د کتاب لړۍ: د حديث مطالعه

سل حديثونه

فصل: 56

د علم اهيمت او ارزښت 

د اسلام پيغمبر صلى الله عليه وسلم په ٥٧٠ م کال د عربستان په مکه ښار کې وزيږيد. په ٦١٠ م کال کې چې کله د ده عمر څلويښتو کلونو ته ورسيد، نو الله تعالٰى ورته نبوت او پيغمبري ورکړه. د الله تعالٰى له طرفه ورته لومړۍ وحې چې راغله هغه دا وه. چې ولوله د خپل رب په نوم سره، چې پيدا يي کړي. انسان يي له پرنډ وينې څخه پيدا کړ. ولوله او ستا پروردگار ډير کريم ذات دى. هغه ذات چې ښودلې يې ده پوهه د قلم په ذريعه. (العلق).

حقيقت دا دى چې علم د ټولو پرمختگونو پيلامه ده. انسان په ظاهره الله تعالٰى د يو حيوان په بڼه پيدا کړى مگر انسان ته يي يوه امتيازي وړتيا وربخښلې، او دا د ده دماغ دي په انساني دماغو کې تر نامحدودې اندازې فوق العاده صلاحيت ايښودل شوى دى. د دې وړتيا د بيدارولو لپاره د علم اړتيا ده. د علم په مرسته انساني دماغ ترقي او پرمختگ کوي. لوئيږي، لوئيږي تردې چې اوچت ترينې درجې ته ورسيږي.

د علم په ذريعه انسان په تاريخ پوهيږي. د فطرت رازونه راسپړي. د شيانو له ظاهري کچې څخه تيريږي او تر حقيقته رسيږي. د علم دا اهميت د يو انسان لپاره هم دومره دى چې څومره چې د نورو انسانانو لپاره دى.

٠٠٢: علم او پوهه حاصله کړئ

د اسلام پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. د علم حصول په هر مسلمان نارينه او په هرې مسلمانې ميرمنې فرض دى. له دې حديث څخه د علم اهميت معلوميږي. د الله تعالٰى معرفت له علم پرته نشي کيداى. له همدې امله يي د علم زده کول فرض کړي دي. د علم په ذريعه انسان د دې وړتيا پيدا کوي. چې هغه زيات ژور حقيقتونه وپيژندلى شي او درك يي کړي.

د مذهبي او روحاني ترقۍ لپاره علم په لازمي توگه ضروري دى. د علم په ذريعه په ذهن کې پختگي او مضبوطتيا راځي د علم په واسطه د فکر د پرمختگ عمل جاري وي. له علم پرته انسان نه مقدس کتابونه لوستلى شي. او نه د تاريخ او کائناتو په باره کې د زيات څه څخه خبريداى شي. علم بنيادم له حيوانيت څخه پورته کوي او د انسانيت تر کچې يي رسوي.

٠٠٣: د زده کړې مزاج 

د دويم خليفه عمر فاروق رضى الله عنه په باره کې ويل کيږي. چې هغه به له هر چا سره مخامخ کيده نو څه نا څه به يې ترې زده کول. يا په بله وينا ده د زده کولو عمل (Learning process) هميشه دوام درلود.  داسې يې ولې کول. هغه داسې کيږي. کله چې يو انسان له چا سره مخامخ کيږي نو په خلاص ذهن ورسره مخامخ شي. هغه بل ته له ور زده کولو څخه وړاندې له هغه څخه د زده کولو کوشش وکړي. د زده کړې دې عمل ته په گټوره توگه باندې د دوام ورکولو لپاره ضروري ده چې انسان له تعصب لرونکي فکر څخه پاك وي، د لويي په احساس کې و نه اوسيږي. د ده روحيه دا وي چې يو څه لاس ورشي نو وايي خلي. کله چې يو څوك زما غلطي ما ته راپه گوته کړي. نو زه په فوري توگه پرې اعتراف وکړم او خپل ځان سم کړم.

د زده کړې د عمل په گټور کولو کې که چيرې د ورښوونکي کردار اهم دى. نو له دې څخه هم زيات په دې کې د زده کوونکى د کردار دخل دى. په زده کوونکي کې چې څومره زيات مزاج صحيح وي له دې څخه زيات به له نورو څخه په اخستلو کې کامياب وي. په نړۍ کې هره شيبه د علم او معرفت بارانونه وي. شرط يوازې دا دى چې انسان سره د هغو د اخستلو لوښى (Container) موجود وي.

٠٠٤: د علم زيرمه

د اسلام پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. حکمت د مومن ورك شوى مال دى. هر چيرته چې هغه ومومي دا يي حقدار دى. دا حديث د علم افاقيت بيانوي. د دې مطلب دا دى، علم چې هر چيرته وي، يا له هر چا سره وي په مساوي توگه په هغه کې د ټولو انسانانو برخه ده.

علم يوه مشترکه خزانه ده. په علم د هيچا اجاره داري نشته. علم له هر ډول تعصب څخه اوچت دى. د علم مثال د لمر دى له ده څخه چې د رڼا ترلاسه کولو د يو کس څومره حق دى هغومره حق د بل لپاره هم دى.

د علم په معامله کې د افاقيت دا تصوير له اندازې زيات اړين دى. له دې تصوير څخه پرته پرمختگ ممکن نه دى. د علم خزانه په دومره اندازه پراخه ده چې دا هر څومره استعمال کړاى شي په دې کې هيڅ کمى نه راځي. علم يو دومره ژور سمندر دى چې د هر طلب کوونکي تنده ماتوي. مگر د دې خپله ذخيره له دې وروسته هم دومره زياته پاتې وي څومره چې له دې وړاندې وي.

٠٠٥: د علم حصول

د اسلام پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايي: علم حاصل کړئ اگر که په چين کې هم وي. [1]

له دې څخه معلوميږي چې د علم د حصول په لاره کې هيڅ ډول تعصب او يا هيڅ ډول عذر خنډ جوړول پکار نه دي. په پخوا زمانه کې د چين سفر يو مشکل سفر گڼل کيده. له همدې امله دا ويل چې علم حاصل کړئ اگر که په چين کې هم وي. دا معنا لري چې هر ډول ستونزې برداشت کړئ او علم زده کړئ. او هيڅ ډول شى د دې په وړاندې خنډ مه گڼئ. پرته له علم څخه د انسان مثال د خامې اوسپنې دى. دا علم دى چې انسان نه سټيل جوړوي. د ژوند ساده اړخونه انسان پرته له علم هم فهمولى شي. ليکن د ژوند ژورو ته رسيدل له علم پرته ممکن نه دي.

له دې حديث (مقولې) څخه معلوميږي چې د علم لپاره سفر کول اړين او ضروري دي. له سفر پرته په علم کې هيڅ لويه اضافه نه شي کيداى. سفر د انسان ذهن ته پراختيا ورکوي سفر انسان له ځايي علم څخه تر نړيوال علم رسوي.

٠٠٦: د علم ډالۍ

د اسلام پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايي: هيڅ پلار خپل اولاد ته له علم څخه ښه ډالۍ نه شي ورکولاى، بله هر ډول ډالۍ او تحفه لنډ مهاله وي. مگر د علم تحفه يو داسې شى دى چې هيڅکله نه ختميږي.

د هر انسان لومړنۍ مدرسه د ده خپل کور دى. د دې مدرسې ښوونکى پخپله د اولاد مور، پلار دي. له دې حديث څخه دوه خبرې معلوميږي. يو دا چې مور، پلار تر ټولو وړاندې پخپله بايد د علم څښتن کيدل پکار دي. ځکه مور، پلار چې د علم خاوندان نه وي نو هغه نه د علم په اهميت پوهيدى شي. او نه خپل اولاد ته په تعليم کولو کې په صحيح توگه خپله برخه اداء کولاى شي. دويمه خبره دا چې کور د هيڅ يو اولاد لپاره يوازې د پالنې ځاى نه دى. بلکې هغه د ده د ښوونې او روزنې ځاى هم دى. هر کور د ښوونې او روزنې يوه اداره کيدل پکار دي. له دې پرته هغه کور يو نيمگړى کور دى نه په بشپړه معنا کې کور.

