د کتاب لړۍ: د حديث مطالعه

سل حدیثونه - ادامه

فصل: 57

له ضرر څخه ځان بچ کړئ

پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. په اسلام کې نه ځان ته نقصان رسول شته او نه نورو ته نقصان او ضرر رسول شته. په دې حديث کې يو ډير مهم اجتماعي اصل بيان شوى دى. د دې اصل تړاو له نارينه وو سره هم دى او له زنانه وو سره هم، له فرد سره هم دى او ټولنې سره هم. دا د ملي ژوند لپاره هم دى او د نړيوال ژوند لپاره هم دى.

په موجوده دنيا کې هر انسان په بيلا بيلو حالاتو کې ژوند کوې کله حالات موافق وي او کله مخالف، کله د خوشحالۍ او کله د خفگان په دغسې حالاتو کې يو انسان څنگه واوسي. د دې لپاره يو جامع اصل دا دى او هغه دا چې هر انسان بايد له يوې خوا داسې بې ضرره جوړ شي چې له ده څخه هيچا ته ضرر او تکليف نه وي. او له بلې خوا دومره هوښيار اوسي چې بل چاته دا فرصت ونه رسيږي چې هغه ده ته نقصان او ضرر ور ورسولى شي.   

٠٥٢: زيات لوى طاقت

پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. الله تعالٰى په نرمۍ باندې هغه څيز ورکوي کوم چې په سختۍ باندې نه ورکوي. په دې الفاظو کې د قدرت يو قانون بيان شوى دى. هغه دا چې د دنيا جوړونکي دا په داسې توگه جوړه کړې ده چې دلته نرمۍ او عدم تشدد سره کارونه جوړيږي او په سختۍ او تشدد باندې کار ورانيږي. له نرمۍ او عدم تشدد څخه گټوره نتيجه راوځي. او د سختۍ او تشدد طريقه بې نتيجې او بې پايلې وي. د سختۍ او تشدد طريقه د زړه د بړاس ويستلو لپاره کافي ده. مگر دا د کوم تعميرى هدف د لاسه راوړلو لپاره گټوره نه ده. د ودانۍ او پرمختگ کار يوه داسې طريقه د کار غواړي چې له شروع کولو وروسته په پرله پسې توگه دوام ولري. د دوامدار عمل دا صفت يوازې د زور، زياتي او تشدد څخه په خالي طريقه کار کې موندل کيږي.

٠٥٣: سوله غوره ده

په قرآن کريم کې په يو آيت کې خلك مخاطب کړاى شوي او وايى چې سوله غوره او بهتره ده. د دې مطلب دا دى چې کله د جگړې معامله مخې ته راشي، نو دغه وخت بهتره دا ده چې خلك د جنگ لار اختيار نه کړي بلکې د مفاهمت لاره اختيار کړي. په ژوند کې بيا بيا داسې کيږي. چې د يو او بل تر منځ نزاع او جگړه مخې ته راځي. په دغسې حالت کې د خلکو په وړاندې دوه طريقي وي يوه دا چې د زور او ټکر له لارې د حل کولو کوشش وکړاى شي. او دويمه دا چې په امن ناکه او د جرگې او مرکې په ذريعه خپلو کې مصالحت وکړاى شي. او لانجه په پيل کې ختمه کړاى شي.

دا يو حقيقت دى چې تفاهم د دواړو اړخونو لپاره گټور دى. او د ټکر طريقه هميشه سرچپه نتيجه ورکوي. په دې کې له دواړه طرفه کرکه زياتيږي. او تر کومه ځايه چې د اصلي ستونزې تړاو دى هغه هم نه حل کيږي. که چيرې خلك د معاملې د پايلې اړخ ته وگوري، نو هغوى به هيڅکله د ټکر او جگړې طريقه اختيار نه کړي. ځکه چې د ټکر لاره انسان ته له تباهۍ پرته بل هيڅ ځاى ته نه ور رسوي.

٠٥٤:ټولنيز خدمت

په قرآن کريم کې فرمايلي شوي دي. د خداى تعالٰى چې کوم رښتيني بندگان دي د هغوي په مالونو کې د سوالگرو او بې برخو خلکو حق وي. له سايل څخه مقصد هغه کس دى چې په ويلو يې غواړي او له محروم څخه هغه کس دى اگر چې هغه سوال نه کوي مگر د ده معذوري پخپله يو عملى سوال جوړ شوى وي.

د خداى جل جلاله رښتينى بنده خپلو عايداتو ته تر هغه وخته په سمه سترگه نه گوري څو پورې يې چې له دې څخه سوال کوونکي او بې برخې انسان ته څه برخه ورکړې نه وي. دا تعليم له انسان څخه د خپلې ټولنې خدمتگار جوړوي. دا چې له کومې ټولنې څخه د خپل ځان لپاره څه ترلاسه کوي. همدغسې ټولنې ته دا ورکړه هم خپل فرض او مسؤليت گڼي.

له سوالگر څخه مراد عام ضرورت مند دى. او له محروم څخه مراد په خاصه توگه هغه خلك دي چې په کومه وجه معذور (Disabled) شوى وي. د معذورو خلکو خدمت کول په اسلام کې يوازې ټولنيز خدمت نه دى. دا پخپله د خپل ځان د خداى جل جلاله د تلپاتې رحمت او مهربانۍ مستحق جوړول دي.

٠٥٥: ټول انسانان يو دي

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. ټول انسانان د آدم عليه السلام اولاد دى. او واورئ چې آدم عليه السلام له خاورو جوړ شوى و، دا حديث د دې حقيقت بيانونکى دى. چې ټول انسانان يو برابر دي. په دوى کې څه ظاهري توپير کيداى شي مگر د حقيقت په اعتبار سره په يوه او بل کې هيڅ فرق نشته.

په دې حديث کې د انساني اړيکو يو اهم اصل بيان شوى دى. او هغه د مساوات او برابرۍ اصل دى. هر کله چې ټول انسانان له يوې مادې څخه پيدا شوي او ټول د يو سړي او يوې ښځې بچيان دي. نو په دوى کې توپير او امتياز پخپله ختميږي. د دې له مخې ټول سړي د يو بل د وينې شريك وروڼه (Blood brothers) دي او ټولې ميرمنې د يو بل د وينې شريکې خويندې (Blood sisters) دي. دا اصول د يو انسان او بل انسان تر منځ د امتياز ټول بنيادونه ړنگوي.

٠٥٦: د مشورې ارزښت

په قرآن کريم کې په معاملاتو کې په خپلو کې په مشوره باندې ټينگار شوى دى. د رسول الله صلى الله عليه وسلم په باره کې په روايت کې راځي. چې هغه به هميشه په معاملاتو کې خلکو سره مشورې کولې. مشوره څه دي؟ مشوره دا ده چې د کومې رامخې ته شوې ستونزې په اړه د هر يو کس رايه او نظر معلوم کړاى شي. دغسې په دې سره د هر انسان پوهه او تجربه مخې ته راځي. او دا ممکنه کيږي چې په زيات او غوره انداز کې د معاملې د حل کولو تدبير وکړاى شي. او له زيات صحيح پلان گذارۍ سره د کار پيل وشي. له مشورې پرته چې کوم کار وکړاى شي هغه د يو کس په فکر ولاړ وي. او له مشورې وروسته چې کوم کار وشي په هغې کې د ډيرو خلکو سوچ او فکر شامل وي.

مشوره په اصل کې د ټولنيز فکر دويم نوم دى. په انفرادي توگه سوچ او اجتماعي سوچ کې چې کوم فرق دى هغه فرق له مشورې په پرته کار او په مشوره شوي کار کې موندل کيږي. په بيلا بيلو اسبابو سره داسې کيږي. چې د يو کس ذهن هر اړخ نه شي سنجولى مشوره د دغې نيمگړتيا جبيره ده. د مشورې په ذريعه دا ممکنه کيږي چې په معاملاتو زيات سم نظر ته رسيدل وشي. له وړاندې څخه د تيروتنو د مخنيوي تدبير وکړاى شي مشوره د بريالۍ پلان گذارۍ يوه اهمه برخه ده.

٠٥٧:خبرې بندول نشته

پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. د هيڅ يو انسان لپاره جايز نه دي چې هغه دې له خپل ورور سره له دريو ورځو زياتې خبرې بندې کړي. د دې مطلب دا چې که چيرې له چا سره يي جگړه رامنځته شي او نوبت خبرو بندولو ته ورسيږي. نو زيات نه زيات تر دريو ورځو پورې ورته معافي کيداى شي. له دريو ورځو څخه زياتې خبرې بندول په هيڅ حال کې جايز نه دي.

