د کتاب لړۍ: د حديث مطالعه

سوال کول

فصل: 52

سوال کول

جاء رجل من الانصار الى النبى صلى الله عليه وسلم فساٴله فقال النبى اما فى بيتك شئ قال بلٰى،حلس (اى کساء غليظ) نلبس بعضه ونبسط بعضه وقعب نشرب فيما لماء ـ قال الرسول ائتني بهما فاتاه بهما ـ فاخذ الرسول بيده وقال من بيشترى هٰذين ـ قال رجل انا اٰخذهما بدرهم قال رسول الله صلى الله عليه وسلم من يزيد علٰى درهم ـ قال رجل انا اخذهما بدرهمين ـ فاعطاهما اياه واخذ الدرهمين فاعطاهما الانصارى وقال اشتر بالاٰخر قدوماً وائتنى به ـ فاتاه به فشد الرسول فيه هودا بيده ثم قال اذهب فاحتطب وبع ولا ارينك خمة عشر يوماً ـ ففعل وجاء وقداصاب عشرة دراهم ناشترىٰ ببعضهما ثوباً و ببعضهما طعاماً ـ فقال رسول الله، هٰذا خيرلك من ان تجئ المساٴلة نکتة فى وجهك يوم القيامة.

له انصارو څخه يو کس رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راغى او سوال يي وکړ پيغمبر صلى الله عليه وسلم ورڅخه پوښتنه وکړه چې آيا ستا په کور کې څه شته ـ هغه وويل: هو شته. يو ډبل څادر دى چې څه برخه يي په ځان رااچوم او څه اضافه پاتې کيږي. اويوه لويه پياله ده. چې مونږ پکې اوبه څښو. رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وويل: دواړه شيان ماته راوړه. هغه راوړل. رسول الله صلى الله عليه وسلم هغه په لاس کې ونيول. او ويي فرمايل: څوك شته چې دا دواړه واخلي يو کس وويل: زه يي په يوه درهم (روپۍ) اخلم. پيغمبر صلى الله عليه وسلم وفرمايل: څوك شته چې يوه روپۍ بله پرې اضافه کړي. يو بل کس وويل: زه يي په دوه روپۍ اخلم. رسول الله صلى الله عليه وسلم دا دواړه شيان ورته په دوه روپۍ ورکړل. او انصاري ته يي ورکړې او ويي فرمايل: چې په يوه روپۍ د خوراك شيان واخله او د کور خلکو ته يي ورکړه. او په بل درهم باندې تبر واخله، او ماته يي راوړه. تبر يې ورته راوړ. رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته پکې لاسکې واچاوه. بيا يي ورته وويل: ځه لاړ شه، لرگي راوړه او خرڅوه يي او پنځلس ورځې دې ونه گورم. هغه دا کار وکړ. په دې پنځلسو ورځو کې يې ورباندې لس درهمه وگټل. په ځينو يي جامې واخستې او په ځينو يي خواړه واخستل، نو رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل: دا کار د ستا لپاره غوره او بهتر دى چې ته سوال وکړې او بيا د قيامت په ورځ دې په مخ يو داغ لگيدلى وي.

عن ثوبان رضى الله عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم من تکفل لى ان لايسئل الناس شياٴ واتکفّل له بالجنة فقلت انا ـ فکان لايسئل احداً شياٴ. (ابوداؤد).

حضرت ثوبان رضى الله عنه وايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي څوك شته چې ما ته د دې خبرې ضمانت راکړي چې هغه به له خلکو څخه هيڅ شى نه غواړي، او زه ورته د جنت ضمانت ورکوم. ما ورته وويل: چې زه دا کار کوم د حضرت ثوبان رضى الله عنه حال دا و، چې هغه به له چا نه هيڅ نه غوښتل.

له دې ډول حديثونو څخه معلوميږي چې سوال کول د اسلامي روح سراسر خلاف دي. انسان ته پکار دي چې په خپله خوارۍ او زحمت بروسه وکړي، نه له نورو څخه په سوال کولو. تردې پورې چې که چيرې خبره د کور سامان خرڅولو ته هم ورسيږي هغه خرڅ کړي او له چا نه سوال ونکړي.