٠٠٧: د علم اوچتوالى او برتري

د اسلام پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. د شهيد د وينې په مقابله کې د عالم د قلم رڼا زيات فضليت لري. له دې حديث څخه معلومه شوه چې د علم عظمت او سترتوب له ټولو نورو شيانو څخه زيات دى.

د دې لامل دا دى چې د دې تړاو، له ذهن سره دى. له علم څخه ذهن مضبوطيږي. په ذهني فکر او سوچ کې زياتوالى راځي. له علم څخه دا ممکنه گرځي چې ذهن معاملاتو ته په زياته بهتره توگه فکر وکړي. اوپه زياته  بهتره توگه باندې عمل د پلانولو وړ وگرځوي. هر بدني عمل يو محدود عمل وى. تر يو ځايه چې ورسيږي د جسماني عمل پوله راځي. مگر د علم معامله د دې څخه جلا ده، چا چې علم حاصل کړى وي د هغه شخصيت بې اندازې پراختيا مومي. هغه له هر قيد څخه بهر کيږي او د فکر کولو جوگه گرځي له هغه څخه يو داسې انسان جوړيږي چې هيڅوك يې لاندې کولاى نشي. لکه څنگه علم هيڅ پوله نلري. دغسې د هغه انسان هم کومه پوله نه وي کوم چې د علم او پوهې څښتن وي.

٠٠٨: د علم ثبتول

د اسلام پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي چې تاسې علم د ليکلو په ذريعه محفوظ کړئ. د دې مطلب دا دى کوم علم چې ستا په ذهن کې دى هغه په کاغذ باندې وليکه دغسې هغه په صحيح شکل او بڼه کې د تل لپاره محفوظيږي.

د دې تعليم يو استعمال دا دى چې علم کتابونو ته منتقل کړاى شي. په هره علمي موضوع باندې کتابونه وليکل شي او تيار کړاى شي. علم له دماغو او ذهن څخه راوويستل شي او د کتابتون په صورت کې زيرمه کړاى شي.

د دې معاملې يو صورت دا هم دى کوم ته چې کتابچه ډائري  ويل کيږي. دغسې د دې تعليم يوه پيروي به  دا هم وي چې هر انسان خپله، خپله کتابچه ولري. هغه خپله ورځينۍ مطالعه او تجربه په لنډه توگه له تاريخ سره يو ځاى وليکي.

دغسې به د هر انسان د علمي سفر يوه روزنامچه تياريږي. دغه کتابچه به د انسان د هرې ورځې د ذهني سفر يو ريکارډ (ثبتول) وي. دا د خپل احتساب يوه اغيزناکه ذريعه گرځي. انسان کولاى شي د خپلې کتابچې په ذريعه خپلې کاميابۍ او ناکامۍ پيژندلى او خپل ځان اصلاح کولاى شي. دغسې ډايرى (کتابچه) د ده د شخصيت د ترقۍ او پرمختگ ذريعه جوړيږي.

٩: علم د علم لپاره

د اسلام پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايي: علم له زانگو څخه تر قبره (مرگ) پورې حاصلوئ. [2]

له دې څخه معلومه شوه چې علم د کومې وختي گټې او يا کومې وختي وظيفې لپاره نه دى بلکې دا يو مستقل عمل دى. چې له پيدايښت څخه واخله تر مرگه پورې دوام لري. له همدې امله علم په خپل ذات کې مطلوب دى. د علم اصل او بنيادي هدف د انساني شخصيت تعمير او ودانول دي. دا د کوم وختي کار نوم نه دى. دا يو عمل دى. چې په هر حال او هر وخت کې دوام لري. د انساني شخصيت تعمير هيڅکله نه بشپړيږي. له همدې امله د دې د ښوونې او روزنې عمل هم هيڅکله ختميدونکى نه دى.

د علم يا تعليم اصلي هدف د شعور او احساس بيدارول دي. تر څو هغه د يو او بل شي تر منځ توپير وپيژني، هغه هيڅکله په محدود فکر کې نه اخته کيږي. د ده ذهن هيڅکله د جمود نه ښکار کيږي، علم دانساني شخصيت غذا ده. لکه څنگه چې بدن له مادي غذا پرته بيکاره (خراب) کيږي دغسې انساني شخصيت له علم پرته نيمگړى وي. او ناقص شخصيت په موجوده دنيا کې هيڅ لوى نقش اداء کولاى نشي.

٠١٠: بې گټې علم

د اسلام د پيغمبر صلى الله عليه وسلم يوه دعا دا ده. اللهم انى اعوذبك من علم لاينفع. (اى خدايه! ماله داسې علم څخه وساته چې بې گټې وي). گويا هغه علم علم دى کوم چې د انسانيت لپاره گټور وي. کوم علم چې د انسانيت لپاره گټور نه وي هغه هيڅ مطلوب علم نه دى. د هغه علم په حصول کې خپل وخت لگول چې کومه حقيقي فايده نلري د وخت ضايع کول دي.

٠١١: مخ په ودې شخصيت

په قرآن کې د رښتينى انسان مثال نيالگي (بوټي) سره ورکړل شوى، لکه څنگه چې بوټى او نيالگى غټيږي او ونه ورڅخه جوړيږي. دغسې د انسان شخصيت هم وده کوي او لوييږي. تردې پورې چې د تروتازه ونې په شان له هغه څخه ترقي يافته (پرمختللى) شخصيت جوړ شي. انسان د کوچنې ماشوم په شکل کې پيدا کيږي. ورو، ورو لوييږي تردې چې مکمل انسان ورڅخه جوړ شي. دا معامله د بدن د ترقۍ او ودې هم ده. دغسې د انسان ذهن هم وده کوي. دغه ترقي د سوچ کولو تفکيري عمل (Thinking process) په ذريعه دوام مومي. که چيرې دغه تفکيري عمل په صحتمند انداز کې دوام ولري نو د انسان ذهن هم دغسې د ترقۍ تر درجې رسيږي. لکه څنگه چې د ده بدن د ترقۍ تر پولې رسيږي.

دغه تفکيري عمل په فطري توگه په هر انسان کې دوام لري. د انسان لپاره يوازې دا کول دي چې له هغو شيانو څخه ځان بچ کړې کوم چې تفکيري عمل کې خنډ رامنځته کوونکي وي. که چيرې د تفکيري عمل له خنډ څخه بچ شي نو هغه به د يوې چينې په شان بهيږي. تردې پورې چې يو ستر سمندر ورڅخه جوړ شي.

٠١٢: له پوهيدونکي څخه پوښتنه

په قرآن کې ويل شوي دي. چې که چيرې تاسې نه پوهيدۍ نو له پوهيدونکى کس څخه پوښتنه وکړئ. يعنې ناپوه دې له پوه څخه پوښتنه کوي. او دغسې نه پوهيدونکى دې پوه کړاى شي. خلك په عامه توگه پوښتنې نه خوښوي. هغوى فکر کوي چې د پوښتنې مطلب گويا دا اقرار کول دي چې ته پوهيږي او زه نه پوهيږم. دا يو تباه کوونکى عادت او خوى دى. صحت مند عادت دا دى چې پوښتنه کول داسې وگڼو لکه د قاموسونو وييپانگې او دائرة المعارف مطالعه کول. هيڅ داسې نه شي کيداى چې په هر څه دې وپوهيږي. د دغه نيمگړتيا د پوره کولو لپاره هغه د کتابونو مطالعه کوي.

دغسې د ده لپاره دا عادت خپلول پکار دي چې له پوهيدونکي څخه پوښتنه وکړي. پوهيدونکي کس د ده لپاره گويا يو ژوندى کتاب دى. لکه څنگه چې د کتاب په مطالعه انسان د کمترۍ احساس نه کوي دغسې د ده لپاره پکار دي چې له پوهيدونکي څخه په پوښتنه کولو کې هم د کمترۍ احساس ونکړي. له پوهيدونکو څخه معلومات حاصلول خپل منځي اړيکې تقويه کوي. په علم کې زياتوالى راولي او په انساني اړيکو کې د زياتوالي سبب جوړيږي.

