د خدای جل جلاله (د وجود) عقیده
زه په نوي ډهلي کې د «ګېټ آف انډیا» Gate of India مخې ته ولاړ وم. د دې ودانۍ جوړښت او نقاشي د بې ساري ښکلا یوه بېلګه ده. دا ودانۍ په خپله ژبه وایي چې انسان څومره ځانګړي وړتیاوې لري، ځکه هغه د داسې یو څه د رامنځته کولو فکر وکړ، پلان یې جوړ کړ او بیا یې په عملي بڼه منځ ته راوړ.
کله چې ما دې ودانۍ ته وکتل، په ذهن کې مې دا خبره راغله چې که ټولو ستورو، سیارو، ونو او ژوو ته وویل شي چې د «ګېټ آف انډیا» په څېر یوه ودانۍ جوړه کړي، نو که هر څومره سره یو ځای شي، بیا هم د دې په څېر ودانۍ نه شي جوړولای.
د انسان د نورو کارونو حال هم همداسې دی. هغه څه چې انسان ترسره کوي، د ده ځانګړی امتیاز دی. په معلومو کائناتو کې بل هېڅ مخلوق د انسان په څېر کار نه شي کولای. هغه څه چې انسان د خپل عقل، لاسونو او پښو په وسیله ترسره کوي، که د «ګېټ آف انډیا» ودانۍ وي او که د یو پېچلي ماشین چلول.
له انسان څخه د الله تعالی غوښتنه دا ده چې د خدای جل جلاله په اړه شعوري معرفت ترلاسه کړي ـ په خپل عقل سره خدای جل جلاله وپېژني.
همدا لامل دی چې انسان په داسې غوره تخلیق پیدا شوی دی. لکه څنګه چې انسان د ټولو کائناتو په منځ کې یوه ممتاز هستي ده، همداسې خدای جل جلاله د انسان په وړاندې تر ټولو لوړ هستي ده.
که انسان د هغه توپیر په اړه غور وکړي چې د ده او د نورو مخلوقاتو تر منځ دی، نو په همدې قیاس کولی شي هغه توپیر درک کړي چې د ده او د خدای جل جلاله تر منځ دی. الله تعالی د همدې بې پایلې فاصله وروستی مثال دی، کوم چې انسان د خپل ځان او د کائناتو تر منځ د واټن په وسیله تجربه کوي. د خدای جل جلاله پېژندنه دومره اسانه ده لکه د انسان لپاره د خپل ځان پېژندنه.
حقیقت دا دی چې د خدای جل جلاله منل د یوه منل شوي حقیقت منل دي. د الله تعالی لیدل داسې دي لکه د یوه لیدل شوي شي لیدل. انسان چې هره لحظه کومه واقعه تجربه کوي ـ د دې واقعې پراخول د خدای جل جلاله د وجود عقیده ساتل دي.
انسان په دې کائناتو کې وروستی ټکی (فل اسټاپ full stop) نه دی. که د انسان درجه په کائناتو کې ممکنه ده، نو د انسان په وړاندې د خدای جل جلاله درجه ولې ممکنه نه وي؟