د کتاب لړۍ: د حديث مطالعه

اتحاد او یووالی

فصل: 54

د اختلاف سبب

خباب بن الارت رضى الله عنه وايي يو ځل رسول الله صلى الله عليه وسلم د معمول خلاف ډير اوږود لمونځ وکړ. صحابه وو په دې اړه پوښتنه وکړه. نو ويي فرمايل: دا د رغبت او ويرې لمونځ و، ما په دې کې درې دعاگانې وکړې. له هغو څخه دوه قبولې شوي او د يوې په باره کې راته انکار وکړاى شو. ويي فرمايل: ما لومړۍ دا دعا وکړه چې زما ټول امت د قحط په وجه هلاك نشي. دا دعا قبوله شوه. دويمه دعا مې دا وکړه چې زما امت باندې هيڅ داسې دښمن مسلط مه کړې چې دوى بالکل ټول په ټوله له منځه يوسي دا دعا قبوله شوه. دريمه دعا مې دا وکړه چې زما په امت کې دې خپلمنځى جنگ جگړې نه وي، دا قبوله نه شوه. د دې تصديق له يو بل روايت څخه کيږي.

عن جابر رضى الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ان الشيطان قد ايس من ان يعبده المصلون في جزيرة العرب ولکن في التحريش بينهم. (رواه مسلم، مشکوٰة باب فى الوسوسه).

د جابر رضى الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. شيطان له دې خبرې څخه ناهيلى شوى دى چې مسلمانان په عرب عزيره کې د ده عبادت وکړ ليکن د مسلمانانو په منځ کې د دښمنۍ د اور بلولو څخه (نه دې ناهيلى شوى).

د پيغمبر صلى الله عليه وسلم دا انديښنه په حيرانونکى توگه د مسلمانانو په وروستي تاريخ کې ثابته شوه. دلته دا سوال پيدا کيږي. چې په مسلمانانو کې دا روحيه ولې شته چې شيطان په ډيره آسانۍ سره دوى په خپلمنځى جگړو په بې ګټې مصروفيتونو کې گير ساتي.

د دې لامل دا دى چې دوى د اسلام په ځاى خپل ځانونه په حقه گڼي. مسلمان که چيرې اسلام په حقه وگڼي. نو د ټولو د پاملرنې مرکز يو دى. دا ذهنيت ټول خلك په اسلام باندې يو او متحد کولاى شي. مگر د زوال په دوره کې دا کيږي چې هر مسلمان خپل ځان په حقه گڼي. د دې په نتيجه کې مرکز تقسيم شي. او خلك له يو بل څخه جلا اوسيږي. مسلمان چې اسلام رښتينى وگڼي نو له دې څخه اتحاد او يووالى پيدا کيږي. او که چيرې دوى خپل ځانونه رښتيني گڼي نو له دې څخه اختلاف او بې اتفاقي.

اسلامي مسلك (تگلاره)

په قرآن پاك کې ويل شوي. اى خلکو! له خپل رب څخه وويريږئ چا چې تاسې له يو نفس څخه پيدا کړي ياست. او له ده څخه يې د ده جوړه پيدا کړه او له دې دواړو څخه يې ډير سړي او ښځې خواره کړل. (النساء ١). تفسير ابن کثير د دې په تشريح کولو کې ليکي. چې د پيدايښت بنياد له يو پلار او يوې مور څخه شوى دى تر څو خلك يو بل ته مايله وي. (ان اصل الخلق من رب واحد وام واحد ليعطف بعضهم على بعض). (تفسير بن اکـثير جلد١ صفحه ٤٤٨).

د ابوداؤد په حديث کې همدا خبره داسې ويل شوې ده ټول انسانان يو شان د الله تعالٰى بندگان دي او ټول خپلو کې وروڼه، وروڼه دي. (ان العباد کلهم اخوة). دغسې د حجة الوداع په خطبه کې رسول الله صلى الله عليه وسلم اعلان وفرمايلو: چې ټول انسانان د آدم عليه السلام اولاده ده. او آدم عليه السلام له خاورې څخه جوړ دى. (الا کلکم بنو آدم و آدم من تراب). د دې اسلامي اصل مطابق، مسلمان او نا مسلمان ټول د يو بل لپاره د ورورو حيثيت لري. (د خټې او پيدايښت په اعتبار، نه د عقيدې او نظر يې په اعتبار) په هندوستان کې د هندوانو او مسلمانانو د خپلمنځۍ تړاو صحيح ترين صورت دا دى چې دوى خپلوکې د ورورۍ بنياد قايم کړي. مولانا حسين احمد مدني رح له دې څخه په (متحد قوميت) سره تعبير کړى و، (وگورئ د مولانا موصوف کتاب متحده قوميت او اسلام چاپ ١٩٣٨م مجلس قاسم العلوم ديوبند) د مولانا حسين احمد مدني رح د هندو مسلمان اتحاد په نقطه نظر باندې د زيات پوهيدو لپاره وگورئ (مکتوبات شيخ الاسلام جلد اول، مکتوب ٦٤ صفحه ١٤١-١٤٨).

