د حديث مطالعه
د پيل خبره
د يو حديث په اړه چې کله په اصولي توگه دا ثابته شي چې دا د پيغمبر صلى الله عليه وسلم وينا ده نو د شريعت په اعتبار سره د دې استناد داسې وي لکه پخپله د قرآن استناد. تر کومه ځايه چې د مضامينو پورې تړاو دى، په قرآن کې د دين د اساسي ښوونو بيان دى او په حديثو کې د دين د تفصيلى لارښوونو بيان دى. حقيقت دا دى چې د قرآن بنسټيز اصول د حديثو د تفصيلى بيان په ذريعه په پوهه کې راتلى شي. له حديثو څخه له استفادې پرته په قرآن پوهيدل ممکن نه دي.
د پراخه تقسيم په اعتبار سره د حديثو زيرمه په دوه ډوله مضامينو مشتمله ده. يو د اسلام روح او بل هغه شى کوم ته چې شرايع (احکام) ويل کيږي. په دې لاندې ټولگه کې زياتره د لومړي ډول (د اسلام روح) اړوند حديثو مطالعه شوى ده.
په عربي ژبه کې په کثرت سره د حديثو شرحې ليکل شوي دي. په دې شرحو کې زياتره فني اړخ په نظر کې نيول شوى او ليکل شوي دي. د بيلگي په توگه نحوي (گرامري) مسايل، د سند په اړه بحث، د حديثو تر منځ د ټکر مسئلى، له بيلا بيلو فقهي تگلارو (مذهبونو) سره د حديثو مطابقت او نور.
په دې لاندې مجموعه کې د حديثو د تشريح دغه فني انداز اختيار کړى شوى نه دى. مونږ يوازې دا کوشش کړى دى چې په حديثو کې د نصيحت او عبرت کوم اړخ دى، هغه مو څرگند او راښکاره کړى دى.
په حديثو باندې د پوهيدو په سلسله کې څو اصول په خپل مخ کې ايښودل اړين دي. دغه اصول چې په مخ کې کيښودل شي او د حديثو مطالعه وکړى شي. نو هغه ستونزې نه پيدا کيږي، کومې چې د يو شمير خلکو په ذهنونو کې پيدا کيږي، تردې پورې چې د حديث د اهميت په هکله کې اشتباه ورته پيدا شي.
1: په دې لړ کې يو شى دا دى چې په حديث کې ځيني وختونه يو حکم په عمومي انداز کې بيانيږي. د دې پايله دا شي چې خلك د دې مطلق مفهوم واخلي. حال دا چې کومه خبره که چيرې په ظاهر کې په مطلق انداز کې بيان کړى شي، بيا هم هغه په مطلقه توگه مطلوب او مقصود نه وي په اکثرو حالاتو کې د دې مقصد يوازې ټينگار او تاکيد وي. د مثال په توگه په حديث کې راغلي:
المسلم من سلم المسلمون من لسانه ويده.
مسلمان هغه دى چې مسلمانان د هغه د ژبې او لاس له ضرر څخه بچ او محفوظ وي.
په دې حديث کې په يو وخت کې دوه حصره موجود دي. يو دا چې د حديث د الفاظو له مخې په دې حديث کې د مسلمان داسې پيژندگلوي شوى چې د ايمان عباداتو او نورو هيڅ يادونه پکې نه ده شوې. او دويم دا چې په دې کې د المسلمون يادونه ده نه د(الناس) خلکو. مگر دا دواړه خبرې اضافي دي. حقيقت دا دى چې د ايمان او عباداتو د نه يادولو سره، سره هغه دلته معهود د ذهني يعنې د ړانېد نه معلوم په توگه موجود دي. دغسې د المسلمون سره، سره الناس هم په دې کې تبعاً شريك دي.
