د کتاب لړۍ: انسانی تقدیر

انسانی تقدیر

فصل: 0

یو انسان چا چې ځمکه لیدلی نه وي. که د یوې تیز رفتارې فضایی بیړۍ په واسطه د ټول کائنات سفر وکړی. او د هغه نه وروسته په لومړی ځل په ځمکه را ښکته شی. نو چې ځمکي ته وګوري نو حیران به شي. ځکه چې په ډېر پراخه کائنات کې د ځمکی سیاره د خپل ډول په حیثیت سره ځانګړی ده. په پراخه کائنات کې یا خو ستوری دی چیرته چې د لمبه وهوونکی اور نه پرته بل هیڅ نشته یا سیاري (planets) دي چې د غټه تیږه په څیر په فضا کې تاویږي. دا یوازی د ځمکی سیاره ده چیرته چې په ځانګړی توګه د انسان غوندی مخلوق لپاره د ژوند ټول اړتیاوی شته دی. یعنی هغه ټول ژوند سره موافق اسباب چې مجموعی ته یی ژوند حمایوی نظام (life support system) ویل کیږي.

هر انسان په همدی ځمکه باندی پیدا کیږی او خپل ټول ژوند پری تیروي. خو هغه ته د ځمکی د دی بی ساری ډول بیدارونکی احساس نه کیږي. د دی سبب دا دی چې هغه د ماشوم والی څخه ځمکه ګوری. دغه ډول هره ورځ کتلو سره یی عادت (used to) کیږي. د ځمکی ځانګړتیا او نا اشنائی د هغه د نظر نه پناه کیږي. که چیری داسی نه واي. نو هر سحر چې هغه ځمکه لیدلی نو نعری به یی کولی..

آه څومره ښکلی او څومره کامله ځمکه (Oh what a beautiful earth, what a perfect world)

د ځمکی دا ژوند ورکونکی حیثیت د تل را هیسي وو. لیکن په اوسني زمانه کې سائنسي کشفونو د هغی نا آشنا ډول په زر چنده لویه پیمانه باندی خلکو لپاره یوه معلومه پیښه وګرځوله. په ځمکه کې نا آشنا ژوند حمایه کونکی نظام چې د نن انسان څومره زیات پیژنی د دی نه وړاندی یو انسان هم دومره زیات نه پیژانده.

ژوند ساتونکی نظام څه دی؟ هغه یو انعام (gift) دی چې د یوه ورکوونکی (giver) په ذریعه انسان ته ورکړی شوی دی. په داسې حال کې ضروري ده چې انسان په دې انعام کې هغه مُنعم وپیژني او په دې انعام باندې یې اعتراف وکړي. هغه د هغه مخي ته پوره زړه او دماغ سره ټیټ شي او د دی معلومولو هڅه وکړي چې ورکوونکي دا محسوسه ډالی ده ته ولې ورکړی دی؟ او بیا د ورکوونکی د خوښی سره سم یی و کاروی او دې د هغه خوښه معلومه کړي او د هغه مطابق دې دلته ژوند تیر کړي.

خو داسی ونشوه انسان په دی ځمکه باندی ژوند تیروی،  دلته خپل ځان لپاره یو ثقافت تشکیلوی،  خپل ځان او اولادوو لپاره ځلانده راتلونکی جوړولو زیار باسی. خو هغه ته کله هم خیال نه ورځي چې د دی د معلومولو زیار وکړي چې د ژوند ساتونکي نظام دا نا آشنا اداره چا جوړه کړی ده. او  د دې جوړونکی د دی په بدل کې د انسان نه څه غواړي؟

اصل دا دی چې په دی دنیا کې د هر شي دوه کارونی وي. (د یو شې سمه کارونه او نا سمه کارونه) مثلاً پیداکوونکی په ځمکه کې اوسپنه پیدا کړه. د اوسپنی یو استعمال دا دی چې تری ګټور ماشینونه جوړ کړاي شي، او د اوسپنی بل استعمال دا دی چې په ذریعه یی تباه کوونکی وسلی جوړی کړي شي. ماشین جوړول د اوسپنی سمه کارونه ده او وسلی حوړول د اوسپنی ناسمه کارونه ده.

همدا معامله د ژوند ساتونکی نظام (life support system) هم ده. د دی هم دوه اړخونه دی. یو دا چې هغه د صحیح زاویی (right angle) څخه وکتل شي بل دا چې هغه د غلطی زاویی (wrong angle) څخه وکتل شي. صحیح زاویی سره کتوونکی سړي د ژوند د ساتونکی نظام په هکله خپل مقصد چلند وپیژني او کوم سړی چې د ژوند ساتونکی نظام ته غلطه زاویی سره وګوري. د هغه په هکله د هغه چلند هم هر اعتبار سره غلطه چلنده شی.

د ژوند ساتونکی نظام په هکله د صحیح زاویی او غلطی زاویی معلومونه به څنګه کوو. د دی معلومولو یوازینی ذریعه دا ده چې مونږ معلوم کړو چې خالق (creator) خپل مقرر کړی تخلیقی پلان (creation plan) څه دی. د همدی تخلیقی پلان په ذریعه به دا معلومیږي چې د ژوند یا د ژوند ساتونکی نظام په هکله زمونږ کومه زاویه صحیح وو او کومه غلطه .