په دې معامله کې تر دريو ورځو پورې رخصت په دې خاطر ورکول شوى چې غصه زيات نه زيات تر دريو ورځو پورې پاتې کيږي. له دې وروسته ترې انانيت او ځان غوښتنه جوړيږي. يو چاته د غصې بخشش کيداى شي خو د ځان غوښتنې معافي هيچا ته نه شي کيداى غصه يوه فطري کمزوري ده کومه چې په عارضي توگه پيدا کيږي. مگر انانيت يوه بدي ده. انانيت د سرکشۍ يوه معامله ده.همدا لامل دى چې غصه د بښنې وړ ده. مگر انانيت او سرکشى د معافۍ وړنه ده. د عارضي غصې لپاره له انسان سره عذر کيداى شي. مگر انانيت او سرکشي يو داسې جرم دى. د کوم لپاره چې هيڅکله هم د قبليدو وړ عذر موجود نه وي.

٠٥٨: له منلو وړاندې تحقيق کول

په قرآنکريم کې حکم ورکول شوى دى کله چې تاسې ته د چا په باره کې خبر راورسيږي نو لومړى د هغه تحقيق وکړئ. له دې څخه معلومه شوه چې له تحقيق پرته د يو خبر منل يو بې مسؤليته کار دى.

په عامه توگه د خلکو مزاج دا وي چې څه واوري يا يي ولولي نو په سمدستي توگه يې مني. حال دا چې دا په تجربه ثابته خبره ده چې خبر ورکوونکى اکثره داسې کوي چې هغه ټولې خبرې پرته له پوهيدو خپروي. په داسې حال کې چې له تحقيق وروسته معلومه شي چې هغه خبر سم نه و، او کومه نتيجه يي چې راوتلى هغه هم سمه نه وه.

له تحقيقه پرته خبرمنل په اکثرو حالاتو کې د تاوان سبب گرځي. له دې څخه بدگومانۍ پيدا کيږي. خلك د يو بل په باره کې غلط نظر قايموي. تردې چې ځيني وختونه يو غلط خبر د جنگ جگړې او فساد سبب جوړيږي په دغسې حالاتو کې د مسؤليت غوښتنه دا ده چې د خبر پوره تحقيق وکړاى شي له تحقيق څخه پرته هيڅ يو خبر بايد صحيح ونه منل شي.

٠٥٩: ټول انسانان وروڼه، وروڼه دي

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. اى خدايه! زه گواهي ورکوم چې ټول انسانان خپلو کې وروڼه، وروڼه دي. دا حديث د انساني اړيکو اساس بيانوي. د دې له مخې د ټولې نړۍ خلك د يوې کورنۍ په شان دي. د هر يو لپاره پکار دي چې هغه نور سره هغه چلند وکړي کوم چې هغه په خپل کور کې له خپلو وروڼو سره کوي. دا اصل د نړيوالې ورورولۍ اصل دى. دا اصول د خپل او پردي تقسيم له منځه وړي. له دې څخه وروسته ټول خپل کيږي. هيڅوك له هيچا غير او پردى نه شي اوسيدى. دا اصول ټول انساني نسل په يوه داسې مضبوطه رشته خپلولى کې تړي چې له دې څخه زياته مضبوطه بله کومه رشته نشته.

٠۶۰: درى شيان حرام دي

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: په يو انسان باندې د بل انسان درى شيان حرام دي. د هغه وينه، د هغه مال او د هغه آبرو او عزت. دا اصول د يو بل انسان تر منځ د آزادۍ پوله ودروي. هر انسان آزاد دى. مگر د ده آزادي هلته ختميږي چيرته چې د نورو د ځان، مال او عزت لپاره خطره جوړيږي.

انسان ته په دنيا کې آزادي ورکړل شوې. ځکه چې له آزادۍ پرته ترقي نشي کيداى. مگر د ده آزادي محدوده ده. يو انسان ته تر هغه وخته پورې آزادي حاصله ده څو پورې چې د نورو ځان، مال او آبرو ته نقصان پيښ نه کړي. کله چې يو انسان په دې دريو شيانو کې د نورو لپاره خطر جوړ شي هغه د آزادۍ له فطري حق څخه محروم گرځول کيږي.

٠٦١: هر څوك مسؤليت لري

   رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: خبردار! تاسې څخه هر کس د شپونکي حيثيت لري. او له تاسې څخه به له هر يو کس څخه د هغه د رمې په اړه پوښتنه کيږي. په دې حديث کې د شپون او رمې مثال سره د ژوند يو حقيقت بيان شوى دى. لکه څنگه چې شپون يوه رمه لري. دغسې هر انسان د خپلو حالاتو په اعتبار سره د رمې حيثيت لري. او په ده لازم دي چې هغه دې د خپلې رمې په څرولو کې خپل مسؤليت پوره کړي.

د مثلا په توگه د يو کور چې څوك مشر وي د ده رمه د ده کورنۍ ده. د ده مسؤليت دى چې هغه د خپلې کورنۍ په سلسله کې خپل مسؤليتونه پوره کړي. دغسې د يوه ښوونځى او يوه پوهنتون استاذ د خپلو زده کوونکو او محصلينو ذمه وار او مسؤل دى. په ده باندې لازم دى چې د زده کوونکو په باره کې خپل تعليمي مسؤليتونه په پوره توگه ادا‌ء کړي. دغسې يو رهبر د خپلو پيروانو مسؤل دى. د ده مسؤليت دى چې کوم خلك د ده ملگري شوي په پوره توگه د هغوي خير خواه واوسي. دغسې هر مسؤليت لرونکى انسان د لاس لاندې خلکو په اړه مسؤليت لري په ده فرض دي چې د خپلو اړوندو مامورينو په باره کې خپله ذمه واري او مسؤليت اداء کړي.

٠٦٢: د هر چا مرسته

پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. ته د خپل ورور سره مرسته وکړه اگر له هغه مظلوم او يا ظالم وي. خلکو پوښتنه وکړه چې د مظلوم په مرسته خو پوهيږو مگر د ظالم څنگه مرسته وکړو. رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: ته ظالم له ظلم څخه رامنع کړه. اسلام په هر انسان کې دا روحيه پيدا کول غواړي چې هغه د نورو خير خواه جوړ شي. د دغسې خير خواهۍ د عملي صورت  نوم مرسته ده. د مظلوم مرسته دا ده چې د ظالم له ظلم څخه بچ کړاې شي د ظالم مرسته دا ده چې هغه د خپل ظلم څخه راوگرځول شي. 

د رامنع کولو مطلب دا نه دى چې له ده سره په جگړه او نښته پيل وکړه. د ظالم حقيقي مرسته دا ده چې د هغه د اصلاح لپاره دعا وکړاى شي هغه ته له خير خواهۍ ډك نصيحت وکړاى شي، داسې حالت پيدا کړاى شي. چې هغه ته د خپلې غلطۍ احساس وشي او هغه ظلم پريښودلو ته راضي شي. د ظالم مرسته له ظالم څخه کرکه کول نه دي. بلکې له ظالم سره خير خواهي کول دي. کرکه او نفرت ظلم زياتوي او خير خواهي ظلم له منځه وړي.

٠٦٣: نرم چلند

رسول الله صلى الله عليه وسلم څو تنه ملگري (صحابه) په يوه دنده وليږل او هغوى ته يې نصيحت وکړ چې له خلکو سره نرمه رويه او چلند کوئ. ځکه چې تاسې آساني پيدا کوونکي ليږل شوي ياست. او سختي زيږونکى ليږل شوي نه ياست. د دې حديث تړاو د ژوند د هرې څانگې کار کوونکو سره دى. په دې کې د هر يو لپاره نصيحت دى. د مثال په توگه يو افسر بايد د لاس لاندې خلکو سره په دې اصولو کار وکړي. يو ښوونکى دې له خپلو شاگردانو سره همدغه معامله کوي. د يوې کمپنۍ رئيس بايد له خپلو مامورينو سره دغه رويه او چلند خپل کړي. او داسې نور.

د هر انسان لپاره پکار دي چې دغه نصيحت د خپلې لارې مشال جوړ کړي. هغه بايد دا فکر وکړي چې دا هر چيرته دى هلته د خداى جل جلاله له طرفه ليږل شوى دى. دغه خلك بايد په ستونزو کې وانه چوي بلکې د هغوى لپاره دې د آسانۍ لار لټول دي.