٠١٣: د خداى جل جلاله په نعمتونو کې غور او فکر

د اسلام پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. چې د خداى جل جلاله په نعمتونو کې غور او فکر کول تر ټولو ستر عبادت دى. دغه غور او فکر په ظاهره نه ليدل کيږي. ولې چې هغه په ذهن کې وي مگر د خداى جل جلاله په نظر کې له دې ستر بل هيخ عمل نشته.

اصل دا دى چې د دنيا په هر شي کې د نعمت يو اړخ موجود دى. په غور او فکر سره دغه نعمتونه پيژندل کيږي. په شيانو کې د نعمت اړخ پيدا کول، همدا هغه شى دى کوم ته چې په حديث کې تر ټولو غوره عبادت ويل شوى دى.

د شيانو د نعمت له اړخ څخه لاسته راوړنه يو داسې عمل دى. کوم چې انسان خداى جل جلاله ته نږدې کوي. له خداى جل جلاله سره يې روغه کوي. دا د انسان لپاره د خداى جل جلاله د معرفت تر ټولو لويه ذريعه ده. 

٠١٤: د غور او فکر عمل

ابوالدرداء رضى الله عنه د اسلام د پيغمبر يو صحابي دى. د هغه له وفات وروسته يو کس د هغه له ميرمني ام الدرداء رضى الله عنه څخه پوښتنه وکړه. چې د ابوالدرداء رضى الله عنه تر ټولو لوى عمل څه و، ام الدرداء رضى الله عنه ورته وويل: فکر کول او عبرت اخستل. له دې څخه معلومه شوه چې د يو چا تر ټولو ستر عمل دا دى چې هغه د خپل ځان په وړاندې په موجودو شيانو کې غور او فکر وکړي او له هغو څخه عبرت او پند حاصل کړي. دا گويا د ذهني پرمختگ (Intellectual progress) اود روحاني ترقۍ (Spiritual development) عمل دى. کوم چې د جدى غور او فکر په صورت کې په انسان کې دوام لري. هغه له مرگ څخه وړاندې هيڅکله نه ختميږي.

٠١٥: علمي خاکساري

د اسلام پيغمبر صلى الله عليه وسلم يو صحابى عبدالله بن مسعود رضى الله عنه فرمايلي دي. کله چې تاسې په کومه خبره نه پوهيدئ. نو دا وايي چې (والله اعلم) الله تعالٰى ښه پوهيږي. دې اصل ته په بله وينا کې علمي خاکساري ويل کيداى شي. او علمي تواضع د علمى ترقۍ لپاره له حده زياته ضروري ده.

د عربې ژبې يو متل دى چې لا ادري نصف العلم. زه نه پوهيږم دا نيم علم دى. دا ويل چې زه نه پوهيږم دا کومه ساده خبره نه ده. دا په خپله ناپوهۍ پوهيدل دي. کله چې يو سړى په خپل ناپوهۍ باندې خبر شي. نو دا په ده کې د تلاش او لټون روح (Spirit of inquiry) راپورته کوي. چې د دې په پايله کې يې تر پوهې رسوي. کله چې يو انسان نه پوهيږي نو ده ته پکار دي چې په خپله نه پوهيدنه اعتراف وکړي. پخپله ناپوهۍ اعتراف کول هم د پوهيدو په شان يو قدم دى. له دې مزاج پرته هيڅ انسان د علمي پرمختگ تر منزله رسيداى نشي.

٠١٦: ښوونه او روزنه

د اسلام د پيغمبر يو ملگرى وايي چې په وزرو الوتونکى مارغه چې په هوا کې الوزي نو هغه مونږ ته يو علم رايادوي. (ما من طائر يطيربجناحيه الا وهو يذکر لنا منه علماً) له دې (موقوف) حديث څخه د تعليم او تربيې يو پراخ تصور زمونږ په وړاندې راځي. له دې څخه معلوميږي چې د ښوونې او روزنې د عمل تړاو يوازې له مکتب او مدرسې سره نه دى. بلکې له ښوونځې څخه بهر هم د دې لړۍ دوام لري.

حقيقت دا دى چې د فطرت په دنيا کې په هر کوچنې او لوى شي کې دننه يو نه يو علم پټ شوى دى. ښوونکى که چيرې ويښ ذهن ولري. نو هغه د خپلو زده کوونکو لپاره له ښوونځې او مدرسې څخه بهر نړۍ کې هم د تعليم او تربيت ذريعه جوړيداى شي دغسې يو رهبر د خپلو پيروانو لپاره له هر منظر او هرې تجربې څخه پوهه او علم اخستى او د هغوى د ذهني او روحاني تربيت اسباب برابرولى شي. زمونږ دنيا ټول په ټوله يوه پراخه ښوونځى دى. کوم انسان چې د رښتيني علم طلب کوونکى وي هغه په هره شيبه کې په خپل علم او پوهه کې زياتوالى راوستلى شي. د ده علمي سفر هيڅکله ختميداى نشي.

٠١٧: پوهه او جديوالى (هوښيارتيا)

پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي: کوم کس چې له الله تعالٰى ويريږي هغه عالم دى. (من يخشى الله فهو عالم). له دې حديث څخه د علم يو ډير مهم اړخ معلوميږي او هغه سنجيدگى او احتياط دى. علم يوازې د پوهيدو نوم نه دى. يو کس ته چې له ژورتيا سره علم حاصليږي نو د دې فطرى نتيجه دا کيږي چې د خداى په باره کې هغه محتاط جوړيږي دغه احتياط په ده کې سنجيدگي پيدا کوي، چيرته چې علم وي او جدى والى نه وي نو دا فهمول پکار دي چې هلته په حقيقي معنا کې هغه شى نشته کوم ته چې علم ويل کيږي.

رښتينى علم له انسان څخه يو نوى انسان جوړوي، رښيتنى علم لرونکى انسان د فطرت له حقايقو څخه باخبر ساتي. او کوم انسان چې د فطرت له حقايقو څخه خبر شي. هغه د دې تحمل نه شى کولى چې په ټکر او تضاد کې ژوند وکړي. په غير محتاط انداز کې خبرې وکړي. او خلکو سره د غير سنجيدگۍ معامله وکړي. رښتينى علم انسان د بې مسؤليتۍ څخه ژغوري. سوچه علم انسان په پوره معنا کې جدى او بامسؤليته انسان جوړي.

٠١٨: په علم کې اضافه او زياتوالى

په قرآن پاك کې يوه دعا په دې الفاظو کې ويل شوى. (رب زدني علما) اى زما پروردگاره! زما په پوهه او علم کې زياتوالى راوله!

له دې قرآني دعا څخه اندازه کيږي چې په اسلام کې د علم اهميت او ارزښت څومره زيات دى. د اسلام ښوونه دا ده چې هر نارينه او ښځه په مسلسله توگه په خپله پوهه کې د زياتوالي راوستلو کوشش وکړي. دعا په اصل کې د ارادې او عزم يو صورت دى.

د دعا حقيقت دا دى چې انسان په پوره توگه  د يو هدف په حصول پسې ولگيږي. هغه چې تر خپله حده څه کولاى شي له خداى جل جلاله څخه دا دعا وکړي چې دا په خپلو کوششونو کې بريالى کړي. دغسې دعا پخپله د انسان د عمل يوه برخه جوړيږي.

حقيقت دا دى چې علم هيڅ پوله نه لري. انسان ته پکار دي چې په هيڅ ځاى کې له ودريدو پرته د علم د حصول په کوشش کې مصروف اوسي. هغه په دې معامله کې د ټولنې غوښتنې پوره کړي او د علم په زياتولو کې برابر کوشش کوونکى اوسي. د علم هيڅ پوله نشته، له همدې امله د علم د حصول په لاره کې هم هيڅ حد او پوله نشته.

٠١٩: بې ځايه عذر

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. انسان هميشه د دوه شيانو په اړه په دوکه کې اوسيږي. روغتيا او فرصت. يعنې انسان هميشه په دې فکر کې وي کله چې روغ شي نو بيا به يي وکړې. ا و چې کله يي فرصت پيدا کړ، نو وبه يي کړي. مگر په ژوند کې صحت او فرصت کله، کله وي. چې په همدې وجه په فريب او دوکه کې اوسيږي نتيجه دا شي چې ومري.