2: په حديثو کې ډيرې خبرې داسې دي. کومې چې حقيقةً د تمثيل په ژبه کې دي. مگر خلکو هغه په لفظي توگه اخستي دي. د کوم له امله چې هغوى د ستونزو ښکار شوي دي. د مثال په توگه په حديث کې راغلي دي:
انما الحَرُمِنْ فيح جهنم.
گرمي د جهنم له تپ څخه ده.
دا د دوزخ د گرمۍ د سختوالي د بيانولو لپاره يو تمثيل دى. د په لفظي مفهوم کې اخستل به صحيح نه وي. دغسې د قبر د عذاب په باره کې چې کوم حديثونه راغلي دي. هغه هم د تمثيل په ژبه کې دي، نه د حقيقت په ژبه کې.
3: په حديث باندې د پوهيدو لپاره دا هم اړينه ده. چې د يو حديث په رااخستلو سره بايد يوه رايه او نظر قايم نکړاى شې بلکې د احاديثو د مجموعې له مطالعې څخه وروسته يوه رايه او نظر جوړه کړى شي. د مثال په توگه په حديث کې راغلي چې:
افضل الجهاد کلمة حق عند سلطان جائر.
که چيرې يو کس دا حديث واخلي او داسې وکړي چې کوم ځاى کې د حق خبرې او عدالت په خلاف څه وگوري او هلته هغه په سمدستي توگه پاڅيږي. او د هغې په رد کې تقرير پيل کړي. نو په دې حديث به عمل نه وي شوى ځکه چې په يو حديث کې دا هم راغلي دي چې:
من صمت نجا.
د دواړو حديثو په جمع کولو او په کې له غور کولو څخه معلوميږي، چې چيرته خبره کول گټور وي نو هلته بايد خبره وشي او چې گټوره نه وي نو چوپتيا بهتره ده.
4: کله، کله په يو حديث کې يوه خبره د حکم په شان راغلي وي حال دا چې له هغې څخه يوازې رټنه او توبيخ مقصود وي. د مثال په توگه حديث کې راغلي دي: کوم خلك چې په جماعت سره (فرض) لمونځ پريږدي زما زړه غواړي چې زه د هغوى کورونو ته اور واچوم.
دا الفاظ د زجر او توبيخ (د شړلو او رټلو) لپاره دي، د دې لفظي معنا اخستل سم او صحيح نه دي.
5:د حديثو د مطالعې په دوران کې دا مسئله مخې ته راځي، چې په ډيرو مسايلو کې د حديثو په منځ کې اختلاف معلوميږي. د مثال په توگه د لمونځ د طريقو په باره کې د دغو اختلافي احاديثو په اساس باندې کافي بحثونه راروان دي. څوك يو روايت غوره او بهتر گڼي او بل ناغوره گڼي. څوك يو روايت راجح گڼي او بل روايت مرجوح بولي. د ليکوال په نزد د دې مسئلې زيات غوره حل هغه دى کوم چې ابن عبدالبر رح په خپل کتاب بيان فضايل العلم واهله کې بيان کړى دي.
د دې مطابق د دغو اختلافاتو فکري حل د ا دى چې هغه په تنوع او توسع باندې قياص او محمول کړاى شي. يعنې هغه ټول طريقى چې د حديثو نه ثابت دي يو ته په بل باندې د ترجيح ورکولو د کوشش په ځاى دواړه يو شان صحيح ومنل شي. يعنې که داسې وکړي هم صحيح ده او که هاغسې وکړي هم صحيح ده. د دغه اختلافات د تنوع مظهر گرځولو په صورت کې تر ټولو ستره گټه يې دا کيږي. چې اختلاف د بحث او مناقشو موضوع نه گرځي. او ذهن په اهمو مفاهيمو باندې متمرکز کيږي.
