د کتاب لړۍ: دعوت الى الله

د رائی قربانی

فصل: 3

د رائی قربانی

 عمرة الحدیبیه (۶۲۳) تر سره کولو ورسته پيغمبر اسلام د خلکو اصحابو یوی ټاکلی ډلی ته وینا وکړ. هغوی وفرمائیل چی: ای خلکو الله تعالی زه ټول عالم لپاره رحمت په حیثیت رالیږلی یم بیا تاسو زما په هکله اختلاف مه کوی څنګه چی حواریونو عیسی ځوی د مریم سره اختلاف کړی وو. پیغمبر علیه سلام چی عیسی ځوی د مریم هغوی هغه شی په لور راوبلل د کوم په طرف چی ما تاسو رابللی یاست. پس کوم خلک چی هغوی(دعوتی مقصد لپاره) نږدی ځایونو ته ولیږل نو هغوی راضی شوه او هغه یي ومنوده او څوک چی هغوی د لری ځای په لور ولیږل نو هغوی ته ښه معلوم نشوه او هغوی هغه دروند محسوس کړه. عیسی ځوی د مریم د الله تعالی نه د هغه په هکله شکایت وکړ. ځکه زه  تاسو ته ووایمه چی دعوتی لپاره اتحاد او یووالی ډیر ضروری دی. د اتحاد مطلب دی------ سره د اختلافو یوځای او متحد وسیدل---- تاسو ته تل د ایاد ساتل دی چی اتحاد زمونږ قوت دی او اختلاف زمونږ کمزوری :

 United we stand divide we fall

تاسو د رسول الله صلی الله علیه و سلم دا حدیث تل په خپل ذهن کی تازه ساتی: مَن شذّ شُدُّ الی النار(الله کذی کتاب الفتن) یعنی کوم کس  چی د اجتماعیت څخه جُدا شوهغه به اور ته ځی. دا حدیث اهم دی. په دی حدیث کی اختلاف څخه مراد د سوچ اختلاف دی. نه چی یوازی ډلیز اختلاف. یعنی اصله بدی عملاً د یوی ډلی نه پریکیدل نه دی، بلکه اختلاف پیدا کولو سره اتحاد ټوټه ټوټه کول دی. ځکه تاسی باید پردی پوهه شی چی تاسی کله اختلاف عذر ګرځولو سره دعوتی دندی نه جودا نشی خدای پاک به په دی معامله می یو عذر پلمه به هم قبوله نه کړی.

 یو سړی چی کله کومه رای قائموی نو هغه ګڼی چی د هغه رای صحیح ده. دا یوازی د هغه خپل تربیت له کبله کیږی. ځکه په رښتیا سره وئیل شوی دی. چی یو سړی لپاره تر ټولو لویه قربانی د خپلی رای قربانی ده. ځکه تاسو په د رای قربانی ورکوی. دا بیشکه تر ټولو لویه قربانی ده. همدا هغه قربانی ده چی په قیمت باندی یومټی کیدو سره تاسی خپله دعوتی قریضه تر سره کولی شی.

 ځما دعا ده چی خدای دی د ستاسی مرسته وکړی چی تاسی خپل دعوتی مسولیتونه په ښه توګه سره تر سره کړی او د «اخوان رسول» کردار ادا کړی او د اسلام کلیمه د ځمکی په سر هر کور ته ورسول شی.

د کولو کار

 تاسو ته چی امن سره کوم دعوتی کار کول دی. هغه بنسټی توګه سره یوه د قران انګریزی ترجمه د قران خپرونه او د تقریرونو عږیز او لیدیز سی ډی او ځما نوزو کتابونو خورول عامول دی.

