فوري توگه دا فکر کوي چې زما خبره که چيرې د خداى جل جلاله په وړاندې بې دليله راوخيژي نو زه به څه کوم. دغسې انسان هيڅکله له نورو سره دا رويه نه اختياروي. کومه چې د خداى جل جلاله په نزد بې قيتمه کيدونکي وي، له چا سره چې ناوړه چلن کوي هغه داسې ويريږي لکه چې دا د خداى جل جلاله په وړاندې ولاړ وي.
له خداى جل جلاله څخه ويريدونکي انسان نه يوازې دا چې د نورو په خلاف د کومې خبرې په باره کې له اندازې زيات محتاط وي. بلکې کله چې وگوري چې يو څوك لگيا وي بل مسلمان بې عزته کوي نو دا د دغه مسلمان له طرفه د مدافعت کولو لپاره ودريږي. هغه د مظلوم په اړه بې طرفه نه پاتې کيږي. بلکې هغه د مظلوم طرفدار جوړيږي. هغه خپل ځان د خپل ورور د عزت او آبرو محافظ گڼي. هغه چې کله يو څوك وويني. چې د يو بل کس آبرو تويوي نو هغه راپاڅيږي او ورته وايي چې:
هذا افك مبين.
د غيبت کفاره
د اسلام پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. د غيبت کفاره دا ده چې ته د هغه (مغتاب) په حق کې د بښنې او بخشش دعا وکړې. د چا چې تاغيبت کړى و، ته داسې وايه چى اى الله ماته او ده ته بخشش وکړه. (ان من کفارة الغيبة ان تستغفر لمن اغتبته تقول اللهم اغفرلنا وله). (البيهقى).
په ټولنيز ژوند کې اکثره داسې کيږي چې د يو کس له ژبې څخه د بل په باره کې څه داسې ناوړه الفاظ راووځي. کوم چې د غيبت په تعريف کې راځي. کوم چې د معاملې خاوند واوري نو ده ته سخت تکليف وي. او پرې خفه کيږي.
د خداى جل جلاله په دين کې غيبت ته گناه ويل شوې، په دغسې حالت کې هغه کس چې غيبت يې کړې څه وکړي. د چا له ژبې څخه چې د خپل ورور لپاره د غيبت الفاظ راووځي. دا د خپل ورور په نه موجوديت کې هغه داسې کلمات ووايي چې که چيرې هغه دا واوري نو د ده زړه ته به تکليف او درد ورسيږي. د دې حل په دين کې دا ويل شوى چې انسان دې د هغه په حق کې دعاء وکړي د چا په خلاف چې د غيبت الفاظ له ژبې راوتلى. هغه دې د خپل ځان لپاره د خير دعا وغواړي او د خپل ورور لپاره دې هم له خداى جل جلاله څخه د خير دعا وکړي. د خپل ځان د اصلاح غوښتونکى به هم وي. او د خپل ورور د اصلاح غوښتونکى به هم وي. دغه ډول دعا په ساده توگه د څه الفاظو د ويلو نوم نه دى. هغه د دغه کس په حق کې د خير خواهۍ څرگندونه ده د چا خلاف چې غيبت شوى. غيبت د خپل حقيقت په اعتبار سره د نفرت او بدخواهۍ عمل دى. که چيرې له يو چا څخه دغه ډول فعل سرته ورسيږي. نو انسان ته پکار دي چى له خپل زړه څخه د کرکې او بدخواهۍ جذبات وباسي. او د دې په ځاى د اړوند کس په حق کې د محبت او خير خواهۍ احساسات پيدا کړي. د دغه ډول محبت او خير خواهۍ يوه اوچت ترينه څرگندونه هغه ده کومې ته چې په حديث کې دعا ويل شوى.
په کومه ټولنه کې چې غيبت عام شي. له هغې ټولنې څخه د کرکې ا و بې اعتمادۍ ټولنه جوړيږي. له دې خرابۍ څخه د ټولنې د بچ کولو لپاره تدبير دا دى چې په خلکو کې دا روحيه پيدا کړاى شي چې کله د يو چا له ژبې څخه د غيبت الفاظ راووځي. نو له دې څخه وروسته دې هغه په نيکو دعاگانو سره بيرته دغه بدي پاکه کړي.
نرم چلند
امام بخارى رح د حضرت جابر بن عبدالله په واسطه نقل کړي دي. چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. الله تعالٰى دې په هغه انسان رحم وکړي کله چې څه خرڅوي او کله چې څه اخلي او کله چې غوښتنه کوي نو په دې ټولو حالاتو کې نرمي کوي. (رحم الله رجلا سمحًا اذا باع واذا اشترى واذا اقتضى). (مشکاة المصابيح، جلد٢ صفحه ٨٥٠).