6: د حديثو په مطالعه کې په عامه توگه د علماء وو طريقه دا پاتې شوې ده چې هغوى سند ته تر ټولو زيات اهميت ورکوي. په اصولي توگه دا خبره سمه ده. مگر په يو شي کې غلو د نقصان باعث کيږي. زما په نزد تر ټولو زياته صحيح طريقه دا ده چې کله د کوم حديث په اساس باندې کوم حکم يا حجت قايمول وي. په دې وخت کې له سختۍ سره سند ته اهميت ورکول پکار دي. ليکن کله چې کوم داسې حديث مخې ته راشي چې د خپل مفهوم په اعتبار سره له قرآن سره په ټکر کې نه وي او له دې څخه نصيحت او پند حاصليدى شي. نو د داسې حديث په قبلولو کې زما په نزد هيڅ باك نشته.
7: خو د فضايلو د رواياتو په اړه زما د پام وړ ټکى څه بل شان دى. د فضايلو زياتره روايتونه يا خو ضعيف وي او يا موضوعي. د دا ډول روايتونو يوه گډه ځانگړتيا دا ده چې هغه هميشه د ظاهري اعمالو په فضايلو کې وې. د مثال په توگه د فضايلو په روايتونو کې د تلاوت فضايل موندل کيږي. مگر د تدبر او غور کولو فضايل پکې نه موندل کيږي. دغسې د عبادتونو فضايل په دې کې وي خو د خشوع فضايل پکې نه موندل کيږي. په دې کې به د قربانۍ فضايل وي خو د تقوٰا فضايل په کې نه وي. په دې اساس د فضايلو له روايتونو څخه دا ذهن جوړيږي. چې عبادت د ظاهري اعمالو نوم دى. حال دا چې اصل عبادت هغه دى چې داخلي روح سره تړاو لري، له کوم چې په قرآن کې په خشوع، خضوع، اخبات، تقوا او نورو الفاظو سره تعبير شوى دى.
8: يو حديث په ظاهر کې په يوه ځانگړې معنا کې وي. که چيرې د دې حديث ظاهري الفاظ واخستل شي. نو هغه په يو خاص حکم پورې محدود پاتې کيږي حال دا چې کله چې د اسلام د پيغمبر نبوت نړيوال دى نو د ده په کلام کې هم نړيوال اړخ کيدل پکار دي. په همدې اساس اړينه ده چې د کوم حديث مطالعه کوو هغه به په وسيع تر او پراخه سياق (Broader context) کې کيښودو سره کتل پکار دي.
د مثال په توگه په روايتونو کې راغلي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي:
کُلُ مولود يولد على الفطرة فابواه يهودانه، اوينصرانه، اويمجسانه.
هر پيدا کيدونکى په صحيح فطرت باندې پيدا کيږي. بيا د هغه مور، پلار هغه يهودي جوړ کړي او يا يې نصراني کړي او يا ورڅخه مجوسي جوړ کړي.
په دې حديث کې په ظاهره د درېو دينونو الفاظ استعمال شوي دي. مگر که چيرې په پراخه معنا ورته وکتل شي نو دې حديث کې يو ډير اهم حقيقت بيان شوى دى. او هغه دا چې هر انسان چې کله پيدا کيږي. نو هغه يو ماشوم وي چې د صحيح او غلط تر منځ د فرق کولو صلاحيت پکې نه وي. د ماشومتوب او ځوانۍ ټوله دوره په همدغه خام ذهن سره په يو چاپيريال کې تيروي. دغه ماحول په مسلسله توگه د ده د ذهن په جوړولو او اغيزمن کولو کې (Conditioning) لگياوي کار کوي. تردې پورې چې هغه په مکمله توگه باندې يو اغيزمن شوى انسان جوړ شي. د ذهن جوړولو دغه معامله هر يو کس سره مخې ته راځي. په دې کې د نر او ښځې هيڅ استثناء نشته.
