سياسي اختلاف
سياسي اختلاف
د حديثو په مجموعو کې د کتاب الفتن تر عنون لاندې په کثرت سره داسې روايتونه راغلي دي په کومو کې چې رسول الله صلى الله عليه وسلم دا وړاندوينې کړي چې ده وروسته به په اميرانو کې گډوډي او فساد پيدا شي خلك به د دې سياسي فساد د اصلاح په نوم حکمرانانو سره جنگيږي. دغه جنگونه به زما امت تباه کړي. رسول الله صلى الله عليه وسلم له دغه ډول جنگونو څخه په ډيره کلکه منع فرمايلې ده. ده په دې خبره ډير زور ورکړى چې چارواکي که هر څومره فاسد وگورئ مگر تاسې له هغوى سره جنگ مه کوئ تاسې د هغوى په مقابله کې يوازې له صبر او چوپتيا څخه کار واخلئ.
په دې لړ کې د حديثو په هر کتاب کې په کثرت سره روايتونه راغلي دي. د مثال په توگه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. (من کره من اميره شيئًا فليصبر). چا چې له خپل امير څخه کوم بده او ناخوښه چاره وليده نو هغه دې په دې باندې صبر وکړي. په دې موضوع باندې له سعودي څخه يو کتاب چاپ شوى چى نوم الغلو في الدين دى (عبدالرحمن بن معلا اللويحق) د شپږ سوو صفحو په دې کتاب کې په دې موضوع باندې ټول احاديث او روايتونه راجمع کړاى شوي دي. د تفصيل غوښتونکى هغه کتاب کتلى شي.
په تجربه ثابته ده چې په تاريخ کې تر ټولو زيات جنگونه د سياسي اختلافاتو په اساس رامنځته شوي دي. دا يو حقيقت دى چې سياست هيڅکله په پوره توگه له فساد څخه خالي پاتې شوې نه دى. سياسي واك او فساد له يو بل سره تړل شوي دي. په دې کې د څه کم شمير شخصيتونو استثناء کيداى شي مگر عمومي قاعده همدا ده.
اوس خو داسې حالات دي چې خلك په چارواکو کې فساد او ورانى وگوري نو سمدلاسه يي د اصلاح په نوم له حکمرانانو سره په جنگ کې نښتي وي. دغه اصلاحي جنگونه هميشه فسادي جنگونه جوړ شوي دي ټول تاريخ په دې ګواه دى چې کله هم د اصلاح په نوم باندې له سياسي چارواکو سره جنگ کړاى شوى نو د دې په نتيجه کې نه يوازې دا چې په فساد او خون حزابۍ کې زياتوالى راغلى، زياتي لا دا چې د مسلمانانو اجتماعي يووالى هم مات شوى دى. مسلمان په دوو ډلو په حکمران او بې واکه کې تقسيم شوى او په خپل منځ کې سره نښتي دي. او ټول ديني او تعليمي هلې ځلې په ټپه دريدلې دي.
په دغسې حالاتو کې د مسلمانانو لپاره لازم دي چې د اخف المفسدتين (د کم فساد) طريقه اختيار کړي په دغسې حالاتو کې چارواکو سره نښتل او جنگيدل ډيره ناوړه بدي ده. له چارواکو سره د ټکر څخه مخ اړول او په سوله ييزه دايره کې ديني او تعليمي هلې ځلې سرته رسول کوچنى فساد دى. او کله چې انتخاب د کوچني او لوى فساد تر منځ وي نو بهتره عقلمندي دا ده چې له لوى فساد څخه ځان بچ کړى او کوچنى په مات زړه برداشت کړي.
اتحاد د دې حکمت نغد قيمت دى. کله چې هم دا حکيمانه تدبير اختيار کړاى شي نو په امت کې به د اتحاد او اتفاق فضا قايمه شي. او کله چې دا حکيمانه تدبير پريښودل شي نو له دې وروسته به لازماً داسي کيږي چې په امت کې به اتحاد او اتفاق ختم شي. او له دې سره به تعميري کارونه هم په ټپه ودريږي.
د سياسي فساد په وخت باندې د فکر دوه صورتونه وي. يو دا چې دا فساد شته نو په مونږ لازم دي چې دا سم کړو. د دې په مقابله کې د فکر دويمه طريقه دا ده چې که چيرې مونږ د فساد د سمولو لپاره راپورته شو نو د دې به عملي نتيجه څه وي. د اسلام تعليم دا لارښوونه کوي چې د مومنانو لپاره يوازې دويمه طريقه سمه ده لومړۍ طريقه د دوى لپاره صحيح نه ده. د عمل نتيجه کتل او بيا وروړاندې کيدل.
