تدبير او توکل
تدبير او توکل
د قرآن پاك د انعام په سورت کې ارشاد شوى. وَإِن يَمْسَسْكَ اللّهُ بِضُرٍّ فَلاَ كَاشِفَ لَهُ إِلاَّ هُوَ وَإِن يَمْسَسْكَ بِخَيْرٍ فَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدُيرٌ. (الانعام ١٧). او که چيرې ورسوي تا ته الله تعالٰى کوم غم او تکليف نو له هغه پرته بل هيڅوك د دې ليرې کوونکى نشته. او که چيرې الله تعالٰى تا ته خير در ورسوي نو هغه په هر څه باندې قادر ذات دى.
د غم او تکليف ليرې کوونکى يوازې الله تعالٰى دى. د دې مطلب دا نه دى چې که چيرې ته په کوم غم او مصيبت کې اخته شوې نو له دې څخه د نجات لپاره د ملايکو انتظاره کوه. دا په اصل کې د غم او تکليف په وخت کې په اعتدال باندې د قائم پاتې کيدلو تعليم دى. که چيرې د چا په پښه کې اغزى لاړ شي نو هغه ته پکار دي چې فوري توگه د اغزي د ويستلو کوشش وکړي. که چيرې هغه ناروغ شي نو هغه ته پکار دي چې په سملاسي توگه درمل استعمال کړي. د اعتدال په دائره کې د غم او تکليف ليرې کولو کوشش کول يو فطري کار دى. پخپله فطرت د دې فکر کولو لپاره بس ده چې په دغسې موقع باندې د انسان لپاره په فوري توگه ضروري تدبير خوا ته متوجه کيدل پکار دي.
ليکن که چيرې داسې وشول چې د اعتدال په دائره کې په فطري تدبير سره د مسئلې حل په نظر رانغى، نو په دغسې حالت کې د انسان لپاره الله تعالٰى ته دعاگانې کول پکار دي. او له الله تعالٰى څخه د مرستې طالب کيدل پکار دي. د ده لپاره داسې کول پکار نه دي چې تدبير ناکافي وگڼي او د ناهيلۍ ښکار شي يا د قبرونو او درگاه گانو خواته متوجه شي. يا بل داسې اقدام وکړي چې په الله تعالٰى باندې د اعتماد او توکل خلاف وي. له انساني تدبير څخه وروسته په الله تعالٰى بروسه او عتماد کول دي، نه دا چې د غير الله امداد ته مخ اړول.
له دې څخه وروسته فرمايي او که چيرې تاسې ته الله تعالٰى کوم خير ورسوي. نو هغه په هر څه باندې توانا او قدرت کوونکى دى. په دې آيت کې د دې خبرې تلقين کړاى شوى دى. چې په دنيا کې چې هر خير کوم انسان ته ورسيږي. نو هغه بايد خپل ذاتي کمال ونه گڼي او ورباندې ونه نازيږي. هغه باندي د خاکسارۍ له روش څخه وانه وړي. ځکه څه چې ده ته ورکول شوي نو د الله تعالٰى په اذن او اراده سره ورکول شوي دي. الله تعالٰى چې کله وغواړي په حالاتو کې داسې بدلون هم راوستلى شي چې ورکول شوى شى ورڅخه بيرته واخلي.
د دې آيت لا زياته تشريح له يو حديث څخه کيږي. ترمذي روايت کړى چې عبدالله بن عباس رضى الله عنهما ويلي دي چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم سره په سورلۍ شاته ناست وم. نو ده صلى الله عليه وسلم وفرمايل: اى هلکه! يا اى زمآ ځويه! ايا يوه داسې خبره درته و نه کړم چې الله تعالٰى پرې تا ته گټه ورسوي. ما ورته وويل: هو! رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: الله تعالٰى ياد لره، الله تعالٰى به تا ياد ولري. ته الله تعالٰى يادوه، نو خپل ځان به د هغه په وړاندې ومومې. الله تعالٰى په خوشحالۍ کې مه هيروه، هغه به تا په تنگسه کې هير نه کړي. هر کله چې سوال کوې نو له الله تعالٰى څخه يې کوه. او کله چې کومك غواړي نو له الله تعالٰى څخه يې غواړه. ځکه چې څه کيدونکي دي هغه ټول ليکل شوي دي. که چيرې ټول انسانان تا ته د تکليف رسول وغواړي د کوم تکليف د رسولو فيصله چې الله تعالٰى د ستا په حق کې نه وي کړي هغوى به د دې تکليف در رسول توان ونه مومي. د شکر او يقين سره د الله تعالٰى لپاره عمل کوه. او پوه شه کوم شى چې ستا خوښ نه دى د ستا لپاره په هغه باندې په صبر کولو کې ډير زيات خير او ښيگړه ده. او الله تعالٰى مرسته او کومك صبر سره دى. اوپراخي له تکليف سره تړل شوې ده. او بې شکه چې آساني له ستونزو سره ملگرې ده. (الجامع لاٴحکام القرآن للقرطبى جلد ٥ صفحه ٣٩٨).
