د ميرمن درجه
د ميرمن درجه
په اسلام کې د ښځې درجه څه ده؟ د دې اندازه له يو حديث څخه کيږي. امام بخاري رح د حضرت عبدالله بن عباس رضى الله عنهما څخه دا روايت نقل کړى دى. چې د حضرت بريره رضى الله عنها څښتن يو غلام و، چې مغيث نوميده. مونږ ليدل چې هغه به د خپلې ميرمنې پسې شاته، شاته روان و، او د هغه له سترگو څخه به اوښکې روانې وې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: اى ابن عباسه! آيا ته په دې تعجب نه کوې چې د مغيث له بريره رضى الله عنها څومره محبت دى او د بريره رضى الله عنها مغيث رضى الله عنه څومره زيات بدايشي. رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: څومره به ښه وي چې مغيث ته دې رجوع کړى واى. بريره رضى الله عنها وويل: اى د خداى جل جلاله رسوله! آيا ته ماته د دې حکم کوې ـ رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: زه يوازې سفارش کوم. بريره رضى الله عنها وويل: نو زما ده ته هيڅ اړتيا نشته. (لاحاجة لي فيه). (فتح الباري جلد ٩ صفحه ٣١٩).
بريره رضى الله عنها له خپل خاوند مغيث رضى الله عنه څخه جلا شوې وه رسول الله صلى الله عليه وسلم بريره رضى الله عنها ته مشوره ورکړه چې مغيث ته رجوع وکړه او خپل ژوند ورسره تير کړه. مگر بريره رضى الله عنها د ده مشوره قبوله نه کړه او مغيث ته په رجوع کولو راضي نه شوه.
له دې واقعې څخه اندازه کيږي. چې په اسلام کې ښځې ته څومره زياته آزادي حاصله ده. د دې مطابق نه يوازې ښځه له سړي سره برابره ده بلکې ديته دا حق هم حاصل دى چې پيغمبر صلى الله عليه وسلم که چيرې د وحې په اساس کومه مطالبه کوي نو دا د دې په منلو مجبوره ده مگر د پيغمبر صلى الله عليه وسلم شخصي مشوره منل د دې لپاره ضروري نه دي.
حقيقت دا دى چې په اسلام کې په دې اعتبار سره د ښځې او سړي په منځ کې هيڅ توپير نشته. کوم حقوق او مسؤليتونه چې د سړي دي هماغه حقوق او مسؤليتونه د ښځې هم دي. که چيرې کوم توپير شته نو هغه په فطري اساس باندې دى. نه په دواړو جنسونو کې د جلا والي په اساس. دغه ډول فطري فرق او توپير چې څنگه د ښځې او سړي په منځ کې دى. دغسې هغه پخپله د ښځې او سړي تر منځ هم هميشه موجود و، دا د فطرت معامله ده، نه د فرق او توپير معامله.
لوى کار
امام طبراني رح (٢٦٠-٣٦٠) مشهور محدث دى. دا په شام کې پيدا شوى او په اصفهان کې وفات شوى. دوى په المعجم الکبير کې يو مفصل روايت د عبدالله بن عباس رضى الله عنهما په واسطه نقل کړى دى. د دې په آخر کې دا الفاظ دي. ثم جاءته يعنى النبى صلى الله عليه وسلم امراٴة، فقالت انى رسول النساء اليك، وما منهن امراة علمت او لم تعليم الا وهى تهوى، مخرجى اليك، الله رب الرجال والنساء واِلٰههن، وانت رسول الله الى الرجال والنساء کتب الله الجهاد على الرجال فان اصابوا اجروا، وان استشهدوا کانو احياء عند ربهم يرزقون، فما يعدل ذالك من اعمالهم من الطاعة؟ قال طاعة ازواجهن والمعرفة بحقوقهم، وقليل منکن من يفعله.
بيا رسول الله صلى الله عليه وسلم ته يوه ميرمن راغله. هغې وويل: چى زه د ښځو له خوانه راليږل شوې او تاسې ته راغلې يم. هره ميرمن که هغه پوهيږي او که نه پوهيږي هغه غواړي چې زه له تاسې سره ملاقات وکړم او معلومه کړم چې الله تعالٰى د سړو رب هم دى او د ښځو رب هم دى. او تاسې د سړو لپاره هم پيغمبر ياست او د ښځو لپاره هم پيغمبر ياست. الله تعالٰى په سړو باندې جهاد مقرر (فرض) کړى که چيرې هغوى جهاد وکړي. نو اجر او ثواب ترلاسه کوي او که شهيد شي نو د الله تعالٰى په نزد ژوندي وي او روزي مومي. بيا نو د ښځو لپاره د دې عمل برابر کوم يو عمل دى؟ ده صلى الله عليه وسلم وفرمايل: د دوى عمل دا دى چې دوى د خپلو خاوندانو (ميړونو) اطاعت وکړي. او هغوى ته د هغوى حقونه ور ورسوي ليکن په تاسې ښځو کې ډيرې لږې ښځې دا کار کوي.
