د کتاب لړۍ: دعوت الى الله

دعوت الى الله

فصل: 0

دعوت او تبلیغ ته په قرآن کی د عوت الی الله وئیل شوی دی یعنی الله طرفته(لورته) رابلل. انسان د خپل حالق او مالک سره تړل. د خدای په لور رابللو مطلب دادی چی د خدای بندګانو ته دا وویل شی چی دخدای په ځمکه باندی ستاسو لپاره دژوند صحیح طریقه یوازی داده چی تاسو د خدای بندګان وګرځی

انسان لپاره د دنیا په ژوند کی یوازی دوه چلنده شونی دی یو ځان پاله او بل خدای پاله. ځان پاله چلند معنی داده چی سړی خپل ذات د خپلو کړو وړو مرکز وګرځوی او د خپل سوچ سره سم لاړشی. هغه د خپلو خواهشونو پیری وکړی. خپل شخصی اړتیا وو پوره  والی د ژوند بری(بریا) وګرځوی. د دی په مقابله کی د خدای پالی طریقه داده چی سړی خپل ځان لره د خدای تابعی (واک لاندی،لاس لاندی) وګرځوی هغه خپل جذبات د خدای تابع کړی. د هغه په وړاندی د ژوند بری دا وی چی د خدای د خوښی سره سم ژوند وکړی او د خدای په خوښه باندی د هغه پائله وشی.

ځان پاله ژوند کی کبر او کینه او انانیت غوندی جذبات رابیداریږی. انسان دا ګڼی چی حق هغه دی کوم چی هغه یي حق و ګڼی او باطل هغه دی کوم یي چی هغه یي باطل وګرځوی. 

د خدای پاله ژوند معامله د دی بلکل برعکس ده. خدای  پاله ژوند سړی کی دننه بندګی،تواضع،اعتراف او خپل حسابی غوندی جذبات راپار وی. په لومړی صورت کی انسان که چری خپل ځان خود پرست ګرځی نو په بل صورت کی خدای پرست.

 دعوت الی الله دادی چی سړی د ځان پاله ژوند د بدی پائلی نه خبر کړی شی او ورته د خدای پاله ژوند دعوت ورکړی شی. د دغو دواړو ډولو ژوندونو معلومولو د باور وړ سرچینه د خدائی تعلیمات دی. چی دقرآن په صورت کی خوندی توګه باندی مونږ سره شته دی. دعوت الی الله کار یو خاص اخروی کار دی ټولنیز یا اقتصادی یا سیاسی معاملاتو سره یي مخامخ څه اړه نشته. دا یوه لړی ده چی انسان د خدای او اخرت په لور رابلی. په همدی دینی او روحانی اسلوب کی هغه پیل کیږی او همدی اسلوب کی ترپای پوری دوام مومی.

 دعوت الی الله کار د خپل حقیقت په اعتبار سره یو خدائی کار دی چی د بندګانو په ذریعه انجام(سر) ته رسول کیږی. اړینه ده چی همدی روحی سره وکول شی. د دی روحی نه پرته چی کوم کار وکړی شی هغه به د دعوت الی الله کار ته وی اګر که د دعوت الی الله په نوم باندی جاری(روان) کړی شوی وی.

 دعوت الی الله نه سیاست په لور رابللو کار دی او نه یي د قومی ستونزو په لور رابلل یي هدف دی. دا بشپړه توکه باندی د خدای په لور رابللو یو کار دی او همدی خاص صورت کی یي تر سره کول پکار دی.

 د خدای په لور رابللو څخه مراد څه دی د دی ابتدائی مقصد دادی چی انسان د خدای د تحلیق دپلان څخه خبر کړی شی هغه نه وښودل شی چی د خدای سره یي څه تعلق دی او خدای ورسره آئنده څه معامله کونکی دی دا لکه انسان د خدای سره متعارف کولو یو کار دی د ده نښانه داده چی د خدای په هکله د انسان عفلت مات شی او هغه د خپلی بندګی د راک کولو سره د خدای په لور د قیقه(متوجی) شی.

 د دی دعوتی عمل نښه داده چی انسان د خدای ذات وپیژنی. هغه د خدای د قدرت په مقابله کی خپل عجز کشف کړی. د عیب پرده څیری کیدو نه وړاندی هغه د خدای ننداره وکړی. خدای سره نیغ په نیغه مخامخ تیا راتلونه وړاندی هغه غیرمستقیمه توګه باندی د خدای معرفت تر لاسه کړی.