د سوال څخه د پرهيز کوم حکم چې فرد ته شوى دغه حکم د جماعت او ډلې لپاره هم دى. د مسلمانانو دغسې کومه قومي (ملي) پاليسي چې بنياد يي په سوال غوښتلو باندې ايښودل شوى وي هغه سراسر غير اسلامي گرځول شوى دى. مسلمانان لکه څنگه چې بايد په خپل انفرادى ژوند کې د سوال په ځاى په زحمت کشۍ باندې بروسه او اعتماد وکړي دغسې بايد په اجتماعي ژوند کې هم دوى دا وکړي چې د خپلو وسايلو په اساس خپل ملي پلان جوړ کړي. له نورو څخه د سوال او غوښتلو په ځاى په خپله د حصول کولو طريقه اختيار کړي.

هره هغه قومي پاليسي باطله ده چې بنياد يي په مطالبو اوغوښتلو ايښودل شوى وي. هيڅ ډول عذر دوى ته اجازه نه ورکوي چې مسلمان دې د سعي او کوشش طريقه پريږدي او د غوښتلو او سوال کولو طريقه دې اختيار کړي. مسلمانان که چيرې داسې وکړي چې هغوى خپله ملي پاليسي د غوښتلو په بنياد جوړه کړى نو دا به د خداى جل جلاله او رسول صلى الله عليه وسلم له طريقې سراسر خلاف وي. د غوښتلو سياست پرته له شکه يو غير مسنون سياست دى. مسلمانان په کوچنيو، کوچنيو معاملو کې د مسنون او غير مسنون په توپير پوهيږي او د هغې په ډير زور سره تابيا کوي. مگر په لويو، لويو معاملاتو کې دوى خپل ټول ملي سياست په نامسنونه طريقه باندې لگياوي چلوي. او په دې اړه ورته احساس قدرې هم نه وي. 

يو بل عمل

عليه بن زيد رضى الله عنه يو فقير صحابي و، رسول الله صلى الله عليه وسلم د تبوك د غزا اراده وفرمايله: نو خلکو ته يي وويل چې ځانونه تيار کړئ. عليه بن زيد رضى الله عنه رسول الله صلى الله عليه وسلم ته وويل: چې تاسې زما لپاره د سورلۍ غم وخورئ. تر څو زه هم دغه غزا کې ونډه واخلم. رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل: ما سره اضافه سورلي يا مال نشته. چې زه پرې ستا مرسته وکړم.

عليه بن زيد رضى الله عنه خپل کور ته په داسې حال کې ستون شو چې له سترگو يې اوښکې بهيدلې. د هغه زړه له دې احساس څخه ناکراره و، چې کاش ما سره هم سورلي او د لارې توښه واى او په دې اسلامي غزا کې مې برخه اخستى واى. دغه ورځ ده ټوله ورځ په لمانځه او ژړا تيره کړه. دغه وخت د ده له خولې دا دعا راووتله: اى الله! تا د جهاد حکم ورکړى دى. مگر تا ماته دې سازوسامان نه دى راکړى په کوم سره چې زه په جهاد کې شرکت وکړاى شم. زه د جهاد په صدقه قادر نه يم. اوس چې کوم مسلمان هم د مال، يا بدن  يا آبرو په مقابله کې په ما باندې کوم زياتى کړى وي نو زه دا په هغه مسلمان باندې صدقه کووم، او بخښم يي ورته.

په تفسير مظهرى کې (جلد  ٤ صفحه ٢٨١)  له يو بل حديث څخه معلوميږي چې د ذکر شوى صحابى احساس الله تعالٰى قبول کړ. او پاتې نورو صحابه وو سره په جهاد کې د نه شريکيدو سره، سره هغه د جهاد د انعام مستحق وګرځيد.

له دې څخه معلوميږي چې مومن که چيرې د عذر لرلو په وجه په عملي توگه د خير په کوم کار کې شريك نشي. نو له دې څخه وروسته هم د ده لپاره د گډون فرصت شته او هغه دا چې د خپل روح د درد او ټوپونو او د زړه له کيفياتو سره هغه په دې کې شرکت وکړي. په خپلو ژړاگانو او دعاگانو له هغو سره هم سفره شي چې له هغوى سره د سورليو په صورت کې هم سفره کيداى نشي. کوم د ايمان خاوند که داسې وکړي د هغه لپاره د خداى جل جلاله په وړاندې هغه ثواب او اجر دى. کوم چې د عملي کار کوونکو او شرکت کوونکو لپاره دى.

څنگه چې خارجي عمل زيات مهم دى، دغسې داخلي او باطني عمل هم زيات مهم دى. بلکې ځينې وختونه خو داخلي او باطني عمل له ظاهري عمل څخه هم زيات لوي وي.

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

دا مقاله شریکه کړئ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