د اُمت مسولیت
د اُمت مسولیت
قران په سورة نمبر۶ کی فرمائیل شوی.
تاسو پوښتنه وکړی چی تر ټولو لوی ګواه(شاهد) څوک دی. ووایه الله هغه زمونږ او ستاسو په مینځ کی ګواه دی او وحی کړی شوی دی ماته دا قران لپاره د دی چی وویروم تاسی په دی سره او هغه څوک چی ور ورسیږی ایا بیشکه تاسی ګواهی ورکوی چی شته دی الله سره خدایان نور؟ ووایه چی زه ګواهی نه ورکوم. ووایه چی بیشکه هم الله معبود یو دی اوزه بیزاره یم له هغو شیانو چی تاسی شریکوی پیغمبری اسلام صلی الله علیه وسلم د ټولو دنیا لپاره نذیر(ویروونکی) په حبث لیږدول شوی دی. (الفرقان:۱) اوس پوښتنه داده چی پیغمبر اسلام خوپخپله یوازی ۶۳ کالو پوری په دی دنیا وسیده او د دی نه پس هغوی مړشو. په داسی حالت(حال) کی د راتلونکو خلکو ته به د هغوی پیغام څنکه رسیږی( په څه ډول). کله چی هغوی په وسنی د دنیا کی موجود نه وی. د دی ځواب په یاد شوی ایت کی ورکړی شوی دی
په دی آیت کی د پیغمبر به ژبه دا وئیل شوی دی چی پر ماباندی قران نازل شوی دی تر څو چی زه تاسو خبردار کړم او هغه څوک چی دا ورورسیږی. (لَأنَذًرِکُمٌ بِهِ وَمَنٌ بَلغَ) پیغمبر اسلام د خپلی زمانی خلکو ته نیغ په نیغه توکه باندی د خپل ځیار سره د قران پیغام رسولی وو. اوس سوال دادی چی د قران دا پیغام د راتلونکو خلکو ته په کومه ذریعه(چاپه واسطه) سره رسیږی. دا ذریعه د هغوی امت دی. د هغوی نه پس به امت یي استازی توب/نیابت کی د پیغمبری دا کار تر سره کوی. د امت خلک به په هر دور کی د خپلی زمانی انسانی نسلونو ته د قران د تبلیغ دا کار کوی تر دی چی قیامت راشی.
قران یو خدایي وریا دونه ده قران د دی لپاره نازل نشو چی هغه د عامو کتابونو غوندی په الماری کی ایښودی وی(پوروت وی). بلکه د دی اړینه(لازمی) تقاضا داده چی هغه د هری زمانی وګړو ته پرله پسی ورسول شی. پیغمبر که چری د خپلی زمانی خلکو ته د پیغمبری دا کار نه رسولی وی نو د خدای په نظر کی د هغوی پیغمبر(پیغمبری) کیدل شکمن کیده (المائده:۶۷) له همدی کبله پیغمبر صلی الله علیه وسلم اخری حد پوری حریص وو چی خلکو ته د خدای پیغام ورسیږی. تردی چی خپله الله پاک دا اُفرمائیل چی کیدی شی چی تاسو خپله ځان هلاک کړی په دی غم کی چی خلک ایمان ولی نه راوړی(الکهف:۶)
په دی لړکی کوم مسولیت چی د پیغمبر وو د پیغمبر نه پس(ورسته) بلکل هماغه مسولیت د هغوی د امت شوی دی. امت ته هغه ذریعه یا وسیله ګرځیدل پکاردی چی پری د قران پیغام ټولو انسانانو ته ورسول شی. په دی معامله کی امت او خاص توګه باندی مولایانو ته هغه اخری حد پوری تلل دی او دا ثبوت ورکول دی چی هغوی د عامو انسانانو د هدات حریص ګرځیدلی دی. هغوی ته په دی کار کی خپل ځانونه دومره شامل کول دی چی په ظاهره محسوس کیدل پیل شی چی چی شاهد(کیدی شی) هغوی په دی کوښښ(ځیار) کی خپل ځانونه هلاک کړی.
