د پرهېزګارۍ درس
د حج په اړه چې په قرآن کریم کې کوم آیتونه راغلي دي، په هغو کې یو دا دی:
﴿الْحَجُّ أَشْهُرٌ مَّعْلُومَاتٌ فَمَن فَرَضَ فِيهِنَّ الْحَجَّ فَلَا رَفَثَ وَلَا فُسُوقَ وَلَا جِدَالَ فِي الْحَجِّ ۗ وَمَا تَفْعَلُوا مِنْ خَيْرٍ يَعْلَمْهُ اللَّهُ ۗ وَتَزَوَّدُوا فَإِنَّ خَيْرَ الزَّادِ التَّقْوَى ۚ وَاتَّقُونِ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ﴾
یعنې: حج د معلومو میاشتو عبادت دی. څوک چې په دغو میاشتو کې د حج نیت وکړي، نو بیا دې نه فحش وکړي، نه ګناه، او نه شخړه. او تاسو چې هر ډول نېکي کوئ، الله پرې ښه خبر دی. له ځان سره توښه واخلئ، او تر ټولو غوره توښه پرهېزګاري ده. او له ما ووېرېږئ، ای د عقل خاوندانو.
د اسلام نه مخکې د جاهلیت په زمانه کې هم حج رواج درلود، خو د هغه خلکو لپاره حج د یو الله عبادت نه و، بلکې د یوې ملي مېلې بڼه یې لرله. له همدې امله د حج په ورځو کې هغه کارونه کېدل چې په ملي مېلو کې په عام ډول ترسره کېږي. اسلام دا ټول ناروا عادتونه ختم کړل.
په همدې تړاو حکم شوی چې د حج په ورځو کې باید له رفث، فسوق او جدال څخه په بشپړه توګه ډډه وشي.
-
رفث د شهواني خبرو معنا لري،
-
فسوق د الله نافرماني ده،
-
جدال په خپلو کې جنګ او شخړه ده.
دا ټول شیان په عادي حالت کې هم منع دي، خو د حج په ورځو کې په ځانګړي ټینګار سره منع کړل شوي. وجه یې دا ده چې د سفر او لویې اجتماع له امله د دې بدیو د پېښېدو امکان زیاتېږي. که د انسان شعور په دې اړه پوره بیدار نه وي، نو وېره شته چې په ارادي یا غیر ارادي ډول په دې بدیو کې ښکېل شي.
مومن هغه څوک دی چې د شهوت پر ځای د هدف لپاره ژوند کوي. هغه په خپلو کارونو کې د الله د نافرمانۍ نه ځان ساتي، او په ټولنیز ژوند کې له شخړو او جګړو ځان لیرې کوي. دا صفات باید تل د مومن برخه وي، خو د حج په ورځو کې دا د دې ځانګړې نښه ده چې انسان په رښتیا حاجي شوی دی که نه.
که په انسان کې د تقوا هغه کیفیتونه پیدا شوي وي چې د حج د سفر په دوران کې پیدا کېدل پکار دي، نو ناشونې ده چې په دې بدیو کې راګیر شي. دا ټول کارونه د تقوا د له منځه وړلو سبب ګرځي. چېرته چې دا بدۍ وي، هلته تقوا نه پاتې کېږي؛ او چېرته چې تقوا وي، له هغه ځایه دا بدۍ په خپله ورکېږي.