٠٦٤: د مهربانۍ نسخه

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. تاسې د زمکې په اوسيدونکو باندې رحم او مهرباني وکړئ. د آسمان والا به په تاسې رحم او مهرباني وکړي. دا يو ساده اصل دى چې په هر نارينه او زنانه کې د خير کار جذبه او احساس راپاروي چې هيڅکله نه ختميږي.

هر انسان د الله تعالٰى کومك ته اړ او محتاج دى. هرې زنانه او هر نارينه ته د دې اړتيا ده چې هغه د ژوند په بيلا بيلو مرحلو کې د خداى جل جلاله د مرستې او کومك طلبگار شي. هيڅوک په دې دنيا کې د الله تعالٰى له کومك پرته بريالى کيداى نشي.

خپل ځان د خداى جل جلاله د کومك حقدار جوړولو تر ټولو آسان صورت دا دى چې انسان د خپل ځان لپاره له خداى جل جلاله څخه غواړي هغه د نورو لپاره هم وغواړي. هغه غواړي چې الله تعالٰى د ده مرسته وکړي نو د ده لپاره هم پکار دي چې د نورو مرستندوى جوړ شي. هغه غواړي چې خداى جل جلاله له ده سره د نرمۍ معامله وکړي نو د ده لپاره هم پکار دي چې له نورو سره د نرمۍ چلند او معامله وکړي. هغه غواړي چې خداى جل جلاله ده ته د ده نيمگړتياوې ورمعاف کړي. نو ده لره هم پکار دي چې د نورو له کوتاهيو او نيمگړتياوو څخه درگزر وکړي.

له انسان سره د نرمۍ او مهربانۍ معامله کول گويا يوه عملي دعا ده. دا عمل په ژبه خداى جل جلاله ته دا ويل دي چې اى خدايه! زه ستا له بندگانو سره د نرمۍ او مهربانۍ معامله کوم، ته هم له ما سره د نرمۍ او شفقت معامله وفرمايه.

٠٦٥: خپلمنځي درناوى

په قرآن پاك کې د پيغمبر په ژبه ويل شوي چې د ستا لپاره د ستاسې دين او زما لپاره زما دين دى. دا آيت وايي چې په يوه ټولنه کې چې د څو دينونو خلك ژوند کوي. نو د دوى په منځ کې ميانه رو ماحول جوړ کړې. د دې ساده فرمول دا دى چې د يو پيروي وکړى او د نورو احترام کوئ. Follow one and respect all.

په گډه مذهبي ټولنه کې د امن راوستلو همدا يواځينى اصل دى. دا دنيا د اختلافاتو نړۍ ده په دې دنيا کې اختلافات ختمول ممکن نه دي. دغسې صورت کې د عمل وړ فرموله يوازې يوه ده، او هغه زغم (Tolerance) دى. يعنې هر چا ته دا حق ورکول چې هغه د خپلې خوښې مطابق مذهب او کلتور اختيار کړې. د اختلاف په موضوع باندې له يو بل سره امنناکه خبرې اترې کيداى شي. مګر د اختلافاتو د ختمولو کوشش يوازې دا کوي چې اختلافات لاپسې زيات کړي د دې نه پرتهس نور هيڅ نشي کولاى.

٠٦٦: مذهبي درناوى

د پيغمبر صلى الله عليه وسلم په زمانه کې يو څه يهودي قبيلې آبادې وې. يوه ورځ پيغمبر صلى الله عليه وسلم وليدل چې له يوې لارې څخه يوه جنازه تيريږي. پيغمبر صلى الله عليه وسلم دغه مهال ناست و، د جنازې په ليدلو سره هغه يي په احترام ودريد. يوه صحابي ورته وويل: چى اى د الله تعالٰى رسوله! دا خو د يو يهودي جنازه وه. هغه صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل: آيا دا يو انسان نه دى.

له دې څخه معلومه شوه چې انسان په هر حال کې د درناوۍ وړ دى. برابره ده چې هغه د يو دين پيرو وي او که د بل دين پيرو. د يو قوم کس وي ا و که د بل قوم. په هيڅ يو عذر سره د هغه احترام ختميداى نشي. حقيقت دا دى چې هر انسان يو خداى جل جلاله پيدا کړى په دې توگه ټول انسانان يو شان د احترام وړ دي.

٠٦٧: په دښمنانو کې د دوست لټون

 په قرآن پاك کې ويل شوي که چيرې يو کس تاسې ته د دشمن په سترگه گوري نو تاسې له هغه سره ځوابي دښمني مه کوئ. بلکې له هغه سره ښه چلند کوئ. د دې يو اړخيز چلند نتيجه دا کيږي چې ستاسې دشمن به ستاسې دوست جوړ شي. د اسلام دا تعليم وايي چې دشمن يو هميشنى شى نه دى. حقيقت دا دى چې په هر دشمن انسان کې يو دوست انسان پټ کړاى شوى دى. په خپل يو اړخيز ښه چلند سره د امکان  په واقعيت تبديل کړه او خپل دشمن به خپل دوست تبل کړى.

د ښه چلند غبرگون د انسان ضمير راويښوي او د چا ضمير چې رابيدار شي هغه له دې علاوه د بل هيڅ روش برداشت نه شي کولى چې هغه دښمني پريږدي او د ستا دوست جوړ شي.

٠٦٨: نرمي نه لرونکى له هر خير څخه محروم دى

پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. کوم کس چې له نرمۍ محروم وي هغه له هر خير څخه بې برخې دى. په دې حديث کې يو جامع اخلاقي اصل بيان شوى او هغه په خبرو اترو او اړيکو کې نرمي ده.

کوم انسان چې د نرمۍ انداز خپل کړي هغه به په هره معامله کې هميشه بريالى وي. ځکه چې هيڅوك د دغسې کس دشمن نه جوړيږي. د دې برعکس کوم انسان چې نورو سره په معاملاتو کې د نرمۍ انداز خپل نه کړي. د هغه به هر کار وران وي. ځکه چې هر څوك به له هغه څخه شکايت کوي. هغه به د مخالفينو او دښمنانو په منځ کې اوسيږي. هغه به په کور او بهر دواړو ځايونو کې په غير ضروري مسايلو کې گيروي.

٠٦٩: د سادگۍ سترتوب

پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي چې سادگي د ايمان يوه برخه ده. سادگي د ايمان برخه جوړيدل د سادگۍ انتهايي زيات اهميت څرگندوي. سادگي د هدفمند انسان طريقه ده. هدفمند انسان د دې برداشت نلري چې هغه دې د آسانتيا او مزو په ژوند کې مصروف شي. او دغسې د خپل وخت او طاقت يوه برخه په دې کې ولگوي. د سادگۍ مطلب دا دى چې خپلې اړتياوې بالکل په هغو شيانو پورې محدود ساتل چې خلاصى ورڅخه نه وي. خپل ځان د کوم غير ضروري شي عادي نه جوړوي. د آرام ورکولو له شيانو څخه ليرې اوسيږي. سادگي په اصل کې يو اوچت تدبير دى. د سادگۍ په ذريعه دا ممکنه کيږي چې انسان خپل ژوند په بشپړه توگه يوازې په خپل هدف کې لگوي. د ده د ژوند هيڅ يوه حصه له مقصد او هدف پرته په بل څه کې نه ضايع کيږي.

د يو انسان د پرمختگ لپاره تر ټولو زيات اړين شى دا دى چې په ده کې د فکر کولو عمل (Thinking process) پرته له ځنډه دوام ومومي. سادگي په دې ذهني عمل کې له حده زيات مرستندوى دى. سادگي د انسان ذهن له نورو شيانو څخه فارغ ساتي.

٠٧٠: د پاکوالي اهميت

پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. پاکوالى د ايمان يوه برخه ده. له دې حديث څخه معلوميږي چې پاك صاف اوسيدل او خپل چاپيريال پاك صفا ساتل په اسلام کې څومره زيات اهميت لري.

اسلام د خپل حقيقت په اعتبار سره دا دى، چې انسان خپل زړه او روح پاك کړي ناپاکه خيالات پريږدي او په پاکيزه خيالاتو کې واوسيږي. هغه خپل داخلي وجود په داسې توگه په ښو خيالاتو سره پاکيزه جوړ کړي. لکه څنگه چې خپل بدن يو کس په اوبو وينځي او پاکوي يي.

