د کتاب لړۍ: الله اکبر

د خدای جل جلاله ثبوت

فصل: 6

که د انسان وجود شته، نو د خدای جل جلاله وجود به څنګه نه وي؟ که هوا، اوبه، ونې، تیږې، سپوږمۍ او ستوري موجود دي، نو د دې ټولو د وجود ورکوونکي ذات موجودیت ولې مشکوک وګڼل شي؟

حقیقت دا دی چې د تخلیق موجودیت د تخلیق د عمل ثبوت دی. د انسان موجودیت دا ثابته وي چې دلته یو داسې خالق شته چې ویني او اوري، فکر کوي او پېښې را څرګندوي.

په دې کې شک نشته چې خدای جل جلاله په ظاهري (مادي) سترګو نه لیدل کېږي، خو په دې کې هم شک نشته چې په دې دنیا کې ډېر داسې شیان شته چې موجود دي خو په ظاهري سترګو نه ښکاري ـ لکه خوند، تبه، درد او نور. نو د خدای جل جلاله د منلو لپاره د لیدلو شرط ولې ضروري وګڼل شي؟

په آسمان کې چې ستوري ځلېږي، عام انسان فکر کوي چې هغه ستوري په خپله ویني، حال دا چې په علمي اعتبار سره دا رښتیا نه ده. کله چې موږ ستوري وینو، نو په حقیقت کې د هغوی اثرات وینو، کوم چې له ستورو جلا کېږي او کروړونه کاله وروسته زموږ سترګو ته رسېږي.

د ټولو شیانو حال هم همداسې دی. په دې دنیا کې انسان هر څه په بالواسطه ویني، په مستقیمه توګه هېڅ شی نه شي لیدلای. د خپل وجود د محدودیت له امله هم انسان هېڅکله مستقیم لیدل نه شي کولای. نو کله چې د نورو ټولو شیانو وجود په بالواسطه منل کېږي، د خدای جل جلاله وجود ولې په بالواسطه دلیل ونه منل شي؟

حقیقت دا دی چې خدای جل جلاله دومره ثابت دی څومره چې د دې دنیا نور شیان دي. د دې دنیا هر څه په بالواسطه دلیل ثابتېږي، او د خپلو اثراتو له لارې پېژندل کېږي.

په همدې ډول د خدای جل جلاله د وجود حال دی. خدای جل جلاله په مستقیمه توګه زموږ په سترګو نه لیدل کېږي، خو د خپلو نښو او اثراتو له لارې په یقيني توګه لیدل کېږي. او د خدای تعالی د علمي ثبوت لپاره همدا کافي ده.

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

دا مقاله شریکه کړئ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