له ١٩٤٧م څخه مخکې نږدې ټول علماء په دې تگلاره (مسلك) متفق وو، دوى هندوان او مسلمانان د وروڼو، وروڼو په شان يو ځاى کول غوښتل. مگر د ځينو ناموافقو حالاتو په اساس د قومي اتحاد کوشش کامياب نه شو. د دې برعکس د دواړو ډلو تړاو، د تقسيم او جدايي غوښتنې په بنياد باندې قائم شو. د دې ډله، ډله کيدو سياست ډير زيات تباه کوونکي نتايج راووتل.

د هيواد ويشل کيدو څخه وروسته د ډلو، ډلبازيو سياست پاې ته ورسيد. مولانا ابو الکلام آزاد په ١٩٤٧م کال د دسمبر په مياشت کې په لکنهو کې يو کنفرانس جوړ کړ. مولانا آزاد د کنفرانس د مشر په حيث تقرير وکړ او ويي ويل: د مسلمانانو موجوده حالاتو او د هيواد مستقبل ته په کتلو سره له دې زيات بل هيڅ اړين شى نشي کيداى چې فرقه ييز سياست کوم چې د مذهب په بنياد راپورته شوى د تل لپاره خخه کړاى شي. که مونږ له تباهۍ څخه بچ کيدل غواړو. نو ټولې فرقه ييزي دروازې بايد وتړو. او د هندوانو او مسلمانانو اړيکي په ډله ييزه همغږۍ قائمې کړاى شي. ديته اړتيا ده چې علماء دغه تگلاره کومه چې په مکمله توگه د قرآن او سنتو موافق ده يو ځل بيا په پوره ځواك سره راژوندۍ کړاى شي. د هند د مسلمانانو لپاره پرته له شبهې صحيحه او گټوره پاليسي همدا ده چې په دې هيواد کې د دواړو ډلو اړيکې د انساني ورورولۍ او يووالي په بنياد قائمې کړاى شي.

د الرساله ميسون له تيرو شلو کلونو راهيسې همدا خدمت سرته رسوي. دې تگلارې ته د اسلام او د اسلام علماء وو بشپړ ملاتړ حاصل دى. د وخت غوښتنه ده چې دغه اصلاحي تحريك لا زيات اغيز ناك او کامياب کړاى شي. په دې لړ کې څو اصولي ټکي په لاندې توگه دي.

١: د هندوانو او مسلمانانو تر منځ د (انساني) ورورۍ احساس لاپسې زيات کړاى شي د دوى تر منځ اړيکو ته وده ورکړاى شي. د دې لپاره هر ممکن تدبير غوره کړاى شي. چې د دواړو ډلو تر منځ په معتدله فضا کې د انساني ورورۍ گډون رامنځته شي.

٢: مسلمانان دې د نورو په ضد د احتجاج په ځاې د خپل ځان تعميرول خپله د راتلونکې پاليسي جوړه کړي. د لاريونونو، مظاهرو او احتجاجونو لړۍ له يو سره بنده کړاى شي. د شکايت په وخت له ټکر څخه ځانونه وژغوري. هميشه دا کوشش وکړاى شي چې په سوله ييز تدبير سره اختلافي معاملات حل کړاى شي. د اختلاف په مهال خپلو کې نښتلو طريقه اختلاف زياتوي او د مفاهمت طريقه اختيارول اختلافات ختموي.

٣: زده کړو او اقتصادي پروگرامونو ته تر ټولو زياته پاملرنه وکړاى شي په مسلمانانو کې چې د زده کړې کچه لوړه وي او اقتصادي حالت يي ښه شي نو له دې وروسته ټولې ستونزې پخپله حل کولاى شي.

٤: په هر ځاى کې د هندوانو او مسلمانانو گډې امنيتي کميټۍ جوړې کړاى شي د دې په وسيله دا کوشش وکړاى شي چې د امنيت او اتحاد له منځه وړونکې هره واقعه په پيل کې په ښه تدبير ختمه کړاى شي.

٥: په خلکو کې دا مزاج او طبيعت پيدا کړاى شي چې دوى له اختلاف سره، سره متحد واوسيږي. د نظر د اختلاف سره، سره د يو بل متقابل احترام وکړاى شي.

   له احتياط ډك چلند

عن اوس بن شر حبيل انه سمع رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: من مشى مع ظالم ليقويه وهو يعلم انه ظالم فقد خرج من الاسلام. (مشکاة المصابيح جلد٣ صفحه ١٤٢٠).اوس بن شر حبيل رضى الله عنه وايي چى له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه مي اوريدل چې ويل يي. څوك چې له ظالم سره ولاړ شي (ملگرتيا يې وکړي) تر څو هغه ته تقويت او ځواك وروبښي او دا پوهيږي چې دا کس ظالم دى. نو دغسې کس له اسلام څخه بهر شو.