په دې حديث کې اصلاً د آخرت خبره شوې ده. يعنې کوم سوداگر چې داسې کوي چې خلکو سره د اخستلو او خرڅولو په وخت له نرمۍ کار واخلي. او د چا په ذمه چې څه پاتې وي نو په نرمۍ او شرافت مندانه توگه ورڅخه هغې غوښتنه کوي. نو د آخرت په ورځ به الله تعالٰى له ده سره د رحم او مهربان معامله وکړي لکه څنگه چې په يو بل حديث کې راغلي دي. يو کس خلکو سره په راکړه ورکړه کې له گذشت څخه کار اخستلو، کله چې په آخرت کې د هغه معامله وړاندې شوه. نو الله تعالٰى وفرمايل: زما له بنده څخه تير شئ ځکه چې زه د دغه ډول چلند ډير حقدار يم. (فقال الله: انا احق بذامنك تجاوزوا عن عبدي).
بيا هم په اسلام کې دنيا او آخرت جلا، جلا نه دي. کوم شى چې د آخرت په اعتبار سره گټور وي. په دې کې دنيوى گټه هم په پوره توگه ايښودل شوې ده. يو ځل له يو کامياب هټۍ وال څخه پوښتنه وشوه. چې په کاروبار کې د برياليتوب لپاره څه شى اړين دى، هغه ځواب ورکړ، نرمه خبره (ښه چلن) دا په عيني توگه هغه شى دى چې په حديث کې ويل شوى.
که چيرې په دنيا کې يوازې يو دوکاندار وي نو هغه ته به د نرمۍ د چلند اختيارولو اړتيا نه وي ده ته به اجاره داري حاصله وي او هر څوك به له خپلو اړتياوو څخه مجبوروي چې په هر حال له ده څخه سودا واخلي. مگر په دنيا کې بې شميره دوکانونه پرانستل شوي. اوس چې د يو چا په جيپ کې قيمت وي. هغه څه مجبور دى چې له همده څخه سودا واخلي. دلته به تاسې دا کول در په غاړه وي چې اخستونکي ته د هغه د ضرورت مال د ورکولو سره هغه په خپلو نرمو اخلاقو خوشحاله هم کړې تردې پورې که چيرې هغه په څه وجه سخته رويه اختيار کړي، نو بيا به هم ته له هغه سره د نرمۍ چلند پرينږدې.
موجوده دنيا کې په تجارتي کاميابۍ کې تر ټولو لوى راز په همدې نرمه رويه کې دى. نرمه طريقه اختيارول انسان د برياليتوب په لور بيايي. او سخته رويه انسان د ناکامۍ په لور بيايي.
يو حديث
عن ابى هُرَيرة رضى الله عنه انه سمع النبى صلى الله عليه وسلم يقول: ان العبد ليتکلم بالکلمة ما يتبينُ فيها يَزِلّْ بها الى النارِ ابعَدَ مما بين المشرقِ والمغرب.(متفق عليه).
د ابوهريره رضى الله عنه په روايت رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. بنده بې سوچه او بې فکره يوه خبره کوي چې د دې خبرې له امله هغه په جهنم کې وغورځيږي. له دې نه هم ليرې په جهنم کې پريوځي څومره چې ختيز او لويديز تر منځ واټن دى.
تبين يتبين معنا په عربى ژبه کې غور او سوچ کول دى. يعنې يو کس چې خبره کوي لومړى بايد غور او فکر وکړي دا خبره چې زه يي کوم. سمه ده که ناسمه. د دې حديث له مخې ډيرې خبرې داسې دي چې په ظاهره انسان ته معمولي ښکاري. مگر هغه دومره سختې وي چې په جهنم کې د انسان د غورځيدو سبب گرځي.
د دې مطلب دا نه دى چې ځينې خبرې په پراسراره توگه بدي او ناکاره دي. يعنې په ظاهره د هغې بدوالى انسان ته نه معلوميږي مگر د نتيجې په اعتبار سره هغه د خداى جل جلاله په نزد بدې گرځول کيږي. حقيقت دا دى چې د هرې بدې خبرې بدوالى خلکو ته معلوم دى. البته کومې خبرې چې خلکو ته معلومي نه وى هغه دا چې يوه بده او ناکاره خبره لکه چې د يو داسې کس په حق کې ويل يې غلط وي چې زمونږ په ښه فهرست کې شامل وي. دغسې د هغه کس لپاره يې ويل هم غلط دي. چې زمونږ په بد او ناکاره فهرست کې شامل وي.
د خلکو دا حال دى چې له چا څخه هغوى خوشحاله وي، د هغه په باره کې چې خبره کوي نو په پوره سوچ او فکر سره يي کوي. مگر له چا څخه چې هغوى ته شکايت وي. يا څوك هغه په څه وجه سپك وگڼي. د ده په باره کې هغوى بيا له هيڅ ډول احتياط او سوچ څخه کار نه اخلي. د دغسې کس په باره کې پرته له تحقيق هر ډول بده خبره کوي. په دغسې کس باندې په هر ډول چې وي بې بنياده تور لگوي. او دا سوچ او فکر نه کوي چې په يو چا باندې پرته له دليل او ثبوت څخه تورلگول په هيڅ حال کې د هيچا لپاره جايز نه دي. اگر که هغه د خلکو په نظر کې هر څومره لوى بزرگ هم وي. ا گر که په ظاهره ده د دين او دنيا هر څومره سترې کارنامې يي سرته رسولي وي. (بې بنياده بې دليله او بې ثبوته د هيچا لپاره په هيچا باندې تور لگول جايز نه دي نه د نيك انسان لپاره او نه د بد انسان لپاره).