ايماني ژوند چې له تدبير سره د توکل نوم دى. او له توکل سره د تدبير نوم دى. تدبير که چيرې د انساني زحمت کشۍ څرگندونه ده نو توکل د الله تعالٰى د قادر مطلق کيدو څرگندويي ده. په قرآن کريم کې ويل شوي دي. چې د دنيا په ژوند کې انسان له بدو حالاتو سره هم مخ کيږي او له ښو حالاتو سره ـ او د دې دواړو هدف يوازې يو دى او هغه آزمايش او امتحان (وَنَبْلُوكُم بِالشَّرِّ وَالْخَيْرِ فِتْنَةً وَإِلَيْنَا تُرْجَعُونَ). (الانبياء ٣٥).
له دې څخه معلوميږي چې غم او خوشحالي اگر چې په ظاهره دواړه له يو بل څخه جلا دي مگر د الله تعالٰى د پيدا کوونکي پلان مطابق د دواړو حيثيت يو دى. او د دواړو هدف او مقصد هم يو دى. د الله تعالٰى تخليقي پلان له مخې انسان ته پکار دي چې کله د غم حالت ورباندې راشي نو خپل د خوشحالۍ حالت دې راياد کړي. او دغسې خپل دغه اعتماد دې ژوندى وساتي چې الله تعالٰى د ده د غم په خوشحالۍ باندې په بدلولو باندې قادر دى. دغسې کله چې خوشحالي ورباندې راشي نو هغه ته پکار دي چې خپل د غم شيبې يادې کړي. او دغسې دا حقيقت په خپل ذهن کې تازه کړي چې که چيرې الله تعالٰى وغواړي نو د ده خوشحالي اخستلى او دا په غم کې اخته کولاى شي.
د تشدد سبب د قناعت نشتوالى
د اسلام د پيغمبر صلى الله عليه وسلم يو حديث په دې الفاظو کې راغلى دى. (قد افلح من اسلم ورزق کفافاً وقنعه الله بما آتاه). (مسلم کتاب الزکاة، الترمذي کتاب الزهد، مسند احمد جلد ٢ صفحه ١٦٨-١٧٣). يعنې هغه کس کامياب شو چا چې اسلام راوړ او په قدر د اړتيا ورته روزي ورکړاى شوه او الله تعالٰى چې څه ورته ورکړي په هغو قانع شو.
په دې حديث کې د قناعت يادونه شويده. د قناعت نفسيات (روحيه) چې په چا کې پيدا شي نو هغه په بشپړه توگه امن خوښوونکى جوړوي. د دې په عکس په چا کې چې د قناعت روحيه نه وي، هغه په خپل حالت باندې ډاډه نه وي. او په پايله کې په حرص کې اخته کيږي. او په زور، زياتي باندې لاس پورې کوي. تر څو هغه څه چې په امن ناکه او سوله ييزه توگه ورته حاصل نه دي هغه د تشدد او زور، زياتي له لارې لاس ته راوړي. حقيقت دا دى چې قناعت په انسان کې د سوله ييز ژوند مزاج پيدا کوي. او د قناعت د نشتوالي څخه د تشدد او زور، زياتي مزاج پيدا کيږي.
د قناعت احساس په انسان کې دا روحيه پيدا کوي چې هغه هر څه لرونکى انسان دى. او کوم انسان چې خپل ځان موندونکى انسان وگڼي هغه هيڅکله د جنگ، جگړو او زور، زياتي ښکار کيداى نشي.
