د اقتصاد برخه
په ځان بسيا ژوند
قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ان من الذنوب ذنوبا لاتکفر ها الصلاة ولا الصيام ولا الحج ولا العمرة ولکن يکفر ها الهم فى طلب المعيشة. (رواه ابن عساکر و ابونعيم فى الحلية).
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي په گناهونو کې ځيني گناهونه داسې دي کوم چې لمونځ، روژه، حج او عمره هم ليرې کولاى نه شي، د هغو ليرې کوونکى شى د گټې وټې يا د ژوند د اړتياوو د پوره کولو سوچ او فکر دى.
په دې حديث کې له گناه څخه مراد هغه نفسياتي کمزورۍ دي چې اکثره په اقتصادي ذرايعو کې د کمي په وجه پيدا کيږي. د مثال په توگه بخل، حسد، تنگ ظرفي وعده خلافي او نور. په انسانانو کې ځينې داسې هم دي چې د حالاتو د تاثير لاندې نه راځي او د اوچتو اخلاقو ثبوت ورکوي. مگر دغسې خلك ډير کم موندل کيږي. د زياترو خلکو حال دا وي چې مال د هغوى لپاره د اخلاقي مرستندوى حيثيت لري. که چيرې له هغوى سره مال وي نو د سخاوت او پراخ لاسۍ ثبوت ورکوي. او خپل مالي مسؤليتونه په ډيره ښه توگه اداء کوي ليکن که چيرې مال ورسره نه وي نو زړه يې کوچنى وي، په اړيکو کې د اعلٰى ظرفۍ ثبوت په کې نه موندل کيږي. د ده په ذمه چې د خلکو کوم مالي حقوق وي د هغې اداء کولو کې ترې نيمگړتيا صادريږي.
هر څوك چې په ځان کې دغسې نيمگړتيا ومومي. نو روژه او لمونځ له دوى څخه دغه گناه ختمولى نشي. يو کس چې په مالي ستونزو کې گيروي. نو په هغه کې ټگي او پرگي پيدا کيږي. او ټگي، پرگي يوه داسې اخلاقي کمزوري ده چې ډيرو نورو اخلاقي کمزوريو لار پرانيزي. نو هر کله چې انسان په ځان کې دغه ډول کيفيت محسوس کړي نو د هغه لپاره پکار دي چې په الله تعالٰى باندې په توکل کولو د معاش د حصول په هلو ځلو لاس پورې کړي. کله چې د ژوند له وسايلو څخه فراغت پيدا کړي نو دغه ټگي پرگي يي پخپله ختميږي. دغسې کوم کس چې په مالي ستونزو کې راگيروي. نو په هغه کې بې همتي راپيدا کيږي او پست همتۍ څخه نورې ډيرې خرابۍ پيدا کيږي. نو له همدې امله کله چې يو څوك په خپل ځان کې دغه ډول نښې وگوري نو د هغه لپاره پکار دي چې خپلې اقتصادي هلې ځلې زياتى کړي د مال له لاسه راوړلو وروسته پخپله دغسې کيږي چې د ده د پست همتۍ مزاج له منځه ځي. دغسې يو څوك چې د مال او شتمنۍ د کموالى سره مخ وي. نو په هغه کې د ورکړه په ځاى د راکړه مزاج پيدا کيږي. کوم چې نورې ډيرې خرابۍ ترې پيدا کيږي له همدې امله کوم کس چې په ځان کې دغه ډول کمزوري وويني نو د خپل ځان د دې وړ گرځولو کوشش دې شروع کړي چې له خلکو څخه د اخستلو پرته خپل ضرورتونه پوره کړاى شي. کله چې په خپل ځان بسيا کيدل په ده کې پيدا شي پخپله د ده اصلاح کيږي.
د زحمت کشۍ روزى
په صحيح بخاري کې د کتاب البيوع (باب کسب الرجل وعمله بيده) لاندې څو حديثونه رانقل شوي دي د هغو له جملې څخه يو حديث دا دى کوم چې امام بخاري د مقدام رضى الله عنه په واسطه ليکلى دى. ما اٴکل احد طعاماً قط خيراًُ من اٴن ياٴکل من عمل يده و اِن نبى الله داؤد عليه السلام کان ياکلُ من عمل يده.
يو انسان هيڅکله له دې څخه غوره خوراك نه دى کړى چې هغه په خپل لاس سره گټلى وى. او د الله تعالٰى رسول داؤد عليه السلام به هم د خپل لاس د زحمت څخه ترلاسه کړې گتې وټې خوراك کاوه.