عقلمند انسان هغه دى چې هغه هيڅ عذر د ځان لپاره عذر جوړ نه کړي. هر کله چې يو کار په مخه ورځي نو سمدلاسه يي کوي.

There is no better time to start than this very minute


[1] :دا حديث نه بلکې مقوله ده. مقاصد الحسنة. او موضوعات الکبير.(مترجم).

[2] : دا حديث نه بلکې مقوله ده. مقاصد الحسنه، او موضوعات کبير. (مترجم).

 

خپل زړه وپوښته

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي چې له خپل زړه څخه فتوىٰ وغواړئ. (استفت قلبك) په دې حديث کې له زړه څخه مقصد هغه شى دى کوم ته چې سالم عقل وايي.

انسان ته بيا، بيا مسئلې مخې ته راځي په دې مسئلو کې هر ځل له مفتي څخه د پوښتنې کولو اړتيا نشته. که چيرې انسان خپل ځان له روحي پيچلتيا څخه پاك وساتي نو د ده پټ ضمير د ده لپاره بهترين لارښود جوړيداى شي. او دا پټ ضمير يو داسې شى دى چې چرته يي لټولو اړتيا نشته. هغه هر وخت او په هر ځاى کې له انسان سره موجود اوسيږي.

٠٢١: د حکمت خبره

د رسول الله صلى الله عليه وسلم مشهور صحابي حضرت عمر فاروق رضى الله عنه ويلي دي. (اميتوا الباطل بالصمت عنه).(مړ کړئ باطل په چوپ کيدو له هغه څخه. دې وينا ته د چوپتيا قوت ويل کيږي.

مشهور متل دى (چک چک په دوه لاسونو وهل کيږي) که چيرې ته د باطل له طاقت څخه وروسته پخپله هم ځوابي کاروايي وکړى نو باطل ته له دې څخه لا زيات طاقت رسيږي د دې برعکس که چيرې ته د خاموشۍ طريقه خپله کړې نو د باطل زور ورو، ورو پخپله له ماتې سره مخ کيږي. د ستا له طرفه د ځوابي عکس العمل نه ښکاره کولو نتيجه به دا شي چې د فطرت ځواك به د ستا په ملاتړ کې وخوزيږي. هغه به د ستا کار په ډيره ښه طريقه سرته ورسوي.

٠٢٢: د همت لوړوالى

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: لوړ همتى د ايمان يوه برخه ده. داسې ولى ده؟ د دې سبب دا دى چې په خداى جل جلاله باندې ايمان انسان ته تر ټولو لوى اعتماد ورپه برخه کوي. دغه اعتماد او بروسه دا د اوچت همت خاوند جوړوي. مگر په دنيا کې بيا، بيا د انسان د ناموافقو حالاتو سره مخه ده. دغه حالات دا د ناهيلۍ خوا ته بوځي. که چيرې انسان په الله تعالٰى باندې يقين او باور ولري. نو هغه تر وروستي حده پورې حوصله مند کوي. په خداى جل جلاله باندې باور ده ته هغه وخت هم اعتماد ورپه برخه کوي کله چې په ظاهره له انسان سره هيڅ بروسه او اعتماد نه وي.

٠٢٣:دوامداره عمل

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي چې د الله تعالٰى په نزد تر ټولو زيات خوښ عمل هغه دى جې هميشه کيدونکى او پاتې کيدونکى وي. په دې دنيا کې چې کومه حقيقي کاميابي وي هغه په ځنډ سره ترلاسه کيږي. له همدې امله تر ټولو بهتر او غوره عمل هغه دى کوم چې د تل پاتې کيدو وړ (Sustainable) وي. په دې دنيا کې پايله لرونکى عمل هغه دى کوم چې له پيل کولو وروسته برابر  جاري وي. په کوم چې انسان په خپل ټول عمر کې کلك ولاړ او پابند وي. دغسې عمل د فطرت د قانون مطابق دى. دغسې عمل په حقيقي معنو کې عمل دى.

انسان ته پکار دي چې په کار له شروع کولو وړاندې د خپل کار او عمل لپاره پلان جوړ کړي. د هغو ټولو اړوندو امورو جايزه واخلي. هغه خپل صلاحيتونه او د لاس لاندې اسباب دغه رنگ د زمانې حالات، هر شى پوره اندازه کړي. بيا د سنجول شوې نقشې مطابق خپل کار شروع کړي کله چې په کار پيل وکړي بيا هغه په منځ کې هيڅکله هم پرينږدي. دغه په دنيا کې د برياليتوب يوازينۍ لار ده.

٠٢٤: له زمانې څخه ځان باخبره ساتل

د رسول الله صلى الله عليه وسلم يو اوږود حديث دى. د هغه حديث يوه برخه دا ده. د هوښيار انسان لپاره اړينه ده. چې هغه د خپلې زمانې پيژندونکى وي. په دې حديث کې ويل شوي چې د انسان علم بشپړتيا څه دي؟ د عالم کيدو لپاره دا بس نه ده چې انسان دې له کتابې معلوماتو څخه باخبره وي. ده د تيرې زمانې روايتونه ياد ساتلي وي. له دې سره يو ځاى ضروري ده چې انسان په کومه زمانه کې ژوند کوي هغه وپيژني. هغه د ماضي پيژندنې سره حال پيژندونکى هم واوسي. د زمانې د پيژندلو اهميت فکرى هم وي او عملي هم وي. له دې پرته د انسان فکر نيمگړى دى. هغه د خبري په آفاقي انداز کې فکر نه دى موندلى. د حقيقت ژوره څيړنه د ده لپاره ممکنه نه ده. دغسې  په عملي اعتبار سره هغه يو نيمگړى انسان دى. هغه په دې خبره له پوهيدو څخه بې برخې دى چې د وخت حالات په تلپاتې رښتينوليو څنگه تطبيق (Apply) کړي دغسې انسان د خپل عمل په بريالۍ توگه پلان گذاري نه شى کولاى.

٠٢٥: هدفمند ژوند

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. د يو چا د اسلام ښه والى په دې کې دى چې هغه بې گټې خبرې (او کارونه) پريږدي. د پيغمبر صلى الله عليه وسلم دا حديث دا خبره واضح کوي چې د يو هدفمند انسان ژوند څنگه کيدل پکار دي.

اصلي خبره دا ده چې په دنيا کې کارونه ډير دي. او د يو انسان ژوند لنډ شانته دى. په دغسې حالت کې اړينه ده چې انسان په خپلو مصروفيتونو کې انتخابي (Selective) انداز اختيار کړي. هغه يوازې په هغو کارونو کې ځان مصروف وساتي چې مخامخ يي تړاو د ژوند له هدف سره وي. کوم شى چې د ده د ژوند د هدف لپاره په کار نه راځي په مکمله توگه ترې پرهيز وکړي. د گټور او بې گټې کار تر منځ په توپير وپوهيږي.

له بې گټې کار څخه مقصد هغه کار دى چې يوازې د زړه راښکون او يا وخت تيرولو لپاره وي. په کوم سره چې له وختي تفريح څخه علاوه بل څه نه حاصليږي. حقيقت دا دى چې په دې ډول بې گټې کار کې مشغوليدل يو داسې عيش گذراني (Luxury) ده. چې برداشت يې يو هدف مند انسان نشي کولاى.

٠٢٦: فايده رسونه

په قرآنکريم کې ويل شوي چې د دې دنيا نظام د فايده رسونې په اصولو باندې ولاړ دى. يعنې څوك چې بل چاته گټه ورسوي. نو ده ته له نورو څخه گټه او فايده رسيږي. څومره چې ورکوي هاغومره به ترلاسه کوې. د دې اصولو مطابق، چې کله هم يو څوك د محروميت تجربه کوي نو ده ته دا منل پکار دي چې داسې له دې امله وشوه چې ده خپل ځان گټه رسونکى ثابت نه کړ. ده نور محروم او بې برخې کړي وو له همدې امله نورو هم دا محروم او بې برخې پريښود. که چيرې د ده نورو ته ورکړه کړى واى نو نورو به ده ته ورکړه کړې وه.