يو انسان چې کله خپل دننه وجود پاك او صفا کړي. نو په فطري توگه د هغه به غواړي چې د هغه بهرنى بدن هم پاك صفا وي. د خپل بدن او جامو د پاکوالي اهتمام به کوي. هغه د خپل کور او خپل چاپيريال د پاك او صفا ساتلو کوشش کوي. پاکوالى د دغسې انسان مستقل مزاج جوړ شي.    

٠٧١: د ميانه روۍ لار

پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. تر ټولو غوره لار ميانه روي. (خير الاٴموراوسطها). دې ښوونې ته په نورو الفاظو کې ويل کيداى شي چې تر ټولو څخه بهتره لار منځنۍ لار (Middle path) ده.

په موجوده دنيا کې انسان د ډيرو انسانانو په منځ کې ژوند تيروي. په دغسې حالت کې بهتره طريقه هغه ده. په کومه کې چې د انسان لار پرته له خنډه مخ په وړاندې وهل کيږي. او له هيچا سره ټکر مخې ته رانشي. ديته درميانه لار وايي. ميانه رو لار هميشه معتدله طريقه او لار وي. معتدله لاره هميشه د عمل وړ وي. په دغسې طريقه کې انسان خپل ځان په کومه لويه خطره کې له اچولو پرته مخ په وړاندې ځي په معتدله طريقه کې کوم داسې لوى تاوان انديښنه نه وي له کوم څخه چې وروسته د انسان مکمل پلان خرابيږي او په پايله کې د ناهيلۍ ښکار شي.

٠٧٢: په خاکسارۍ کې اوچتوالى دى

پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. څوك چې د تواضع (خاکسارۍ) طريقه اختيار کړي خداى تعالٰى به ورته اوچته مرتبه ورپه برخه کړې. دا د خداى جل جلاله ټاکلى يو قانون دى. د دې له مخې د عاجزۍ روش او طريقه خپلول د انسان لپاره د پرمختگ لارې خلاصوي. د دې په عکس کبر او لويي انسان مخ په ښکته بيايي. د تواضع او عاجزۍ گټه دوه طرفه وي. تواضع کوونکى ته د دې دا گټه رسيږي چې په ده کې روحانيت بيداريږي. او د انسانيت اوچت صفتونه پکې پيدا کيږي. او د خداى جل جلاله فيوضات ترلاسه کوي. په ده کې د حقيقت خوښولو مزاج پيدا کيږي. هغه د دې وړ او لايق گرځي چې شيان په خپل اصلي او سوچه انداز کې له پردو پرته وکتلاى شي.

هغه کس چې د تواضع او عاجزۍ معامله ورسره کيږي. هغه د خپل ضمير د اواز لاندې د تواضع کوونکى په سترتوب منلو باندې مجبوريږي. هغه د دې په مقابله کې د سرکشۍ جذبه او احساس له لاسه ورکوي. هغه مجبوريږي چې د ده اخلاقي سترتوب ومني. او د خپل ځان په مقابله کې هغه ته زياته انساني درجه ورکړي.

تواضع او عاجزى يوازې يو چلند دى. په دې کې د چا څه نه مصرفيږي د تواضع په کولو څه له لاسه نه ځي. مگر د څه نه ورکيدو سره هر څه ترلاسه کوي. د تواضع خلاف چلند که چيرې کوچنۍ لويي ده. نو د تواضع مطابق روش يو رښتينى انسانيت دى. 

٠٧٣: په اسلام کې بيځايه لگښت منع دى

 په قرآن پاك کې له اسراف (فضول خرچۍ) څخه منع شوې ده. يعنې له حقيقي اړتيا پرته لگښتونه کول. د اسلام پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. دا هم ا سراف (بې ځايه لگښت) دى چې هر څه دې زړه ته کيږي هغه شى خورې. (ان من السرف ان تاٴکل کل ما اشتهيت).

انسان که چيرې خپله گټه په حقيقي اړتياوو ولگوي. نو دا د ده جايز حق دى مگر که چيرې هغه د خپل خواهش او خوند حاصلولو په اساس باندې ولگوي نو بيا د دې حق هيچا ته نشته. خداى جل جلاله که چيرې چاته زيات مال ورکړى وي. نو د دې لپاره يي نه دى ورکړى چې هغه يوازې په خپل ځان ولگوي. مال د خداى جل جلاله يو امانت دى. نو ده لره پکار دي چې دغه امانت هغه په هغو لارو چارو او ځايونو کې ولگوي چې خداى جل جلاله د ده لپاره مقرر کړي دي. کوم انسان چې داسې ونه کړي گويا د خداى جل جلاله په امانت کې پوره ونه ختلو.

٠٧٤: ټولنيز برکت

پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. د يو کس خواړو د دوو کسو لپاره بس دي. او د دوو کسانو خوراك د دريو کسانو لپاره کافي دى. په دې حديث کې يو بل سره د همکارۍ او په ټولنيزه توگه د کار کولو برکت بيان شوى دى.

په دې حديث کې د خوراك مثال يو علامتي مثال دى. حقيقت دا دى چې د دې حديث تړاو د ژوند د ټولو معاملاتو سره دى. خلك که چيرې له يو بل سره په گډه کار وکړي. او يو بل سره نږدي شي. نو لږ شانته خلك به هم ډير غټ، غټ کارونه وکولاى شي. يو کوچنۍ پانگه هم د ډيرو خلکو لپاره گټه وي. په لږو وسايلو هم زياته گټه حاصليدل ممکن کيداى شي. هر انسان که چيرې ځان، ځانته خپل کار وکړي. نو په محدوده توگه به يوازې خپل ځان ته گټه ورسوي. ليکن همدغه افراد که چيرې له يو بل سره په گډه کار وکړي نو په مجموعي توگه به ټول يو بل ته گټه ورسوي.

٠٧٥: د انصاف غوښتنه

پيغمبر صلى الله عليه وسلم يو ځل د مدينې له يو کس څخه پور واخيست له دې وروسته هغه يوه ورځ راغى او له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه يې د پور د اداء کولو لپاره سخته ژبه کاروله. د پيغمبر صلى الله عليه وسلم ملگرو غوښتل چې هغه ته د بد زبانۍ سزا ورکړي. مگر پيغمبر صلى الله عليه وسلم هغوى منع کړل او ويې ويل: د حق خاوند د خبرو اختيار لري.

دا نورو سره د لحاظ او خاطر کولو سبق او نصيحت دى. دويم کس که چيرې په کومه وجه په غصه شي يا سخته خبره وکړي نو د اوريدونکي لپاره پکار دي چې لحاظ او خاطر يې وکړي. که چيرې انسان سختو خبرو اوريدو ته تيار نه وي نو ده ته پکار دي چې هغه له ده سره د قرض په شان معامله هم ونکړي. د قرض اخستلو وروسته هغه ته په هر حال قرض ورکوونکي ته دا حق ورکوي چې هغه څنگه غواړي هاغسې خپل احساسات څرگند کړي. دغسې معاملاتو کېقرض اخستونکي ته پکار دي چې د تحمل او برداشت وريه او روش خپل کړي. هغه داسې نشي کولاى چې برعکس هغه قرض ورکوونکي ته د تحمل او برداشت نصيحت وکړي.

٠٧٦: له حق څخه زيات نه اخستل

پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. دوه کسان که چيرې ماته د زمکې يوه لانجه راوړي. له هغوى څخه که چيرې يو يي په هوښيارتيا سره خپله لانجه وړاندې کړي او د دې په وجه زمکه ده ته ورکړل شي په داسې حال کې چې په حقيقت کې دا زمکه د ده نه وي گويا ده ته د اور يوه ټوټه ورکړاى شوه.

له دې څخه معلومه شوه يو شي چې په واقعي توگه د يو انسان حق نه وي. په دې معامله کې که چيرې هغه په څه تدبير سره د محکمې فيصله د ځان په گټه تمامه کړي او حال دا چې دا د ده حق نه وي نو د هيځ محکمې پريکړه حقيقت بدلولاى نشي.

حقيقت دا دى چې په يو شي باندي ناجايزه قبضه په هر حال ناوړه او بد عمل دى. د محکمې هيڅ ډول پريکړه ناجايز جايز کولاى نشي. که چيرې د انسان ضمير دا وايي چې دا فلانى شى زما نه دى نو په دغسې حالت کې د ده لپاره صحيح طريقه دا ده چې هغه دغه شى خپل حقدار وسپاري. نه دا چې د غلط تدبير په واسطه د نورو په شيانو باندې د قبضې کوشش وکړي. ضمير تر ټولو لويه محکمه ده. تر ټولو لويه فيصله هغه ده چې د ضمير د محکمې څخه جاري شي.