د لاس د گټې څخه مراد د خپل محنت او خوارۍ گټه ده. او د محنت کشۍ روزي پرته له شکه تر ټولو ښه گټه او لاس ته راوړنه ده، محنت کشۍ د گټې او بې زحمته گټې تر منځ دومره زيات فرق دى. چې په انساني ژبه يې بيانول ممکن نه دي.
بې محنته شتمنى څه دي ـ د مثال په توگه ستا پلار تا ته ډيرې زياتې ودانۍ او تعميرونه پريښودي وي د کومو په کرايه چې ته خپل آرام ژوند تيروې. په بانك کې يې پريمانه سرمايه او شتمني درته پريښودي وي چې د هغې گټه د ستا د مياشتني لگښت لپاره بس کيږي. يا په اتفاقي توگه يو داسې منصب او گدۍ درته په لاس درشي په کومو کې چې د خلکو چندې، بخششونه او ډالۍ تاته راځي. او خلك پخپله په تا باندې خپل مالونه قربانوي او نذرانې درته وړاندې کوي. د موقتي ډالرو ترلاسه کولو څه فرصت درته حاصل شوى او څو ښايسته الفاظ ولولې او ډير زياتې پيسې درباندې راماتې شي.
دغه ډول گټه وټه دا ټول بې محنته او بې زحمته گټه او شتمني ده. دغه ډول شتمني انسان بدن چاغوي. مگر د هغه د روح لپاره هغه وژونکې وي دغه ډول هره گټه وټه د انسان د شخصيت په وړاندې يو مستقل خنډ وي. په دغه انسان او په يو بل ښکلي حيوان کې هيڅ فرق نه وي.
د محنت گټه وټه هغه ده. د کومې د لاسته راوړلو لپاره چې ته پخپله سوچ او فکر وکړې. په کومه کې چې د گټې سره د تاوان انديښنه هم وي د کومې ترلاسه کول چې ټول په ټوله د ستا په سعى او کوشش باندې اډاڼه (منحصر) وي.
يو ده د نورو په گټل شوي دولت ژوند تيرول او ده په خپل لاس گټل شوي دولت باندې ژوند کول. په حديث کې د نورو په گټه وټه باندې ژوند تيرولو ته کمتره او خرابه روزي ويل شوې. تر ټولو زياته بهتره او اوچته د ژوند تيرولو ذريعه دا ده چې د انسان ژوند په خپل محنت، خوارۍ او زحمت کشۍ باندې ولاړ او منحصر وي.
د توکل او بروسې حقيقت
په حديث کې راغلى چې يو کس رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راغى. هغه له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه په الله تعالٰى باندې د توکل او بروسې په باره کې پوښتنه وکړه. او ويي ويل: اى د الله تعالٰى رسوله! زه خپل اوښ گونډه کړم (وتړم) او بيا په الله تعالٰى باندې توکل وکړم او يا اوښ خوشې کړم او بيا توکل وکړم ده صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل: اوښ گونډه کړه (وتړه) او بيا په الله تعالٰى توکل وکړه. (يا رسول الله اعقلها واتوکل او اطلقها واتوکل، قال: اعقلها وتوکل). (الترمذي).
دلته دا سوال کيږي چې د اوښ له تړلو وروسته توکل څنگه وي ـ په ظاهره خو توکل داسې کيدل پکار دي. چې انسان د خپلې معاملې هيڅ تدبير ونه کړي. او بيا بروسه او توکل وکړى چې خداى جل جلاله به زما دغه معامله سموي. کله چې انسان پخپله د خپلې معاملې پوره تدبير وکړي نو په دغسې حالت کې په ظاهره په خداى جل جلاله باندې توکل او اعتماد يو غير ضروري کار ښکاري.
د دې جواب دا دى چې د هر کار د بشپړتيا لپاره هميشه دوه ډوله عوامل وي. يو معلوم عوامل چې د انسان په خپل وس کې وي. دويم نامعلوم عوامل په کومو چې انسان نه پوهيږي او نه د هغې اهتمام کولاى شي. په دې دنيا کې هره واقعه هميشه د دې دوه ډوله اسبابو په يو ځاى کيدو او موافقت سره سرته رسيږي. که چيرې يو ډول عوامل موجود وي او دويم ډول عوامل موجود نه وي نو په دې دنيا کې هيڅکله يوه واقعه نه ظاهريږي.