د گټې رسولو د دې اصولو تړاو د ژوند له ټولو معاملاتو سره دى. د دې تړاو له کورنۍ سره هم دى او ټولنې سره هم. له ملي ژوند سره هم او له نړيوال ژوند سره هم. په هره انفرادي او اجتماعي معامله کې همدا اصول کار فرما دي. د دې له مخې د شکايت او احتجاج طريقه بالکل بې معنا ده په دې دنيا کې هر شکايت او هر لاريون د خپل ځان د کوتاهۍ په خلاف شکايت او احتجاج دى. انسان ته پکار دي چې هغه خپل وخت په شکايت او احتجاج کې ضايع نه کړي. بلکې په لومړى فرصت کې د خپلې نيمگړتيا د ختمولو کوشش وکړي. او خپل ځان د نورو لپاره گټور ثابت کړي. همدا د ستونزې يوازينى حل دى.

٠٢٧: په چوپتيا کې خلاصون دى

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. څوك چې چپ شو هغه نجات وموند. له دې څخه معلوميږي. لکه څنگه چې خبرې کول يو کار دى. دغسې چپ پاتې کيدل هم يو کار دى. لکه څنگه چې غبرگون ښکاره کول يو کار دى دغسې غبرگون نه ښودل هم يو کار دى. لکه څنگه چې مخې ته تگ يو کار دى. دغسې شاتگ هم يو کار دى. لکه څنگه چې د توان لرلو موقف کې گټه ده. د تواضع او خاکسارۍ په دريځ کې هم گټه ده. چپ پاتې کيدل يوازې د خبرو د نه کولو نوم نه دى. خاموشي او چوپتيا يو تدبير دى. چپ پاتې کيدل  د خاموشه منصوبه بندۍ (پلان گذارۍ) دويم نوم دى. او دا يو حقيقت دى چې د شور د سياست په مقابله کې د چوپتيا سياست زيات نتيجه ورکوونکى شى دى.

د چپ پاتې کيدو ډيرې گټې دي. کله چې انسان چپ پاتې کيږي. نو هغه فکر کولى شي. کله چې انسان چپ وي نو هغه له نورو څخه زده کړه کولى شي. کله چې انسان چپ وي نو هغه خپل داخلي ځواکونه رابيداروي. دا بې اندازې ضروري ده چې انسان خبرې وکړي. مگر له دې سره ضروري ده چې هغه د چپ پاتې کيدو په حکمت وپوهيږي. کله خبره له ورانيدو څخه ژغورلو لپاره دومره بس وي چې انسان چپ شي. چپ پاتې کيدل له پامه غورځولو يوه نښه ده. او دا يو حقيقت دى چې نظر انداز کول يو انتهايي حکيمانه عمل دى.

٠٢٨: دوه جلا صفتونه

په قرآنکريم کې ويل شوي دي چې په انسان کې دوه مختلف او جلا صفتونه ايښودل شوي دي. يو نفس اماره او بل لوّامه  دا دوه صفتونه په پيدايشي توگه په هر انسان کې وي هيڅ يو انسان له دې څخه خالي نه دى. له نفس اماره څخه مقصد انانيت دى او نفس لوامه څخه مراد ضمير دى. دا دواړه صفتونه په ابتدايي توگه په ويده حالت کې وي. که چيرې هغه رابيدار نه کړې نو هغه ويده وي. که چيرې يو چا په خلاف داسې خبره وشي چې هغه پارونکي وي نو د ده نفس اماره رابيداريږي او بيا د هغه پايله داسې شي لکه چې کوم ويده مار چې څوك راويښ کړي.

د دې برعکس که چيرې له انسان سره د نرمۍ چلند وشي نو د ده نفس لوامه راپاڅيږي. مخکې که چيرې نورو له ده څخه د اغزو تجربه کړي وي. نو اوس به نور له ده څخه د گل تجربه کوي. اوس به نورو ته له ده څخه د انسانيت خوشبويي حاصليږي. اوس به دا د نورو لپاره د رحمت نمونه جوړه شي.

٠٢٩: په صبر سره برياليتوب حاصليږي

پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايي: پوه شئ چې برياليتوب له صبر سره ملگرى دى. د صبرسرچپه ته جلتي خوښول دي. د تلوار کړنه له پلان گذارى پرته کيږي. او د صبر کړنه له پلان گذارۍ څخه وروسته وي. او په دې دنيا کې هغه کارونه کامياب وي کوم چې د پلان سره کړى شوى وي.

٠٣٠: د ټکر څخه پرهيز

پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. د مومن لپاره مناسب نه دي چې خپل ځان سپك او ذليل کړي. پوښتنه وشوه چې يو کس خپل ځان څنگه ذليلوي. نو ده ورته ځواب کې وويل: ځان له داسې مصيبت سره مخامخ کول چې دا يې توان نلري. په دې حديث کې د ژوند يو حکيمانه اصل بيان شوى دى. هغه اصل دا دى چې د انسان کړنه داسې کيدل پکار دي چې پايله لرونکې وي يو داسې طاقت له کوم سره چې د مقابلې کولو اسباب له ده سره نه وي که چيرې هغه کوم عذر پلمه کړي او له دې طاقت سره مخامخ شي نو د دې انجام به دا وي چې دا به د ذلت او خوارۍ سره مخ کيږي. داسې کار چې په يو اړخيزه توگه پخپله د کوونکي په تباه کولو کې زياتوالى کوونکى وي. په هغه کې خپل ځان غورځول او اخته کول په هيڅ يو اعتبار سره هم صحيح نه دي.

٠٣١: له ځان څخه ټيټو ته گوره

پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. په مادي معامله کې له خپل ځان څخه پورته او اوچتو ته مه گوره بلکې له ځان څخه ښکته خلکو ته گوره. په دې توگه به ته د الله تعالٰى نعمت چې په تايې کړى سپك او حقير ونه گڼې.

خداى تعالٰى د دې دنيا دا نظام داسې جوړ کړى چې دلته به تل اوچت او ټيټ قايم وي. څوك به وړاندې وي او څوك به وروسته، د دې مصلحت دا دى چې دغسې د مسابقت (Competition) چاپيريال جوړيږي. د دې مسابقت له امله داسې کيږي چې په ژوند کې وده او فعاليت دوام پيداکوي. په دې اساس داسې کيږي چې له هر انسان څخه څوك مخکې وي او څوك ترې وروسته وي. انسان ته پکار دي چې هغه هميشه له خپل ځان څخه ټيټ مرتبه خلکو ته وگوري.  د دې مقايسې فايده به دا وي چې کوم څه خداى جل جلاله ده ته ورکړي دي هغه به د ده په نظر ورشي او د خداى جل جلاله شکر به ورباندې اداء کوي. د دې برعکس که چيرې هغه داسې وکړي چې يوازې له ځان څخه اوچتو خلکو ته گوري. نو په ده کې به د کرکې او کينې مزاج پيدا شي.

مثبت مزاج د انسان په ذهني او روحي ترقۍ مرسته کې کوونکى ثابتيږي. د دې برعکس منفى مزاج د انسان د ذهني او روحي ترقۍ مخه نيسي. انسان ته پکار دي چې د نورو په خاطر خپل ځان له ذهني ترقۍ څخه محروم نه کړي.

٠٣٢: تيره شوې زمانه

په قرآن کريم کې ويل شوي دي چې زمانه شاهده ده چې انسان په تاوان کې دى. گويا د انساني ژوند مثال د واورې په شان دى، لکه څنگه چې واوره ويلي کيږي او هره شيبه په کميدو وي دغسې د انسان عمر هم هره شيبه کميږي. د ساعتونو، ساعتونو د تيريدو په پايله کې هغه وخت راورسيږي چې د انسان ژوند ختم شي.