 د دعوت مقصد په انسان کی دننه اوده شوی روح بیدارول وی. بی لاری شوی انسان د خدای په لور تلونکی لاره باندی ودرول دی. د دی هدف دادی چی په انسان کی دننه هغه بصیرت وښ کړی کوم چی د نړی په نښانو کی د خدای جلوي کتل پیل کړی. کوم چی د مخلوقاتو په ‌آئنی کی د هغه خالق پرته د حجابه ومومی.

دعوت یو انسان د دی وړګرځولو نوم دی چی نیغ په نیغه خپل رب سره وتړل شی. هغه ته روحانی سطح(کچه) باندی د خدای فیض رسید پیل شی. د هغه زړه او معزه د خدای د نور څخه منور شی. د هغه پوره وجود د خدای په

رحمت په باران کی ولمبیږی.

 د دعوت نښانه داده چی سړی په دنیا کی وسیدو سره د اخرت مخلوق وګرځی. هغه د دنیا په عظمتونو کی د خدای عظمت منده کړی. هغه د دنیا په نعمتونو کی کی د جنت د نعمتونو تجربه (ازموینه) کول پیل کړی. د دنیا تکلیفونه هغه ته د جهنم تکلیفونه وریاد کړی د دنیا منظرونه هغه ته د آخرت حقیقتونو ننداره کول پیل کړی. همدا د دعوت نښانه ده او همدا ‌ډول انسانان لمینځ ته راوستل د دعوت او د داغی بری دی.

 قرآن کی ښودل شوی دی چی الله تعالی انسان احسن تقویم په صورت کی پیدا کړه بیا یي هغه راوغورځاوه (اسفل سافلین) کی يي واچوه (التین ۴-۵ ) دعوتی عمل مقصد انسان لره یوځل بیا د هغه د ابتدائی حالت په لور بیول دی. جنت نه راوتلو نه ورسته بیا هغه د جنت په لاره اچول دی. د خدای د رحمت نه لری شوی بیا د دخدای د رحمت سوری لاندی راوستل دی.

د انسان مثال داسی دی لکه د اوبو یو ماهی چی د اوبو نه راووستل شی او په صحرا کی وغورځول شی. داسی ماهی په صحرا کی پرله پسی سلږی وهی. او د هغه سره غوره زړه خوږی/ملګرتیا به داوی چی هغه یوځل بیا د اوبو په لور وګرځول شی.

انسان هم دغه ډول د جنت یو مخلوق دی په هغه کی دننه یو ناپیژندل شوی ا‌یډیال(معیار) مندلو جذبه ډیره زیاته منده کیږی. هر سړی خپل دغه نامعلوم ایډیال پسی منډی وهی. هغه بیا بیا د دنیوی ښائست لرونکی یوه شی په لور ورغاړی وځی خو هرځلی هغه ناکامه کیږی تردی چی مړشی پرته له دی چی خپل ابډیال یي مندلی وی.

 همدغه هغه ځای دی چرته چی داغی ته خپل دعوتی عمل سرته رسول دی. د داغی کار دادی چی هغه انسان ته وښائی چی هغه کوم ایډیال (معیار) په لټون کی دی هغه یوازی خدای او د هغه جنت دی. دا یوازی خدای دی چی مندلو سره یي سړی خپل هرڅه مومی دا یوازی جنت دی چی رسیدو سره یي سړی اطمنان مومی. هغه چی د کومی دنیا په لټون کی وو هغه یي ترلاسه کړه. په دی اعتبار سره هر انسان د داغی نښانه ده. داغی ته هر وګړی ته رسیدل دی او د هغوی په سترګو باندی پرتی پردی لری کول دی. که په دنیا کی شپږ بلیونه انسانان دی نو داغی ته شپږ بلیونه کار کول دی. هغه ته شپږ بلیونه روحونه د خپل رب سره تړل دی. هغه ته شپږ بلیونه انسانان د هغوی خپلی جنتی تم ځای پوری رسولو ځیار کول دی.