د پیغمبر په ذریعه چې خالق د ژوند په هکله خپل کوم تخلیقی پلان ښودلی دی هغه دا دی چې پیدا کوونکی انسان د یوه تل پاتی مخلوق په توګه پیدا کړ، بیا د هغه د عمر يوه لږه حصه یی وړاندی له مرګه د ژوند پړاو (pre-death period) کې کیښوده او د هغه د عمر اوږده حصه یی پس له مرګه(post-death period) پړاو کې کیښوده. د مرګ نه وړاندی د ژوند پړاو امتحانی(test) پړاو دی او پس له مرګه د ژوند پړاو امتحانی پړاو دی. کله چې د انسانی تاریخ پای مومی. هغه وخت به په پراخه توګه یوه د جزا ورځ (day of judgment) را پیښیږي. هغه وخت به د انسانانو خالق ظاهر شي ټولو خلکو ته به د هغوی د ژوند د اوسنی ثبت شوی دوسیی سره سم جایزه یا سزا ورکړي. جائزی مندونکو ته به د تل لپاره جنت او سزا موندونکو لپاره د تل لپاره دوزخ.

 د خدای د دی تخلیقی پلان په رڼا کې دا معلومات کیدی شي. چې د ژوند یا د ژوند ساتونکی نظام په معامله کې د انسان رد عمل څه پکار دی او څه نه دی پکار .د ژوند ساتونکی نظام معاملی ته د صحیح زاویی سره کتل دا دی چې دې ته د خالق په نظر سره وکتل شي او دی ته غلطي زاویی سره کتل دا دې چې دی ته د انسان د خپل شخصی زاویی څخه وکتل شي. همدغه شي دی چې په دی دنیا کې د انسان رویه یا خو صحیح کوي او یا یی غلطوي.

که د دی لوری وکتل شي نو د ژوند او د ژوند ساتونکی نظام په هکله دوه مختلفی نظری جوړیږي. د خالق د پلان سره سم چې کومه چلند جوړیږي هغه دا ده چې دا نظام دې د آزموینی لپاره ساتونکی نظام(test support system) وګڼل شي او د دی برعکس د انسان د ذهن سره کتلو په صورت کې هغه یوازی یو خوند اخستو لپاره ساتونکی نظام (enjoy support-system) پاتی کیږي. لومړی صورت کې ژوند د یو مسوًلیت(responsibility) معامله ګرځي او په بل صورت کې د ژوند مقصد کميږي او یوازي حیوانی سطح ته راځی چې خوره، څکه او خوشحاله اوسیږه. او په همدی حال کې مړ شه .

اوسنې زمانه کې ساينسی پلټنو په ذریعه د انسانی ژوند او ژوند ساتونکی نظام ارزښت د تل نه زیاته په خورا لویه کچه باندی انکشاف کړی دی. د دی پایله دا پکار وه چې د ژوند مقصد په هکله انسان نور جدی شي. هغه انعام استعمالولو سره د وړاندی نه زیات د منعم اعتراف کونکی وګرځي خو نتیجه بیخی برعکس را ووته انسان دا حقیقت هیر کړ چې ژوند ساتونکی نظام په اصل امتحان لپاره ساتونکی نظام دی. د دی پرځای دا وشو چې انسان ژوند ساتونکی نظام لپاره یوازی ساعت تیری لپاره ساتونکی نظام په څیر وګانه او د ژوند هدف یوازی دا وګرځیده چې د خپل ځان لپاره زیات نه زیات څیزونه تر لاسه کوه چې خپل ژوند زیات نه زیات خوشحاله جوړ کړی شي.

 دلته ما ته یو سبق اخستونکی تجربه را یاده شو. دا تجربه د وسنی حالت لپاره ډېر ښه څرګندونکی مثال (illustration) حیثیت لري. غالباً ۱۹۷۲ کې زه د راجستان یوی علاقه ته لاړم. په دی سفر کې ما سره مفتی محمد جمال الدین قاسمی او نور څو خلک وو. دلته یو بی آبادی غر وو. پاس تللو لپاره سرک جوړ شوی وو. مونږ دی غره ته وختو. دا سفر مونږ د جیپ په ذریغه تر سره کړی وو. مونږ چې غره ته ورسیدو هلته یو نه بیانیدونکی عجیب منظر را ښکاره شو. دلته بیابان کې یو سالون غوندی لوړه ودانی جوړه شوی وه. ګمان ګیږي چې کوم راجه نواب دا ودانۍ جوړه کړی وه. او تر اوسه پوری بیخي صحیح حالت کې وه. خو هلته مونږ کوم انسان و نه لیده د دی برعکس مونږ ولیده چې په هغه بلډنګ کې دننه او بهر په زرګونو تعداد کې بیزوګانی موجودې دی. هغوی شور کا وه او هر لور ته یی بی معنی خیزکې وهلی. د بیزو دا ناآشنا صفت دی چې هغه نا حقه په یو ځای باندی قبضه کوی او هلته بی مقصده غوندی خیزکی کې وهی. د دی حالت په سبب مونږ ودانی ته داخل نشو. هغه مو یوازی د بهر نه وکتله او را وګرځیدو.

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

دا مقاله شریکه کړئ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