په دغسې حالت کې د هر انسان دا يوه لازمي اړتيا ده چې عمر پخيدو ته له رسيدو وروسته هغه د خپل ذهن (De-Conditioning) دوباره صفايي وکړي. د هغه د خپل ذهن د پاسه چې کومې پردې په مصنوعى توگه غوړيدلي دي ليرې کړي تر څو هغه حقيقتونه چې د خپل فطري ذهن سره وگوري او ورباندې پوهه شي. کوم چې د حقيقي خالق له طرفه ده ته په پيدايشي توگه ورکړل شوي دي. د دويم ځل صفا کولو دا عمل د هر چا لپاره کول د ي. له دې عمل څخه پرته هيڅ يو کس د صحيح فکر (Right Thinker) خاوند جوړيدى نشي.
د دوباره صفا کولو دا عمل بې حده جدى شوى کار دى. په دې کې هر نارينه او ښځه ته د خپل ذهن جراحى کول دي هغه ټول خيالات يو، يو لټوى دى او له خپل ذهن څخه وباسل دى چې د خپل چاپيريال څخه په اغيزمن کيدو له کبله د ده ذهن ته ننوتي دي. حقيقت دا دى چې په کم عمرۍ کې دغه غلط سبت او کنډيشننگ د هر انسان ذهن د افکارو ځنگل جوړوي. د دې فکري ځنگل د صفا کولو نوم ډى کنډيشنگ (صفا کول) دي. دغه پاكول يوازې هغه وخت ممکن دي چې انسان کله په بې رحمه توگه د خپل ذهن فکري عملياتو کولو ته تياروي.
9: د حديثو په مطالعه کې يو مزاج دا جوړيږي چې له هغو څخه جزئى مسايل اخستل کيږي. په کلي مسايلو باندې هغه نه وړاندې کيږي. حال دا چې دا ډول ذهن د حديثو د معنويت ختمولو په معنا دى. د دې نتيجه دا شوه چې خلکو په جزئى مسايلو کې له حديث څخه لارښوونه حاصله کړه مگر هغه په زياتو اهمو مسايلو کې له حديث څخه لارښوونه حاصله نه کړه. دمثال په توگه د يو حديث په الفاظو کې داسې راغلي:
من حسن اسلام المرء ترکه مالا يعنيه.
د يو چا د اسلام يو ښه صفت دا دى چې هغه داسې کار پريږدي په کوم کې چې هيڅ گټه نه وي.
له دې حديث څخه په عامه توگه يوازې يو څه کوچنۍ، کوچنۍ مسئلې راويستل کيږي. د مثال په توگه په يو دينى مجلس کې کښيني يو کس په بې حقيقته کار لگيا وي نو ورته وويل شي چې دا يو بې فايدې کار دى دا مه کوه. مگر دغه ډول تشريح د يو حديث اصل د تصغيرولو (کوچني کولو) په معنا دي. حقيقت دا دى چې له دې حديث څخه د ژوند د ټولو معاملاتو لپاره يوه انتهايي اهمه لارښوونه حاصليدى شي. له دې حديث څخه دا جامع اصول اخستل کيداى شي. چې زمونږ يو کار ته وړاندې کيدل بايد نتيجې ته په کتلو (Result Oriented) سره وي. کومه ملي منصوبه (پلان) چې جوړوونو تر ټولو لومړى بايد دا غور وکړاى شي چې دا کار د نتيجې په اعتبار سره گټور دى او که نه ـ له چا څخه چې شکايت وي او د هغه په خلاف جگړه کول وي. نو دا اندازه بايد ولگول شي چې د دې جنگ کومه مثبته پايله راوځي او که نه ـ په کوم ځاى کې چې سياسي پروگرام کيږي نو مخکې له مخکې بايد غور وشي چې دا کار خو به د برعکس نتيجې سبب نه جوړيږي او داسې نور...