په حدیث کی راغلی دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمائیل چی دی امت ته په ټولو امتونو باندی فضیلت او غوره والی ورکړی شوی دی(فضیلت هذه الامه علی سائر الاهم، مسنداحمد، ۳۸۳\۵) د محمدی امت دا فضیلت د کوم پټ سبب له کبله نه دی اونه یي څه میراثی حق دی. د دی سبب یوازی دا دی چی دنبوت د ختمیدو نه پس دی امت ته هغه دروند مسولیت تر سره کول دی چی د دی نه وړاندی پخپله په پیغمبر باندی لګیدلی وو. پیغمبر د دی مسولیت احساس زوړکړی وو (شیبتنی هودواخواتها) دا دروند مسولیت چونکه په حصوصی توګه باندی خاتم النبین په امت باندی سپارل شوی دی ځکه يي درجه هم لوړه کړی شوی ده. ځکه چی دا اصول دی چی ------ څومره لوی مسولیت هماعمره لویه جائزه/انعام.
د عام تبلیغ دا مسولیت کوم چی په مسلمان امت باندی اچول شوی دی د دی څیثیت د اختیاری عمل غوندی نه دی که غواړی یي تر سره یي کړی یا یي پریږدی شی. دا یو داسی مسولیت دی چی یه هر حال کی یي تر سره کول دی.څنګه چی پیغمبر لپاره په دی معامله کی عذرد مننی (قبولیت) وړنه وو. همدغه شان یي امت لپاره هم په دی معامله کی څه عذر د منلو وړ به نه وی. تر دی چی په ظاهره نور دینی عملونه هم د امت د نجات او خلاصی لپاره بس کیدی نشی. که چری هغوی د عام دعوت دا فریضه پریښودی وی.
په زرګونه انسانان هره ورځ مړه کیږی. دغه شان هغوی د دی فرصت نه بی برخی کیږی چی هغوی ته دخدای خبره ور ورسول شی او هغه یي قبولو سره خپل اخری انجام ښائسته کړی شی. په داسی حالت د مسلمان لازمی فریضه ده چی هغوی هر عذر پریږدی او د دعوت الی الله دی کړی(کمپائن) لپاره راپورته شی.
لازمی فریضه
د قران په ۵ سورة کی فرمائیل شوی دی.
ای پیغمبره(رسوله) و رسوه هغه څه چی نازل کړی شوی دی تاته له طرفه له ربه ستا او که دی ونه رساوه نو نه دی رسولی تا هیڅ پیغام د ده او الله ساتی ته له خلکو او بیشکه الله هدایت نه کوی قوم کافرانو ته.
الله پاک چی پیغمبر کوم خاص حدف لاندی را ولیږ ده. هغه دا وو چی د خدای ورکړی شوی هدایت هغه خلکو ته ورسوی. همدا د پیغمبر اصله دنده وه. پیغمبر که چری دا کار ونه کړی یعنی کوم پیغام چی هغه نورو خلکو ته رسول دی هغه ونه رسوی. نو کله هغه خپله دنده پو ره نه کړه او کله چی پیغمبر د خپلی دندی په پوره والی کی نا کام شی نو د هغه اصل حیثیت دخدای په نظر کی شکمن کیږی. په نورو ټکو کی دا چی د پیغمبر پیغبری د خدای په نظر کی هماغه وخت پوره کیږی کله چی هغه د خدای ورکړی دعوتی دندی د پوره والی وکړی به بل صورت به هغه یو داسی انسان وګرځی چی خپل واقعی حیثیت په اثبا تولو کی ناکامه شوی وی(پاتی راغلی وی).