گويا د هر انسان په مسلسله توگه د عمر برخه (Count down) پريکيږي. که چيرې د يو انسان ژوند له زيږيدو څخه وروسته شپيته کلونه مقدر وي گويا له پيدا کيدو سره سم د ده د عمر د ختميدو لړۍ پيل شوه. د يو کال په تيريدو يي عمر نهه پنځوس کاله شو. د بل کال په تيريدو اته پنځوس او د بل کال په تريدو اووه پنځوس، له دې وروسته شپږ پنځوس او له دې وروسته پنځه پنځوس. دغسې په پرله پسې توگه د هر انسان عمر مخ په کميدو وي. د عمر د دغه مسلسل کميدو مخه نيول د هيچا د وس خبره نه ده. په دغسې حالت کې د هر انسان لپاره اړينه ده. چې د  ژوند هره شيبه قيمتي وگڼي. ځکه د ژوند کوم وخت چې تير شي هغه بيرته بيا نه راگرځي. لکه څنگه چې تيره شوې زمانه نه راگرځي دغسې د ژوند تيرې شوې شيبې هم هيڅوك راگرځولى نشي. لکه رحمان بابا چې وايي:

(له ورخ تيرې اوبه بيرته نه جاروځي: نه جاروځي تير ساعت په بيرته بيا).

٠٣٣: ناهيلي کيږئ مه

په قرآن کريم کې ويل شوي دي چې اى د خداى جل جلاله بنده گانو، مه ناهيلي کيږئ. ځکه چې د خداى جل جلاله رحمت ډير زيات پراخه دى. انسان چې کله مايوسه کيږي نو د دې سبب دا وي چې هغه يوازې خپل امکانات گوري. که چيرې هغه د خداى جل جلاله امکاناتو ته وگوري نو هيڅکله به هغه ناهيلى نشي.

انساني امکانات خپل حد لري، مگر د خداى جل جلاله امکانات هيڅ حد او پوله نه لري. انسان که چيرې دغه حقيقت درك کړي نو هغه به هيڅکله ناهيلى او نا اميده نشي. ځکه چيرته چې د انسان مخې ته حد او پوله راځي. په عين همدغه ځاى باندې هغه يو بل امکان لټوي د کوم چې نه کومه پوله شته او نه د هغه په وړاندې کوم خنډ شته. حقيقت دا دى چې په خداى جل جلاله باندې ايمان لرل انسان ته د هيلو يوه داسې زيرمه ورپه برخه کوي. چې له هغې وروسته هغه هيڅکله مايوس کيداى نشي. هغه هيڅکله له دې احساس سره نه مخ کيږي چې وړاندې به د ده لپاره نور هيڅ پاتې نه وي. د يو امکان ختميدلو د ده لپاره د زيات لوى امکان پيل جوړيږي. په خداى جل جلاله باندې عقيده او باور او مايوسي خپلو کې نشي جمع کيداى.

٠٣٤: اوچت اخلاق

رسول الله صلى الله عليه وسلم خپل يو شمير صحابه رضى الله عنهم مخاطب کړل او ويي ويل: آيا زه تاسې ته بهترين اخلاق دروښيم. خلکو وويل: هو! بيا هغه وفرمايل: څوك چې تاسو سره اړيکي پريکوي تاسې ورسره اړيکې ساتئ. څوك چې تاسې بې برخې کوي تاسې هغوى ته ورکړه کوئ. څوك چې په تاسې ظلم کوي تاسو هغه معاف کوئ. ديته په بله وينا يو اړخيز اخلاق ويل کيداى شي. د دې له مخې اوچت اخلاق دا نه دي چې څوك تاسره ښه چلند کوي نو ته هم ورسره ښه چلند کوه، دا د برابرۍ اخلاق دي. او د برابرۍ اخلاق اوچت اخلاق نه دي. اوچت اخلاق هغه دي کوم چې په خپلو اوچتو اصولو ولاړ وي. کوم چې د نورو د عمل په ځواب کې نه وي. بلکې د خپلو اصولو د رويې او چلند لاندې وي.

اوچت اخلاق دا دي چې انسان د نورو له چلند څخه اوچت شي او په يو اړخيزه توگه په ښو اخلاقو قايم واوسي. د عکس العمل له روحيې څخه خپل ځان بچ کړي او په هيڅ حالت کې هم خپل مثبت اخلاقي چلند پرينږدي. د اوچت انسانيت تر ټولو لويه پيژندنه اوچت اخلاق دي. او د اوچتو اخلاقو پيژنده دا ده چې د نورو له خوا د منفي چلند سره، سره انسان په خپل مثبت چلند ولاړ پاتې شي.

٠٣٥: بې خواهشه انسان

په قرآن کريم کې د اوچت شخصيت لپاره د النفس المطمئنه لفظ راغلى دى. مطمئنه نفس ته په بله وينا د روحي جنجالونو څخه خالي روح (Complex free soul) ويل کيداى شي. يعنې هغه انسان چې د هر ډول منفي احساساتو او سطحى جذباتو څخه اوچت فکر او سوچ وکړى شي.

انسان په دنيا کې د مختلفو حالاتو په منځ کې اوسيږي. دغه حالات په ده کې ډول، ډول احساسات راپيدا کوي. د مثال په توگه کرکه، بغص، کينه، حسد، بدگوماني، انتقام، تعصب، خودغرضي، غرور، ځان ښودنه، منصب خوښونه، بې اعترافي او نور. کوم کس چې خپل ځان له دغه ډول ټولو جذباتو څخه ځان پورته اوچت کړي ده ته نفس مطمئنه ويل کيږي. دا يو شعوري عمل دى. هيڅوك له ځانه نفس مطمئنه جوړيداى نشي. ده ته په شعوري توگه په خپل ځان نگران او څارونکى جوړيدل وي. هغه چې بيا، بيا د خپل ځان د پاکولو کار وکړي. دغسې به دا ممکنه شي چې يو کس نفس مطمئنه جوړ شي.

٠٣٦: د بدۍ له منځه وړل

په قرآن کريم کې ويل شوي چې نيکۍ بدۍ له منځه وړي. د دې مطلب دا دى چې که چيرې له تاسې څخه کومه بدي وشي نو له هغې څخه وروسته نيکي وکړئ چې په دې سره د بدۍ اثر او اغيز ختميږي. د مثال په توگه که چيرې تا چا ته بده خبره کړي وي نو له وروسته ورته ښه خبره وکړه. که چيرې تا چا ته تاوان رسولى وي نو له دې وروسته ورته گټه ورورسوه. که د چا زړه ته دې آزار رسولى وي نو معافي ورڅخه وغواړه. که له چا سره دې د کبر برخورد کړى وي نو اوس ورسره د خاکسارۍ برخورد وکړه. که له چا سره دې د بد اخلاقۍ معامله کړي نو له دې وروسته ورسره د خوش اخلاقۍ معامله وکړه. که چيرې يو څوك دې سپك گڼلى وي نو له دې وروسته د احترام برخورد ورسره وکړه او د عزت مقام ورکړه. په دې توگه به د ستا د بديو خاتمه شي او بدۍ به دې له منځه ولاړې شي.

٠٣٧: گناه څه شى دى؟

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي گناه هغه ده چې د ستا په زړه کې ورته انديښنه پيدا شي او هغه چې ته پرې ويريږي چې هسې نه چې خلك ترې خبر شي. دا د گناه پيژندلو يوه داسې آسانه طريقه ده چې هر انسان ورباندې پوهيدى شي د هر انسان په داخل کې ضمير دى دا ضمير دومره حساس وي چې هغه د بدۍ د ارتکاب په وخت انسان ته په سمدستي توگه يوه جټکه ورکوي. انسان که چيرې د ضمير آواز واوري نو هيڅکله به گناه ونکړي. دغسې کله چې هغه کومه گناه وکړي نو دا يي پټوي. او د دې کوشش کوي چې څوك پرې خبر نه شي. هر کله چې په انسان کې دغه ډول جذبه او احساس پيدا شي نو هغه ته پوهيدل پکار دي چې هغه يو داسې کار ته دوام ورکړى چې کول يي پکار نه دي.

