د حج حقيقت
-
له کوره روانېدل او د حج سفر نیت کول.
-
میقات ته رسېدل او هلته احرام تړل.
-
غسل یا اودس کول او د مکې ښار ته په ادب داخلېدل.
-
حرم شریف ته داخلېدل او د ټاکلې طریقې مطابق طواف کول.
-
له طواف وروسته د صفا او مروه تر منځ سعي کول.
-
د ذيالحجې په ۸مه د قدوم/شروع طواف له ادا کولو وروسته منی ته تلل.
-
د ذيالحجې په ۹مه عرفات ته تلل او د ماسپښین او مازیګر لمونځونه یوځای ادا کول.
-
د ذيالحجې د ۹مې شپې په را رسېدو ځان مزدلفې ته رسول، د ماښام او ماسختن لمونځونه یوځای کول او شپه هلته تېرول.
-
د ذيالحجې په ۱۰مه له مزدلفې څخه منی ته راتلل او جمره عقبه په اوو شګو ویشتل.
-
قرباني کول او وروسته د سر وېښتان خرییل یا لنډول (حلق یا تقصیر).
-
د وېښتانو له خرییل وروسته مکې ته تلل، د زیارت طواف کول او بېرته منی ته ستنېدل. که د ذيالحجې په ۸مه سعي نه وي شوې، نو اوس د صفا او مروه سعي کول.
-
د ذيالحجې د ۱۱مې تر ۱۲مې پورې په منی کې پاتې کېدل او درې واړه جمرات په ترتیب سره په اوو شګو ویشتل.
-
اوس تاسو حاجي شوئ. د ذيالحجې په ۱۲مه بېرته مکې ته لاړ شئ، طواف وکړئ، د زمزم اوبه وڅښئ او د الله شکر ادا کړئ.