د کتاب لړۍ: د حديث مطالعه

د صحابي عمل

فصل: 50

د صحابي عمل

يو روايت د حديثو په مختلفو کتابونو کې راغلى دى. دلته زه د بخارى او ترمذي الفاظ رانقلوم.

عن ابى بکرة رضى الله عنه قال ـ لقد نفعنى الله بکلمة سمعتُها من رسول الله صلى الله عليه وسلم ايامَ الجمل بعد ماکدتُ اَن الحقَ باصحاب الجمل فاُقَاتِلَ معَهُم ـ قال لمّا بلَغَ رسول الله صلى الله عليه وسلم اَنّ اهل فارسَ مَلکوا عليهم بنت کسرىٰ قال: لن يُفلحَ قوم ولوا امرهم امراٴةً. (رواه البخارى).

حضرت ابوبکره رضى الله عنه وايي. ماته د جنگ جمل په زمانه کې الله تعالٰى رسول الله صلى الله عليه سلم د يو قول په ذريعه گټه راورسوله. نږدې وه چې جنگ جمل د خاوندانو سره يو ځاى شم او له هغوى سره يو ځاى جنگ وکړم. هغه وايي چې کله رسول الله صلى الله عليه وسلم ته دا خبره ورسيده. چې د فارس خلکو په خپلو ځانونو باندې د کسرىٰ لور حاکمه مقرره کړه. نو هغه وفرمايل: هغه قوم به هيڅکله فلاح او نجات ونه مومي چې د خپلو چارو واك ښځې ته وسپاري. د ترمذي د روايت له مخې هغوى وويل: الله تعالٰى زه د يو شي په ذريعه بچ کړم چې ما له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه اوريدلي و، کله چې کسرىٰ ومړ. نو ده وپوښتل چې هغوى د ده ځاى ناستى څوك وټاکه، خلکو وويل: چې د هغه لور يي حاکمه کړه. رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: هيڅکله به هغه قوم فلاح ترلاسه نه کړي چې ښځه په خپلو معاملاتو کې د ځان حاکمه جوړه کړي راوي وايي کله چې عايشه رضى الله عنها بصرې ته راغله، نو ما د رسول الله صلى الله عليه وسلم دا قول ياد کړ، الله تعالٰى د دې په وسيله زه بچ کړم.

د حضرت عايشه رضى الله عنها حيثيت د مسلمانانو د مور دى، خو له دې سره، سره کله چې د حضرت عايشه رضى الله عنها او د رسول الله صلى الله عليه وسلم د خبرې تر منځ ټکر رامنځته شو، نو صحابي عايشه رضى الله عنها پريښوده او د رسول الله صلى الله عليه وسلم خبره يې کلکه ونيوله. په موجوده زمانه کې د مسلمانانو حال دا دى چې دوى هر وخت د خپلو مشرانو او لويانو ملگرتيا کوي اگر که د دوى دا کابرو او لويانو چلند د قرآن او سنتو د غوښتنو څخه په مکمله توگه خلاف هم وي.

د خير خبره

په روايتونو کې راغلي دي، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. کوم نارينه يا ميرمن چې په الله تعالٰى او د قيامت په ورځ ايمان لري. نو دوى ته ښايي چې ښه خبره وکړي او که نه نو چپ دې شي. من کان يومن بالله واليوم الاۤخر فليقل خيراً اوليصمت. (فتح البارى ١٠/٤٦٠).

ابن حجر رح العسقلانى د دې په شرح کې ليکلي دي چې دا حديث له جوامع الکلم څخه دى. ځکه چې دا د خير او شر د ټولو اړخونو په باره کې ډيرې زياتې جامع لارښوونې ورکوي  (٤٦١) په دې حديث کې چې په ډيره ژورتيا سره غور وکړاى شي نو له دې څخه د وينا يا کلام درې درجې معلوميږي.

1: دمعاملې يوازې مثبت اړخ بيانوئ.

2: د منفي اړخ له ذکر کولو سره مثبت اړخ هم په نښه کول ضرور وکړئ.

3: له چا سره چې يلو يوازې منفي اړخ وي نو د هغه لپاره پکار دي چې چپ پاتې شي.

په الله تعالٰى باندې ايمان لرل، له انسان څخه د کبر احساس ختموي. هغه سر ترپايه په تواضع کې ډوبوي، هغه فکر کوي چې الله تعالٰى هر څه کولاى شي. او د ده په مقابله کې زما حيثيت هيڅ هم نه دى دغسې په آخرت ايمان لرل په ده کې د خپل ځان د محاسبې احساس پيدا کوي. هغه له مرگ څخه وړاندې د خپلې وينا او عمل مراقبت کوي. تر څو له مرگ څخه وروسته له مواخذې څخه بچ شي. په الله تعالٰى او آخرت باندې ايمان لرل انسان له اندازې زيات سنجيده کوي او څوك چې په خپل فکر کې په پوره توگه سنجيده شي کله چې خبرې کوي نو سمې خبرې کوې. او که نه! نو چپ دې پاتې شي. لکه څنگه چې خبرې کول يو کار دى. دغسې خاموشي هم يو کار دى. وينا که چيرې يو عمل دى نو چوپتيا هم دغسې ورسره په يوه درجه کې يو عمل دى. رښتينې انسان هغه دى چې په دې وپوهيږي چې کله خبرې وکړي او هغه کوم وخت دي چې د ده لپاره ضروري گرځي چې هغه خپله ژبه بنده کړي. کوم انسان چې په دى فرق نه پوهيږي نو يا خو سنجيده نه دى او يا خو ناپوه دى.  

