د حج ځایونه
مکه: د عربو مشهور ښار چې حضرت ابراهیم علیه السلام پکې کعبه ودانه کړه.
مدینه: پخوانی نوم یې یثرب و؛ رسول الله ﷺ د هجرت پر مهال دلته راغی او نوم یې مدینه شو.
بدر: هغه ځای چې د اسلام د مخالفینو سره لومړۍ جګړه پکې وشوه.
شمیسیه: هغه ځای چې رسول الله ﷺ د بیعت رضوان بیعت پکې له اصحابو واخیست.
یلم لم: د افغانستان، هند، پاکستان، یمن او نورو هېوادونو د حاجیانو میقات.
جحفه: اوسنی نوم یې رابع دی؛ د مصر، شام، اروپا او نورو هېوادونو د حاجیانو میقات.
ذات عراق: د عراق د لارې راتلونکو حاجیانو میقات.
قرن المنازل: یوه غونډۍ؛ د نجد د خلکو میقات.
ذوالحلیفه: اوسنی نوم یې برعلي دی؛ د مدینې د لارې راتلونکو حاجیانو میقات.
حراء: د مکې څنګ ته غار چېرته چې لومړۍ وحې پر رسول الله ﷺ نازله شوه.
صفا: د بیت الله ترڅنګ غونډۍ چې حاجیان ترې سعي پیلوي.
مروه: ډبریزه غونډۍ چې سعي پرې ختمېږي.
جبل نور: د مکې څنګ ته غر چې غار حراء پرې دی.
جبل ثور: هغه غر چې رسول الله ﷺ د هجرت پر مهال درې شپې په غار کې تېرې کړې.
جبل رحمت: د عرفات غونډۍ چې رسول الله ﷺ د حجة الوداع خطبه پکې ورکړه.
جبل تکبیر: په منی کې د یو غره نوم.
جبل قزح: په مزدلفه کې د یو غره نوم.
جنت المعلی: د مکې هدیره چې د خدیجې رضی الله عنها قبر پکې دی.
جنت البقیع: د مدینې لویه هدیره.
مسجد قبا: د مدینې نږدې جومات چې د اسلام لومړی جومات ګڼل کېږي.
مسجد قبلتین: د عقیق درې ته نږدې جومات چې د قبلې د بدلېدو حکم پکې نازل شو.
مسجد خیف: په منی کې جومات چې حاجیان د ذيالحجې په ۸مه پکې ایسارېږي.
مسجد تمره: د عرفات ترڅنګ جومات چې د ۹مې ورځې د ماسپښین او مازیګر لمونځونه پکې یوځای کېږي.
المساجد الخمسه: د مدینې پنځه جوماتونه؛ ویل کېږي چې د احزاب په غزوه کې خندق دلته و.
مزدلفه: د منی او عرفات تر منځ پراخ میدان.
مشعر الحرام: په مزدلفه کې ځای چې حاجیان پکې ایسارېږي.
محسر: د مزدلفې ترڅنګ میدان چې د اصحاب فیل عذاب پکې نازل شو.
بئر عثمان: د مدینې نږدې پخوانۍ څاه چې عثمان رضی الله عنه ته منسوب ده. منی: هغه ځای چې حاجیان پکې جمرات ویشتي.
عرفات: لوی میدان چې حاجیان د ذيالحجې په ۹مه پکې راټولیږي.