د جنگ په ميدان کې جنگيدل هغه کار دى چې انسان په سمدستي توگه راڅرگندوي د دې په برعکس د کور په څلور ديوالۍ کې دننه د هرې ورځې مسؤليتونه اداء کول يو داسې کار دى چې د هيچا لپاره د شهرت باعث کيږي نه. همدا لامل دى چې خلك لومړي کار طرفته په فوري توگه رغبت ښکاره کوي. مگر په دويم کار کې هغوى خپل ځان د وقف کولو لپاره نه تياروي. د کمزورۍ دغه ډول په ښځو کې هم موندل کيږي. او په سړو کې هم. خلك د لويو کارونو په طرف هڅه او هاند کوي. هغوى په لويو، لويو پلانونو خبرې کوي. مگر هغه کار چې په ظاهره کوچنى په نظر راځي په کوم کې چې د شهرت او سترتوب تنده نه ماتيږي. د هغوى په باره کې هغوى بې مينې وي. حال دا چې اصل کار دا دى چې انسان خپل نږدې مسؤليت اداء کړي. اگر که هغه په ظاهره ورته هر څومره معمولي ښکاري.
حقيقت دا دى چې ژوند دوه لوى سنگرونه دي، يو بهرنى سنگر او بل کورنى سنگر، دواړه يو شان لري. په دې دواړو کې هر يو يې نه لږ دى او نه ډير، نه يي کوم يو افضل دى او نه غير افضل. د ژوند د صحت مند تعمير لپاره ضروري ده چې په دواړو محاذنو باندې په ښه توگه کار وکړاى شي.
الله تعالٰى د دې پيدا کړې نقشې مطابق سړى يې د بهرني کار لپاره پيدا کړى او ښځه يي د داخلي کار لپاره پيدا کړې ده. خالق سړي ته هغه صفتونه ورکړي د کومو په ذريعه هغه بهرنى کار په ښه توگه سرته رسولى شي. دغسې الله تعالٰى ښځې ته هغه ځانگړي صفتونه ورکړي کوم چې د داخلي کار په بهتره توگه د سرته رسولو لپاره اړين دى. لکه څنگه چې په کار د تقسيم اصول دي. دغسې دواړو جنسونو په فطري صلاحيت کې هم د تقسيم د اصولو رعايت ساتل شوى دى.
په کار کې د تقسيم دا اصول پخپله د فطرت پيداکوونکي قايم کړي دي. هغه د کومې ټولنې لخوا قايم کړاى شوي نه دي. په دغسې حالت کې د تقسيم دغه نقشه ماتول په ساده توگه يوازې د کوم ټولنيز روايت ماتول نه دي. هغه پخپله د فطرت د نقشې ماتول دي. او د فطرت د نقشې د ماتولو طاقت هيچا سره هم نشته.
په دغسې حالت کې زمونږ لپاره له دې پرته بله هيڅ چاره نشته چې د فطرت نقشه ومنو او د هغې مطابق د ټولنې نظام جوړ کړو. يعنې هغه اصول کوم چې مونږ په خپلو نورو معاملاتو کې هميشه اختيار کړي دي.
د نکاح معامله
په عمومي کچه مشهوره ده چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. (النکاح من سنتي فمن رغب عن سنتي فليس منى). (نکاح زما سنت دي نو څوك چې زما له سنتو انحراف وکړي نو هغه له مونږ څخه نه دى). دا پوره جمله په دې صورت کې حديث نه دى. د ابن ماجه (د کتاب النکاح) د روايت مطابق د حديث اصل الفاظ يوازې دا دي (النکاح من سنتي) البته په يو بل روايت کې پاتې نور الفاظ راغلي دي. په يو تفصيلي روايت کې راغلي دي چې دريو صحابه وو د رسول الله صلى الله عليه وسلم د عباداتو په باره کې د حضرت عايشه رضى الله عنها څخه پوښتنه وکړه. حضرت عايشه رضى الله عنه چې د ده د عباداتو په باره کې دغو صحابه وو ته وويل: هغوى ته کم ښکاره شول. دوى وويل: چې مونږ د رسول الله صلى الله عليه وسلم سره برابر نه يو. له همدې امله مونږ ته پکار دي چې زيات عمل وکړو لکه چې له دوى څه يوه يي وويل: زه به ټوله شپه عبادت کووم. دويم وويل: زه به هميشه روژې نيسم. دريم وويل: زه به د تل لپاره د واده ژوند پريږدم. رسول الله صلى الله عليه وسلم چې له دې څخه خبر شو. نو ويې فرمايل: په خداى جل جلاله قسم چې زه له تاسې څخه زيات له الله تعالٰى څخه ويريږم. ليکن زه روژې نيسم او هم يي نه نيسم. لمونځ هم کوم او ويده کيږم هم. او له خپلو ميرمنو سره د کور ودانۍ اړيکې هم ساتم. نو څوك چې زما له سنتو څخه اعراض وکړي هغه له ما څخه نه دى. (فتح البارى ٩/٦).