يا د حديث مطلب دا دى چې انسان ته پکار دي چې هغه دې په خپل وس کې د موجود ظاهري اسبابو په استعمالولو کې کمى نه کوي. د خپل فکر او طاقت مطابق دې د دې پوره تابيا کوي. له دې اهتمام وروسته دې بيا دعا وکړي چې اى خدايه! زما په وس کې چې څه وو هغه مې وکړل. اوس چې زما وس کې څه نشته، د هغو له طرفه ته زما لپاره کافي شې پاتې نور اسباب د ستا په واك کې دي هغه هم زما په موافقت کې جمع کړې. همدا مطلب په دې اسلامي مقوله کې ويل شوى. (السعى مني والاتمام من الله) کوشش زما له خوانه او بشپړول يې د الله تعالٰى له طرفه.
انسان چې هر څومره خواري او کوشش وکړي بيا هم يو څه اسباب د ده د وس له دايرې څخه بهر وي. انسان په خپل کوشش کې هغه وخت کاميابيداى شي. کله چې دا پاتې اسباب د خداى جل جلاله په مرسته د ده موافق وگرځول شي.
د مالدارۍ تندر
يو کس معمولي حيثيت درلود. بيا هغه پرمختگ وکړ او شتمن انسان ورڅخه جوړ شو. کله چې هغه معمولي حيثيت درلود. نو ډير زيات خوشحاله و، د دولت او شتمنۍ له راتگ وروسته هغه په پريشانۍ او خفگان کې ژوند تيراوه. يوه پخواني دوست ورڅخه پوښتنه وکړه دا ته په څه حال اخته يي. لومړى به دې مونږ سره خبرې اترې کولې او مونږ خلکو سره به دې کافي وخت تيراوه. اوس ته خفه، خفه په نظر راځي. هغه ورته ځواب ورکړ په ما باندې د شتمنۍ او دولت مندى بريښنا (تندر) راغورځيدلې دى. دولت او شتمني زه په نوو، نوو ستونزو کې راگير کړى يم. پخوا به زما اولادونه ما سره وو، ما به چې هغوى ليدل نو خوشحاليدم به. اوس هر بچى له ما څخه ليرى دى. څوك په اروپا او امريکا کې سبقونه وايي. څوك چيرته ليرې کار او وظيفه لري. کومو بچو به چې مخکې مونږ ته د مور او پلار په سترگه کتل او خوشحاله به وو، اوس مونږ د هغو له سيرې هم ويريږو. د غواگانو فارم ته چې فکر وکړم دا خو دومره قيمتي مال دى په دوى څه ونه شي. يو موټر چلوي د هغه په اړه دا فکر دى چې چيرته موټر ټکر نه کړي. د دوکانونو په اړه دا فکر دى چې کاريگر او شاگردان پکې وهنه، راوهنه ونکړي. عرض دا چې څومره دولت او سرمايه زياته ده هماغومره فکرونه او انديښنې هم زياتې دي. د خرڅولو ماليه، د گمرك ماليه او دغسې نورې ډول، ډول قانوني جگړې ورباندې دپاسه دي. ژوند له خوندونو خالي او د ستونزو او غمونو مجموعه جوړه شوې ده. کومه شتمني او دولت چې انسان ته سکون او آرام ورنکړي. بلکې نارامه او ستړى ستومانه يي کړي د دې په اړه همدا ويل کيداى شي چې نارامه مالداري يوه بريښنا (تندر) دى چې په انسان باندې راپريوځي. دولت يوازې په خپل ذات باندې خرچ کړى شي نو هغه عذاب دى مگر د الله په لاره کې ورکړل شي نو نعمت گرځي.
عن ابى ذر قال انتهيتُ الى النبى صلى الله عليه وسلم وهو جالس فى ظل الکعبة فلمّارانى قال: هم الخاسرون ورب الکعبة. فقلتُ فداك ابى واُمِىّ من هم ـ قال هم الاکثرون اموالاً اِلاّ من، قال: هٰکذا وهٰکذا ـ من بين يديه ومن خلفه وعن يمينه وعن شماله وقليل ما هم. (متفق عليه).
ابوذر رضى الله عنه وايي چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم حضور ته ورغلم، هغه د کعبې شريفې سيورې ته ناست و، هغه چې زه کله وليدم نو ويي فرمايل: د کعبې په رب مې دې قسم وي. هغه خلك خو پوره تاوانيان دي. ما ورته وويل: زما مور او پلار دې په تا قربان شي هغه کوم خلك دي؟ ده صلى الله عليه وسلم وفرمايل: د زيات مال خاوندان. پرته له هغو کسانو چې مال ورته ورکړاى شو، نو هغه يي خپلې مخې ته، خپل شاته، خپلې ښي طرفته او چپ طرفته ولگولو (خير، خيرات يي کړ) او دغسې خلك (په مالدارو کې) ډير لږ دي.