٠٧٧: کوم شى چې د ځان لپاره هغه نورو لره هم

پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايي. مومن هغه دى چې د نورو لپاره هغه څه خوښ کړي کوم چې د خپل ځان لپاره خوښوي. دا د ټولنيزو اخلاقو يو ډير زيات جامع اصل دى. هر انسان پدې پوهيږي چې د نورو له خوا څنگه چلند د ده خوښ دى. او څنگه رويه يې خوښه نه ده. هماغسې دې هغه له نورو سره کوي. هغه دې له نورو سره هغه چلند کوي څنگه چلند چې د خپل ځان لپاره غواړي. او له نورو سره له هغه چلند څخه ځان وساتي کوم چلند چې د خپل ځان لپاره نه خوښوي.

د ټولنيزو اخلاقو دا اصول دومره ساده او فطري دي چې هر نارينه او زنانه ته معلوم دي. اړتيا يوازې د دې ده چې هر انسان په دې معامله کې بيدار او حساس شي. د کوم حساسيت څرگندونه چې هغه د خپل ځان په باره کې کوي د دغسې حساسيت څرگندونه د نورو په باره کې هم بايد وکړي. خلك که چيرې په دې اصل منگولې ولگوي نو ټوله ټولنه به د خير او امن ټولنه وگرځي.

٠٧٨: اقتصادي خپلواکي

پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي خداى جل جلاله چې د چا لپاره د روزۍ يوه وسيله جوړه کړي نو هغه دې دغه ذريعه پخپله نه پريږدي. مگر دا چې د حالاتو د مجبورۍ له امله يې پريږدي. د اسلامي تعليماتو له مخې د روزۍ تړاو له الله تعالٰى سره دى. له همدې امله کله چې يو انسان ته د روزۍ يوه وسيله په لاس ورشي نو د خداى جل جلاله شکر دې اداء کړي او په همدې دې قائم وي. که چيرې هغه پرته له کوم حقيقي سبب څخه دا پريږدي نو هغه د خداى جل جلاله له کومك څخه بې برخې شو. په اقتصادي ژوند کې د برياليتوب راز ثبات او استقامت دى.

په دې حديث کې د دې استقامت او خپلواکۍ تعليم ورکول شوى دى. په اقتصادي ژوند کې برياليتوب هميشه د اوږدې مودې پورې له محنت کولو څخه وروسته حاصليږي  د انسان لپاره مناسب دي چې د حال په ځاى په راتلونکې باندې نظر وساتي، دغسې به په ده کې خپلواکي پيدا شي او ضرور به د برياليتوب تر درجې ورسيږي. دا حديث گويا د دې خبرې تعليم ورکوي چې په اقتصادي فعاليتونو کې راتلونکې ته د کتلو مزاج پيدا کړئ يوازې حال ته په کتلو بې حوصلې کيږۍ مه.

٠٧٩: روزي د خداى جل جلاله له طرفه ده

په قرآنکريم کې دي په ځمکه باندې چې هر څومره ساکښ دي د هر يو روزي په الله تعالٰى باندې ده. پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. خداى جل جلاله چې د کوم نر يا ښځې لپاره کوم رزق مقرر کړى دى. هيڅوك يې ورڅخه اخستلاى نشي. هيڅوك نه د هغه په روزۍ کې کمى کولاى شي او نه پکې زياتوالى راوستلاى شي. دا اعلان هر نر او ښځې ته د روزۍ ضمانت ورکوي کومه چې هيڅوك يي ورڅخه په زور اخستلاى نشي. د کوم انسان په زړه کې چې دا خبره کښيني، د دې په واسطه هغه ته دوه گټې رسيږي. له يوې خوا ده ته دا باور حاصليږي چې کومه روزي ده ته رسيدونکي ده هغه به خامخا رسيږي. ددې عقيدې په اساس هغه به په دنيا کې له دې اعتماد او بروسې سره کار کوي چې زما د کوشش نتيجه خامخا ماته رسيدونکې ده. هيڅوك هم دومره زورور نه شته چې زما او زما د روزۍ په منځ کې پرده شي. رزق زما يو داسې حق دي چې د دنيا مالك پخپله ما لپاره ليکلې دى. بيا نو څوك دى چې دغه ليکنه له منځه يوسي.

دا عقيده په انسان کې د ناهيلۍ احساس ختموي. هغه د ستونزو په منځ کې ولاړ وي او وايي يو څوك کولاى شي زما دنده او وظيفه له ما څخه واخلي مگر هيڅوك دومره ځواکمن نشته چې زما قسمت او برخه له ما څخه واخلي.

One can take away my job. But no one has the power to take away my destiny.

٠٨٠: قناعت

پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. هغه کس بريالى شو چې خداى جل جلاله ورته د اړتيا په اندازه روزي ورکړه او هغه ورباندې قانع شو. له دې څخه معلومه شوه چې د برياليتوب راز په ورکړل شوي شي باندې په قانع کيدو کې دى، نه د هغه شى په غم کې په اوسيدو کې چې ده ته نه دي ورکړل شوي. هر کله چې يو څوك په دنيا کې د صحيح اصولو مطابق د گټې وټې د ترلاسه کولو کوشش وکړي هغه به خامخا دومره د ژوند سامان حاصل کړي چې د ده د اړتياوو لپاره بس کيږي. که چيرې هغه په دغه ترلاسه شوې  باندې راضي شي نو د دې گټه به ورته د ذهني آرام او سکون په صورت کې په لاس ورشي. ليکن سکون اوآرام هميشه په قناعت سره ترلاسه کيږي. او د قناعت مطلب دا دى چې څه درکړل شوي په هغو راضي او خوښ شي.

د دې برعکس څوك چې خپل لرلي شيان کم وگڼي. او نا لرلو شيانو په طرف منډې وهي. هغه به هيڅکله مطمئن او ډاډه نشي. له همدې امله په دنيا کې د شيانو هيڅ اندازه نشته انسان چې هر څومره زيات شيان راجمع کړي. بيا به هم يو څه ورڅخه پاتې وي کوم چې ده ته دا لالچ او حرص ورکوي چې ماته دا هم حاصليدل پکار دي دغسې هغه هميشه په لا زيات حرص کې پريوځي. هغه دغسې په نارامۍ او بې اطمينانۍ کې ژوند تيروي تر څو مرگ ورته راورسيږي.

٠٨١: له هيچا څخه سوال مه کوه

پيغمپر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. تاسې له هيچا څخه هيڅ سوال مه غواړئ. ځکه چې اوچت لاس له ښکته لاس څخه غوره دى. دا د اوچت انسانيت ښوونه ده. اوچت انسانيت دا دى چې انسان په خپل ځان انحصار وکړي. او له نورو څخه څه ونه غواړي.

غوښتل کومه ساده خبره نه ده. دا د اخلاقي پستۍ يوه نښه ده. کوم انسان چې له نورو سوال کوي گويا هغه په آسانه روزۍ بريالي کيدل غواړي. دغسې انسان د سوال د عادت دا قيمت ورکوي چې هغه خپلې وړتياوې زياتولى نه شي. په ده کې موجود پټ صلاحيتونه مخ په ورك کيدو دي. په ده کې د محنت او زحمتکشۍ احساس سوړ شوى دى هغه د هغې کمزورۍ ښکار شوى کومې ته چې تن پروري ويل کيداى شي. د ژوند طريقه دا ده چې انسان په خپل ځان متکي واوسي. خپل ځان د محنت کشۍ عادت جوړ کړي په خپلو پښو باندې د اودريدو کوشش وکړې. نورو ته ورکوونکى جوړ شي. نه له نورو څخه اخستونکى.

٠٨٢: سوداگري (تجارت) د روزۍ تر ټولو ستره وسيله

پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. نهه په لس روزۍ په تجارت او سوداگرۍ کې ده. (تسعة اعشار الرزق في التجارة) په دې حديث کې د فطرت يو قانون بيان شوى دى. هغه قانون دا دى چې د خداى جل جلاله د پيدا کړى نقشې مطابق په تجارت کې د رزق و روزۍ تر ټولو ستره برخه ايښودل شوې ده.

دا حديث د هر انسان لپاره د هيلې او اميد زيرمه ده. که چيرې يو چاته وظيفه يا دنده پيدا نشي. يا د ميراث حقوق ونه مومي. يا د بلې کومې ذريعې موندلو هيله ونه لري. نو د ده لپاره پکار دي چې تجارت او سوداگري شروع کړي. د تجارت په ذريعه به ورته دومره ډير څه په لاس ورشي چې د بلې کومې وسيلې څخه به ورته ترلاسه نشي.