ښه او د خير خبره
په حديث کې راغلي، چې د اسلام پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي څوك چې په الله تعالٰى او د قيامت په ورځ ايمان لري نو د خير او ښه خبره دې کوي او يا دې چپ کښينې. من کان يومن بالله واليوم الاۤخر فليقل خيراً اوليصمت.
د دنيا زياتره ستونزې د يوې غلطې خبرې نتيجه وي. دغسې د دنيا اکثر ښه حالات د يوې ښې خبرې نتيجه وي. په يوه خبره سره په خلکو کې محبت زياتيږي او بله خبره په خلکو د نفرت او کرکې سبب جوړيږي. دغسې حالت کې د سنجيده او مسؤليت لرونکي انسان لپاره ضروري دي. چې هغه د خپلې ژبې او قلم په استعمالولو کې له حده زيات احتياط وکړي.
په ژوند کې بيا، بيا داسې کيږي چې انسان څه ويل يا ليکل غواړي. مگر ليکل او ويل د داسې انسان لپاره جايز دي چې په ياد پيغمبرانه هدايت باندې عمل کوي. څوك چې په دغه هدايت عمل نه شي کولاى د هغه لپاره له سره ليکل او ويل جايز نه دي.
د دې معاملې دوه صورتونه دي. يو دا چې انسان سره د ويلو لپاره يو داسې خبره وي چې د نورو په باره کې نيك او ښه گومان پيدا کوونکې وي. د کومو په خپرولو سره چې په خلکو کې د محبت د فضا پيدا کولو اميد وي. چې په واضحه توگه يوه داسې خبره وي. په کومې سره چې په خلکو کې مثبت ذهنيت يا تعميري شوق پيدا کوونکې وي. دغه ډول خبرې په يقيني توگه چې يوه د خير خبره ده او د دې په ويلو د خداى جل جلاله له طرفه هيڅ بنديز نشته.
بل صورت دا دى چې ته کومه خبره يا ليکل کوې هغه د خپل نوعيت په اعتبار سره يوه منفي خبره وي. انديښنه وي چې د دې په وجه به په خلکو کې بدگمانۍ پيدا شي په خلکو کې غصه پيدا شي، خلك به د يو بل په خلاف په کرکه کولو شروع وکړي.انسانيت به په دوست او دښمن تقسيم شي. په داسې صورت کې په تا لازم دي چې ته چپ او خاموش واوسيږې نه دا چې په خبرو کولو سره د انسانيت په ستونزو کې زياتوالى راولي.
معنا ته اعتبار دى نه الفاظو ته
عن ابي هريرة رضى الله عنه عن النبى صلى الله عليه وسلم انه قال: من جلس فى مجلس فکثر فيه لغطه فقال قبل ان يقوم من مجلسه: سبحانك اللهم وبحمدك اشهدان لا الٰه الا انت استغفرك واتوب اليك، الا عفر الله له ما کان فى مجلسه ذالك. (ترمذى، نسائى).
د ابوهريره رضى الله عنه په روايت رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي يو انسان چې په يو مجلس کې کښينې. په زوره، زړه پکې خبرې وکړي. بيا له دې مجلس څخه له پورته کيدو وړاندې ووايي. اى الله ته پاك يي حمد او ستاينه تا لره ده زه گواهي وايم چې نشته معبود برحق په غير له الله تعالٰى نه، زه له تا نه بخشش غواړم او د ستا په طرف متوجه کيږم. نو په دې مجلس کې چې ترې کومې خبرې صادرې شوې الله تعالٰى به ورته هغه معاف کړي.
د دې مطلب دا نه دى چې د دې الفاظو په ويلو ورته الله تعالٰى دغه معاف کوي. دغه معافي او بخشش په اصل کې د دي الفاظو د معنا په اساس ده، نه د محض الفاظو په اداء کولو په اساس.
دا د داسې کس حال بيان شوى دى د چا په زړه کې چې له الله تعالٰى ويره موجوده وي. دغسې کس چې کله څه خلکو سره کښيني. او هلته په کومه موضوع خبرې اترې کيږي. نو د خبرو اترو په منځ کې کله، کله په ده باندې غفلت راځي، په زوره، زوره خبرې کوي او خلکو سره په غير ضروري تکرار لگيا کيږي.
بيا هم مجلس لاختم شوى نه وي چې ده ته احساس وشي چې ما غلطي وکړه. ما بې گټې خبرې وکړې. دغه وخت د ده په زړه کې د شرم محسوسيدو لمبې راپورته شي. هغه په خپل ځان کې دننه له ځان سره په محاسبه کولو لگيا شي. له دې وړاندې هغه خلکو سره مخاطب ؤ. اوس هغه خپل رب سره مخاطب کيږي. دغه وخت د ده له ژبې څخه دغه ډول کلمات راوځي کوم چې بره په حديث کې په نظر راځي. د حديث دې الفاظو ته په حقيقت کې د دعا معنا ويل کيږي نه محض د دعا الفاظ.