له دې څخه معلومه شوه چې د يو کار کولو بې نتيجې ثابتيدل کومه ساده خبره نه ده. د دې گرفت د انسان ايمان او اسلام پورې راتلى شې. سوچه ايمان په بنيادم کې ژوره سنجيدگي، جديت پيدا کوي. سوچه اسلام انسان تر وروستۍ پولې محتاط جوړوي. په دغسې حالاتو کې دا ناشوني گرځي چې ايماندار مسلمان دې داسې کار ته وړاندې شي چې د نتيجې په اعتبار سره دې سرچپه (Counter Productive) ثابتيدونکى وي.
10: لکه څنگه چې معلومه شوې ده چې د حديثو تدوين (راجمع کيدل) د عباسي خلافت په زمانه کې شوي دي. په دغه زمانه کې فقه هم مدوين (ليکل) کيده. د دې په اساس داسې وشول چې د حديثو مطالعه د فقهې په رڼا کې وشوه. دغه لړۍ تر څو سوه کلونو پورې روانه وه، تردې پورې چې د حديثو د مطالعى يو معلوم چوکاټ جوړ شو او هغه فقهي چوکاټ و، اضافي دا چې د بيلا بيلو اسبابو له امله پخپله د فقهې مطالعه زياتره د جزئي مسايلو يا د شريعت د جزئياتو پورې محدوده شوه. د دې اغيز د حديث په مطالعه هم وشو. د دې مثالونه د حديثو په شرحو کې کتلى شئ. په وروسته زمانه کې چې هر څومره شرحې وليکل شوې. نږدې په هره شرحه باندې هغه انداز غالب راغى په کوم کې چې يوازې دوه شيان د شارح د پاملرنې مرکز جوړ شو. د حديث په فني حيثيت باندې بحث يا د دې د فقهې اړخونو وضاحت، د کوم چې تړاو زياتره د شريعت وختي او يا جزئي اړخونو سره و. د حديث د مطالعې د دې رواجې طرز نتيجه دا شوه. چې د حديث افاقي معنويت ورك شو. په حديث کې چې کوم تلپاتې د لارښوونې اړخ و، هغه د امت له سترگو څخه پټ کړاى شو. د دې معاملې مثالونه په وروسته زمانه کې په ليکل شوو کتابونو کې په کثرت سره موندل کيږي. دلته زه د دې د وضاحت لپاره يو مثال ليکم.
سويډن د شمالي اروپا يو هيواد دى. دغلته موسم هميشه غير معتدل وي. کله شپه لنډه او ورځ ډيره اوږده وي او کله ورځ لنډه او شپه ډيره اوږده وي. کله، کله داسې هم کيږي. چې په شپه او ورځ کې ډير زيات توپير نه وي. سويډن ته ډير مسلمانان ورغلي او ميشت شوي دي. د هغوى په وړاندې دا پوښتنه ده چې په دې سيمه کې پنځه وخته لمونځ څنگه اداء کړاى شي. د مقلدينو علماء وو ټينگار په دې خبره دى چې دغلته دې هم هاغسې لمونځ اداء کړاى شې څنگه چې په نورو هيوادونو کې د لمر په اعتبار سره اداء کيږي. مگر د سويډن د مسلمانانو لپاره دا طريقه ډيره زياته سخته ده. بلکې تقريباً د عمل وړ نه ده. د سويډن په پايتخت اسټاک هوم کې د عربانو په مرسته ډير لوى اسلامي مرکز او جومات جوړ شو. په کال 2003 م د جون په مياشت کې دغلته د مسلمانانو يوه لويه غونډه وشوه. په دغه غونډه کې يو عالم دکتور يوسف القرضاوي د ځانگړي ميلمه په توگه وربلل شوى و.