٠٨٣: د زحمت کشۍ روزى

پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي الله تعالٰى د خپل هغه بنده سره محبت ساتي چې زحمتکشي کوي او خپله روزي ترلاسه کوي. دا حديث د محنت او زحمت له لارې د روزۍ اهميت بيانوي. محنت کول او روزي ترلاسه کول څه ساده خبره نه ده. حقيقت دا دى چې د محنت روزي د ټولو انساني خوبيانو سرچينه ده. د محنت روزي تر ټولو زياته جايزه روزي ده. په محنت سره روزي لاس ته راوړل انسان حقيقت خوښونکى جوړوي د محنت روزي په انسان کې د سادگۍ مزاج پيدا کوي. د محنت روزي نورو ته د فکر کولو فرصت ورکوي. د محنت روزي انسان له سهولت خوښونې څخه ژغوري. د محنت روزي د شخصيت د بشپړيدو اهمه ذريعه ده. که چيرې مجبوري نه وي نو بيا هم د انسان لپاره پکار دي چې د خپل ژوند لپاره د محنت او زحمت ويستلو طريقه اختيار کړي. او په هر حال کې خپل ځان له آرام طلبۍ څخه بچ کړي

٠٨٤: په ژبه پابندي

پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايي. د يو انسان د درواغجن کيدو لپاره دا خبره بس ده چې هغه هره اوريدلې خبره بيان او  خپره کړې. دا حديث د خبرو له آدابو څخه يو اهم اصل بيانوي. هغه دا چې انسان بايد له فکر او غور کولو پرته هيڅکله خبره ونکړي.

په ټولنيز ژوند کې بيا، بيا داسې کيږي چې مونږ د نورو په خلاف ډيرى خبرې اورو. دا په تجربه ثابته ده چې اوريدل شوى خبره چې کله خپريږي نو هغه له څه نه څه جوړيږي. تردې پورې چې خبره دومره بدله شي چې له يوې رښتينې خبرې څخه درواغ خبره جوړه شي، له همدې امله يوازې د اوريدو په اساس باندې ا نسان بايد هغه هيڅکله هم خبره خپره نه کړي. د ښې خبرې په خپرولو کې هيڅ باك نشته. ليکن که چيرې بده خبره وه نو هغه بايد تر هغه وخته خپره نشي. څو پورې چې پوره تحقيق يى وشي او پوره خبره معلومه شي.

٠٨٥: د غيبت کفاره

پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي چې د غيبت يوه کفاره دا ده چې ته د هغه چا لپاره د مغفرت دعا وکړې د چا چې تا غيبت کړى دى. غيبت دا دى چې د يو انسان په نه موجوديت کې د هغه کومه بدي بيان کړاى شي. غيبت د بدخواهۍ يو عمل دى. کله چې له يو چا څخه د غيبت کولو غلطي وشي. نو د هغه لپاره پکار دي. چې د هغه انسان لپاره د خير خواهۍ معامله وکړي د چا يې چې غيبت کړى دى. او د خير خواهۍ يو صورت دا دى چې د هغه په حق کې ښې دعاگانې وکړل شي. دا به د غيبت کوونکى له اړخه له بدخواهۍ وروسته د خير خواهۍ يوه معامله وي. کومه چې به د ده گناه له ده څخه لرى کړي.

٠٨٦: جامع نصيحت

پيغمبر صلى الله عليه وسلم خپل يو ملگري تنه وويل: آيا تاته يو جامع نصيحت وکړم، هغه وويل: هو! اى د الله تعالٰى رسوله! ورته ويي فرمايل: د خپلې ژبې ساتنه دې وکړه. د ژبې د حفاظت مطلب دا دى چې انسان يو څه وايي نو سوچ او فکر دې کوي او بيا دې خبره کوي. هغه خبره دې نه کوي چې بل ته تکليف رسونکي وي. له هغې خبرې دې په هر حال کې ځان ساتي چې په ټولنه کې بدي او فساد خپروي. دا يو حقيقت دى چې په ټولنه کې اکثره ټولنيزي بدۍ او فسادو نه د ژبې په وجه خپريږي. ژبه قابو او کنټرولول د ټولنيز فساد او بديو دروازې تړل دي او په ژبه کنټرول نه لري د ټولنيز فساد او بديو دروازه پرانيزي. دا د سنجيدگۍ نښه ده چې انسان بايد خپله ژبه په محتاط انداز کې استعمال کړې. د ژبې غلط استعمال دا دى چې انسان د نورو بد وايي، له نورو سره سخته ژبه کاروي. د نورو عيوب راښکاره او په خلکو کې يي خپاره کړي.

٠٨٧: صبر کول او مخ اړول

د اسلام تعليماتو څخه يو تعليم صبر دى. په قرآن کريم کې بيا، بيا په صبر باندې ټينگار شوى دى. اضافه کوي او فرمايي. د خپل رب لپاره صبر وکړئ. (ولربك فاصبر) دغسې فرمايي چې صبر کوئ. او د ستا صبر د الله تعالٰى لپاره دى. کله چې يو انسان صبرکوي. نو په ظاهره د ده صبر د کوم انسان په مقابل کې وي، مگر د خپل د حقيقت په اعتبار سره هغه له خدايى نقشې سره د مطابقت په معنا وي.

خداى جل جلاله د دنيا نظام داسې جوړ کړى دى. دلته د هر چا لپاره آزادي ده. د هر چا لپاره د يو بل نه د مخکې کيدو پرانستل شوى چاپيريال دى. په دې اساس بيا، بيا داسې کيږي. چې له يو څخه بل ته شکايت پيدا کيږي. له يو څخه بل ته زيان رسيږي. په دغسې حالت کې په ناخوښه تجربه باندې صبر کول گويا په خدايى نقشې باندې راضي کيدل دي. د صبر د دې اهميت په اساس خداى جل جلاله صبر ته د ده لپاره صبر کولو معامله ويلې ده. په قرآن کريم کې دا اعلان کړاى شوى دى. کوم کس چې صبر وکړي هغه ته به بې حسابه اجر ورکول کيږي.   

٠٨٨: يو اړخيز برداشت او تحمل

پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. څوك چې په تاسې ظلم وکړي هغه معاف کړئ. دا د ډير زيات حکمت خبره ده. د ظلم خاتمه د ظلم په معاف کولو سره کيږي. د ظلم په خلاف ځوابي کاروايي کول هيڅکله ظلم ختمولاى نشي.

د پيغمبر صلى الله عليه وسلم دا وينا په اصل کې د نتيجې ورکوونکى عمل (Result oriented action) تعليم دى. هر څوك چې د ظلم عمل سرته ورسوي. نو د مظلوم لپاره تر ټولو لومړى دا فکر کول پکار دي. چې د ده غبرگون بايد داسې وي چې د ده مظلوميت ختم کړي، نه دا چې د ده په مظلوميت کې نور هم زياتوالى راولي. هر کله چې مظلوم دغسې فکر وکړي. نو هغه به دې خبرې ته ورسيږي چې د ظالم معاف کول تر ټولو لوى غچ اخستل دي. د ظالم ظلم هيرول د ظلم ختمولو تر ټولو آسان تدبير دى. د ظالم معاف کول د مجبورۍ کوم فعل نه دى. دا يو اوچت اخلاقي اصل دى. کوم انسان چې ظالم وبښي. نو هغه ته د  آزادانه اصولو په توگه داسې کول پکار دى. د مجبوريت له مخې د ظالم معاف کول هم بې ارزښته دي او نه معاف کول هم بې قيمته او بې ارزښته دي.

٠٨٩: د اعراض او مخ اړولو طريقه

په قرآنکريم کې ويل شوي چې د له جاهلانو او ناپوهانو څخه درگذر وکړئ او ترې تير شئ. په موجوده دنيا کې د بريالي ژوند تيرولو دا يو بې حده اهم اصل دى. دا يو حقيقت دى چې د نباتاتو په دنيا کې لکه څرنگه چې له گل سره اغزي ملگري وي. دغسې په انساني دنيا کې له پوهانو سره ناپوهه خلك په هر ځاى کې په کثرت سره موجود وي. لکه څنگه چې د نباتاتو په دنيا کې انسان اغزو سره له کار کولو پرته گل ترلاسه کوي. دغسې په انساني دنيا کې هم له دغسې ناپوهانو سره له کار لرلو پرته خپل د  ژوند سفر جاري ساتل دي.