٠٣٨: د گاونډي حق

  رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. په خداى جل جلاله قسم چې هغه مومن نه دى د چا د ضرر له لاسه چې د هغه گاونډي په امن نه وي. انسان چې هر چيرته وي هغه هر وخت له يو چا سره وي. دغه ملگرى د هغه گاونډيان دي. دغو گاونډيانو دا حق دى چې د ستا له لاسه ورته هيڅ قسمه ضرر او تکليف ونه رسيږي. په بله وينا د دې تعليم مطلب دا دى چې په دنيا کې هر انسان ته داسې جوړيدل پکار دي چې بل ته ترې مشکل او تکليف نه وي. د ده لپاره ډير احتياط پکار دى چې له ده سره مخامخ کيدونکو او د ناستې ولاړې خلکو ته د ده د لاسه تکليف ونه رسيږي د تکليف رسيدو معيار داس دى چې نورو ته د شکايت فرصت پيدا نه شي. که چيرې له تاسره د موجودو خلکو له تا څخه به کومه خبره شکايت وي نو د دې مطلب دا دى چې نورو ته د ستا څخه تکليف رسيږي. چاته چې د ستا د کوم کار په وجه شکايت وي ته بايد له هغه څخه منع شې. 

٠٣٩: په کشرانو زړه سوى او د مشرانو درناوى

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. څوك چې زمونږ په کوچنيانو زړه سوى نلري او څوك چې زمونږ د مشرانو درناوى نه کوي هغه له مونږ څخه نه دى. په دې حديث کې ويل شوي چې شريفانه اخلاق څه دي؟ او دا په ټولنه کې څنگه قايمول پکار دي.

په هره ټولنه کې څوك کوچنيان وي او څوك لويان او مشران. د عمر په لحاظ سره هم او د نورو په اعتباراتو سره هم. د مثال په توگه د ښوونکي او استاذ حيثيت لوى دى او د زده کوونکي او محصل حيثيت کوچنى دى. پدغه ډول توپير لرونکې ټولنه کې څنگه له اعتدال سره ژوند کيداى شي. د دې ساده اصول دا دي چې لويان او مشران دې له کوچنيانو سره د مهربانۍ او زړه سوي معامله کوي. او کشران دې لويانو سره د عزت او احترام لرلو طريقه غوره کړي. په کومه ټولنه کې چې دا دوه اصول موجود وي. د دغې ټولنې هر کس به خوشحاله وي او هر يو به د بل په اړه د ښه نظر لرونکى وي.

٠٤٠: په وعده پوره والى کول

په قرآن کريم کې ويل شوي دي. کله چې وعده وکړئ نو پوره والى ورباندې کوئ. د ژمنې په اړه به تاسې د خداى جل جلاله په وړاندې ځواب ورکوونکي ياست. له دې څخه معلومه شوه چې د ژمنې معامله يوازې د دوو انسانانو تر منځ نه ده، په دې معامله کې خداى جل جلاله هم د دريمگړي په حيثيت شامل دى.

د ژمنې يا معاهدې اهميت دومره زيات دى چې انسان ته پکار دي چې هغه دې چا سره وعده نه کوي او کله چې وعده وکړي نو ضرور دې هغه بيا پوره کوي. وعده نه کول کوم جرم نه دى. مگر له ژمنې کولو وروسته هغه نه پوره کول لوى جرم دى. هغه چې د ټولو انساني تړونونو له ماتولو سره برابر دى. ځکه چې د معاهدې د ماتولو هره واقعه د معاهدې د احترام روايت ماتول دي. د معاهدې په احترام باندې د ټولنيز انصاف ټول نظام ولاړ دى. که چيرې د معاهدې احترام ختم شي نو په ټولنه کې به د انصاف چاپيريال ختم شي.

٠٤١: د احسان بدله

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي. کله چې يو څوك له تاسې سره نيکي وکړي نو تاسې د هغې د بدلې ورکولو کوشش وکړئ. او که تاسې يي بدله ورکولاى نشئ. نو تاسې ورته دعا وکړئ دا د شرافت تقاضا ده چې کله له يو انسان سره بل انسان د نيکۍ کومه معامله وکړي نو هغه دې هم د دې په بدله کې ورسره پخپله نيکي وکړي. که چيرې هغه انسان د خپلو حالاتو په اعتبار سره د دې جوگه نه و، چې د هغه د عمل تلافي وکړي نو بيا د تلافۍ لپاره ده سره يو کار موجود دى، هغه دا چې د خپل احسان کوونکي په حق کې دې له خداى جل جلاله څخه بهترينې دعاگانې وغواړي.

٠٤٢: د بل چا په مصيبت نه خوشحاليدل

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي. د خپل ورور په مصيبت مه خوشحاليږه. کيداى شي خداى جل جلاله په هغه رحم وکړي او تا په مصيبت اخته کړي. په دې حديث کې خلك له يوې داسې اخلاقي بدۍ څخه منع کړاى شوي چې د خپل هلاکت مترادفه ده. کوم انسان چې په مصيبت کې  اخته شي نو تالره پکار ده چې د هغه په اړه په تاکې د همدردۍ جذبه پيدا شي. تالره پکار دي چې د هغه مرسته وکړې او يا لږ تر لږه د هغه لپاره دعا وکړې. د دې برعکس د چا په مصيبت خوشحاليدل يوه ډيره د بې همتۍ خبره ده. دا د اخلاقي کمزورۍ تر ټولو بد ترين صورت دى.

زياتي لا دا چې د بل په مصيبت خوشحاليدل د خداى جل جلاله په نزد ډير ناخوښه کار دى.  تردې پورې چې خداى جل جلاله ناراضه شي او دا فيصله وکړي چې له لومړي کس څخه مصيبت پورته کړي او په دويم کس يي ورواچوي. دا پرته له  شکه د يو انسان د بدمرغۍ تر ټولو زيات بدصورت دى. 

٠٤٣: ښه گومان کول

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. چې ښه گومان هم د ښه عبادت يو صورت دى. له دې حديث څخه معلوميږي چې د يو چا په باره کې ښه گومان کول دومره لوى عمل دى چې هغه د عبادت مساوي دي. د يو چا په باره کې ښه گومان لرل يو مشکل کار دى. انسان چې کله د څه خلکو په منځ کې اوسيږي، نو بيا، بيا داسې خبرې مخې ته راځي. چې بدگوماني پيدا کوونکي وي. د کوم په وجه چې د بل انسان يو بدتصوير په ذهن کې جوړيږي. په دغسې حالت کې د ښه گومان کولو معامله کومه آسانه خبره نه ده، هغه کس د نورو په باره کې خوش گوماني لرلاى شي چې د بدگومانۍ سره، سره په خوش باورۍ قايم پاتي کيدل پيژني. په چا کې چې دا ظرفيت موجود وي چې هغه د چا په باره کې بده خبره واوري بيا هم هغه داسې ونه کړي، چې د ده په خلاف بدگومانه شي.

٠٤٤: احسان منل

پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. څوك چې د انسان شکر نه اداء کوي هغه د خداى جل جلاله شکر هم نشي ادا کولى. شکر د احسان اعتراف کولو نوم دى. دغه روحيه که چيرې په انسان کې موجوده وي. نو د ده څرگندونه د بندگانو په معامله کې هم وي او د خداى جل جلاله په معامله کې هم، او دا شونې نه ده چې انسان دې په يو اعتبار سره غير شاکر وي او په بل اعتبار سره دې شاکر جوړ شي.

په احسان اعتراف کول يو اوچت صفت دى. د دې اعتراف نوم شکر دى، په انسان باندې تر ټولو لوى احسان د خداى جل جلاله دى. له همدې امله هر انسان ته پکار دي چې د خداى جل جلاله تر ټولو زيات شکر کوونکى جوړ شي.

د دې شکر پيژندنه دا ده چې انسان د هرې ورځې په ژوند کې د خپل ځان په څير د نورو خلکو د احسان اعتراف وکړي. په چا کې چې دا اعتراف ونه موندل شي  نو دا د دې خبرې نښه ده چې دا د خداى جل جلاله د احسان په معامله کې هم شکر کوونکى نه دى. په يو اعتبار سره شکر او په بل اعتبار سره ناشکري دواړه په يو زړه کې جمع کيداى نشي. په انسان کې به يا د دواړو شکر اداء کول وي او يا به د دواړو لپاره نه وي.