د دی د انسانیت معلم نوم داغی دی داغی هغه دی چی د ژوندون په لارو باندی د رنړا مینار وګرځی. چی د انسانیت بی لاری شوو قافلو لپاره خدائی لارښود وګرځی. د قرآن په سورهّ نمبر (۵۱) کی د پیغمبر په ژبه سره وئیل شوی دی چی ( فَفِروالی الله انی لَکُم منهُ نَذیِرٌ مبین) (الذاریات:۵۰) او وتښتئ(رجوع وکړی) په لور الله- بی شکه زه تاسی یعنی ای خلکو! د الله په لور منډه وکړی بیشکه دهغه له لوری ستاسو لپاره ښکاره ویرونکی يم. همدغه خبره په قرآن کی په یو بل ځای کی داسی بیان شوی ده:اعبد الله واجنبوالطاعوت (النحل:۳۶) یعنی ای خلکو د الله عبادت وکړی اوله طاعوت څخه ځان وژغوری.

په دی دنیا کی انسان د دوو بلنو پرمینځ کی دی یو دخدای بلنه او بل د شیطان (طاعوت) بلنه. خدای پاک  دخیر سرچینه ده هغه خلک دخیر په لور رابلی د دی برعکس شیطان دشر سرچینه ده. هغه خلک دشر لارو په لور رابلی. د انسان ازموینه داده چی هغه د شیطان په دهوکو کی رانشی. شیطان پریږدی او دخدای په لور منډه کړی.

 خدای دټولو کاملو صفتونو مجموعه(سرچینه) ده. هغه عدل،رحمت،رښتینوالی،دیانت داری او اخلاص خوښوی خدای غواړی چی انسان همدغه اعل‍َی صفتونه خپل کړی هغه خپل ځان د خدائی اخلاقیاتو په قالب کی واچوی.

 د دی برعکس شیطان د بدیو مجموعه ده او هغه انسان هم بدیو په لور بوول غواړی. شیطان په انسان کی پټ شوی د بدی احساسات راوښوی. هغه په انسان کی دننه حسد،انانیت،قهر،عچ احسل تکبر،خودعرضی او بی اعترافی غوندی جذبات راوښوی او د انسان انسانیت ځپی او حیوانیت یي رابیدارولو سره د خپل ځان غوندی یي جوړول غواړی.

 موجوده دنیا کی هر سړی همدغو دوه اړخیزه غونبتنو په مینځ کی دی. هر سړی د یوه داخلی جنګ پر محاذ ولاړدی. یو اړخ ته ضمیر دی چی خدای په لور یي راښکی او بل لور ته یي انانیت دی چی هغه ټیله کوی او د شیطان په لور یي بیول غواړی.ضمیر د خدای نمائنده دی او انانیت د شیطان نمائنده.

د داغی کار دادی چی هغه انسان د دی حقیقت څخه خبر کړی. هغه په انسان کی ذهنی بیداری راوستلو سره یي د دی جوګه کړی چی هغه دغه دو طرفه(اړخیزه) تقاضی(غوښتی) وپیژنی. هغه خپل انانیت وځپی او د ضمیر غږ ته وده تقویت ورکړی. هغه د شیطان د لمسونی څخه ځان وژغوری او د خدای د هغی لاری مسافر وګرځی چی د جنت په لوری یي (بیونکی) ده دا کار په مخ د ځمکه ترټولو کارونو ‌ډیر غوره دی. دا د پیغمبرانو کار دی. کوم خلک چی دی کار لپاره راپورته شی. هغوی به نهایت خصوصی ‌ډالیو سره ونازول شی.

د قرآن په ۷ سورت کی د اعراف یادونه ده یعنی د لوړو ځایونو خلک. دا هغه خلک دی چی په قیامت کی به په لوړو منبرونو باندی ودرول شی او د جنتیانو او دوزخیانو دواړو په هکله به دخدای دپریکړی اعلان کوی. د دغو ایایتونو ترجمه داده

او پراعراف باندی په خلک وی چی پیژنی به دوی هر یو په غلامو د دوی سره او غږ به وکړی خاوندانو د جنت ته راشی چی سلام دی وی پر تاسی باندی،حال دا چه داخل شوی به نه وی دغه جنت ته او دوی به طمع لری او کله چی وګرځول شی سترګی د دوی په لور د خاوندانو د اور نو وبه وائی دوی ای ربه زمونږ مه ګرځوه مونږ سره له قومه ظالمانو. او غږ به وکړی صاحبان د اعراف هغو سړیو ته چه پیژنی به دوی هغوی په غلامو د هغوی سره وبه وائی دا چی هیڅ دفع ونه کړه له تاسی ډیروالی ستاسی او نه هغه چی وی تاسی چی به موکوله. ایا دغه هغه کسان دی چی قسمونه به یي خوړل تاسی چی وبه نه رسوی دوی ته الله رحمت خپل. ننوځی جنت ته چه نه به وی هیڅ ویره پرتاسی باندی او نه به تاسی غمجن کیږی.