ناپوهانو سره په نښتو هيڅ  کس کاميابيداى نشي. نو هغه بايد له پامه وغورځول شي. او انسان مخ په وړاندې ولاړ شي. هيڅوك داسې نشي کولاى چې هغوى له دنيا څخه د ناپوهانو وجود ختم کړي. البته دا د هر چا په وس کې شته چې له ناپوهانو سره له ټکر پرته د ژوند آبادولو ته دوام ورکړي. له ناپوهانو څخه په مخ اړولو او اعراض کولو کې دا انديښنه نشته چې هغه به زړور شي. مخ اړول اور وژونکى دى. اور بلونکى او زياتونکى نه دى.

٠٩٠: په صبر کې برياليتوب

پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. خبردار! چې له صبر سره برياليتوب دى. په دې حديث کې د صبر فوق العاده اهميت بيان شوى دى. د دې له مخې صبر د هر ډول پرمختگونو زينه ده. په دې دنيا کې صبر کوونکي هيڅکله نه ناکاميږي. اصل دا دى چې په موجوده دنيا کې له هر انسان سره د ښکته او پورته کيدو واقعات مخې ته راځي. هر انسان بيا، بيا د يو ناوړه صورتحال تجربه کوي. په دغسې حالاتو کې اکثره داسې کيږي چې انسان خپل همت له لاسه ورکړي او خپل ځان ماتې خوړلى محسوسوي. مگر دا سمه نه ده. حقيقت دا دى چې په موجوده دنيا کې د کاميابۍ امکانات دومره ډير دي چې هيڅکله نه ختميږي. له يوې ناکامۍ وروسته هميشه بله کاميابي موجوده وي. د صبر هدف گويا خپل ځان له بې حوصلې توب څخه بچ کول او د راتلونکې مرحلې انتظار کول دي. که چيرې انسان له لومړۍ ناکامۍ وروسته د صبر ثبوت ورکړي نو ډير ژر به ومومي چې بله کاميابي ده ته نږدې انتظار کوي. 

٠٩١: په کوچني شر راضي کيدل

د پيغمبر صلى الله عليه وسلم يو صحابي عمير بن حبيب بن خماسه وايي څوك چې د ناپوه کس کوچنى شر برداشت نکړي نو دا به د ناپوه يو لوى شر برداشت کړي.

په موجوده دنيا کې لکه څنگه چې هوښيار خلك شته، دغسې ناپوه خلك هم شته. دغه ناپوهه خلك د خپلې ناپوهۍ له امله نورو ته څه نا څه تکليف رسوي. دا تکليف په پيل کې کوچنى وي. د عقلمندۍ غوښتنه ده چې دغه کوچنى تکليف برداشت کړاى شي. کوم انسان چې په کوچنى تکليف له ناپوه سره ونښلي، نو ناپوه په ضد او ځيل کې راشي او ده ته نور زيات لوى تکليف ورسوي. په دغسې حالت کې غوره دا ده چې کوچنى ضرر او تکليف وزغمل شي تر څو له لوى ضرر او تکليف سره مخ نشي.

٠٩٢: د زغم او برداشت په ذريعه دفاع کول

د پيغمبر صلى الله عليه وسلم مشهور صحابي عبدالله بن عباس رضى الله عنهما فرمايي. د جهالت نه د کار اخستونکي د جهالت دفاع تاسې په زغم او تحمل سره وکړئ. د دې صحابي د وينا له مخې د دفاع يوه مناسبه طريقه دا هم ده چې هغه ته د ځواب په ورکولو سره دفاع اختيار نکړاى شي.

په دنيا کې بيا بيا داسې کيږي چې انسان له ناپوهانو سره مخ کيږي. د دغسې ناپوهانو له شر څخه د بچ کيدو تر ټولو زياته کار ورکوونکې طريقه ناپوهانو د اقدام په لومړنۍ مرحله کې مخه نيسي. د دې برعکس که چيرې د ناپوهانو په مقابل کې د غبرگون طريقه اختيار کړاى شي نو فساد به لاپسې زيات شي تردې پورې چې هغه له کنټرول او واك څخه بهر ووځي.

٠٩٣: غصه مه کوه

يو کس پيغمبر صلى الله عليه وسلم ته راغى او ويي ويل: اى د الله تعالٰى رسوله! ما ته څه داسې نصيحت وکړه. چې زما د ټول ژوند د نيکمرغۍ ذريعه جوړ شي. رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل: چې غصه مه کوه. دا پرته له شکه يو ډير زيات جامع نصيحت دى. دا يو داسې اصول دى که چيرې انسان په دې عمل وکړي نو د ده د ټول ژوند معاملات به پرې سم شي.

اصل دا دى چې انسان هميشه په ټولنه کې اوسيږي دا بيا، بيا له ناوړه حالاتو سره مخ کيږي. چې دا راپاروي او په ده کې غصه پيدا کړى. بيا چې کله انسان په غصه شي نو له دې وروسته دا کيږي چې په ده کې د کرکې او غچ اخستنې د اور لمبې راپورته کړي. او د غصه کوونکي په خلاف په انتقامي عمل لاس پورې کړي. بيا هر انتقام دوباره په يو نوى انتقام بدل شي. دغسې په انتقام پسې د انتقام لړۍ پيل شي چې له تباهۍ او بربادۍ پرته نور هيڅ ورته نه رسيږي.

په دغسې حالت کې د خپل ژوند سفر ته له کاميابۍ سره يو ځاى د دوام ورکولو لپاره اړينه ده چې د غصې په شان له احساساتو او جذباتو څخه خپل ځان اوچت وساتل شي. منفي حالات هم په مثبت انداز کې جواب کړي.

٠٩٤: د غصې حل

پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي کله چې چا ته غصه ورشي که چيرې هغه ولاړ وي نو پکار ده چې کښينى، که چيرې خبرې کوي نو چپ دې شي. د دې هدف دا دى چې انسان په کوم حالت کې وي هغه حالت دې بدل کړي. د حالت دغه تبديلي د ده لپاره د غصې ختمولو سبب جوړيږي.

غصه يو اور دى چې د يوې ناوړې خبرې په وجه په انسان کې راپورته کيږي. غصه انسان د ورانونکې طريقې په طرف بوځي. غصه هميشه په مصيبت کې اخته کوونکې ده په دغسې حالت کې عقلمندي دا ده چې د غصې د سړولو په فوري توگه څه تدبير وکړاى شي. د تدبير په ذريعه په انسان کې غصه په دقيقو کې ختميداى شي. ليکن که چيرې غصه باقي پريښودل شي نو هغه انسان ته داسې زيانونه رسولى شي چې تلاقي يې بيا هيڅکله هم ممکنه نه وي.

د غصې راتگ يوه فطري خبره ده. غصه کيدل په خپل ذات کې بده نه ده. بده خبره دا ده چې انسان په خپل ځان کنټرول ونه لرلاى شي. غصه نه کنټرولول خپل ځان پخپله په ماتې او شکست کې اچول دي. او د خپل ځان څخه ماتې خوړل پرته له شکه تر ټولو زياته بده ماتې ده.

٠٩٥: له شيطان څخه پناه غوښتل

پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي. شيطان ستاسې دښمن دى. هر کله چې تاسو ته محسوسه شي چې شيطان درته وسوسه درواچوله نو ته ووايه. (اللهم انى اعوذبك من همزات الشيطان).يعنى اى الله! زه د شيطان له وسوسو څخه په تا پورې پناه نيسم. شيطان د انسان دښمن دى. هغه غواړي چې انسان له سمې لارې واړوي. هغه ډول، ډول وسوسې انسان ته زړه کې اچوي او د انسان له رښتياوو څخه د گرځولو کوشش کوي. شيطان انسان ته نه ښکاري. هغه په پټه په انسان باندې حمله کوي. انسان د دې شيطان د حملې په وړاندې بالکل بې وسه دى. له دې څخه د بچ کيدو يوه لار دا ده چې له خداى جل جلاله څخه کومك وغواړي. د خداى تعالٰى وعده ده چې کله انسان د شيطان په مقابل کې له خداى جل جلاله څخه پناه وغواړي هغه خامخا ده ته پناه ورکوي. همدا د مسئلې يوازينى حل دى.