٠٤٥: له غلطۍ وروسته پښيمانه کيدل

پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. چې له هر انسان څخه تيروتنه کيږي او بهترين خطاکار هغه دى چې په خپله غلطۍ پښيمانه شي. له دې څخه معلومه شوه چې اصلي غلطي غلطي کول نه دي بلکې اصلي غلطي دا ده چې په غلطۍ اعتراف ونه شي.

موجوده دنيا د ازميښت دنيا ده. دلته انسان په داسې حالاتو کې ژوند کوي چې د بيا، بيا غلطۍ کولو امکان په کې شته. له همدې امله د صحيح انسان پيژندنه دا نده چې هغه دې هيڅکله غلطي نه کوي. بلکې صحيح پيژندنه يي دا ده چې هغه په خپله غلطۍ ټينگار ونکړي. له غلطۍ وروسته يي ضمير راويښ شي. او په خپله غلطۍ ورته دسختې پښيمانتيا احساس پيدا شي. غلطي کول د ده لپاره د احتساب د احساس بيداريدو ذريعه جوړه شي.

٠٤٦: د ضمير اۤواز

له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه د ده يو صحابي پوښتنه وکړه چې نيکي او بدي څه دي ـ پيغمبر صلى الله عليه وسلم ځواب ورکړ. چې ته له خپل زړه څخه فتوىٰ وغواړه. يعنې د خپل زړه نه معلومات وکړه. نيکي هغه ده چې ستا زړه ورباندې ډاډه او مطمئن وي. او بدي هغه ده چې د ستا زړه ورباندې ناکراره او بې ثباته وي. په انسان کې په پيدايشي توگه يو صفت دى او دا د انسان ضمير دى. ضمير گويا د رښتياتوب محکمه ده. ضمير په فوري توگه وايي چې کوم څه حق دي او کوم څه ناحقه دي. کوم چلن سم او کوم ناسم دى. انسان که چيرې يوازې دا وکړي چې هغه د خپل ضمير واوري نو همدا د ده د لارښوونې لپاره بس دى.

ضمير هميشه خپل کار کوي. هغه هر مهال وايي چې څه سم دي او څه ناسم دي. که چيرې انسان غفلت ونه کړي نو د ده ضميرد ده په سمه لار د ودرولو لپاره کافي دى.

٠٤٧: امانت اداء کوئ

په قرآن کريم کې چې کوم احکام راغلي دي له هغو څخه يو حکم دا دى. اى خلکو د امانت خاوندانو ته د هغوى امانتونه وروسپارئ. دا قرآني حکم يو جامع حکم دى او د دې تړاو له ټول ژوند سره دى.

د امانت يو صورت دا دى چې يو څوك تاسره مال د امانت په توگه کيږدي نو دغه مال خاوند ته پوره، پوره رسول فرض دي. دغسې د يوې تعليمې ادارې ښوونکى هم امين دى. او زده کوونکي له ده سره امانت دي. ښوونکي ته پکار دي چې هغه خپل مسؤليت وپيژني. کوم انساني نسلونه چې ده ته د امانت په توگه ورکول شوي د هغوى په حقونو کې هيڅ ډول کمى‌ ونه کړي. دغسې يو څوك چې د يو هيواد واکمن جوړ شي نو دغه هيواد ده ته امانت وسپارل شو. او دا يي امين جوړ شو. په دغسې حالت کې په حاکم او واکمن فرض دي چې دا هغه هيلې پوره کړي د کومو لاندې چې ده ته دا امانت ورکړل شوى دى.

٠٤٨: د سولې او امن کلتور

د اسلام له ښوونو څخه يوه ښوونه دا هم ده چې کله يو کس سره مخامخ کيږي نو دواړه يو بل ته سلام واچوي (السلام عليکم) يعنې په تاسې دې سلامتي وي، او په تاسې دې سلامتيا وي. اسلام په اصل کې د امن کلتور دى. او السلام عليکم د دې امن د کلتور يوه نښه ده.

د اسلام تعليم دا دى چې د هر انسان په زړه کې دې د بل لپاره مهربانۍ او شفقت احساسات وي. هر انسان دې د بل لپاره له امن څخه د ډك ژوند هيله لري. هر انسان دې دا کوښښ کوي چې د ده ټولنه دې د امن او سلامتيا ټولنه وي. دا د اسلام بنسټيز تعليم دى. حقيقت دا دى چې د اسلام ټولې ښوونې نيغ په نيغه يا په بالواسطه توگه د امن په اصولو ولاړې دي. ځکه چې له امن پرته هيڅ ودانيزې چارې نشي ترسره کيداى. چيرته چې امن نه وي هلته ترقي هم نه وي امن د يوې ټولنې لپاره دومره اړين دى څومره چې اوبه د زمکې د آبادۍ لپاره دي.

٠٤٩: امن خوښونه

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي چې تاسې دښمن سره د مخامخ کيدو هيله مه کوئ. بلکې له الله تعالٰى څخه د عافيت غوښتنه کوئ. په دې حديث کې د ژوند يو بنيادي اصل بيان شوى. د دې اصل اهميت د فرد لپاره هم دى او د ملت لپاره هم دى. يو انسان چې کله ټولنيز ژوند تيروي نو د يوه او بل تر منځ به اختلافات پيدا کيږي تردې چې د دښمنۍ صورت ترې پيدا شي.

مگر دا طريقه سمه نه ده چې يو څوك په نظرکې دشمن راشي نو ته له هغه سره جگړې ته تيار شې د دې په ځاى جامع طريقه دا ده چې له دشمن سره هم د ټکر طريقه بايد اختيار نه کړاى شي.

بلکې د امن په اصولو باندې په چليدو سره د هغه د معامله کولو کوشش وکړاى شي له امن ډکه طريقه په هر حال کې د عمل وړ ده. ضرورت يوازې د دې خبرې دى چې انسان د دښمنۍ د صورت له پيدا کيدو وروسته د منفي روحيې ښکار نه شي.

٠٥٠: سوله ييز اوسيدونکى

پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. مسلمان هغه دى چې د ده د لاس او ژبې څخه نور خلك محفوظ او په امن وي. د دې مطلب دا دى چې د خداى جل جلاله رښتينى بنده هغه دى چې په ټولنه کې بې تشدده (بې ضرره) جوړ شوى وي. نه يي له ژبې څخه نورو ته تکليف او ضروري او نه يې له لاس څخه چا ته تکليف او ضرر وي. دا د انسانيت له کم څخه کم معيار دى. د انسانيت اعلٰى معيار دا دى چې هر نر او ښځه په خپل ټولنه کې داسې واوسي چې يو بل ته گټه رسوونکى وي. که چيرې کوم کس نورو ته فايده رسولى نه شي نو د ده لپاره لږ تر لږه دا کول پکار دي چې دا په خپله ټولنه کې بې ستونزو انسان جوړ شي. او نور يې له ضرر څخه بچ پاتې شي.

يو انسان چې کله د خپلې ژبې او يا د خپل لاس په واسطه نورو ته نقصان رسوي. نو هغه خپل انسانيت له لاسه ورکړى دى. دا د انسانيت له کچې  راپريوتى او د حيوانيت کچې ته راټيټ شوى دى. د انسانيت رښتينى معيار دا دى چې انسان دومره حساس واوسي چې هغه د نورو لپاره د ضرر رسولو سوچ هم ونه کړى شي.

کوم انسان چې په دې معامله کې حساس وي هغه نورو ته په ضرر رسولو نه خوشحاليږي. بلکې دا فکر کوي چې د ضرر رسولو په صورت کې ما خپل ځان د انسانيت له بامه راغورځولى دى. که چيرې کله له ده څخه چا ته ضرر ورسيږي نو په فوري توگه وشرميږي او د نقصان د پوره کولو کوشش وکړي. تر هغه وخته ورته آرام نه ورځي چې يا يي له خپل ورور څخه معافي غوښتى نه وي او يا يي د نقصان رسولو جبيره کړي نه وي.

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

دا مقاله شریکه کړئ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