 پیغمبر اسلام صلی الله علیه وسلم یوځل خپل اصحابو ته وینا کولو کی فرمائلی وو: الا هل بلعت. یعنی ایا ما د خدای پیغام تاسو ته را ورساوه. اصحابو د دی په ځواب کی وویل «نشهد انک قد بلّعت و آدّبتَ و لعحت. یعنی مونږ ګواهی ورکوو چی تاسو د خدای پیغام په پوره خیراندی او امانت سره مونږ ته را ورساوه په مونږ کی هم همدغه د مسولیت احساس پکار دی چی مونږ د خدای پیغام لره هر انسان ته ورسوو او کوم وړوکی یا غټ کور داسی باقی پاتی نشی چرته چی د اسلام کلمه داخل نشی.

 تر کومه ځای پوری چی ځما د کتابونو اړه ده د ټولو نه وړاندی کار د دی کتابونو د انګریزی ترجمی خپرونه به وی. ځکه چی نن د نړی د ابادی شپیته فی صده حصه انګریزی ژبه ویلی او پری پوهیدی شی. د هغه نه پس د حالاتو سره سم دا کار به نورو ژبو ته پراخه کیږی. د دی خپرونیز(عامولو) کار بنیادی توګه باندی څوحصی (برخی) دی.

۱) د قران صحیح انګریزی ترجمه په لږ قیمت باندی په ټوله نړی کی خپرول (د قران دا انګریزی ترجمه به د خدای په فضل سره ډیر زر نشرشی)

۲) د تذکیرالقران هندی ترجمه چاپ شوی او تیاره شوی ده. تاسو ځنی هر یوه ته خپل ټول ځیار لګولو سره زیات نه زیات انسانانو ته دا رسول دی.

۳) د الرساله مسیون کتابونه زیات نه زیات خورول مثال په توګه تذکیرالقران، مطالعه سیرت، مطالعه حدیت مذهب او نننی سیالی د خدای په لټون کی د امن مفکوره د خدای د تحلق پلان، او داسی نور د دی نه پرته تاسو په خپلو علاقو کی کتابتون او مطالعه ځای جوړ کړی. ترڅو چی زیات نه زیات خلکو لپاره دعوتی کتابونو ته رسیدل شونی شی.

۴) وړی وړی دعوتی کتابچی اندازً دیرش په تعداد کی چاپ شوی دی دا زیات نه زیات خورول. تر دی  پوری چی هغه ټولو باسواده انسانانو ته ورورسیږی.

۵) د خدایي رنړا لړی رسالی هم چاپ شوی دی. دا رسالی امن او روحانیت او د اسلام حقیقی انځور وړاندی کوی. سړی دغه چاپ شوی کتابچی په یوه ناسته کی لوستلی شی. دا رسالی د مدعو سره د عوتی کار کولو لپاره اعلی رسالی دي. د دی په ذریعه ته اسلامی ښونی او مفکوری ډیر په انسانی سره خپل مدعو ته رسولی شی. د دغو دعوتی رسالو په واسطه خپل ګیرچاپیره ټولو  خلکو ته د خدای پیغام رسولو کی خپل کوښښ صرف کړی.

۶) برښنائی رسنیو اهمیت و پیژنی او دعوتی مقصد لپاره یي زیات نه زیات وکاروی. ځما دعوتی درسونه مختلفی شبکی پر تلویزون نشر کوی مثال په توګه د ښه ژوند لړی(good life series ( په زی جاګرن باندی، د ژوند راز لړی په ---- ای.ار.وای باندی او داسی نور د خدای په فضل سره مونږ «د قران او د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیثو لړی» هم ثیت کوو. دغه ډول د اصحابانو د ژوند لړی او د دی  نه پرته د «زبانی حکمت لړی» هم تیار وو.

اوس تاسو ته دا کول دی چی تاسی دغه شیان زیات نه زیات خلکو ته ورورسوی. تاسو په خپلو سیمو کی له خپله اړخه هم دغه پرګرامونه د کوم تلویزونی شبکی یا رادیو په ذریعه نشر کولی شی.