د رسول الله صلى الله عليه وسلم سنت

عن عائشة رضى الله عنها قال: ماخُير رسول الله صلى الله عليه وسلم بين امرين قطُ الا اخذ ايسرهما ما لم يکن اثما، فان کان اثما کان ابعد الناس منه. (متفق عليه).

حضرت عايشه رضى الله عنها وايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته به کله هم د دوو شيانو څخه د يوه په انتخابولو کې اختيار ورکړاى شو نو ده به هميشه له دواړو څخه هغه انتخاباوه په کوم کې په چې آسانتياوه. څو پورې به چې هغه گناه نه وه. نو کله که چيرې به هغه گناه وه نو هغه به تر ټولو زيات له دې څخه ليرې اوسيدونکى و.

په دې حديث کې د (ايسر) لفظ په ساده توگه محض د سهل په معنا نه دى. د ده حالات وايي چې دا به سهولت پسندۍ څخه ډير ليرې و، ده مبارك خپله ټوله زندگي د سرښندنې او زحمت کشۍ په اوچت ترينه کچه باندې تير کړى دى. په دغسې حالت کې دغه حديث د آسانۍ خوښونې په معنا څنگه واخستل شي ـ حقيقت دا دى چې دلته د (ايسر) لفظ زيات د عمل وړ په معنا دى. د حضرت عايشه رضى الله عنها دا روايت څرگندوي چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم طريقه په ممکنه دايره کې کول وو، نه په غير ممکنه دايره کې په غير ضروري توگه باندې خپل وخت او خپل قوت ضايع کول.

په ژوند کې هميشه دوه طريقې وي. يوه ده له ممکن څخه پيل کول، او بله له ناممکن څخه آغاز. د رسول الله صلى الله عليه وسلم طريقه دا وه چې ده به ناشونې پريښوده او په شونې او ممکن کې به يې خپل قوت مصرفولو.

د مکې دور په ابتدايي کلونو کې يوه طريقه په ښکاره تبليغ کول وو، او بله طريقه په پټه تبليغ و، پيغمبر صلى الله عليه وسلم تر دريو کلونو پورې په ښکاره د تبليغ طريقه پريښودې او په پټه يې د دعوت او تبليغ طريقه اختيار فرمايلې وه. په مکه چې کله خلکو په مخالفت کولو او ضرر رسولو پيل وکړ نو يوه طريقه د غبرگون او ځوابي کاروايي وه. او دويمه طريقه د اعراض او مخ اړولو وه. رسول الله صلى الله عليه وسلم د ځوابي عمل طريقه پريښې وه او د گذشت او مخ اړونې طريقه يې اختيار فرمايلې وه. د مکي دور په وروستيو کې خلکو د رسول الله صلى الله عليه وسلم د وژلو پسې شول. د ده په وړاندې يوه د جنگيدو طريقه وه. او بله طريقه دا وه چې مکه پريږدي. نو ده جنگ جگړه پريښوده او له مکېس څخه د هجرت کولو طريقه يې اختيار کړه. له هجرت څخه وروسته د ده په وړاندې يوه طريقه د جنگ جارې ساتلو وه او بله طريقه د سولې کولو وه. ده د جنگ طريقه پريښوده او په يو طرفه شرايطو يې د سولې طريقه انتخاب وفرمايله.

رسول الله صلى الله عليه وسلم چې په خپل ژوند کې کوم برياليتوبونه حاصل کړي هغه د دغو اصولو په ذريعه حاصل کړي دي. که په راتلونکې کې هم کوم خلك کاميابي حاصلول غواړي نو هغوې دې هم د دې سنت رسول پيروي وکړي. له دې پرته په دې نړۍ کې د برياليتوب هيڅ بله کومه لار نشته.

رسول الله صلى الله عليه وسلم چې کله په مکه کې له مخالفينو سره د نښتلو طريقه پريښوده او د هجرت طريقه يې اختيار کړه. نو دا د ايسر د اختيارولو تر ټولو زيات واضح او څرگند مثال و. دغه مهال د ده په وړاندې دوه صورتونه وو، يو دا و، چې په مکه کې پاتې شي او خپل دعوتي کار ته دوام ورکړي. او دويم صورت دا و، چې مکه پريږدي او مدينې ته ولاړ شي. نو لومړى صورت اختيارول گويا د مشکل انتخابولو (سخت ترين اختيارولو) مترادف وو، او د دويم صورت  انتخابولو د آسان انتخابولو (آسان تر اختيارول) حيثيت درلود. نو ده مشکل پريښود او آسان يي اختيار کړ.

دغو اصولو ته په بله وينا کې حکيمانه تدبير هم ويل کيداى شي. ځکه چې د دې په ذريعه ممکنه شوه چې د اسلامي دعوت په ټپه دريدلى کار له سره روان شي. که چيرې هغه لومړى صورت انتخاب کړى واى نو د دعوت کار ښايي په ټپه دريدلى واى. او د عوت په ځاى به د جنگ جگړې کار شروع شوى واى مشکل به هغه وخت اختيارول کيږي. کله چې بل انتخاب نه وي ليکن که چيرې د مشکل او آسان څخه د يو اخستل وي نو مشکل دې پريښودل شي او آسان دې اختيار کړاى شي.

د هرې يوې منصوبې (پلان) د تکميل لپاره ذکر شوى حکيمانه تدبير په ډيره زياته اندازه اړين دى. که چيرې د دې حکمت لحاظ ونه ساتل شي. نو ممکنه ده چې د قربانيو تاريخ جوړ شي. مگر د مثبت تعمير تاريخ به هيڅکله جوړ نشي.  

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

دا مقاله شریکه کړئ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