توهم پرستي
د امریکا د جمهوریتخوښ ګوند یو مسؤل، مسټر سېلر (Saylor)، ویلي چې د امریکا ولسمشر رونالډ ریګن به تل په خپل جېب کې د سرو زرو یو وړوکی نعل ساته. دغه نعل هغه ته د ولسمشر کېدو نه شاوخوا پنځه کاله مخکې د یوه دوست له خوا ورکړل شوی و. د ریګن باور دا و چې په دې قیمتي نعل کې طلسماتي اغېزونه پټ دي، او دا به یې له هر ډول آفت څخه ژغوري.
په ۱۹۸۱ کال کې چې پر ده وژونکې حمله وشوه، د هغه په نظر همدغه نعل د مرګوني برید څخه خوندي وساته. دغه نعل تل د ریګن سره موجود و. د جون په میاشت ۱۹۸۱ کې په یوه لیدنه کې مسټر سېلر ترې وپوښتل: "اوس هم دغه نعل په جېب کې لرې؟" ولسمشر ریګن په خندا ځواب ورکړ: هو، ضرور یې ساتم. (ټایمز آف انډیا، ۲۴ جون ۱۹۸۱) "I sure do."
دا بې له شکه توهم پرستي (Superstition) ده. خو د دې توهم پرستۍ یو څرګند سبب شته. هغه دا چې په دې نړۍ کې د انسان پر ژوند راپېښېدونکي پېښې دومره له اسرارو ډکې وي چې انسان یې په بشپړه توګه توجیه کولای نه شي.
داسې ښکاري چې ځینې پټ عوامل شته چې یو څوک بریالی کوي او بل ناکاموي، یو څوک یوې پایلې ته رسوي او بل بلې پایلې ته. او دواړه په ریښتیني معنا نه شي ویلای چې ولې ورسره داسې وشول.
یو ځل مې له یوه ستر سوداګر څخه وپوښتل چې د سوداګرۍ د بری راز څه دی؟ هغه لږ څه فکر وکړ، په پای کې یې وویل: "قسمت (طالع)." که څوک درې ځله وپوښتي، زه به ووایم: "قسمت، قسمت، قسمت." دا پر اسراریت د دې لپاره دی چې د ټولو کارونو واکمن ذات الله جل جلاله دی. خو څرنګه چې انسان په دنیاوي سترګو الله جل جلاله نه ویني، نو له همدې امله یو نه یو لیدونکی شی د خپل خداي په توګه منلی وي.
برابره ده، که هغه د سرو زرو نعل وي یا د قیمتي کاڼي ګوته – انسان مجبور دی چې یو څه د خپل معبود په توګه وګرځوي. یا خو الله جل جلاله، او یا یې پرېږدي او بل څوک د خپل معبود په توګه ومني.