په دی ایت کی اصحاب اعراف څخه مراد شهداء دی. یعنی د خدای هغه خاص بندګان کومو چی د دنیا قومونو ته د خدای دین ور ورساوه او ګواهی یي پری ورکړه بیا چا ومنو ده او چاانکار وکړ (تفسیرقرطبی،جلد۷، ورقه۲۱۱) دغو شهدا وو (دُعا) لپاره په قرآن کی مختلف الفاظ راغلی دی مثال په توګه مُنٌذِرٌ،(؟؟؟؟)، او داسی نور په دی ډله کی اولا انبیاء شامل دی او د هغوی نه ورسته هغه خاص بندګان کومو د انبیاء وو د عوت سره سم په خپلو خلکو باندی د دعوت او شهادت کار ته سره کړی وو د هغوی په حق به یو ډیر لوی درناوی وی. دی اعلان لپاره د قیامت په میدان کی به یو لوی تخت (ستاج) جوړ کړی شی چی پری به اصحاب اعراف ولاړوی. د هغه ځای څخه به هغوی هر چاته ګوری او په هکله به يي دخدای د پریکړی نه خبروی.

 شهدا وو او دعاتو(دعات) په دی دنیا کی دخدای کار خپل کار ګڼلو سره یي ورته ځیار کړی وو. د دی عمل پرسبب باندی به هغوی ته دا امتیازی انعام ورکړی شی چی هغوی په قیامت کی په اوچتو (لوړو) ځایونو ولاړ وی او د دی دعوت حق د آخری پائلی څخه به خلک خبر کړی په دنیا کی هغوی د خپل مقصد په اعتبار سره لوړ وو او په قیامت کی به هغوی د دی عملی پائلی په اعتبار سره لوړ وګرځول شی.

 په خدای باندی ایمان راوړلو نه ورسته د یوه بنده څخه چی عملی توګه باندی چی څه هدف دی هغه یي پر قران کی په دوه ډوله الفاظو کی بیان کړی شوی دی. د خدای اطاعت او د خدای نصرت د خدای د اطاعت څخه مراد دادی چی بنده پر دهغو ټولو اوامرو او نواهیو باندی عمل وکړی کوم چی دخدای له لوری د رسول په ذریعه ښودل شوی دی هغه دغه ټول حکمونه په خپل ‌‌ژوند کی خپل کړی د کومو خپلولو چی خدای پاک ټینګار کړی دی. او دهغو ټولو شیونو څخه ځان وژغوری د کومو څخه چی خدای پاک د ژغورنی حکم پر خپل کتاب کی ورکړی دی یا د خپل رسول پر ذریعه یی اعلان فرمائلی دی.

 د خدائی نصرت مطلب دی چی د خدای مرسته کول دا یو نااشنا شرف دی چی یو مومن سړی ته ترلاسه کیږی د دی نه مراد هماغه شی دی چی ورته قران کی دعوت الی الله وئیل شوی دی دا چونکه د خدای یو هدف عمل دی چی د انسان په ذریعه تر لاسه کیږی ځکه دا يي د خدای نصرت (خدای مرستی) سره تعیر کړی شوی دی.