د دې په عکس معامله د هغه انسان ده چې د قناعت د نشتوالي په روحيه اخته وي. هغه هميشه د محروميت د احساس ښکار وي. د ده دا احساس دا په مسلسله توگه دې ته هڅوي چې هغه څه چې دا يې نلري بايد دا د هغو د لاسته راوړلو کوشش وکړي. اوس چې هغه نه ترلاسه کيدونکى شى په سوله ييزه توگه ترلاسه نکړاى شي نو د تشدد او زور، زياتي لارې چارې استعمالوي تر څو هغه تر لاسه کړي.
دا هغه ټول خلك خپل دښمنان گڼي. کوم چې هغه د خپل فکر مطابق د خپل خواهش په لاره کې خنډ گڼي. دا له هغو کسانو څخه کرکه کوي. د دوى په خلاف د جنگيدو لپاره وسله راټولوي. حال دا چې دا ټول د يوې خبرې نتيجه ده چې دا د خداى جل جلاله په ورکړاى شوو راضي نه دى. دا د قناعت په ځاى د عدم قناعت ښکار شوى دى.
په هر حال کې خير
په حديث شريف کې راغلي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. (عجباً لاٴمر المؤمن: ان امره کله له خير، وليس ذلك لاٴحد الا للمؤمن، ان اصابته سراء شکر فکان خيراً له. وان اصابته ضراء صبر فکان خيراً له). (صحيح مسلم کتاب الزهد). يعنې د مومن معامله او کار څه عجيبه شانته دى. د ده لپاره په هره معامله کې خير دى. او دا له مومنه پرته د بل هيچا لپاره نه دي. که چيرې خوشحالي او ښه حالت ورته ورسيږي نو هغه شکر اداء کړي. بيا دا خوشحالي د ده لپاره خير وگرځي. او که چيرې کوم تکليف ورته ورسيږي نو صبر پرې کوي. بيا دغه تکليف د ده لپاره خير جوړ شي.
نامومنه روش او چلند دا دى چې که چيرې کوم انسان ته خوشحالي ورسيږي نو دا پرې وياړي. او که چيرې تکليف ورته ورسيږي نو د مايوسۍ او ناهيلۍ ښکار شي. دا دواړه حالتونه يو شان د بدۍ حالتونه دي. د دې په عکس مومنانه چلند دا دى، چې که چيرې خوشحالي ورته ورسيږي نو سينه يې د شکر له احساساتو څخه ډکه وي. او که چيرې د تکليف تجربه وکړي نو د الله تعالٰى پريکړه يې وگڼي او صبر ورباندې وکړي او ورباندې راضي شي. دا هغه څه دي چې په قرآن پاك کې ورته داسې خبردارى شوى.
د انسان حال خو دا دى کله چې د ده پروردگار دا په ازميښت کې واچوي، عزت او نعمت ورته ورکړي نو دا وايي زما رب زه عزتمند کړم. او کله چې دا په امتحان کې واچوي او د ده روزي په ده باندې تنگه کړي، نو دا وايي چې زه خپل پروردگار خوار او ذليل کړم. (الفجر ١٥-١٦).
په اوسنى دنيا کې اصلي اهميت دا نه دى چې انسان په ظاهره په کوم حالت کې ژوند تيروي. په ښه حالت کې دى او که په بد حالت کې، اصلي د اهميت خبره دا ده چې انسان په هر حالت کې وي. له هغې څخه هغه د تعلق بالله غذا تر لاسه کړي. د ژوند هره تجربه يي الله تعالٰى ته نږدې کړي. له هر صورت حالت څخه د ده روح رباني غذا واخلي. د کايناتو په هره مشاهده کې ده ته د الله تعالٰى د قدرت جلوې په نظر ورشي. د ژوند هره خوندوره تجربه ده ته د الله تعالٰى رحمت او مهرباني ورياده کړى. او د ژوند هره ترخه تجربه د ده د پرهيزگارۍ سبب جوړ شي. ناکامي هم ده ته خداى جل جلاله ورياد کړي او کاميابي هم دا خپل خداى جل جلاله ته نږدې کړي.