د ختم نبوت نه پس د محمد صلی الله علیه وسلم امت د نبوت په ځای باندی دی یعنی هغه ته هماغه کار سر ته رسول دی کوم چی پیغمبر به خپلی زمانی کی سر ته رسولی وو. د دی نه معلومه شوه چی خپله پیغمبر غوندی د محمد(ص) داُمتی د محمدص اُمتی کیدل. ټول ټال په دی خبری باندی اړ----- دی چی هغه د پیغمبر په نمائندګی کی د خدای د تبلیغ کار وکړی. هغه د هری زمانی انسانانو ته د خدای دین په سوچه او بیګډه صورت کی ور ورسوی که چری هغوی داسی ونه کړه نو په هغوی باندی هم د یاد شوی ایات الفاظ همدا ډول رښتیا کیږی څنګه چی هغه په پیغمبر باندی رښتیا کیږی. یعنی هغوی به د خدای په نظر کی د محمد(ص) د امتی کیدو حیثیت د لاسه ورکړی.
په دی معامله کی د امت لپاره دعوتی عمل دری درجی دي. د امت هر وکړی ته د خپل صلاحیت په اعتبار سره د دغو ځنی یوی درجی کی د خپل داغی کیدو حیثیت سابتول دی. کوم خلک چی په دغه عمل کی شرکت ونه کړی. د هغوی نور عملونه به د خدای په نظر کی بی قیمته وګرځی. په دی معامله کی دخدای چی کوم معیار دی هغه د پیغمبر او د پیغمبر د امتی دواړو لپاره یو ډول دی.
د دی معاملی لومړی درجه هغه ده. کوم ته چی په شریعت کی نیت وئیل کیږی یعنی د نیت په اعتبار سره د دعوت په عمل کی شریکیدل خو دا نیت د کوم لفظی تکرار نوم نه دی. دا د زړه له کومی سره منځیدلو نوم دی. هر مومن لپاره ضروری ده چی هغه د نورو قومونو د هدایت حریص وی. هغه یي د هغوی بی لاری ته کتلو سره ناارامه شی. هغه په یوازی والی کی د هغوی د هدایت لپاره دعا وکړی دا جذبه دومره شدیده وی چی هغه پری سوچ کولو سره د هغوی سترکو څخه اوښکی روانی شی.
دویمه درجه داده چی مومنان په شدت (تندی) سره د دی پام لرنه و کړی چی د هغوی ذات په یوه اعتبار سره هم د دعوت په لاره کی خنډ ونه ګرځی. هغه یو عمل هم داسی ونه کړی کوم چی د خلکو په زړه کی د اسلام پرضد نفرت او بیزاری پیدا کړی. هغه د هر داسی عمل څخه ډډه(پرهیز) وکړی کوم چی د داغی اومدعو تر مینځه تاوتریخوالی پیدا کونکی وی. هغه دی په هر حال کی د دی اهتمام وکړی اګر که دی لپاره هغوی ته قومی یا اقتصاری یا سیاسی نقصان هم ولی پورته کول نه وی.
دریم شی نیغ په نیغه دعوت یعنی کومو خلکو کی چی صلاحیت وی هغه دی د تقریر او تحریر په ذریعه دخدای بندګان د حق دین په لور راوبلی. هغه دی خپل تاثیر نه ډک کلام په ذریعه د هغوی زړونو او معزه دی حده پوری بدلولو ځیار وکړی چی هغوی بی لاری توب پریږ دی او د هدایت لاره خپله کړی.
»او الله به تا د خلکو څخه ژغوری. د دی مطلب په نورو الفاظو کی دادی چی په دی معامله کی یو عذر هم عذر مه ګرځوی. به دی معامله کی ستا هر عذر الله په وړاندی نه منل کیږی. تا ته یوازی دا کول دی هر ممکن عذر دخدای به خانه کی واچوه او خپل ځان د دعوت په کار کی بوحت کړه په دی معامله کی بله هره لاره د مومنانو لپاره روا نه ده.
د الهی(دخدای) د شریعت دا صول دی چی د سړی(انسان) نه هماعمره پوښتنه کیږی څومره یي چی وس وی. همدغه معامله د دعوت هم ده. د کوم سړی سره چی څه صلاحیت وی د هماغه اعتبار سره هغه ته خپل مسولیت تر سره کول دی. تردی چی چا کی څه صلاحیت نه وی نو هغه دی د زړه ته ورته دعا وکړی.