کله چې حالات وايي چې مومنان که چيرې د اصلاح په نوم د واکدارانو په خلاف اقدام وکړى نو د دې عملي نتيجه به چپه راووځي. دغسې اقدام يوازې د فساد د زياتيدو سبب جوړيږي. هر کله چې صورتحال داسې وي نو په مومنانو باندې فرض کيږي. چې خپل ځانونه له عملي اقدام څخه وژغوري. دعاگانې دې کوي او له خاموشۍ سره دى د سولې په چوکاټ کې د اصلاح کوشش کوي. په دغسې حالاتو کې د واکدارانو په خلاف اقدام کول د گناه يو کار دى. او دا د کوم ثواب کار نه دى.
په اتفاق او اتحاد کې د الله تعالٰى مرسته او ملاتړ
د يو روايت مطابق رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. (قال رسول الله صلى الله عليه وسلم قال الله عزوجل: انا ثالث الشريکين مالم يخن احدهما صاحبه). (رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي چې د الله تعالٰى ارشاد مبارك دى چې دوو شريکانو سره دريم زه يم. څو پورې چې له دوى څخه يوه ملگري يي له بل سره خيانت نه وي کړى.
د دې حديث په لفظي توگه مطلب دا دى چې له دوى څخه که چيرې دوه ملگري د خداى جل جلاله په خاطر خپلو کې متفق وي نو خداى جل جلاله له دوى سره پخپله د يو دريم رکن په حيثيت سره شريکيږي او په کومه اتحادي مجموعه کې چې پخپله خداى جل جلاله شريك شي د دې طاقت او توان پرته له شکه بې اندازې زياتيږي. د دوى اتحاد او اتفاق د ناقابل تسخير حده مضبوطيږي.
دا کومه له اسرارو ډکه خبرهس نه ده. دا يو ساده فطري حقيقت دى. دا د دې له امله کيږي چې کله څه خلك يوازې د الله تعالٰى په خاطر په خپلو کې متحد شي نو د دوى روحي حالت له عامو خلکو څخه جلا وي. د داسې خلکو حالت بيا دا وي چې دوى په هره معامله کې د خپل ځان په نظر د ليدلو په ځاى د خداى جل جلاله په نظر ورته گوري. دا چې په خپل ملگري کې کومه ستونزه وگوري نو په دې فکر کولو دا ستونزه هيروي. چې مونږ د خداى جل جلاله په خاطر په خپلو کې سره متحد شوي يو. نه د کوم انسان په خاطر. کله چې د خپل ملگري او متحد کومه ځان غوښتنه ورباندې درنه تمامه شي نو دا د هغې په وجه نه اغيزمن کيږي. ځکه چې هغه لومړى خپله غوښتنه د خداى جل جلاله په رضا پريښودې ده. په ټولنيز ژوند کې چې کوم نقصان ورته ورسيږي نو دا د هغې څه پروا نه لري. ځکه چې د ده په ذهن کې دا وي چې ما د آخرت د گټې اخستلو لپاره په دې اتحاد کې شرکت کړى دى. نه د دنيا د کومې گټې په خاطر.
حقيقت دا دى چې د خداى جل جلاله لپاره متحد کيدل په خپل ځان کې يو طاقت دى. د خداى جل جلاله دپاره په متحد شوو خلکو کې هغه مزاج جوړ شوى وي. کوم چې د اختلاف له منځه وړونکى وي. دا رباني مزاج د دې خبرې ضمانت جوړيږي. چې هيڅ ډول اختلافي سبب د دوى اتحاد مات نه کړي هغوى ټول اختلافات هيروي او په پوره مضبوطتيا د اتحاد رسۍ سره ځان تړي.
د اتحاد دا برکت تر هغه وخته باقي پاتي کيږي څو پورې چې په متحدينو کې د خيانت ذهنيت پيدا شوى نه وي. خيانت څه شى دى. خيانت دا دى چې يو اتحادي شريك د بل اتحادي شريك خيرخواه ونه اوسيږي. يو اتحادي شريك بل شريك پردى وگڼي. کله چې په خلکو کې دا روحي بدي رامنځته شي. نو د خلکو زړونه له يو بل نه ليرې شي. په هغوى کې د يو بل د خپل گڼلو مزاج باقي پاتې نشي. يو بل ته د شك په نظر گوري. کله چې داسې وشي د خپل گڼلو مزاج باقي پاتې نشي. يو بل ته د شك په نظر گوري. کله چې داسې وشي نو د هغوى د اتفاق او اتحاد ټولې خښتې ونړيږي. د دوى تر منځ يووالى ختم شي. د اتفاق وگړي لکه د خښتو په شان دي چې سره يو ځاى شوي وو. نو اوس هغوى د ويجاړې شوې ودانۍ د خښتو په شان خواره واره پراته وي. نو دغه وخت د دوى اتحاد هم ختم شي او طاقت يي هم له منځه ولاړ شي.