 د خدای تل پاتی پیغام ټولو انسانانو ته رسولو لپاره مونږ خپل برښنا کورت ځایونه هم په لاندینو نومونو سره جوړی کړی دی.

www.alrisala.org

www.cps.org.in

www.wkhan.net

www.goodwordbook.com

 تاسو زیات نه زیات خلکو ته د دغو برښنا پاڼو په هکله خبر ورکړی. یاد شوی رسنیو وسائل استعمالولو تاسو په ګډه د خدای پیغام په هغه هندوستان کی او بیا د ټولو نړی انسانانو ته رسول دی. د الرساله په برښنا پاڼه کی عږیز او لیدیز درسونه مفت پرانستلی شی.

په هندوستان کی دعوت الی الله

 د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حدیث کی مونږ ته دا وړاندوینه منده کیږی چی په ورسته زمانه کی د دعوت الی الله کار کولو لپاره هندوستان کی یوه خاص ډله (عصابة) راپورته کیږی-----عصابة تغزوالهند (نسائی، کتاب الجهاد، باب غزوة الهند) یعنی یوه ډله ده چی په هندوستان کی به غزوه کوی. دلته «غزوه» څخه مراد دعوتی هلی ځلی دی.

 دغه خاص دعوتی ډله به په هند کی هم هماغه شان د دعوت الی الله کار تر سره کوی څنګه چی به یي په نړی واله سطح باندی د دعوت الی الله کار تر سره کوی او خلکو ته به د جنت لاره ښائی. زه په پوره یقین او باور سره ویلی شم چی حدیث کی د کومی دعوتی ډلی وړاندوینه شوی ده. هغه په امکانی توګه هغه خلک وی کوم چی په دی دور کی د دعوت الی الله کار وکړی.

 د خدای له لوری د دی خبری پریکړه شوی ده چی په هندوستان کی د دعوت الی الله کار دا ډول منظم وی چی په ذریعه یي خلک د خدای تل پاتی رحمت د سوری لاندی راشی. په یاد شوی حدیث کی ښودل شوی دی چی هندوستان کی راپورته کیدونکی دا دعوتی ډله به د جهنم د اور څخه به ‌‌ژغورلی شوی وی ( احرر هما الله من النار). د جنت دروازی به هغوی لپاره خلاصی کړی شی او دا خلک به دخدای په تل پاتی جنت کی ځای ومومی.

 ځکه تاسو په دی دعوتی کار کی په پوره باور سره په بشپړه توګه باندی شریکیدل دی. هر سړی او ښځی ته پکار دی چی هغوی خپل ځانونه د دی دعوتی ‌‌‌ډلی نه تقسمیدونکی حصه وګړځوی. که چری تاسو خپل دعوتی مسولیتونه پوره کړه نو خدای به تاسو ضرور هماغی دعوتی ډله کی شامل کړی چی لپاره یي د هغه لوری نه د وړاندی نه زیری ورکړی شوی دی.

 حقیقت دادی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم واحد مسیون توحید وو. یعنی خلک د شرک نه راوښکل او د یو خدای عبادت ته راوستل. د توحید دا مسیون د نړی لوی حصی(برخی) ته رسیدلی دی. په دی معامله کی د هندوستان حانګړتیا ده. دلته شریک اوس هم په ژوندی شکل کی شتون لری. ځکه چی دلته د دعوت الی الله کار په مطلوب انداز کی ونه کړی شو. خو د ځما اندازی سره سم اوس هغه وخت راغلی دی چی هندوستان کی د دعوت الی الله لپاره هغه ډله راپورته شی چی وړاندوینه یي رسول الله صلی الله علیه وسلم کړی وه. زه یقین کوم چی همدا دعوتی ډله هغه «عصابه» ده چی لپاره یي د خدای له لوری د یری پریکړه مقدرشوی ده. ځما دعا ده چی الله پاک تاسو په هغی ډله کی شامل کړی. (الرساله مئ ۲۰۰۷)

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

دا مقاله شریکه کړئ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