 عبادت، اخلاق او معاملاتو کی دخدای د احکامو د پوره والی د سړی خپله اړتیا ده. د دی په ذریعه بنده خپله بندګی ثابتولو سره د خدای د انعامانو مستحق ګرځی. خو د دعوت الی الله معامله د دی نه مختلفه ده دقران سره سم. دا د الله   حجت لری کول دی(النساء :۱۶۵) د امزموینی د مصلحت په سبب دا کار د انسانانو په ذریعه تر سره کیږی. دا یو خدائی عمل دی کوم چی ځنی انسانان د خدای له لوری ترسره کوی او بیا د خدای په نز یي انعام تر لاسه کوی. په دی معامله باندی د پوهیدو لپاره د قران د دی ایات مطالعه وکړی:

 یا ایهاالدین امنو کونو انصار الله. کما قال عیسی بن مریم للحواربین من انصاری الی الله قال لحوار یون نحن انصار الله فامنت طائفه من اسرائیل وکفرت طائفه مایدنا الدین امنو علی عدو هم ماصحو اظاهرین (الصف۴)

 ای مومنانو شی تاسی مرسته کونکی د الله لکه چی وئیلی ؤ عیسیٔ ځوی د مریمی حواریونو ته څوک دی مرسته کوونکی ځما په لاره د الله کی؟ نو وویل حواریونو چی مونږ یو مرسته کونکی د الله نو ایمان راوړیوی ‌ډلی له بنی اسرائیلونه او کافره انکاری شوه پری بله ډله نو قوت موورکړ هغوته چی ایمان یي راوړی ؤ پر دښمنانو د دوی باندی پس وګرځیدل دوی غالبان.

په دی آیت کی د الله نصرت کولو یا د الله انصار ګرځیدو څخه مراد څه(څه مراد) دی. د دی نه مراد دی. د خدای تعالی په دعوتی پلان کی خپل ځان قول او عمل سره شریک کول. حجت قائمولو خدای کار خپل کار ګرځول او ورته ځیار کول. مفسرابن کثیر د دی ایت په تشریح کی لیکی دی چی:

 أی من معیتی فی الدعوت الی الله عزوجل؟ قال الحوایون(وهم أتباع عیسیٔ علیه السلام) نحن انصار الله أي نحن أنصارعلی ما ارسلت به وموازروک علی ذلک. ولهذا بعثهم دعاټ الی الناس فی بلاد السْام فی الا سرائیلین و الیونانین وهکذا کان رسول الله صلی الله علیه وسلم یقول فی ایام الحج من رجل یؤ وینی حتَی ابلغ رسالة ابی فان

أن ابلغ رسالة ابی. (تفسیر ابن کثیر جلد ۴ صفحه۳۶۲)

 یعنی څوک دی چی د خدای په لور رابللو په کار کی ځما مرسته کونکی شی حواریونو وویل او د دی ځنی مراد د عیسَی پیروان دی. مونږ یو د خدای(الله) مرسته کونکی مونږ یو د ستا مرسته کونکی په هغه کار کی چی ته ورته رالیږدول شوی .  رسول الله بی له شکه د ټولی دنیا لپاره د خدای پیغمبر دي خو هغوی یوی لنډی مدی پوری دنیا کی وو او د هغی نه ورسته مړ شو. اوس پوښتنه داده چی رسول الله صلی الله علیه وسلم د مړینی نه پس د دی مسولیت تر سره کولو صورت څه دی ځواب دادی چی د هغوی امت د هغه نه پس مسول وی. په خپل ژوند کی هغوی مخامخ(نیغ په نیغه) دا کار سر ته ورسا وه. د هغوی نه پس دا کار غیر مستقیمه توګه باندی دهغوی د امت په ذریعه به سر ته رسول کیږی. د هغوی د امت لازمی مسولیت دی چی هغوی نسل تر نسله هری زمانه کی خلکو مخی ته ددی دین پیغام ورسوی. کوم دین چی پیغمبر د خدای له لوری راوړی دی او کوم به چی تر قیامته پوری په همدی حال کی محفوظ وی.

 د دی معاملی نوره تشریح د یوه حدیث څخه کیږی کوم چی یوه مشهور سیرت لیکونکی محمد بن اسحاق (مدینه ۷۶۸ء) نقل کړی دی. په دی حدیث کی رسول الله صلی الله علیه وسلم د حضرت عیسَیع د دعوتی مسیون(ماموریت) په هکله هم فرمائیلی دی او خپله د خپل ځان په هکله یي هم د دی حدیث ترجمه داده:

رسول الله صلی الله وسلم د حدببی صلح(جوړه) (۶۲۳‌ء) کولونه پس یوه ورځ خپلو اصحابو مخی ته راغی. هغوی وفرمائل چی ای خلکو الله تعالی زه ټولی دنیا لپاره د رحمت په حیث رالیږلی يم. بیا تاسو په دی معامله کی ما سره اختلاف مه کوی. څنګه چی عیسٔیع  سره حواریون کړی وو. د هغوی اصحابو وویل چی ای دخدای رسول له حواریون څه ډول اختلاف کړی وو. هغوی و فرمائل چی مسح علیه سلام خپل هغه کا په لور راوبلل کوم لور ته چی ما تا سو رابللی یي. پس مسح چی چا ته نږدی ځای ته تلو لپاره وویل هغه راضی شو(ومنوده) او چا ته یي چی لری ځای ته تلو لپاره وویل نو هغه نا حوښی وښوده او په هغه باندی درنده شوه. د دی نه ورسته عیسٔیع الله پاک ته د دی خبری شکایت وکړه نو کوم خلک چی د ‌ژبی دنه زده ګړی د توپیر له کبله تلو لپاره تیار شوی نه وو هغوی د هغه قوم په ژبه خبری پیل کړی کوم لور ته چی عیس‍‍ٔیع هغوی لیږدول.‍‍‍ د دی نه پس رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل اصحاب مختلفو سردارانو او حاکمانو په لور خپل دعوت سره روان کړل.

 ابن اسحاق وایي چی رسول الله صلی الله علیه وسلم چی کله خپلو اصحابو مخی ته راغی او د دی دعوتی کار په لور یي هغوی متوجه کړه نو هغوی ته یي وویل چی الله زه ټول عالم لپاره رحمت رالیږلی یم. پس تاسو زما لوری دا مسولیت تر سره کړی الله دی پر تاسو رحم وکړی.(سیرت ابن هشام، جلد۴ صفحه ۲۷۸)

د ځمکی په سر(مخ) او اسمان نه لاندی د یوه انسان لپاره د دی نه لوی کوم ویاړ نشته چی هغه یو داسی کار لپاره ګړندی (بوحت) وی چی نیغ په نیغه توګه خپله د خدای کاروی. کوم چی ګواکه د خدای جل جلاله استازیتوب دی. دا بی له شکه یو داسی رتبه ده چی تری لویه بله کومه رتبه شونی نه ده.

 خدای پاک بشپړه قدرت لرونکی دی. هغه د هر معلوم او نا معلوم کار تر سره کولو کامل قدرت لری. هغه که غواړی نو د خپل پیغام رسولو لپاره تیګی(تیږی) به ګویانه کړی. هغه به د ونی هری پاڼی ته ژبه وګرځوی چی تری نه د خدای د پيغامونو اعلان پیل کړی خودا د خدای طریقه نه ده. خدای پاک دا غواړی چی د انسانانو په مینځ کی د هغه د پیغام رسونه خپله هم انسان و کړی د دی لپاره چی التباس اوابهام پر ده باقی پانی شی ترڅو چی د امتحان مصلحت ځیان من نشی.

 دعوت چی ورته په قران کی انذار او تبشیر وئیل شوی دی. هغه نیغ په نیغه د خدای کار دی. دا ځکه دی تر څو چی حجت په خدای باندی باتی نشی بلکه هغه انسانانو په لور انتقال شی. خو د امتحان(ازموینی) د مصلحت تقاضا ده چی دا کار په کوم معجزیي اسلوب کی تر سره نشی بلکه په انسانانو کی یو انسان یي وکړی. همدغه وجه ده چی پر سبب یي دا خدایي کار د انسانانو په ذریعه پایي ته رسول لیږی.

 یو بنده چی کله لمونځ کوی نو هغه ګڼی چی هغه د خدای مخی ته د خپل(خپلی) عجز(عاجزی) اقرار کوی د دی په مقابله کی کله چی هغه د دعوت الی الله کار کوی نو احساس یي داوی چی هغه خپله دخدای یو کار کوی یو انسان لپاره بی له شکه د دی نه زیاته خوندوره کومه تجربه نشته که هغه دا محسوس کړی چی ځه دخپل رب به کار کی بوحت یم زه دخپل رب یو بلان سرته رسوم (د دعوت خق، له: مولوی وحیدالدین خان، ورقه ۴-۱۴)

بل مخ ⬅
➡ تیر مخ

دا مقاله شریکه کړئ

نوي مطالب ترلاسه کړئ

زموږ خبرپاڼې سره یو ځای شئ او نوي مقالې مستقیم په خپل برېښنا لیک کې تر لاسه کړئ