٠٩٦: ځواکمن څوك دى

پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايي. پهلوان هغه څوك نه دى چې خلك په غيږه نيولو کې څملوي. بلکې پهلوان هغه دى چې د غصې په وخت خپل ځان په واك کې ولري. دا پرته له شکه د يو چا د طاقتور کيدو تر ټولو زيات اوچت معيار دى. په بدني مقابله کې د يو چا راڅملول کومه لويه کارنامه نه ده. دغسې کار نامه يو حيوان هم سرته رسولى شي. د يو انسان د طاقتور او توانمند کيدو تر ټولو لويه پيژندنه دا ده چې کله ده ته د چا په خلاف غصه ورشي نو دا خپل ځان په پوره توگه کنټرول او واك کې ولري. له دغسې له دې سره، سره هغه د انسانيت له چوکاټ څخه بهر ونه وځي. دا په غصه برلاسى وي. نه دا چې غصه په ده دپاسه وي.

٠٩٧: په ستونزه کې آۤساني

په قرآنکريم کې چې د فطرت کوم قوانين بيان شوي دي. له هغو څخه يو قانون دا دى چې په دې دنيا کې له ستونزو سره آسانۍ ايښودل شوي دي. (الانشراح). يعنې د مشکل وروسته نه بلکې پخپله له مشکل سره د آسانۍ اړخ شامل دى. دا د فطرت قانون دى. چې هغه هيڅکله  هم بدليدونکى نه دى.

اصل خبره دا ده چې په دنيا کې د مشکل او ستونزې په مقابله کې د امکاناتو اندازه ډيره زياته ده. که چيرې يوه ستونزه پيدا شي. يا يو ځل څه نقصان وشي. نو د انسان لپاره ناهيلي پکار نه ده. بلکې د ده لپاره مناسبه ده چې هغه د خپل فکر کولو صلاحيت او وړتيا استعمال کړې. کله چې هغه فکر وکړي نو پوه به شي په عين همدغه وخت بل سم ځاى د ده لپاره ډير نوى امکانات موجود دي، يو چانس له لاسه ورکوي او بل چانس ترلاسه کوي. کوم چانس چې وکاروي هغه بيا مخې ته راځي. په موجوده دنيا کې بهترينه فرموله دا ده چې ستونزې له پامه وغورځول شي او فرصتونه وکارول شي. ناسم حالات په ښه تدبير سره د خپل ځان موافق گرځولو کوشش وکړى. ناکامي د زياتې ښې پلانگذارۍ په ذريعه په برياليتوب بدليداى شي.

خداى جل جلاله په دې دنيا کې دا ممکنه کړې ده چې انسان خپل عقل وکاروي او خپل منفي په مثبت بدل کړى شي. دا امکان د هر داسې کس لپاره موجود وى چې همت ونه بايلي او د ناهيلۍ په حالاتو کې هم هيله من واوسي. 

٠٩٨: د اۤسانې طريقې انتخابول

د پيغمبر صلى الله عليه وسلم ميرمن حضرت عايشه رضى الله عنها د پيغمبر صلى الله عليه وسلم عمومي پاليسي بيانوي او وايي. هر کله به چې د پيغمبر صلى الله عليه وسلم لپاره له دوو څخه د يو غوره کول وو. نو ده هميشه د مشکل ټاکنه پريښوده او آسان انتخاب به يې اخستلو.

د دې مطلب دا دى کله چې ته په دوه لارې کې يې يوې خوا ته له تشدد او سختۍ کار اخستل دي. او بلخوا ته سوله ييزه او له امن ډکه لار ده نو د تشدد او سختۍ کولو لار پريږدي او سوله ييزه لار انتخاب کړې. دغسې کله چې د مخ اړولو او ټکر او نښتلو په منځ کې انتخاب وي. نو تاسې بايد هميشه خپل ځان د ټکر او جگړې له طريقې بچ کړې او د مخ اړولو طريقه اختيار کړې. دغسې کله چې د جنگ او سولې په منځ کې د انتخاب فرصت به و، نو رسول الله صلى الله عليه وسلم به هميشه جنگ ترك کولو او سوله به يي قبلوله.

ديته حکمت وايي د دې حکمت فايده دا ده چې انسان د لا زيات فساد او گډوډۍ څخه بچ شي او خپل معاملات له برياليتوب سره سم وچلوي. په هره معامله کې د کار د دوو طريقو امکان وي. مگر عقلمندي هغه ده د کومې نمونه چې د اسلام پيغمبر صلى الله عليه وسلم په ژوند کې موندل کيږي.

٠٩٩: په ناخوښۍ کې د خير لټون

په قرآنکريم کې په يو ځاى کې نصيحت کوي او وايي. کيداى شى چې تاسې يو شى ناخوښه او بد وگڼي او د ستاسې لپاره په هغه کې خير وي. او کيداى شى تاسې يو شى ښه گڼۍ او خوښوۍ يي او هغه د ستاسې لپاره بد وي.

د دې آيت تړاو د ژوند د ټولو معاملاتو سره دى. خلك په عامه توگه شيانو ته په ظاهري صورت سره گوري. هغوى د ظاهري بڼې د ښه والي په وجه يو شى خوښوې. او کوم چې ظاهري بڼه يې زړه راښکوونکې نه وي نو رد وي يي. مگر د حقيقت د پايلې په اعتبار سره دا طريقه سمه نه ده.

اکثره داسې کيږي چې يو شى په ظاهري اعتبارسره په چا ښه ونه لگيږي. مگر د اصل حقيقت په اعتبار سره د انسان لپاره پکې گټه پټه شوي وې. د دې په عکس يو شى په ظاهري ليدلو سره په انسان ښه لگيږي. مگر د اصل حقيقت په اعتبار سره هغه بد او ناکاره انجام خواته بوتلونکى وي. په دغسې حالت کې د انسان لپاره پکار دي چې د ظاهر په اعتباره د شيانو په باره کې پريکړه ونه کړي. بلکې هغه بايد د ژورو حقايقو په اعتبار سره شيانو ته وگوري او د هغې مطابق پريکړه وکړي.

١٠٠: يو دعا

د پيغمبر صلى الله عليه وسلم يوه دعا په دې الفاظو کې راغلې دى. (اللهم ارنا الحق حقا وارزقنا اتباعه وارنا الباطل باطلا و ارزقنا اجتنابه) اى الله تعالٰى! مونږ ته حق د حق په بڼه راوښيه او مونږ ته يې د پيروۍ توفيق راکړه او باطل راته د باطل په شکل راوښيه او مونږ ته ترې د بچ کيدو توفيق را په برخه کړه.

په موجوده دنيا کې تر ټولو زيات اړين او ضروري شى دا دى. چې په انسان کې موضوعي طرز فکر (Objective thinking) وي. په دې حديث کې د دغه شي لپاره تعليم ورکول شوى دى. په موجوده دنيا کې انسان په داسې حالاتو کې اوسيږي. چې هغه اکثر حق د باطل په شکل او صورت کې ويني. او باطل د حق په صورت کې گوري. په دې دعا کې بنده له خپل رب څخه سوال کوي چې هغه يې له دې گمراهۍ څخه وژغوري. په ده کې دې داسې سترگى پيدا کړي چې شيان په خپل اصل صورت کې (As it is) وويني. له صحيح فکر څخه صحيح عمل پيدا کيږي. او صحيح عمل انسان هميشه د برياليتوب په لور بيايي.

د دې پيغمبرانه دعا له مخې هر انسان په دې فکري ستونزه کې گيردى. چې حق وړ ته د حق په صورت کې نه ښوول کيږي. او باطل ورته د باطل په صورت کې نه ښکارول کيږي. دا ستونزه د کنډيشننگ(Conditoning) په وجه پيدا کيږي. هر انسان له زيږيدو وروسته په يو چاپيريال کې پالنه او روزنه ترلاسه کوي. په ابتدايي عمر کې هغه د ذهني خامۍ په وجه د ماحول نه اغيز اخلي. د دې نوم کنډيشننگ دى. د عمر پيښيدو څخه وروسته هر انسان ته دا کول دي چې هغه خپل شعور ته حرکت ورکړي. او خپل کنډيشننگ ډى کنډيشننگ کړي. هغه خپل ځان د واقعيت مطابق فکر (As it is thinking) درجې ته ورسوي. د علم تر ټولو ستره فايده دا ده چې دا انسان باشعوره جوړوي هغه دې انسان تياروي چې خپل ډى کنډيشننگ وکړي. مذکوره دعا دې د ډى کنډيشننگ په عمل کې د يقين عنصر ور زياتوي.

 

ژباړونکی: مولانا محمد بهادر حنيف

کمپوزر: عبدالرحمٰن حنيف.

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

دا مقاله شریکه کړئ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