دغه عرب عالم ته د لمانځه د وختونو مسئله وړاندې کړاى شوه. هغه د دې مسئله حل داسې بيان کړ. چې تاسې خلك د خپلو معتدلو سيمو په اعتبار سره خپل ساعتونه عيار کړئ او د هغې له مخې د لمونځونو لپاره وختونه وټاکئ. لمر ته اعتبار مه ورکوئ بلکې ساعتونو ته اعتبار ورکړئ. د خپلې دغې فتوا په ملاتړ کې يي يو حديث وړاندې کړ. په صحيح بخاري کې د حضرت عايشه رضى الله عنها روايت دى هغه وايي چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم طريقه دا وه. چې کله به هغه ته د دوو کارونو په منځ کې د يو انتخابول وو نو هغه به مشکل انتخاب(Harder Option) پريښوده او آسان انتخاب (Easier Option) به يي راخسته. (په آسان به يي عمل کاوه او سخت به يي پريښوده)
ماخير رسول الله صلى الله عليه وسلم بين امرين الااختار ايسرهما.
ده وويل: چې په سويډن کې لمر ته په اعتبار ورکولو سره د لمونځ وختونه مقررول مشکل او ستونزمن کار دى. د دې برعکس ساعتونو ته په اعتبار ورکولو سره د لمانځه وختونه مقررول آسان دي. له همدې امله د حديث مطابق تاسې ته دا کول پکار دى چې د ساعتونو په اعتبار سره د لمونځونو وختونه وټاکي دغه اصول ته هغوى تيسير الفتوىٰ نوم ورکړه يعنې په فتوىٰ کې آسانه طريقه خپلول د عرب عالم دا فتوىٰ پرته له شك او شبهې سمه او په ځاى ده. خو عجيبه خبره دا ده چې په نورو ځايونو کې ډاکټر يوسف القرضاوى (او نور علماوو) دا شرعي اصول په فلسطين او نورو ځايونو کې په متشدانه جهاد باندې تطبيق نه کړى شو. په دغو نورو معاملو کې دغه علماء تقريباً په گډه دا فتوىٰ ورکړه چې اوسنى مسلح جهاد عين الاسلامي جهاد دى او پکې مړکيدونکى د شهيد درجه مومي. تردې چې ځان مرگى بريد (Suicid bombing) يي هم اسلامي جهاد وگرځاوه. حال دا چې د صحيح البخاري د ذکر شوي روايت په رڼا کې چې کوم اصول دوى وضع کړي دي. د دې په رڼا کې که چيرې وگورې نو د دوى فتوىٰ به بالکل بل ډول وه ـ اوس به هغوي ويل چى مجاهدينو لپاره دوو کې د يوه انتخاب معامله ده يعنې سوليز روش (Peace method)، مشتدانه روش (Violent method). اوس د رسول الله صلى الله عليه وسلم د يادى شوې عمومې پاليسۍ مطابق د موجوده زمانى مسلمانانو ته پکار دي چې دوى آسانه طريقه اختيار کړي. يعنې توند لاري پريږدي او پرامنه طريقه اختيار کړي. مگر د رواجي فقهي د چوکاټ په اساس دوى داسې نه کوي.
په احاديثو او سنتو کې د موجوده زمانې لپاره ډيرې زياتې د برياليتوب لارښوونې موجودي دي. مگر زمونږ د علماء وو ذهن د رواجي فقهى په چوکاټ کې بند دى. د دې دا نه پوره کيدونکى نقصان دى چې هغوى د حديث آفاقي معنويت نه شي ترلاسه کولى. هغوى د امت د نوو حالاتو په لحاظ سره په سمه شرعي لارښوونه کې ناکام شوي دي.
د يادې شوې محدودې ذهنې نقشې په اساس باندې داسې وشول چې دغه علماء د لمانځه د طريقې په ټاکلو کېد تيسير الفتوىٰ اصول اختيار کړ مگر په د جهاد په ا مورو کې د تعسير الفتوىٰ اصول اختيار وي. د دې توپير په نتيجه کې مسلمان امت ته په موجوده زمانه کې چې څومره تاوانونه رسيدلي هغه دومره ډير دي چې د هغې شميرل ممکن نه دي.
وحيد الدين
نوى ډهلى ١٤ جولاى ٢٠٠٣