عن ابراهيم بن ميسره رضى الله عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم من وقر صاحب بدعة فقد اعان على هدم الاسلام. (مشکاة جلد ١ صفحه ٦٦). ابرهيم بن ميسره رضى الله عنه وايى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. څوك چې د بدعتي انسان احترام وکړي نو ده د اسلام په ړنگولو کې مرسته وکړه.

د يو انسان د بدوالي يو صورت دا دى چې هغه براه راست په گناه ککړ وي. د مثال په توگه پخپله بد او ناکاره کار کوي او يا د بد او ناکاره انسان ملگرتيا په باقاعده توگه کوي. څوك چې پخپله په گناه کې اخته وي د هغه بدوالى او ناکاروالى يوه معلومه او منل شوي خبره ده. خو د اسلام له نظره يوازې هغه کس بد نه دى چې په ذاتي توگه مخامخ په گناه اخته وي د اسلام په نزد هغه کس هم يو شان بد او ناکاره دى چې په بالواسطه انداز کې د بدۍ په عمل کې ککړوي.

په ټولنيز ژوند کې د انسان هر عمل به ياد چا موافق وي يا به د چا مخالف وي. هر انسان په خپله وينا او عمل سره د يو روش او چلند تاٴييد کوي. او د بل روش ترديد کوي. برابره خبره ده چې دغه تاٴييد براه راست وي او يا بالواسطه. په دغسې حالت کې انسان ته پکار دي. کله چې هغه هم په کومه معامله کې خبره کوي يا کوم کار سرته رسوي. نو له وينا او کولو څخه وړاندې بايد دا فکر وکړي چې د دې قول يا فعل په ذريعه د چا ملاتړ کوې. او د چا مخالفت کوي. هغه کار بايد وکړي چې له اهل حقو سره پکې ملاتړ وي او په هر حال کې بايد خپل ځان د باطل پرستانو له حمايت او ملاتړ څخه وساتي تردې پورې چې بالواسطه بايد د باطل پرستو له حمايت څخه خپل ځان وژغوري.

ارزښتناك شى

اخرج البخارى فى التاريخ الصغير عن زيد بن اسلم عن ابيه ان عُمر بن الخطاب رضى الله عنه قال لاصحابه ـ تمنَّواـ فقال احدهم اتمنَّى ان يکون مِلٴ هذا البيت دراهمَ فاُنفِقَها فى سبيل الله ـ فقال تمنَّوا ـ فقال اخر اتمنى ان يکون ملٴ هذا البيت ذهبًا فاُنفقَها فى سبيل الله، قال تمنَّواـ قال اٰخر اتمنَّى ان يکون ملٴ هذا البيت جوهراً فاُنفقَه فى سبيل الله ـ فقال عمر رضى الله عنه ـ تمنّوا ـ فقالوا ما تَمَّينا بعد هذا ـ قال عمر رضى الله عنه: لِکنّى اتمنّى ان يکون ملٴ هذا البيت رجالاً مثل ابى عبيدة بن الجراح ومعاذ بن جبل وحذيفه پن اليمان فاستعملهُمْ فى طاعة الله. (٢٣٣).

زيد بن اسلم رضى الله عنه له خپل پلار نه روايت کوي چې حضرت عمر رضى الله عنه خپلو ملگرو ته وويل: چې تاسې خپلې، خپلې هيلې څرگندې کړئ. يو کس وويل: چې زه دا هيله لرم چې دا کور له سپينو زرو څخه ډك واى او ما د الله تعالٰى په لاره کې لگولاى واى. حضرت عمر رضى الله عنه وويل: نور هم ارزوگانې څرگندې کړئ. بل کس وويل: چې دا کور له سروزرو څخه ډك واى نو ما به د الله تعالٰى په لاره کې لگولى واى. حضرت عمر رضى الله عنه وويل: نور هم ارزوگانې وکړئ. يو بل کس وويل: چې د دې کور برابر جواهر واى او دا مې د الله تعالٰى په لاره کې مصرف کړى واى. حضرت عمر رضى الله عنه وويل: نور هم هيلې ښکاره کړئ. خلکو وويل: چې دا کور له دې وورسته زمونږ هيڅ ارزو نشته. حضرت عمر رضى الله عنه وويل: مگر زه دا هيله لرم چې د ابوعبيده بن الجراح رضى الله عنه، معاذ بن جبل رضى الله عنه او حذيفه بن اليمان رضى الله عنه په شان خلکو څخه ډك واى او هغوى ما د الله تعالٰى په لاره کې استعمال او مقرر کړى واى.

کار يو سړى په دې دنيا کې تر ټولو زياتي قيمتي پانگه ده. هغه کس چې يوه رايه ولري مگر اصرار پرې ونه کړي او خپل ځان خلاف تنقيد ا اعتراض داسې واوري لکه څنگه چې خپل صفت اوري. له اصولو څخه انحراف تحمل نه کړاى شي. او له اختلافاتو سره، سره بيا هم په متحد پاتې کيدو پوهيږي.

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

دا مقاله شریکه کړئ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