هر څه د خدای جل جلاله د وجود دلالت کوي
هر څه د خدای جل جلاله د وجود دلالت کوي
وتلی ریاضيپوه سر مايکل فرانسس اتیا، چې هغه مهال بمبۍ ته راغلی و، وویل: "خدای جل جلاله یو ریاضيپوه دی." د خدای ریاضيپوه ګڼلو نظریه نوې خبره نه ده. نږدې پنځوس کاله مخکې سر جېمز جینس ویلي وو: "کائنات د یو ریاضيپوه کار دی." له ده نه په پېړیو مخکې فیثاغورث ویلي وو چې "ټول شیان په اصل کې شمېرې دي." د پکاسو په اند خدای جل جلاله یو خطاط دی، هغه ویلي وو: "خدای په حقیقت کې بل هنرمند دی، هغه زرافه پیدا کړه، هغه فیل جوړ کړ، هغه پیشو پیدا کړه."
آینسټاین ویلي دي: "خدای جل جلاله لطیف دی، او که څه هم د بدۍ کوونکی نه دی، خو ډېر هوښیار دی."
The distinguished mathematician, Sir Michael Francis Atiyah, Who was recently in Bombay said that "God was a mathematician" The idea of God Being a mathematician is not new. About 50 Years ago, Sir James Jeans suggested that the universe was the handiwork of a mathematician. And centuries before him Pythagoras said all things are numbers. To Picasso God was an artist, "God is really another artist, "he said." He invented the giraffe, the elephant and the cat. "Einstein has said that the Lord is subtle and though not malicious, very clever".
هر څوک چې کائناتو ته په ژور نظر وګوري، حتماً ورته دا احساس پیدا کېږي چې دلته یو بل ذات شته، چې تر ټولو لوی دی. ریاضيپوه ته په کائناتو کې داسې یو لوړ ریاضيپوه ښکاري چې خپله ریاضي یې هېرې کړي. هغه غږ پورته کوي چې خدای تعالی تر ټولو ستر ریاضيپوه دی.
یو خطاط چې کائناتو ته په خپل نظر ګوري، دلته ورته دومره لوړه خطاطي ښکاري چې خپله خطاطي یې د ده په سترګو کې هېڅ نه ښکاري. نو هغه به ووایي چې خدای جل جلاله تر ټولو ستر خطاط دی. یو عاقل انسان چې کله د کائناتو په حکمتونو نظر کوي، حیران پاتې کېږي چې دلته یو څوک دی چې د ټولو عقلونو نه زیات عقل لري.
حقیقت دا دی چې الله تعالی تر ټولو ستر ریاضيپوه، تر ټولو ستر خطاط او تر ټولو د لوی عقل خاوند دی. او له ده سره ډېر زیات څه شته. هغه څوک چې په کائناتو کې د خدای جل جلاله موجودیت نه ویني، ړوند دی. او څوک چې څه ویني خو نه یې مني، هغه لیونی دی.