اتفاق پيدا کول ډير آسانه دي. مگر د اتفاق او اتحاد ساتل همدومره سخت او ستونزمن دي. د دې سبب دا دى چې له اتحاد وروسته په لازمي توگه په خلکو کې له يو بل نه شکايتونه پيدا کيږي. له يوه څخه بل ته تاوان رسيږي. اوس د خلکو لپاره دوه لارې شته. يوه د خيانت لار او بله د اخلاص لار. په اتفاقي او اتحادي افرادو کې چې کله د خيانت مزاج راشي نو شکايتونه زياتيږي تردې پورې چې د دوى خپلمنځي اتحاد او اتفاق مات او ختم شي. د دې په عکس کله چې په خلکو کې د اخلاص مزاج وي نو هر پيدا شوى شکايت ختموي او هيڅ يو شکايت د اختلاف تر درجې نه رسوي.
اتفاق او اتحاد د ايمان برخه ده
د يو روايت مطابق رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. (لاتباغضوا ولاتحاسدوا ولاتدبروا وکونوا عباد الله اخوانا. ولايحل لمسلم ان يهجر اخاه فوق ثلاث ليال). (رواه ابوداؤد). (يعنې په خپلو منځو کې يو بل سره بغض مه ساتئ. له يو بل سره حسد او کينه مه کوئ. او يو بل ته شا مه اړوئ (له يو بل مه خفه کيږئ) ټول د الله تعالٰى بندگان وروڼه، وروڼه جوړ شئ. د هيڅ يو مسلمان لپاره جايز نه دي چې هغه خپل مسلمان ورور سره له دريو ورځو زيات پريږدي (او خبرې ورسره نه کوي).
دا حديث په ظاهره د حکم ا و امر په ژبه کې دى. مگر د حقيقت په اعتبار سره په دې کې دا ويل شوي چې ايمان په سړي کې څه ډول صفتونه پيدا کوي د الله تعالٰى پيژندنه له انسان څخه د څه ډول کردار سرته رسونکى انسان جوړوي. په دې حديث کې په اصل کې د کوم ايماندار انسان هغه صفتونه بيان کړاى شوي دي کومو ته چې ټولنيز صفات ويل کيږي. گويا دا شيان د ايمان اجتماعي نښې دي.
په ذاتي چوکاټ کې ايمان الله تعالٰى سره د تړاو نوم دى. ليکن کله چې ايماندار خلك له نورو خلکو سره ملاقات او راشه درشه کوي کله چې معامله يوازې د خداى جل جلاله او بنده وي نو هلته هيڅ مسئله نه پيدا کيږي. مگر کله چې يو انسان له بل انسان سره برخورد کوي. نو په دغسې صورت کې د يو بل په خلاف ستونزې پيدا کيږي لازمي خبره ده. دغسې ټولنيز ژوند يوه پيژند گلوي جوړيږي. چې دا ووايي چې په خلکو کې د ايمان رښتينې روحيه شته او که نه؟
د الله تعالٰى هغه بندگان چې الله تعالٰى يې په حقيقي معنو کې خپل معبود جوړ کړى وي. د هغه زړه له هر ډول منفي احساساتو څخه خالي وي. د کومو خلکو زړونه چې د خداى جل جلاله په اوچتو صفتونو کې ډوب وي هغه د دنيا په ذلت کې نه لت پت کيږي. دغسې خلکو د خپلو وروڼو په منځ داسې اوسيږي لکه څنگه چې هوا د خلکو تر منځ تيريږي مگر هغه له هيچا سره نه ټکر کيږي. لکه څنگه چې د گل خوشبو هم چا ته رسيږي مگر هغه د يوه او بل په منځ کې هيڅ فرق نه کوي. لکه رڼا چې هر چاته راځي مګر هغه له هيچا څخه خوشحاله او يا خفه نه وي. دغسې خلك له يو بل سره داسې مکمل ملگري وي. لکه د باغ ونې چې د يو بل په څنگه کې پرته له کوم شکايت په يو ځاى ولاړې وي.
د اسلام له روزۍ څخه انسان ته څه ورکړل شوي ا و که نه! د دې يوه څرگنده پيژندنه دا ده چې هغه د خلکو په منځ کې داسې اوسيږي چې نه له چا سره بغض لري او نه کينه او حسد، د شکايت وړ کومه خبره چې ورته له يوه ورور څخه راځي نو دا پرې غمجن کيږي نه! هغه ټول خلك د الله تعالٰى محتاجان گڼي. داسې ورسره اوسيږي لکه يو پلار چې له خپل اولاد سره برخود لري. دغه ډول ذهنيت چې په چا کې پيدا شي. هغه د خپل مزاج په اعتبار سره داسې شي چې که چيرې د کوم ورور څخه ورته تکليف رسيږي او په وختي توگه ترې اغيزمن شي او له هغه څخه جدايي او بيلتون اختيار کړې. چې درې ورځې تيريږي نو د ده د سينې په زخم باندې د دريو ورځو په تيريدو سره پټۍ ولگيږې. وختي احساس چې دا له خپل ورور څخه ليرې کړى و، له هغه سره د خپل پروردگار په خاطر بيرته داسې مخ شي لکه چې له ده سره يي هيڅ تير شوي نه وي.