لکه څنگه چې د متن څخه واضحه ده په حديث کې فمن رغب عن سنتي تړاو له ټولو شرعي عملونو سره دي نه په ځانگړې توگه له نکاح څخه، دويمه خپره دا ده چې د دې حديث تړاو په ساده توگه يوازې له نکاح نه کولو سره نه دى بلکې په اعتقادي توگه باندې نکاح د پريښودلو وړ گڼلو سره دى. (فتح البارى ٩/٨).
اصل خبره دا ده چې د نکاح حيثيت د لمانځه پشان د لازمي فريضې په شان نه دى. يعنې داسې نه ده چې څوك نکاح ونکړي هغه د لمونځ د نه کوونکي په شان گناهگاريږي. يا د ده ايمان مکمل نه دى. په دې معامله کې اصل مطلوب شى د عفت او پاکدامنۍ ژوند دى، نه، دا چې په هر حال کې او په لازمي توگه نکاح کول دي. کومه ډله که چيرې په ډله ييزه توگه باندې د نکاح طريقه پريږدي. نو په يقيني توگه چې دا به سمه نه وي. ځکه چې په دغسې صورت کې د انساني نسل د بقاء خطر رامنځته کيږي. ليکن که چيرې په انفرادي توگه باندې يو کس د خپلو حالاتو په اعتبار سره د نکاح د نه کولو پريکړه وکړې نو دغسې کول د ده لپاره په عيني توگه جايز دي په دې شرط چې خپله پاك لمني محفوظه وساتي.
په تاريخ کې ډير داسې ديني شخصيتونونه موندل کيږي چې نکاح گانې يې نه وې کړې. او ټول ژوند يې په ناواده حالت کې تير کړى دى. په پيغمبرانو کې حضرت عيسٰى عليه السلام د دې يو مثال دى. په محمدى امت کې هم دغسې اوچت او لوى خلك موندل کيږي. چا چې په ټول عمر کې نکاح نه ده کړې د مثال په توگه امام نووى رح (٦٧٦ م) او امام ابن تيميه رح (٧٢٧٨) دغسې په موجوده پيړۍ دکې علامه سيد جمال الدين افغانى او نور. که چيرې نکاح په مطلقه توگه مطلوبه واى او له نکاح څخه اعراض (مخ اړول) له دين څخه د اعراض مترادف واى نو داسې نشوه کيداى چې يادو شخصيتونو په شان کسانو دې ژوند بې واده تير کړاى واى ناواده له دنيا څخه کوچيدلاى واى.
د فقه په ژبه کې نکاح حسن لذاته نه ده. بلکې حسن لغيره ده. يعنې هغه په خپل ذات کې مطلوب نه ده. بلکې د يو بل ضرورت لاندې مطلوب ده. او هغه د انساني نسل بقاء ده. څرنگه چې د ښځې او سړي ترمنځ له ازدواجي اړيکو پرته د انساني نسل دوام او تسلسل ممکن نه دى. له همدې امله د نکاح حيثيت يوه اجتماعي فريضه ده. مگر هغه په هر فرد باندې لازم نه ده. کوم کس که چيرې د خپلو ذاتي مصلحتونو په اساس مجرد ژوند تيرولو پريکړه وکړي نو دغسې کول د ده لپاره روا او جايز دي. په دغسې حالت کې شريعت له ده څخه د پاك لمنۍ غوښتنه کوي. نه د جبري واده.
د نکاح ديني اهميت اصلا په دې اعتبار سره دى چې دا د انساني نسل د بقا د مقصد حاصلولو جايزه طريقه ده سړى او ښځه که چيرې خپلو کې له نکاح پرته اړيکې وساتي، نو په دې ذريعه هم انساني نسل سلسله جاري ساتل کيداى شي. مگر دا طريقه په اسلام کې په قطعې توگه حرامه ده. په اسلام کې د نسل بقاء مطلوب ده. مگر د نسل دا بقاء د نکاح په صورت کې کيدل پکار دي. نه له دې پرته په بله طريقه.
ځينې کسان داسې کيداى شي چې دا محسوسه کړي چې که چيرې دا خپل ځان د ازدواجي ژوند له مسؤليتونو څخه آزاد ولري. او هغه پاك لمنه هم واوسي او له دې سره اوچت انساني خدمتونه هم سرته ورسولى شي، دغو کسانو لپاره نه يوازې دا چې ورته جايز دي پلکې په ځانگړو حالاتو کې د ثواب باعث هم دي.